• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د بهرنيو ژبو کلیمو ته يې په ملي ژبو کې تر زر زياتي معادلې کليمې پېدا کړي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي د علومو اکاډمي مسوولين وايي، په تېر يوه کال کې يې تر زرو زياتو بهرنيو کلیمو ته په پښتو او دري معادلې کلیمې پېدا کړې دي. د دې ادراې مرستیال امیر جان ثاقب وایي، د "يرغل" پر مهال هېوادونه هڅه کوي، چې خپل فرهنګ او د ژبې کليمات هم په ټولنه کې خپاره کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د علومو اکاډمۍ مرستیال امير جان ثاقب د دوشنبې په ورځ د خپلو یو کلنو راسته راوړونو په پروګرام کې وويل، چې د بهرنيو کليمو پر ځای د ملي ژپو پښتو او دري د معادلو کلېمو پيدا کولو لړۍ لا هم دوام لري.

د اکادمۍ علمي منشي رفیع الله نيازی بیا وايي، چې په تېر يوه کال کې يې د بهرنيو ژبو د معادلو کليمو د پېدا کولو ترڅنګ ۳۷ عملي او څېړنيزي پروژې بشپړي کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې اکاډمۍ دامهال په بېلابېلو علومو کې ۲۸۰ علمي او څېړنيزې پروژې تر لاس لاندې لري.

هغه زياتوي، چې ۳۴ علمي اثاره يې نوي او ۲۵ يې ژپاړلي چاپ کړي دي.

په يو شمېر ښارونو کې د طالبانو له لوري په بهرنیو ژبو د لیکل شويو لوحو د ټولو کمپاینونه هم شروع دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ګڼو ولایتونو کې د یو شمېر پوهنتونونو او دولتي ادارو لوحې چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وې هم پاکې کړې؛ خو د طالبانو دغه ګام د ګڼو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ماليې وزارت: په تېرو درېيو کلونو کې مو له هېڅ هېواد او بنسټ څخه پور نه دی اخیستی

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ماليې وزارت وياند وایي، چې نړۍوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک ته یې تر دې مهال ۲.۷ ميليارده افغانۍ پور بېرته ورکړی دی. احمد ولي حقمل زیاتوي، چې دغې ډلې په تېرو درېيو کلونو کې له هېڅ هېواد او بنسټ څخه پور نه دی اخیستی.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله هېوادونه او بنسټونه په رسمېت نه پېژندل شوي حکومت ته د رسمي تعاملاتو له مخې پور نه ورکوي.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل د دوشنبې په ورځ وويل، چې پر پخواني حکومت د ځينو بنسټونو د پورنو له جملې څخه یې نړۍوال بانک ته نږدې ۹۱۰ ميليونه افغانۍ او اسايي پرمختيايي بانک ته يې ۱.۹ ميليارده افغانۍ پور ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې پر پخواني حکومت د ځينو بهرنيو هېوادونو او بنسټونو د پورنو پاتې برخه به د پورورکوونکو له غوښتنې او د دوی د رهبرۍ له هدايت سره سم ورکول شي.

د حقمل په خبره، چې دوی نه غواړي افغانستان د بهرنيو هېوادونو او بسنټونو پوروړی پاتې شي.

بېلابېلو طالب مشرانو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د دوی تر ډېره تکيه پر کورنيو منابعو او کانونو ده.

که څه هم طالبانو تر اوسه له کوم بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور اخیستل رد کړي دي؛ خو امریکا هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نوم افغانستان ته لېږي.

سرچینې: د دوبۍ پولیسو د طالبانو رییس الوزرا ته ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، چې د دوبۍ پولیسو د طالبانو ریاست الوزرا ته اجازه نه ده ورکړې، چې په په دغه ښار کې په یوه میلمستیا کې ګډون وکړي. ملا حسن اخوند تېره میاشت ابوظبۍ ته د درملنې لپاره په یو سفر تللی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دې ډلې رییس الوزرا له ابوظبۍ څخه د یوه افغان سوداګر په بلنه دوبۍ ته له لازمو پروټوکولونو پرته او د دوبۍ له حکومت سره د همغږۍ په نشتوالي تللی و؛ خو د پولیسو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د سرچينې په وينا؛ د دوبۍ پوليسو ملا حسن ته اجازه ور نه کړه، چې په دغه ښار کې د رحمت الله کندهاري حوېلۍ ته ورشي او په مېلمستيا کې ګډون وکړي.

