• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر له خپلواکۍ تر ملي واکمنۍ

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۱ تله ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

په خیبر کې د پښتنو «قومي عدالت» ستره جرګه له سختو پړاوونو په راتېرېدلو سره پیل شوه. د دې جرګې په اړه تبصرې بیخي زیاتې دي، رنګارنګ دي، اندېښنې شته، هیلې شته، لوی توقعات هم شته او معقولې تمې هم.

ځینې کسان تبصرې کوي، چې نه‌ښايي تمې و توقعات ډېر لوړ وساتل شي، دومره لوړ، چې که بیا هغه توقعات پوره نه شي، ښايي د خلکو ترمنځ ناهیلي خپره شي او داسې نورې ګونګوسې.

خبره دا ده، چې دا جرګه له پېلیدو سره خپلو ډېرو لوړو توقعاتو ته رسېدلې ده. د جرګې جوړېدل تر ټولو لویه ولسي تمه وه، چې وشوه او په جرئت وشوه.

د جرګې جوړېدو د ډیورند کرښې هاغاړه پښتنو د خپلواکۍ څرګندونه وکړه، دوی د جرګې په پیلولو نړۍ او څارونکیو ته وښودله، چې دا ولس خپلواک دی او هغه څه کوي، چې غواړي یې.

د پښتنو خپلواکي تر ټولو لویه توقع وه، چې د جرګې په جوړېدو ترلاسه شوه.

ولې وایم، چې د پښتنو خپلواکي د جرګې له جوړېدو سره تثبیت شوه؟

د پاکیستان پوځي واکمني او استخباراتو د ټولو مُلکي او پوځي ملګریو ترڅنګ خپلې ټولې هڅې وکړې، چې جرګه ونه شي. دوی د پښتونژغورنې غورځنګ یو له تر ټولو د پراخ ملاتړ خاوند مشر علي وزیر پرته له هېڅراز قانوني لاسوندي زنداني کړی دی، د جرګېڅلورسوه سمونچاري ( منتظمین) یې ونیول،د جرګې سیمې ته د راتلو لارې یې بندې کړې، له هرې لارې یې ګواښونه وکړل او بالاخره یې د جرګې په درشل کې درې ورځې وړاندې جرګې ته د چمتووالي پر سیمه د پوځي تاړاک و ناتار یرغلونه پیل کړل، کوتک و ټوپک یې وکارول، ډزې یې وکړې، اوښلن ګازونه یې وکارول، نیولو او وهلو ته یې زور ورکړ، چې دا هم ونه شوه، مخامخ یې پر پښتنو ځوانانو ډزې وکړل، څلورتنه یې شهیدان او په درجنو یې ټپیان کړل،د پښتنو د پاسپورتونو او شناخت‌کارتونو د تړلو ګواښونه یې وکړل، خو منظور پښتین ودرېد او ویې ویل:

دا جرګه به کوو!

100%

ولس چې دا هرڅه څارل، راوخوځېد. په غرونو رغونو یې سلګونه کیلومتره لاره ووهله زده و زخمي په لسګونو زره خلک د جرګې ډګر ته راغلل، څه شمېر پښتنو پولیسو هم ډنډې و وسلې وغورځولې او د خپل قوم ترڅنګ ودرېدل.

پاکیستاني پوځي استبلېشمېنټ چې دا ولیدل، وډار شو او امر یې وکړ، چې په پوځ و پولیسو کې ټول پښتانه پرسونل احتیاطي ځایونو ته شاته کړئ او د هرډول اقدام صلاحیت ترې واخلئ.

د پاکیستاني واکمنۍ شا ولړزېده او مجبور شو د پښتنو د غوسې له توپان څخه ځان بچ کړي، په روستیو شېبو کې یې د جرګې د جوړېدو لپاره جرګه وکړه او ویې غوښتل چې د فیزیکي جبهې پرځای له سیاسي و پټې جبهې کار واخلي. هڅه یې وکړه تاوتریخوالی په رواني جګړه واړوي. که څه هم مزاحمت روان و، د جرګې لپاره پر لار تخنیکي وسایل په لاره کې ورک شول او د ډله‌ییز ترانسپورت په وسیله د راتلو لارې لا هم تړلې پاتې دي، خو د خلکو سیلاو راروان و او کله چې ټولو ولیدل، پښتانه په خپلواکۍ سره خامخا دا جرګه جوړوي، نو له خپلو دریځونو او شهرتونو وډار شول، څه شمېر سیاستځپلي او واک ته تږي تش په نامه ملتپال هم له پټنځایونو راووتل، څه له اخلاص و له درده او څه هم له ځانښوونې د جرګې په لوري راروان شول.

