• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې پخوانی افغان سفیر: جهادګر به اسلام اباد ته د خپلو خدماتو د پاداش په تمه راتلل

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر وایي، چې پخواني جهادي قوماندانان به اسلام اباد ته د خپلو کړو خدماتو د پاداش په تمه ور تلل. نجیب الله علي خیل د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په جمهوري نظام کې ځینو په هره بیه د قدرت دوام غوښت.

نوموړی زیاتويو چې یو شمېر فسادګرو له دننه د نظام پښې پرې کولې.

ښاغلي علي خیل جهادګرو ته په اشارې سره لیکلي: «جهادګر به اسلام اباد ته پدې تمه روان وه چې د خپلو «خدماتو» پاداش تر لاسه کړي.»

هغه د طالبانو په اړه لیکلي: «طالبانو د تفاهم هر وړاندیز ته نه وویل او هېواد یې انزوا سره مخ کړ».

ښاغلی علي خیل وایي، حالات او اینده ابهام په کې دي او همدا د غمیزې دوام ده.

ښاغلي نجیب الله علي خیل په دې وروستیو کې د یوه سفیر یادښتونه «له پاکستان سره د اړیکو حقایق» په نوم کتاب لیکلي.

دغه کتاب کې د اړیکو او منافعو تقابل او هم سیمې د مهمو مسایلو، یو بنیادي انځور او تحلیل وړاندې شوې.

نجیب علي خیل په پاکستان، ترکمنستان او هنګري کې د افغانستان سفیر پاتې شوی او له ۲۸ کلونو ډېر یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جیونیوز: په پېښور کې د طالبانو کونسل ملي سرود ته په نه درېدلو له سفارتي اخلاقو سرغړونه کړې

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

جیونیوز راپور ورکړی، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود په درناوي نه دی درېدلی، چې دا چاره له ټولو سیاسي او ډېپلوماتیکو عرفونو خلاف ده.

هغه ویډیو چې پاکستاني رسنیو خپره کړې، پکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر د مېلمنو په ډله کې د غونډې په لومړیو څوکیو کې ناست دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې د پاکستان د ملي سرود له شروع کېدو سره د غونډې ټول ګډونوال د ملي سرود په احترام پاڅیږي؛ خو ښاغلی محب الله شاکر او د کونسلګرۍ یو بل کارکوونکی پر خپل ځای ناست دي.

دغې چارې په پېښور کې د ګڼو پاکستاني سیاستوالو غبرګون راپاروالی او دا چاره یې له سفارتي اخلاقو سرغړونه بللې ده.

د پښتونخوا صوبايي حکومت یو شمېر سرچينې وايي، چې د طالبانو د سرکونسل له خوا د ملي سرود درناوى نه کول له ډېپلوماتيکو اخلاقو څخه سرغړونه ده.

د سیاسي ډېپلوماتیک عرف له مخې؛ د ټولو سیاسي استازولیو مشران او غړي اړ دي، چې د کوربه هېواد ټول قوانین او معنوي مقررات مراعات کړي.

تر اوسه په دې اړه په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ويلي.

طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته ملي سرود ممنوع اعلان کړ او یاد سرود یې حرام بللی دی.

طالبانو په مزارشریف کې د خالد بن ولید ښارګوټي ځمکې ضبط کړې

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې په مزارشریف کې یې د خالد بن ولید په ښارګوټي کې له دوه زره جریبه زیاته ځمکه ضبط کړې او د دولتي ځمکې په توګه یې ثبت کړې ده. دغه وزارت وايي، چې یوازې د لس جریبه ځمکې اسناد اصلي او پاتې نور یې باطل دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د شمال په حوزه کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې د خالد بن ولید د ښارګوټي د ځمکې د اسنادو له څېړلو وروسته له ۲ زره ۷۷۲ جریبه ځمکې څخه یوازې ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده، چې تصفیې یې شخصي ملکیت وګڼله او پاتې ځمکه یې ضبط کړه.