د دې رسوايي د مخنیوي لپاره طالب ډېپلوماتانو پرېکړه وکړه، چې خپل رییس الوزرا په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته بوځي چې اوس د طالبانو په واک کې ده.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، د دوبۍ پولیسو له ملا حسن څخه غوښتي چې ژر تر ژره ابوظبي او روغتون ته ورشي، ځکه چې هغه دوبۍ ته د ننوتو اجازه نه درلوده.

سرچينه وايي، دا چې دوبۍ يو ګرځندوى او ازاد ښار دى؛ نو د ښار چارواکي اندېښمن ښکاري چې د طالبانو د مشرانو شتون به د دغه ښار ګرځندوى حيثيت ته زيان ورسوي.

ملا حسن اخوند د اګسټ په میاشت کې په مېلمستیا کې له ګډون پرته ابوظبۍ ته راستون شو او له هغه ځایه کابل ته ستون شوی.

کارپوهان وايي، چې د طالبانو حکومتي چارواکي او ډېپلوماتان بې له ډېپلوماتیکو پروتوکولونو سره بلد نه دي.

د سرچینې په خبره، دا رسوايي په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې په ابوظبۍ کې د طالبانو د سفیر ملا بدرالدین د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نږدې کس او په دوبۍ کې د دې ډلې د کونسل جنرال فدا محمد مدني چې د بهرنیو چارو له وزیر سره تړاو لري، د دوی تر منځ د نه همغږۍ نښه هم ده.

په دوبۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ښار ته د ملا حسن اخوند د ننوتو د مخنیوي په اړه د افغانستان د انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په متحده عربي اماراتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چې له طالبانو سره یې د کونسلګرۍ د چارو د پرمخ بیولو لپاره تعامل کې دي؛ خو دوبۍ تر اوسه په دغه هېواد کې د طالبانو په ګډون د ټولو افغان ډلو سیاسي فعالیتونه بند کړي دي.

په کابل کې د طالبانو استخباراتو د یو خصوصي پوهنتون علمي مرستیال زنداني کړی

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۱

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ابوزر خپلواک ځاځی تېره چهارشنبه د طالبانو استخباراتو د پوهنتون له ادارې وړی دی. دوی زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو لوی ریاست ته یې عریضې کړې دي؛ خو د هغه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه شته.

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال ابوزر خپلواک ځاځي کورنۍ نن د دوشنبې په ورځ « د وږي ۲۶مه» افغانستان انټرنشنل سره د هغو عریضو کاپي هم شریکه کړه، چې د هغه د نېول کېدو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست ته شوي دي.

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون ادارې د ابوزر خپلواک ځاځی د نیول کېدو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته په رسمي بڼه خبر ورکړی دی.

100%

د کاروان خصوصي پوهنتون ادارې عریضه کې لیکلي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو ریاست کارکوونکو له پوهنتون څخه وړی دی.

دوی په دغه عریضه کې لیکلي، چې د کابل پولیسو درېیمې امنیتي حوزې او د دې ډلې استخباراتو ریاست ورته ځواب ور کړی چې له دوی سره نه شته.

100%

دا عریضه چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک شوې ده، د طالبانو د استخباراتو لوي ریاست څخه غوښتنه کړې ده، چې د ابوزر خپلواک ځاځي خوشې کېدو او پېدا کېدو کې دې مرسته وکړي.

د طالبانو د استبخاراتو لوی رییس عبدالحق وثیق د دفتر رییس د دې ډلې د کابل د استخباراتي ریاست څخه غوښتي چې اوصولي اجرات وکړی.

خو په همدې عریضه کې په کابل کې د طالبانو استخباراتو ۰۸۹ ریاست په ځواب کې لیکلي، چې د دې شخص په نوم کس له دوی سره نه شته.

د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال ابورز خپلواک څاځی کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پوهنتون په امنیتي کامرو کې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکي کې لیدل کیږی، چې نوموړی له خپل دفتر څخه موټر ته پورته کوي.

د ابوزر خپلواک ځاځی کورنۍ غړي وايي: « د تېرې چهارشنبې راهسې د طالبانو د مشرانو او ادارو دروازې مو وټکولې خو یوه اداره هم د ابوزر خپلواک ځاځي د ځای ځایګي او د ژوند په اړه څه نه وايي اوس مونږ حیران یو چاته ورشو؟»

د ځاځي کورنۍ وايي، چې نوموړي د افغانستان په ځايي رسنیو په سیاسي بحثونو کې هم کډون کاوه.

