• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان سبا د اوکراین پر وړاندې لوبېږي

۳۰ وږی ۱۴۰۳ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۷ GMT+۱

‏د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو پر دوام، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو د لومړي پړاو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې سبا د اوکراین پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه سبا ماښام ۷:۳۰ بجې پیلېږي.

که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي او یا یې مساوي پایته ورسوي؛ نو کولی شي چې د دغو سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

تر دې دمه اوکراین او افغانستان دواړه درې، درې امتیازه لري او دواړو لوبډلو له انګولا څخه یوه، یوه لوبه ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې تر دې دمه افغان لوبډلې دوه لوبې ترسره کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له انګولا څخه د ۶ـ۴ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
دغه راز یادې لوبډلې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د ۲-۱ ګولونو په توپیر ارجنټاین ته وبایلله.

خو له دغې لوبې وروسته محمد جواد صفري د دغې لوبې غوره لوبغاړی شو.
دغه سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

په دغه سیالیو کې افغانستان په سي ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا لوبډلو سره همډلی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي د ۶ ويکټو په توپير له سوېلي افريقا وګټله

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ په لومړۍ سيالي کې افغان لوبډلې د ۶ ويکټو په توپير سوېلي افريقا ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د بهترينې توپ اچونې پر مټ دغه لوبه وګټله.

د افغانستان او سوېلي افريقا د کرېکټ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه سوېلي افريقا وګټله او لومړی يې توپ وهنه غوره کړه.

سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د توپ اچونې بهترين پيل وکړ.

په دې سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو.

افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

دا لومړۍ لوبلړۍ ده، چې د سوېلي افریقا او افغانستان د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.

دغه سيالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د عربي متحده اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې تر سره کیږي.

د دې لوبلړۍ دویمه سيالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه کرېکټ سيالیو اوله لوبه کې ماهيپر ستورو هندوکش ته ماتې ورکړه

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه د اووم پړاو کرېکټ سیاليو په لومړۍ لوبه کې ماهيپر ستورو لوبډلې د ۱۰ ويکټو په توپير هندوکش سټرايکرز ته ماتې ورکړه. د دې سياليو په دوهمه لوبه کې ميوند اتلانو د يوې پاڼۍ او ۷۴ منډو په لوی توپير د پامير ليجنډز لوبډله ماته کړه.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه د اووم پړاو کرېکټ سياليو د لومړۍ لوبې پچه ماهيپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی يې هندوکش سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هندوکش د لوبي په لومړۍ برخه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړکړې.

بهيرشاه محبوب د ۴۲ او حزب الله دراني د ۴۰ منډو سره تر نورو لوبغاړو ډېري منډې وکړې.

د ماهيپر لوبډلې په توپ اچونه کې محمدګل عليزي ۵ او ظاهر شهزاد ۳ لوبغاړي وسوځول.

ماهيپر د هندوکش د ۱۹۶ منډو په جواب کې ۲۸۰ مندې جوړې کړې.

په دوی کې علي احمد ناصر ۵۵ او اعجاز احمد ازاد ۴۶ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

ضياء الرحمان شريفي او طاهر عادل درې درې لوبغاړي وسوځول.

د هندوکس سټرايکرز د سيالۍ په دويمه برخه کې يوازي ۱۴۱ منډې جوړې کړې او ماهيپر ستورو لوبډلې په اسانۍ د ۵۸ منډو هدف پوره کړ.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو د ننګرهار په کوربتوب پیل شوی.

د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې یکشنبه میوند اتلان د ماهیپر ستوري لوبډلې سره د ننګرهار په غازي امان الله خا او پامیر لیجنډز د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې په نجیب الله تره کي کرېکټ لوبغالو کې د سياليو ډګر ته ښکته شي.

د سويلي افريقا د ښځو کرېکټ لوبډلې په لومړۍ شل اوره لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د پاکستان او سويلي افريقا ښځينه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دريو شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان په لسو منډو ماتې وخوړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ دويمه سیالي سبا په ملتان کې تر سره شي.

د دوی په لومړۍ سيالۍ کې پرون سويلي افريقا لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۲ منډې جوړي کړې.

پاکستان بیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې او د لسو منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

پاکستان د کرېکټ د دغې لوبلړۍ کوربه دی.

وړاندي د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې خوړلې وه.

افغان کرېکټ بورډ: نن د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو اووم پړاو پیلیږي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، نن دوشنبه د وږي ۲۶مه په ننګرهار کې د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه لوبو اووم پړاو پیلیږي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

د افغانستان د کورني کرېکټ څانګه وايي، د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو اووم پړاو نن دوشنبه د سپټمبر ۱۶مه پیلیږي او د اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

د کورني کرېکټ د معلوماتو له مخې د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو کې څلور لوبډلې (ماهیپر ستورو، پامیر لیجنډز، هندکش سټرایکرز او میوند اتلان) لوبډلې د یوبل په وړاندې لوبیږي.

دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې غازي امان الله کرېکټ لوبغالي او نجیب الله تره‌کی کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو ترمنځ نن سهار لس بجې په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

همدارنګه دویمه لوبه میوند اتلانو او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ په همدي ورځ لس بجې د نجیب الله تره‌کي په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د احمد شاه ابدالي لومړی درجه سیالۍ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پیل شوې او تردې مهاله یې شپږ پړاونه ترسره شوي.

د دغو سیالیو د شپږم پړاو اتله لوبډله میوند اتلان وو.

د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ: افغانستان نن له انګولا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه نن له انګولا سره کوي. دغه لوبه د ازبکستان په کوربه‌توب نن د کابل پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ترسره کیږي.

په دغو سیالیو کې افغانستان له اوکراین، ارجنټاین او انګولا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي چې افغان ملي لوبډله به نن خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره وکړي.

‏د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه نن له انګولا سره په ازبکستان کې د کابل پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ترسره کوي.

افغانستان د نړۍوال جام په دریم ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره همغاړی دی.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون تېره ورځ پیل شوې چې د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې تر ۱۵مې نیټې به روانې وي.

د فوټسال په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبو مهالویش:

افغانستان - انګولا (یکشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۳)

افغانستان - ارجنټاین (چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳)

افغانستان - اوکراین (شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳)