
عربي رسنۍ وایي، د لبنان په بېلا بېلو سیمو کې د حزب الله له زرو ډېر غړي په یو وخت کې د پیجر ارتباطي وسیلو د چاودنې له امله له ټپیان شوي دي. راپورونه وايي، چې په بېروت کې د ایران سفیر هم ټپي شوی دی.
د عربي رسنیو د راپور له مخې؛ د لبنان په سویلي سیمو او د بېروت ښار په څنډو کې د حزب الله د غړو په ګډون د ګڼو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
رویټرز هم لیکلي، چې په دې چاودنو کې له زرو څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د حزب الله یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د پیجر چاودنه په روانه جګړه کې د امنیتي ځواکونو ستره ناکامي ده.
د لبنان یوې جګپوړې امنیتي سرچینې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) وویل، چې اسراییل دغه دستګاه هک کړې ده.
مهر خبری اژانس هم لیکلي دي، چې په لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم د پیجر چاودنې له امله ټپي شوی دی.
درېيو امنيتي سرچينو رويټرز ته ويلي، کوم پیجرونه چې په لبنان کې وچاودول شول تر ټولو تازه موډلونه دي.
روغتیایي چارواکو ویلي، چې روغتونونه هم له ټپیانو ډک شوي دي.
دا چاودنې د اسراییل او حزب الله تر منځ د سخت تاوتریخوالي په ترڅ کې تر سره شوي دي، چې د تېر اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخت ترینګلتیا کې ښکیل دي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د قطر له استازي عالیا احمد بن سیف ال ثاني سره وکتل. دوی د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
د قطر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې شوې ده.
رسنیو راپور ورکړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کېدو او د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.
روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په سهار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی راپور ښيي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د کمزوري اقتصاد او له حقونو او ازادۍ په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
راپور ښيي، چې د طالبانو د روانو سیاستونو او چلند له امله د افغانانو ننګونې او ستونزې لاپسې زیاتې شوې دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیره وايي، د روسیې په مقابل کې له اوکراین ملاتړ د هغه د ګاونډي هېواد مالداویا د ژغورلو ضمانت کوي او «که اوکراین پرځي ور پسې نمبر د مالداویا ده.» انالنا بېربوک وايي: «هر هغه څه چې مونږ د اوکراین د ملاتړ لپاره کوو، د مالداویا د امنیت او ثبات په معنا هم دي.»
د رویټرز د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې نن خبري ناستې ته وویل: « دا روښانه ده، چې دلته لویه اندېښنه څه ده؛ که اوکراین سقوط وکړی، مالداویا ورپسې په کتار کې ده.»
انالنا بېربوک د فرانسې، پولینډ، رومانیا، هالنډ او لیتوانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کډه په چیسنیاو کې د مالداویا په شراکت د اوکراین اړوند ډلې په غونډه کې کډون کړی دی.
جرمني په اروپا کې د کیف یو مهم ملاتړی دی. دغه ډله په ۲۰۲۲ کال کې هغه وخت جوړ شو، چې روسیې پر اوکراین برید وکړ.
دغه پیلیټ فارم کې د مالدویا هېواد اقتصاد او ثبات برخې تر بحث لاندې نیول کیږي.
د مالدویا ولسمشرې مایا ساندو چې روسیه یې د خپل حکومت د نسکورولو په نیت تورنه کړه.
هغې وویل، چې دغه هېواد یې له سختو ننګونو سره مخ دی او له خپلو ملاتړو هېوادونو یې وغوښتل چې خپل ملاتړ زیات کړي.
ساندو وویل، «د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه، چې موږ یې له لومړۍ ورځې غندو، زموږ اقتصاد ته یې ډېر زیان رسولی دی.»
د مالدویا هېواد متحدینو هم په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د شاملیدو لپاره د هڅو هرکلی وکړ.
د ساندو په مشرۍ مالداویا، چې د اوکراین، ناټو او د اروپايي ټولنې د غړي رومانیا ترمنځ پروت دی، تمه لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په دې بلاک کې شامله شي.