په دې وروستیو کې د طالبانو د چلند په اړه د افغانانو نیوکې دا دي، چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې قانوني مراحل نه شته او یا هم تر پښو لاندې کوي.

تر اوسه طالبانو او کاروان خصوصي پوهنتون د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د کابل په کډون په ولایتونو کې ولسي خلک نېوکې کوي، چې طالب مسوولان په خپلسري توګه نیونې کوي او پرته د محکمې له حکمه کسان شکنجه کوي او وژني یې.

په تېرو درېو کالو په واکمنۍ طالبانو د رسنیو په ډېری داسې راپورونو کې چې ځواب ونه لري خاموشه پاتې کیږي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو څو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خپلسرو نیولو، شکنجه کولو او ورک کولو یادونه کړې ده.

چاپېریال؛ د هوا پېژندنې ادارې په ۹ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پوهنې ادارې د سې شنبې ورځې لپاره د سالنګونو په ګډون په ۹ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلابونو اټکل کړی دی. دغه اداره زیاتوي، چې په بېلابيلو سیمو کې د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۰) ملي متره پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې (د وږي ۲۷ مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، تخار او بغلان ولايتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښدو اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخې، چې په بېلابېلو سیمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کيلومتره وي.

په افغانستان کې وروستيو سېلابونو په ډېرو سېمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

طالبان د سېلاب ځپلو سره د مرستو کولو لپاره ډېر ځله له نړۍوالو څخه د همکاريو غوښتنه کړې.

د عشر راټولولو نوی طرزالعمل: هغه جوماتونه چې امام نه لري خلک دې طالبانو ته عشر ورکړي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مشر د حکم له مخې د عشر ټولولو د نوي طرز العمل له مخې؛ هغه جوماتونه چې ملا امام نه لري، د سیمې خلک باید عشر طالبانو ته وسپاري.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ادارې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د عشر راټولو لپاره د هبت الله اخونزاده دغه نوی طرزالعمل يوازې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لپاره د تطبيق وړ دی.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارې ادارې مشر د عشر راټولولو لپاره د خپل مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د نوی طرزالعمل د عملي کولو په موخه غونډه وکړه.

د طالبانو د دغه ادارې له خپلو کار کوونکو غوښتي، چې په ولسواليو کې د عشر راټولولو په برخه کې په جدي توګه خپل مسووليت ادا کړي.

د دغه ادارې مشر فضل لباري فضلي وایي، چې له یاد شوی کال وروسته به دوی د هبت الله د یو بل امر له مخې په ټولو سيمو کې عشر راټول کړي.

په دې غونډه کې د کندهار د ۱۳ ولسواليو د عشر راټولو مامورينو هم برخه اخيستې وه.

د فضلي په خبره، چې د هبت الله له لوري د عشر راټولو په نوي طرزالعمل کې راغلي: « هغه جوماتونه، چې امام نه لري عشر یې باید "اسلامي امارت" ته ورکول شي.»

د طرزالعمل په یوه بله ماده کې د جومات ملا امامانو ته ۲۴۰ زره افغانۍ عشر ټاکل شوی او ويل شوي، چې له ټاکلي عشر اضافه پيسې باید «اسلامي امارت» ته ورکړل شي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارې ادارې مشر فضل لباري فضلي ويلي، چې د هبت الله حکم باید په ټولو سیمو کې عملي شي او د سر غړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو د مشر د امر له مخې؛ په ځينو ولسواليو کې د عشر راټولو لړۍ لا له وړاندې پيل شوې ده.

د کندهار د کرنې او مالدارې ادارې د لوړ شاولي کوټ ولسوالۍ څخه په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۵ ټنه انځر او ۲۰۰سوه زره افغانۍ عاید د عشر په دود ټولې کړې دي.

د طالبانو دغه اداره وايي، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې يې هم ۱۶۱ کیلو کشمش، ۶۴ کیلو انګور او ۶۸ زره افغانۍ عشر تر لاسه کړی.

په يو شمېر سیمو کې د طالبانو له لوري د عشر ټولولو پروسه د ځایي خلکو له لوري د جنجال سره مخ شوې او پر طالبانو نيوکه کوي، چې په لوړه اندازه له دوی څخه عشر اخلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې په جبري توګه له خلکو غوښتي، چې خپل زکاتونه او عشر د جوماتونه ملا امامانو او يا هم طالبانو ته ورکړي.