طالبانو د دې ښارګوټي د ملکیت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ویل کیږي، چې دا ښارګوټی د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ملکیت دی.

د طالبانو دغه وزارت ټینګار وکړ، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د دغې ډلې او کمېسیون له مهمو موخو څخه دي او په همدې موخه یې د بېرته ستنولو لړۍ پېل کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د جنګاښ په ۱۳ اعلان وکړ، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټي ارزیابي شوې او ضبط شوې ده.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، چې د طالبانو د ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې تایید کړې، چې دغه ښارګوټی چې ۵۵۶ جریبه ځمکه لري، چې دولتي ملکیت دی.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د لسګونه زره جریبه ځمکې د بېرته راګرځولو اعلان کړی و.

د یوناما مشرې او په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې په افغانستان کې د ثبات پر ټینکښت خبرې کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د قطر له استازي عالیا احمد بن سیف ال ثاني سره وکتل. دوی د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د قطر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کېدو او د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.

روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په سهار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی راپور ښيي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د کمزوري اقتصاد او له حقونو او ازادۍ په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

راپور ښيي، چې د طالبانو د روانو سیاستونو او چلند له امله د افغانانو ننګونې او ستونزې لاپسې زیاتې شوې دي.

ملا شیرین د یوناما ځايي مشر ته: مرستندویان دې خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق پر مخ بیايي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو مشر ته نږدې او د دې ډلې د کندهار والي ملاشيرين په سويل کې د يوناما له مشر سره په ليدنه کې ويلي، چې مرستندویه ادارې دې «خپل کارونه د نظام د اصولو مطابق» پر مخ بیايي. په ورته مهال ملاشيرين له یوناما غوښتي، چې بهرني مرستندویان په افغانستان کې د نورو پروژو تطبيق ته وهڅوي.

په کندهار کې د طالبانو د والي وياند محمود عزام د سې شنبې په ورځ ويلي، چې په دې ناسته کې د یوناما اړوند د ټولو ادارو غړو هم ګډون درلود.

د ښاغلي عزام په خبره، ملاشيرین په افغانستان کې له مرستندويه ادارو دا هم وغوشتل، چې خپلې مرستې او خدمات زيات کړي.

نوموړي په دې ناسته کړې زياته کړې: « په خپلو خدماتو کې ډېروالی او پراخوالی را ولي، اوږدمهاله پروژې تطبیق کړي.»

هغه له بهرنیو مرستندويه ادارو غوښتي، چې بشري مرستې دې په سیاست پورې نه تړي او ادارې دې ټولي چارې د دوی په مشوره مخ ته بیايي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د افغانستان په سویل کې د یوناما مشر طالب والي ملاشيرين ته ويلي، چې دوی هڅه کوي لنډ مهاله مرستې په اوږد مهال کې د «نظام د اصولو» مطابق مخ ته بوځي.

هغه ويلي: « هڅه کوو، چي ډونرانو ته قناعت ورکړو او راتلونکي کې افغانستان ته خپله بودیجه ډېره ځانګړې کړو.»

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشيرين پر داسي مهال په سويل کې د يوناما له مشر او غړو سره ګوري، چې د وږي میاشتي په لومړی اونۍ کې د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنيفي پر یوناما سختې نيوکې کړې وې.

حنيفي ويلي وو، چې د طالبانو د نوي قانون په اړه د یوناما څرګندونې «بې ځایه او د لوېدیځ اندېښنه ده.»

دغه وزارت د ملګرو ملتونو دغه استازولي دوښمنه وبلله او ویې ویل له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

امربالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «هر هغه څوک چې پر دغه شرعي قانون نیوکه کوي، په اسلام او شرعي احکامو يې نيوکه کړې او بايد له نيوکې ډډه وکړي.»

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۲ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي، چې دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دا مهال څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ٦٧٧ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو نه خوندیتوب په یو مخ په زیاتیدونکي بحران بدل شوی او ۲.۹ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، ۸۵۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اعلان کړی و، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې دغه بشري مرستې به د ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو په ګډون د سلګونو زرو خلکو لپاره د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ولګول شي.