د پښتین او د هغه د ملګرو استقامت یوه اسطوره شوه او په دې توګه یې د پښتنو خپلواکي تثبیت کړه، جرګه وشوه او تر هغه په شانداره، ستره او ولوله‌پاروونکې بڼه د پیل شېبو ته ورسېده، چې تصور یې کېده.

له دومره خنډونو او مخنیویو راتېرېدل او پر خپل ملي دریځ ټينګېدل، قرباني ورکول او سر په ډبره وهل د پښتنو د خپلواکۍ ثبوت دی او جرګه په دې برخه کې بریالۍ شوې ده.

اوس نو د جرګې دویمې سترې بریا ته سترګې دي، چې هغه د دغې خپلواکۍ ساتنه ده. ټول په دې پوهیږو، چې د خپلواکۍ ساتل د یوې ملي واکمنۍ تر مشرۍ لاندې په یوه خپلواکه سیاسي جغرافیا کې ممکنه ده.تر ډیورند کرښې پورې‌غاړه پښتانه که غواړي، چې خپله دغه ترلاسه کړې خپلواکي وساتي، د دوښمن له راروانو کساتونو خلاص شي او له مرګونو، ترهګرو ډلو، روسته پاتې والي، د اقتصادي سرچینو له چورتالان، د فرهنګ و ژبې له مسخې و فسخې، د پردیو خونړیو وسله والو له شره او د پنجاب له پوځي یرغلونو وژغورل شي، باید هم خپله سیاسي جغرافیا ولري او هم خپله ملي واکمني. اوس نو جرګې ته سترګې دي، چې د دغو دوو اړتیاو په راخپلولو کې به څه پرېکړه کوي.

موږ ټول پوهیږو، چې دا په یوه ورځ او یوه جرګه کې نه شي ترلاسه کېدلای. هر سلیم عقل په دې پوهېدلای شي، چې خپلواکه سیاسي جغرافیا او خپله ملي واکمني همدا سبا بله ورځ نه کرل کېدلای شي او نه یې هم رېبل کېدلای.

خو باور داسې دی، چې دا جرګه به د دغو دوو لویو ملي موخو په لور د مزله د پیل او د یوه راڼه لیدلوري و تګلوري افق خامخا پرانیزي.

په دې جرګه کې به هرومرو ولسي مشران او مخور دې پایلې ته رسیږي، چې د خپل واک او اختیار د ساتنې او د پښتنو د ژوند ژغورنې لپاره نور نو له پنجاب سره په یوه لار تلل ناشوني دي.پښتانه اوس پوهېدلي دي، چې د دوی ژوند و ژواک د انګریز له ښکېلاک څخه راپه دېخوا هماغسې د غلامۍ او بلواکۍ تر تورې تیارې لاندې ورنه لوټل کیږي، چې سل کاله پخوا ورنه لوټل کېده. ښکېلاک ښکېلاک دی، څه د انګریز او څه د پنجاب. کیسه هماغه ده. د پښتانه انساني ځواک او جغرافیا دواړه زبېښل کیږي.

د پاکیستاني ښکېلاک له خوا پښتانه په ۳ ډلو وژل کیږي:

۱ـله سړې جګړې څخه راپاتې پاکیستاني او نړیوال ترهګرې ډلې، چې په ایډیولوژیک فشار یې د پښتنو په سیمه کې ځای پرځای کړې دي، القاعده، داعش او د عربو، چین، چیچین او منځنۍ اسیا ډلې یې بېلګې دي.

۲- د هغو ۶۰۰۰۰ مدرسو او معهدونو په تاوتریخجنو تولیداتو چې په تېرو څلویښتو کلونو کې د نړیوالو استخباراتو له خوا په سیمه کې راټولې شوې دي او غواړي له پښتنو څخه د غوښو جنګي ماشین جوړ او بیا یې د لویو ځواکونو او سیمه ییزو سیالانو ترمنځ د نیابتي ډلو په توګه سره وجنګوي. چې د ګوډ و بېډ طالبانو ډلې( TTP) او د شیعه و سني پښتنو جګړې یې بېلګې دي.

