• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په مزارشریف کې د خالد بن ولید ښارګوټي ځمکې ضبط کړې

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې په مزارشریف کې یې د خالد بن ولید په ښارګوټي کې له دوه زره جریبه زیاته ځمکه ضبط کړې او د دولتي ځمکې په توګه یې ثبت کړې ده. دغه وزارت وايي، چې یوازې د لس جریبه ځمکې اسناد اصلي او پاتې نور یې باطل دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د شمال په حوزه کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې د خالد بن ولید د ښارګوټي د ځمکې د اسنادو له څېړلو وروسته له ۲ زره ۷۷۲ جریبه ځمکې څخه یوازې ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده، چې تصفیې یې شخصي ملکیت وګڼله او پاتې ځمکه یې ضبط کړه.

طالبانو د دې ښارګوټي د ملکیت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ویل کیږي، چې دا ښارګوټی د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ملکیت دی.

د طالبانو دغه وزارت ټینګار وکړ، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د دغې ډلې او کمېسیون له مهمو موخو څخه دي او په همدې موخه یې د بېرته ستنولو لړۍ پېل کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د جنګاښ په ۱۳ اعلان وکړ، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټي ارزیابي شوې او ضبط شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، چې د طالبانو د ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې تایید کړې، چې دغه ښارګوټی چې ۵۵۶ جریبه ځمکه لري، چې دولتي ملکیت دی.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د لسګونه زره جریبه ځمکې د بېرته راګرځولو اعلان کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د یوناما مشرې او په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې په افغانستان کې د ثبات پر ټینکښت خبرې کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د قطر له استازي عالیا احمد بن سیف ال ثاني سره وکتل. دوی د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د قطر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کېدو او د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.

روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په سهار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی راپور ښيي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د کمزوري اقتصاد او له حقونو او ازادۍ په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

راپور ښيي، چې د طالبانو د روانو سیاستونو او چلند له امله د افغانانو ننګونې او ستونزې لاپسې زیاتې شوې دي.

ملا شیرین د یوناما ځايي مشر ته: مرستندویان دې خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق پر مخ بیايي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو مشر ته نږدې او د دې ډلې د کندهار والي ملاشيرين په سويل کې د يوناما له مشر سره په ليدنه کې ويلي، چې مرستندویه ادارې دې «خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق» پر مخ بیايي. په ورته مهال ملاشيرين له یوناما غوښتي، چې بهرني مرستندویان په افغانستان کې د نورو پروژو تطبيق ته وهڅوي.

په کندهار کې د طالبانو د والي وياند محمود عزام د سې شنبې په ورځ ويلي، چې په دې ناسته کې د یوناما اړوند د ټولو ادارو غړو هم ګډون درلود.

د ښاغلي عزام په خبره، ملاشيرین په افغانستان کې له مرستندويه ادارو دا هم وغوشتل، چې خپلې مرستې او خدمات زيات کړي.

نوموړي په دې ناسته کړې زياته کړې: « په خپلو خدماتو کې ډېروالی او پراخوالی را ولي، اوږدمهاله پروژې تطبیق کړي.»

هغه له بهرنیو مرستندويه ادارو غوښتي، چې بشري مرستې دې په سیاست پورې نه تړي او ادارې دې ټولي چارې د دوی په مشوره مخ ته بیايي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د افغانستان په سویل کې د یوناما مشر طالب والي ملاشيرين ته ويلي، چې دوی هڅه کوي لنډ مهاله مرستې په اوږد مهال کې د «نظام د اصولو» مطابق مخ ته بوځي.

هغه ويلي: « هڅه کوو، چي ډونرانو ته قناعت ورکړو او راتلونکي کې افغانستان ته خپله بودیجه ډېره ځانګړې کړو.»

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشيرين پر داسي مهال په سويل کې د يوناما له مشر او غړو سره ګوري، چې د وږي میاشتي په لومړی اونۍ کې د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنيفي پر یوناما سختې نيوکې کړې وې.

حنيفي ويلي وو، چې د طالبانو د نوي قانون په اړه د یوناما څرګندونې «بې ځایه او د لوېدیځ اندېښنه ده.»

