سرچینې: په تخار کې طالبانو خبریالان د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو منع کړي دي

په تخار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالانو ته امر کړی، چې فلم او عکسونه دې نه اخلي. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه حکم په دې وروستيو کې په تخار کې د طالبانو د امر بالمعروف رياست له خوا صادر شوى دى.