۳- د ترهګرو ډلو په پلمه د پوځ د یرغلونو او عملیاتو په پایله کې د څښنده نیواک هغه څپې چې له ۲۰۰۲ کال را په دېخوا یې د پښتنو ۸۰۰۰۰ وګړي ورووژل او دغه سیمه یې له هره اړخه تباه کړه.

له دې ټولو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره بشپړه سیاسي، فرهنګي، جغرافیايي او اقتصادي خپلواکي ده. پښتانه د ځانژغورنې په پار په دې محکوم دي، چې ځان له هره اړخه خپلواک کړي. پښتانه د قصاب له ساتور څخه د رحم غوښتنه کړلای نه‌شي.

اصلي کیسه دا ده، چې ټول افغانستان د دغې لوبې قرباني دی. هغوی چې وايي د دې غاړې نیمګړي افغانستان د خلکو یې په دې کیسه څه؟ نو بیخي څرګنده ده، چې د لوبې له تاریخي ماهیت څخه خبر نه دي. د ډیورند د کرغېړنې کرښې د راکښلو او بیا د دغې کرښې هاغاړه پښتنو په سیمه کې د ترهګرو ځالو د ځای پرځای کولو منطق همدا دی، چې افغانستان هم د پاکیستاني پوځ تر ستوني تېر کړي. دغه پښتانه د افغانستان د لاندې کولو لپاره د ستراتيژیک عمق د پالیسۍ قربانیان دي، ځکه خو د دوی د ځانژغورنې هڅه په حقیقت کې د افغانستان د ژغورلو هڅه هم ده.

په دې توګه باید ټول افغانان د پښتونژغورنې د غورځنګ او د هغه د ځوانو مبارزانو د احسان پوروړي وي، چې د دغې یوه پېړۍ زوړ زاولن زخم رغولو ته یې ملا تړلې ده.

جرګه خپلو موخو ته همدا اوس لا رسېدلې ده، د نړۍ تر یو سلو دېرشو ډېر معتبر اژانسونه جرګې ته راځي او هلته به پر سکرین د هغو نارواوو او ظلمونو مستندات ګوري، چې په دې خلکو او سیمه شوي دي. په دې توګه به په نړیوال کچ د پښتنو راتلونکې مبارزه مشروعیت مومي او بالاخره به له خپلواکۍ تر ملي واکمنۍ دغه مزل په پوره ځواک او قوت سره راپیلیږي.

همدا ده د ټول افغان د ژغورنې لاره.

مګر خوشال بابا نه و ویلي، چې:

بله هيڅ ليدلى نه‌شي په دا منځ کې

يا مغل له ملکه ورک يا پښتون خوار

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پښتون قامي جرګه د څه په اړه بحث کوي؟

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار

نن د اکتوبر پر ۱۱مه، خیبر ولسوالۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قومي جرګې کوربه ده. د خیبر د کوکي خېلو اپریدیو په سیمه کې د جرګې لپاره خیمه لګول یو سمبولیک پیغام لري.

د کوکي خېلو خان ملک ولي خان کوکي خېل په ۱۹۸۵ کال کې، چې په کابل کې د وخت افغان ولسمشر ببرک کارمل د ډیورنډ د دواړو خواوو د قومي مشرانو جرګه را وغوښته، له خپلو ۵۰۰ کسانو سره د پلتنخنیک تالار کې حاضر و.
دوی د افغانستان له حکومت نه وسلې ترلاسه کولې او په خیبر ولسوالۍ کې یې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر وړاندې جګړه رهبري کوله.
د هغه زوی ملک نصیر کوکي خېل د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ د نننۍ جرګې د ملاتړو د سر په کتار کې ولاړ دی. خو تفاوت دا دی چې دی د یوه سوله ییز غورځنګ ملاتړ کوي.
د پښتون قومي جرګې تنظیموونکو دې جرګې ته د سیاسي ګوندونو، قومونو او قبایلو، ټولنیزو سازمانونو او د ټولنې د نورو پاړکو شاوخوا ۳۰ زره استازي، مخور او زلمیان رابللي دي.

100%


د جرګې د بحث محور څه دی؟
ظاهرا په دې جرګه کې د پښتنو سیمو پر امنیت، خوندیتوب، ژبې، جغرافیا، فرهنګ او سیاسي او اقتصادي ستونزو بحث کیږي، خو اصلي ستونزه د ترهګرو او بنسټپالو ډلو په تړاو د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو هغه پالیسۍ دي، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو لوریو کې میشت پښتانه او افغانان ترې له تېرو پنځو لسیزو کړیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دې ته معمولا د «ډالري جګړې» اصطلاح کار وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ شعار « د ترهګرۍ تر شا د یونیفورم لاس دی» د دوی ټوله بیانیه وړاندې کوي. دغه بیانیه به د جرګې په بحثونو کې ټاکونکی ځای پیدا کوي.
سره له دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د خیبر ولسوالۍ ځایي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو او د جرګې پر جوړېدو بندیزونه ولګول او بریدونه یې وکړل، د یاد غورځنګ غړو خپل سوله ییز رنګ او هوډ خوندي ساتلی.
منظور پشتین د جرګې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې په ټینګار وویل، چې دغه جرګه به په یوه ډیموکراتیکه فضا کې ترسره کیږي او د پریکړو ترڅنګ یې ولاړ دی.
د اجنډا له مخې، دغه جرګه په عمومي ناستو او ځانګړو ناستو وېشل شوې.
په عمومي ناستو کې کلیدي ویناوې کیږي، او په ځانګړو ناستو کې د هرې ولسوالۍ او سیمې استازي په خپلو ځانګړو خیمو کې د ستونزو په اړه بحثونه کوي. ددې بحثونو په پایله کې به یوه ځانګړې کمیټه جوړیږي، چې د پرېکړو د پلیتابه او تعقیب مسوولیتونه پرغاړه لري.
د جرګې لومړۍ ورځ د جګړې پر ټولنیزو او اقتصادي زیانونو او اغیزو بحث کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتونخوا کې د جګړې د زیانونو په اړه یوه سپینه پاڼه جوړه کړې، چې نن د جرګې پر غړو وېشل شوې ده. دغه پاڼه د معلوماتو ترڅنګ، د جرګې غړو ته د بحثونو لوری ور کوي.
په دې پاڼه کې روښانه شوې چې د پاکستان د پوځي عملیاتو په پایله کې له درې عشاریه اووه میلیونو ډېر پښتانه بې ځایه شوي او له ۶۸ زرو ډېر ملکيان وژل شوي، چې ۷۵ سلنه یې پښتانه دي.
د جګړو له امله په پښتنو سیمو کې د بې وزلۍ کچه ۲۷ سلنه ښودل شوې. دغه راز دا پاڼه ښيي، چې په هره سیمه کې له سلو کورونو څخه شل کورونه او په زرګونو دوکانونه او مارکېټونه وران کړای شوي دي.
د پوځ له خوا د کرل شویو ماینونو د چاودېدو په پایله کې د وژل شویو او معلول شویو کسانو شمېرې هم ددې سپینې پاڼې د بحث موضوع ده. یوه مهمه موضوع چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رامنځته کېدو یو مهم محرک ګڼل کیږي، د خلکو جبري ورکېدل دي. ددې غورځنګ د شمېرو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ۲۶ ولسوالیو کې څلور زره او ۹۵۲ تنه کسان لادرکه شوي، چې مسوولیت یې د پاکستان پر پوځ او ادارو ور اچول کیږي.

100%


د جرګې درې ورځني بحثونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې ددې جرګې کوربه توب کوي، پر یوه سکرین د جرګې برخه والو ته تصویري ګزارش وړاندې کوي، چې تمرکز یې د جګړې پر اغیزو، جبري ورکو شویو کسانو، د ملکي وګړو پر بېځایه کېدو او د پاکستان د پوځي عملیاتو په پایله کې د اقتصادي، ټولنیزو او رواني اغیزو پر څرنګتیا دی.
د جرګې تالار ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات او نورو قبایلي سیمو نه د زیانمنو کورنیو غړي راغوښتل شوي چې د پوځي عملیاتو په پایله کې له دوی سره د شویو تیریو په اړه د جرګې ګډونوالو ته د عیني شاهدانو په توګه د خپلو غمیزو کیسې واوروي.
په دې کې د سوات او لکي مروت هغه دوه سپین ږیري پلرونه هم شامل دي، چې د کورنۍ ګڼ غړي یې په مستقیمو بریدونو کې وژل شوي دي. هغه مېرمنې هم جرګې ته بلل شوې، چې مېړونه او زامن یې په جبري ډول لادرکه شوي او تر اوسه یې د مړي او ژوندي درک نه لګیږي.
د جرګې د اجنډا له مخې، ماښام مهال به د جرګې ګډون کوونکو ته د مهمو مسایلو یو لنډیز و رکول کیږي، چې د جرګې پر دویمه ورځ پرې خپلمنځي بحثونه وکړي. د جرګې پر دویمه ورځ په ځانګړو ناستو کې د هرې سیمې استازي راټولیږي او په تېرو دوو لسیزو کې د پښتنو ناوړه وضعیت څیړي.
د هرې سیمې کمپ یا خیمه به د رایو له لارې خپل استازي ټاکي او مسوولیت به یې د کمپ د بحثونو مدیریت او د جرګې په عمومي تالار کې د رپوټ وړاندې کول وي.
د جرګې درېیمه ورځ د یوې ځانګړې ډلې ګومارلو ته بېله شوې، چې ددې جرګې د پریکړو او پایلو د تعقیب مسوولیت به پرغاړه لري. دا کمېټه به د خیمو یا کمپونو له بحثونو وروسته خپلې چارې پیلوي.
د شاوخوا اتیا کمپونو استازي به، چې ۴۵ تنه د ولسوالیو او سیمو او ۳۵ تنه د سیاسي ګوندونو او نورو ډلو استازي دي، د کلیدي مسایلو په اړه بحث کوي او خپلې حل لارې او وړاندیزونه به کوي. د هر کمپ استازي به خپل ځانګړی پریکړه لیک وړاندې کوي، چې د جرګې په دویمه ورځ ددوی په اړوند کمپ کې پرې خبرې شوې وي.
ټاکل شوې ددې کمیټې لپاره چې د جرګې د مشرتابه حیثیت لري، د هر کمپ له استازو غړيوټاکل شي.
دغه کمېټه به د ټولو پرېکړه لیکونو نچوړ را وباسي او د هغو په رڼا کې به د راتلونکي لپاره کاري لارښود او ستراتیژي جوړوي. د جرګې په پای کې به د مشرتابه کمیټې مشران او تازه ټاکل شوي غړي د جرګې پر پایلو او راتلونکې کړنلارې غږیږي او د لوړې په مراسمو سره به نهايي تصمیونه او راتلونکي کاري پړاوونه اعلانوي.
د جرګې د پرېکړو اجرايي اړخ
دغه جرګه په پښتونخوا کې د خپل ډول لومړنۍ جرګه ګڼل کیږي، چې د ګډون کوونکو فکري، سیاسي او ټولنیزه تنوع پکې له ورایه برېښي. د جرګې اجنډا، مدیریت او د پرېکړو د تعقیب څرنګوالی یې له نورو هغو دودیزو جرګو سره متفاوت دی، چې پښتانه یې په خپلو کلیو او سیمو کې ترسره کوي.
د پاکستان د حکومت او امنیتي ادارو لپاره د جرګې دغه ډول او ترکیب اندېښمنوونکی دی، له همدې امله یې د جرګې د مخنیوي ټولې هڅې وکړې. سره له دې چې حکومت دې جرګې ته د پرانېستې اجازه ورکړه، خو هیله لري چې دا جرګه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت او نفوذي سیاسي او ټولنیزو مشرانو له لارې دداسې پرېکړو لامل نه شي چې د اسلام اباد لپاره سرخوږ شي.
یوه مساله چې په دې جرګه کې د بحث وړ موضوع ګرځېدای شي له قبایلي سیمو نه د پوځ وتل او په پرېکړو او سیاستونو کې د پښتونخوا د خپلواکۍ مساله ده. په دې مساله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، قبایلي مشران او حتا د پاکستان وسله وال مخالفان یوه خوله دي.
ددغسې پرېکړو د پلیتابه لپاره مهم څیز د جرګې د پرېکړو اجرایي ضمانتونه دي، چې تر اوسه لا روښانه نه دي. د پښتنو په جرګو کې معمولا د پرېکړو د اعمال ځواک څلویښتي او قومي لښکرې دي. که چیرې دې جرګې قومونه او قبیلې د خپلو پرېکړو د اجرا په برخه کې مکلفې کړې، اسلام اباد ته به یې مخامختیا اسانه نه وي.