د ۲۰۲۳ په اګست کې حنان البیوک د لوړ خطر زیږون لپاره له غزې څخه د اسراییل اشغال شوي بیت المقدس ته سفر وکړ. د هغې درې اولادونه، چې له وخت مخکې زېږېدلي او لږ وزن لري، صحتمنده دي؛ خو مور یې اړ شوې وه چې د زیږون څخه لږ وروسته خپل بچي پریږدي.
نوموړې په دې نه پوهیږي، چې کله به وکولی شي چې بېرته هغوی په غیږ کې ونیسي.
د فلسطینیانو پر تګ راتګ باندې د اسراییل بندیزونه په دې معنا دي، چې ۲۶ کلنه البیوک باید د قانون د سرغړونې له وېرې غزې ته ستنه شوی وی، په داسې حال کې چې د هغې ماشومان لا هم تر جدي څارنې لاندې وو.

کله چې دغه ماشومان غزې ته د تګ لپاره چمتو شوي وو، جګړه پیل شوې وه او هغوی بند پاتې شول، د ویډیويي تماسونو له لارې یې خپلو بچو سره اړیکه ساتل یوازینۍ لار وه.
د هغې لوڼې نجوا، نور او نجمه د المقاصد په روغتون کې تر څارنې لاندې دي، چې پر دېوالونو رنګارنګ نقاشۍ دي او د هغوی لپاره د لوبو بېلابېل وسایل په نظر کې نیول شوي دي.
دا وضعیت په غزه کې د ماشومانو لپاره شونی نه دی، ځکه چې هغوی د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په اسراییل له برید راهیسې د اسراییل ځواکونو له خوا کلابند شوی او د بمونو سخت ګوزارونه پرې کیږي.

د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وویل، چې د غزې په جګړه کې له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان وژل شوي او زیاته یې کړه، چې ډېری ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او "حتا د ژړلو توان نه لري."
په روغتون کې د نوي زیږون د جدي پاملرنې مشر ډاکټر حاتم خامش وویل، درې ګوني نجونې په نورمال ډول وده کوي.
هغه وویل: "نجونې ښه ذهني وده کوي، د دوی تنفس هم ښه دی. یوازینی شی چې موږ غمجن کوي، دا دی چې دوی له خپلې مور څخه لرې دي."

ډاکټران او نرسان د واټس اپ له لارې د حنان سره اړیکه نیسي؛ خو دا کار په داسې حال کې شونی دی چې دغه کورنۍ په غزه کې انټرنټ ته لاسرسی ولري.
د جګړې له امله مخابراتي شبکې خرابې شوي دي.
دغه جګړه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه.
په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د دغه برید په ځواب کې د اسراییل ورستیو پوځي عملیاتو له ۴۱ زره ۲۰۶ څخه زیات فلسطینیان وژلي، ۹۵ زره ۳۳۷ تنه یې ټپیان کړي او د غزې ډېری برخې یې ویجاړې کړې دي.
د نړۍوالو په منځګړیتوب د اوربند خبرو اترو د پرمختګ هڅو لا کومه پایله نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د المقاصد روغتون کارکونکي چې کله ماشومانې د ویډیو له طریفه له مور سره غږوي د "مور"، "مور" کلیمې تکراروي ترڅو نجونې وهڅوي، چې په تلیفون کې د خپلې مور کوچني عکس ته پام وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران د یمن حوثي جنګیالیو ته هایپرسونیک توغندي نه دي استولي.
تېره ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې حوثې ډلې ویلي وو، چې د دوی له خوا پر اسراییل توغول شوی توغندی هایپرسونیک و.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې حوثي جنګیالي به د دغې برید له امله "درنه بیه" پرې کړي.
دغه ډله چې د شمالي یمن کنټرول په لاس کې لري، د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېده چې د اسراییل د فولادي ګمبد په نوم ځواکمن هوايي دفاعي سیسټم په ماتولو سره مرکزي اسراییل په نښه کړي.
پزشکیان وویل: "د یو انسان لپاره دا یوه اونۍ وخت نیسي چې یمن ته سفر وکړي (له ایران څخه) دا توغندی څنګه هلته رسیدلی شي؟ موږ داسې توغندي نه لرو چې یمن ته یې ورکړو."
