روسیې پر حسن نصرالله د اسراییل برید «سیاسي وژنه» بللې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د لبنان د حزب الله پر مشر حسن نصرالله د اسراییل برید یوه «سیاسي وژنه» وبلله. سرګي لاوروف په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنې ته په اشارې سره وویل: «سیاسي وژنې تقریبا یو معمول ګرځیدلی دی.»