د پاکستان حکومت پر پي ټي اېم لګېدلي بندیزونه لرې کوي

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د پاکستان فدرالي حکومت پر پي ټي اېم د لګېدلو بندیزونو د بېرته لرې کولو پرېکړه کړې ده. یو شمېر سرچینو د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دا هوکړه پرون د خیبر پښتونخوا حکومت په مشرۍ د فدرالي حکومت، صوبايي چارواکو او سیاسي ګوندونوپه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د پآکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون کړی و.

د سرچینو په وینا، ددې پرېکړې اعلان د ځانګړو تګلارو په پام کې نیولو سره اوس ځنډول شوی.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د خیبر پښتونخوا سروزیر علي امین ګنډاپور به د دې جرګې په پرانېسته کې برخه اخلي.

د پاکستان فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته واک ورکړی چې له پي ټي اېم سره پر اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

ډان وایي، په پرونۍ ناسته کې حکومتي پلاوي له پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې جرګه کې له پاروونکو شعارونو او د افغانستان د ملي بیرغ له رپولو ډډه وکړي. خو پي ټي اېم دې غوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ور کړی.

پرون د جرګې په میدان کې د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د پي ټي اېم د بیرغونو ترڅنک د افغانستان ملي بیرغونه هم لیدل کېدل.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې یکشنبې پر ورځ پر پي ټي اېم بندیز ولګاوه او دغه سوله ییز غورځنګ یې د دغه هېواد سولې او امنیت ته ګواښ وباله.

له دې اعلان وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو د پښتون قومي جرګې پر میدان او جرګې ته راتلونکو کاروانونو بریدونه وکړل چې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳نورو د ټپي کېدو رپوټونه ترې ورکړل شوي.

د خیبر پښتونخوا د سروزیر په مشرۍ حکومتي جرګې پرون په خیبر ولسوالۍ کې د پي ټي اېم له مشرانو سره د خبرو اترو هڅه کړې خو د پي ټي اېم مشران خبرو اترو ته نه دي حاضر شوي.

د جرګې یو تن تنظیموونکي افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې حکومت هڅه کوي ددې جرګې مشري او واک په لاس کې واخلي، خو منظور پشتین په دې باور دی چې جرګه د پښتنو ملي دود دی او هیڅوک یې مشري نه شي کولای.

د هغه په باور، پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې، د جرګې د کمېټو، بحثونو او نورو مسایلو د تنظیم چارې پرغاړه لري او د جرګې د پرېکړو صلاحیت د جرګې په برخه والو پورې اړه لري.

چین د خپلو وګړو پر خوندیتوب له پاکستان سره کار کوي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

چین په کراچۍ ښار کې د خپلو دوو انجنیرانو له وژل کېدو وروسته، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یېمسوولیت پر غاړه واخست، اعلان وکړ، چې د خپلو پروژو، موسسو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له پاکستان سره همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماونینګ وایي، دوی د هغو رپوټونو په اړه خبر نه دي، چې پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د راتلونکې اونۍ غونډې په درشل کې د چینايي وګړو تحرکات محدود کړي.

د اکتوبر پر شپږمه د پاکستان کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د تېلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینایان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

په پاکستان کې د چین سفارت دغه برید ترهګریزه کړنه وبلله او ویې وویل، چې وژل شویو چینايي انجنیرانو په سند ایالت کې د برېښنا پر یوې پروژې کار کاوه.

هغه افغانان چې دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي وو، لا تر اوسه نادرکه دي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د اسلام اباد او راولپنډۍ په ښارونو کې یو شمېر افغانې کورنۍ وایي، د دوی د کورنیو د هغو غړو برخلیک لا هم نه دی مالوم چې له وړمې ورځې را په دې خوا پولیسو نیولي دي.

