• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بغلان کې د يوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل خبر کې ويلي، چې په بغلان کې د يوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې.

طالبانو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه پېښه د بغلان د خنجان ولسوالۍ د ګزه ګيل په سیمه کې شوې ده.

د بغلان د طالبانو ترافيک مسوولين وايي، چې ټپيان يې د سیمې نږدې روغتيايي مرکز ته وړي دي.

د طالب چارواکو په خبره، چې په پېښه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د لویو لارو په اوږدو کې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.
که څه هم طالبانو په وار - وار له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي؛ خو په لویو لارو کې موټر چلوونکي بیا د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نه شتون او د یو شمېر موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو پېښو لاملونه بولي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان او نړۍواله ټولنه؛د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه روانه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې سربېره د امنیت شورا د غړو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو بندیزونو د یو قانون شکل غوره کړی دی.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو غوښتي چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

روزا اوتنبایوا د امنیت شورا ته وویل، طالبانو د ښځو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي او د طالبانو د امربالمعروف قانون په نړۍوالې ټولنې کې د افغانستان د ګډون مخه نیسي.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان اوس په انزوا کې دی.

د یوناما مشره وايي، طالبانو د افغانستان په اړه د راپور ورکولو په خاطر پرې نیوکې کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبانو د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور ورکولو له امله پر هغې نیوکې کړې دي. هغې زیاته کړې، چې د امربالمعروف وزارت ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

هغې زیاته کړه، چې نوموړې طالبان وهڅول چې د یوناما راپور ته بیا کتنه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په هرو څو میاشتو کې د افغانستان په اړه راپور ورکوي.

د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ته پراخ واکونه ورکړل شوي دي.

روزا اوتنبایوا ټینګار وکړ، چې یاد قانون پر ښځو منفي اغیز لري او ښځې اوس کار ته نه شي تللی. هغې ټینګار وکړ، چې یوناما د قانون تطبیق تعقیبوي.

نوموړې دا هم وويل، چې د قانون پلي کېدل به په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د شتون مخه ونيسي.

ملي مقاومت جبهې په هرات کې د ۲ طالبانو د وژلو خبر ورکړی

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت جبهې د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ویلي، چې تېره شپه يې د هرات ولایت د کرخ پر لار په یوه وسله وال بريد کې ۲ طالبان وژلي دي. دغه جبهې ويلي، چې په دې بريد کې د دوی کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې جبهې په خپله اعلاميه کې لیکلي، چې د طالبانو په وړاندي عمليات يې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغه بريد او دوی ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندي هم د مقاومت جبهې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر طالبانو د بريدونو او هغوی ته د مرګ ژوبلي اوښتلو خبرونه ورکړي وو.

په بلخ کې معلولینو د پولیو د واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

په بلخ کې یو شمېر معلولینو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډولو پر ضد لاریون وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل، چې په دې اړه وضاحت ورکړي. تر دې وړاندې د افغانستان د طالبانو روغتیا وزارت د پولیو د واکسین د کمپاین د بندیدو خبر رد کړی و.

معلولینو د ماشومانو د واکسین د کمپاین د بندېدو له خطرونو اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بهیر درول به د معلولیت لرونکو کسانو د شمېر د زیاتوالي لامل شي.

د معلولینو د حقونو یو فعال سید محمد یزدان پرست ټینګار وکړ، چې هېڅ اقدام باید په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د دوام مخه ونه نیسي.

دا خبر په داسې حال کې د طالبانو چارواکو رد کړی، چې تر دې وړاندې اسوشېټېډ پرېس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی و، چې طالبانو د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

د پولیو د واکسین کمپاین چارواکو ګارډین ته ویلي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ښځو د شتون او امنیتي اندېښنو له امله د پولیو کمپاین وځنډاوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال: موږ د خلکو رایې ته اړتیا لرو

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خوست کې غونډې ته وویل، د دې ډلې حکومت له ستونزو سره مخ دی او د حل لپاره د خلکو مشورې ته اړتیا لري. نبي عمري وویل: «ځینې ستونزې شته، موږ اولياء او پېغمبران نه يو او موږ ته وحې نه راځي، موږ د خلکو رایو او مشورو ته اړتیا لرو.»

د طالبانو له بندیزونو سره د هیواد د خلکو د خپګان په دوام د خوست په يوه غونډه کې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي له خلګو د مشورو غوښتنه وکړه او د حکومت د ستونزو د هواري لپاره یې د دوی د رایې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم د خوست له اوسېدونکو وغوښتل، چې د دغې ډلې له خوا وضع شوي اصول او مقررات مراعات کړي.

طالبانو د جګړې له لارې واک ترلاسه کړی او په منتخب حکومت او د خلکو په رایو باور نه لري.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې پر رایې او له خلکو سره پر سلا مشورو ټینګار کوي، چې دغې ډلې په څه کم درې کلونو کې د نجونو د زدکړې او د ښځو پر کار بندیز لګولو ته پام نه دی کړی.