تېر کال ایران اعلان وکړ، چې په کور دننه یې د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک بالیسټیک توغندي جوړ کړي دي.
د ایران دولتي رسنیو د دغو توغندیو انځورونه هم خپاره کړل چې "فتح" نومول شوی و.
کییف د دوشنبې په ورځ له هغه سړي سره اړیکې رد کړې، چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو په هڅه کې تورن بلل شوی. اوکراین دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې دا څرګنده شوه چې شکمن د اوکراین ملاتړی و او ویلي یې وو، چې غواړي هلته د جګړې لپاره بهرني رضاکاران وګوماري.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه خوندي وبلل شو، چې د مخفي امنیتي خدماتو ادارې هغه څه شنډ کړل چې اف بي ای په دوه میاشتو کې د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند دویمه ښکاره د وژنې هڅه وبلله او یو وسله وال یې ونیوه چې د ټرمپ ګلف لوبې میدان ته یې ټوپک راوړی و.
د رسنیو مرکو او ټولنیزو رسنیو پوسټونو ښودلې چې راپور شوي شکمن ۵۸ کلن ریان روت د اوکراین سخت ملاتړی و، چې په اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال له برید وروسته یې هلته سفر کړی و.
اوکرایني چارواکو وویل، چې دوی له شکمن سره هېڅ تړاو نه لري او مسکو یې تورن کړ، چې د پروپاګندي اهدافو لپاره دغه موضوع ته پرداز ورکوي.
کرملین ویلي، چې د ټرمپ د وژنې هڅې او د کییف لپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ تر منځ اړیکه شته او زیاته کړې یې ده، چې "له اور سره لوبې کول خپلې پایلې لري".
د ټرمپ د وژلو وروستۍ هڅه یوازې دوه میاشتې وروسته له هغې کیږي، چې پر نوموړي په پېنسلوانیا ایالت کې د کمپاین د وینا پر مهال برید وشو او یو غوږ یې ټپي شو.
د دغې پېښې بریدګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی و.
دواړه پیښې د ولسمشرۍ د نوماندانو د خوندي ساتلو ننګونې په ګوته کوي، چې په یو کمزوري کمپاین کې باید په داسې حال کې ترسره شي چې د نومبر د ۵ مې ټاکنو ته یوازې اووه اونۍ پاتې دي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې د مخفي امنيتي خدماتو او پولیسو څخه د هغه د خوندي ساتلو لپاره مننه وکړه او ویې ویل: "زه غواړم ستاسو د اندېښنې او نیکو هیلو لپاره له هر چا څخه مننه وکړم، دا یقیناً یوه په زړه پوري ورځ وه!"
په ټاکنو کې د ټرمپ سیالې کاملا هریس پر اېکس وویل: "تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه لري."
ولسمشر جو بایډن خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې ډاډ ترلاسه کړي چې مخفي امنیتي خدمات ټولې هغه سرچینې په واک کې ولري، چې دوی ورته د ټرمپ د خوندیتوب د ډاډمن کولو لپاره اړتیا لري.
روت چې د هاوایی ایالت اوسیدونکی دی، په متحده ایالاتو کې په پراخه کچه د دغه برید شکمن په توګه پېژندل شوی، که څه هم هغه د قانون پلي کونکو له خوا لا تورن شوی نه دی.
د یکشنبې په ورځ ناوخته مخفي امنیتي خدماتو او د کورني امنیت اجنټانو د شمالي کارولینا په ګرینسبورو کې یو کور تلاشي کړ، کوم چې یو ګاونډي رویټرز ته وویل، چې دغه کور د روت پورې اړه لري.
د اوکراین لپاره د روت د ملاتړ شواهد د یکشنبې د پېښې وروسته په چټکۍ سره راڅرګند شوي، چې کییف ته د هغه سفر او هلته د هغو هېوادونو د بېرغونو سره د نوموړي حضور ښيي، چې په اوکراین کې د رضاکارانو استازیتوب کوي.