غه کورنۍ وايي، چې نیول شویو کسانو ټول اسناد له ځانه سره لرل؛ خو بیا هم پولیسو نیولي او په تاڼو کې یې اچولي دي.
عبدالقدوس هغه افغان کډوال دی، چې اتلس کلن زوی یې پولیسو بېولی او اوس تاڼه په تاڼه ګرځي او د خپل نادرکه زوی پته نه شي لګولای.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زما اتلس کلن زوی پاسپورټ، ویزه او د پولیسو د ثبت ټول اسناد له ځانه سره لرل؛ خو د وړمې شپې راهیسې پولیسو نیولی او درک یې نه دی مالوم.»
نوموړی وایي، ستونزه یې دا ده چې د پولیسو یوه تاڼه یې هم په اړه مالومات نه ورکوي حیران دی چې چېرته ولاړ شي او چا ته وژاړي.
یوې بلې افغانې مېرمنې هم د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انڼرنشنل ته وویل، چې ۱۳ کلن زوی یې چې د دوی د کورنۍ سرپرستي هم ورتر غاړې وه، تېره ورځ پولیسو نیولی او بندي کړی یې دی.

هغه وایي:«زه په کور کې دوه لوڼې او دغه یو زوی لرم، خاوند مې مړ شوی. زموږ د کډوالۍ چارې او امریکا ته د تګ ټول پړاوونه بشپړ شوي او د الوتنې او سفر په تمه یو. اوس یې زوی را نه نیولی، وېرېږم که هغه بېرته افغانستان ته ستون کړي موږ به څه کوو.»
که څه هم چې تر دې وړاندې هم پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ګڼ افغانان نیولي او بېرته یې خوشې کړي؛ خو دا پلا یې توپیر دا دی، چې دغه نیول شوي کسان د اوسېدو بشپړ اسناد هم لري؛ خو بیا هم نیول شوي او دا پلا یې ځای ځایګی هم مالوم نه دی.
موږ په دې تړاو هڅه وکړه، چې د اسلام اباد د ترنول او سنګجانۍ تاڼو له پولیس چارواکو سره وغږېږو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه ټولنې چې د بشري حقونو او نورو برخو کې کار کوي، وایي چې په ځینو دغو نیول شویو افغانانو شک دی، چې د تحریک انصاف ګوند په وروستیو لاریونونو کې ښکېل وو او یا یې هم په خواله رسنیو کې د اکتوبر د ۱۱مې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا یې د رابلل شوې جرګې لپاره تبلیغات کول.
بله غاړه په اسلام اباد کې د کډوالو ټولنېزې اتحادیې وایي، هڅې یې روانې دي چې نن د ورځې په اوږدو کې هغه کډوال راخوشې کړي چې د اسنادو په لرلو سره پولیسو نیولي دي.
پاکستاني رسنیو د اسلام اباد په وروستیو مظاهرو کې د افغانانو پر ګډون او برخې اخیستنې هم ځیني راپورونه خپاره کړي ول؛ خو په اسلام اباد کې د افغانانو ټولنې وايي، چې دا تورونه بې بنسټه دي او دغه راپورونه په دې موخه خپاره شوي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په اړه د پاکستان د خلکو نظر بدل کړي.

پاکستانۍ رسنۍ: په نوشکي کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱

ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په نوشکي کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په دغو نښتو کې شاوخوا ۲۷ طالبان ټپیان شوي او دوه ټانکونه یې هم له منځه تللي دي.
د دغه راپور سره یوه ویډیو هم خپره شوې، چې په کې د ټانکونو په نښه کېدل او د لمنځه تلل ښیي.
په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله راغلي، برید د افغان طالبانو له‌خوا هغه مهال پیل شو، چې پاکستاني پوله ساتي د اغزن تار د رغولو په کار بوخت وو او پر دوی له بریده وروسته پاکستاني پوله ساتو هم په ځوابي ډزو کې طالبانو ته درانه زیانونه واړول.

خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دغه راپور کې د دغو نښتو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې روانې وي؛ خو ځیني وخت د پوستو جوړول یې لامل وي او ډېری وخت یې لامل هم نه وي مالوم.
ځیني شنونکي وایي، په داسي حال کې چې په خیبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګې ته وخت په رالنډېدو دی، د پاکستان پوځ ته نږدې رسنیو هڅه پیل کړې چې د خلکو پام د افغانستان سره دوښمنۍ ته واړوي.
ځکه د دغو شنونکو په باور، نه تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ویلي او نه هم نورو رسنیو په دې اړه کوم راپور خپور کړی.