دغه وزارت د ملګرو ملتونو دغه استازولي دوښمنه وبلله او ویې ویل له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

امربالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «هر هغه څوک چې پر دغه شرعي قانون نیوکه کوي، په اسلام او شرعي احکامو يې نيوکه کړې او بايد له نيوکې ډډه وکړي.»

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۲ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي، چې دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دا مهال څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ٦٧٧ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب په یو مخ په زیاتیدونکي بحران بدل شوی او ۲.۹ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، ۸۵۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اعلان کړی و، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې دغه بشري مرستې به د ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو په ګډون د سلګونو زرو خلکو لپاره د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ولګول شي.

طالبان: تېر کال ۹ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته د سیل لپاره راغلي وو

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې ۹ زره بهرنیانو د افغانستان تفریحي او تاریخي سیمو ته د سیل لپاره تللي دي. د دغه وزارت چارواکي دا هم وايي، چې په همدې موده کې له دغه وزارت سره ۹ میلیونه کورني ګرځندویان ثبت شوي دي.

طالب چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د ګرځندوی په برخه کې ۳ زره شرکتونه ثبت شوي دي.

چارواکو دا هم وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو کار روان دی او په دې وروستیو کې یې د ګرځندوی او هوټلونو د مدیریت انستیتیوت هم فعال کړی دی.

په افغانستان کې د هېواد د وضعیت په اړه د ډېرو هېوادونو خبرداریو ته په کتو، د طالبانو د دې ادعا تایدول سخت دي چې ګواکې زرګونه بهرنيو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی.

د تېر کال د غويي په ۲۷ مه په یوه برید درې بهرني وګړي او یو افغان وژل شوي وو، چې داعش یې مسوولیت منلی و.

دغه برید په افغانستان کې د بهرنیو وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر کال کې یې ۶۲۰ خبریالانو ته د ژورنالیزم کارتونه وېشلي، د یوټیوب چینلونو لپاره یې کړنلاره جوړه کړې او د خبریالانو د صندوق لپاره یې کړنلاره چمتو کړې ده.

دغه وزارت همدا راز د ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د ۱۲ تیاترونو نندارتونونه، د بېلابېلو وختونو د ۲۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

طالبان وايي، په تېر کال کې یې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې کړې او ۳۸۱ لرغوني سیمې یې په نښه کړې دي.

دغه وزارت همدا راز وویل چې له ۱۰۰ ښوونیزو بنسټونو او روزنیزو مرکزونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي، چې له مخې یې په پلازمېنه او ولایتونو کې ۱۰ زره ۵۸۱ کسانو ته وړیا لوړو زده کړو او ۱۷ زره ۷۸۱ نورو ته په ځانګړي تخفیف ورکول کېږي.

متقي: هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاط کار واخلي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، له ټولو هېوادونو په تېره له ایران او پاکستان یې تمه دا ده چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاط کار واخلي. امیرخان متقي د پاکستان او یران یادولو سره هیله وکړه چې افغان کډوالو ته پکې تکلیف ونه رسېږي او په خپله خوښه ستنېدو ته پرېښودل شي.

ښاغلي متقي نن کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې دا خبرې وکړې.

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو په مننې سره زیاته کړه: «په ځانګړې توګه مو د پاکستان اسلامي جمهوریت او ایران اسلامي جمهوریت چې څنګه چې څلوېښت کاله یې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»

دې وروستو کې له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده

همهاله افغان کډوال شکایت کوي چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

د ایران په یزد کې افغان کډوالو تېره شنبه افغانستان انټرنشنل پښتو ته داسې ویډیو لېږلې وه چې پکې افغان ځوانان ټپي وو.

دوی ادعا کوله چې په دغه ښار کې ایرانیانو پر دې ځوانانو موټر خېږولی او پښې یې ور ماتې کړې دي.

له دې سره ایراني چارواکي بیا بیا د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو څرګندونې کوي.

تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې بې قانونه کډوال به په درناوی خپل هېواد ته ستانه شي، خو افغان کډوال شکایت لري چې د پاسپورټ اوویزې لرلو یا د ایران د کډوالۍ اسنادو با وجود هم ځینې کسان نیول کېږي او افغانستان ته ستنېږي.