• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان کرېکټ الف لوبډله د هنکانګ په وړاندې لوبیږي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱

یاده لوبلړۍ د عمان هېواد په کوربه توبه، د عمان، افغانستان او هانکانګ د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه هنکانګ الف لوبډلې له عمان څخه د دوو ویکېټو په توپير وګټله.

د عمان په کوربه توب د عمان، افغانستان او هنکانګ د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې شل اوره لوبو لړۍ تېره ورځ په عمان کې پیل شوه.

یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د هنکانګ کرېکټ الف لوبډلې د دوو ویکېټو په توپير له عمان الف لوبډلې څخه وګټله.

د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن په سیمه ییز وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې او هنکانګ لوبډلې ترمنخ ترسره کیږي.

افغان کرېکت بورد یادې درې اړخیرې لوبلړۍ لپاره د درویش رسولي په لوبدلمشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله عمان ته لیږلي ده.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې تر لوبلړۍ وړاندې د کوربه عمان الف لوبډلې سره دوه لوبې ترسره کړې، چې یوه لوبه عمان الف لوبډلې او یوه لوبه افغان ابدالیانو وګټله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د زونونو اتلانو فوټبال سيالۍ په درېيو زونو کې پیل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د افغانستان د فوټبال د زونونو د اتلولۍ سیالۍ نن په سویل لویدیځ، شمال ختیځ او لویدیځ زونونو کې پیل شوې. په پيل شویو سياليو کې په لومړۍ ورځ هارون پوپل، استقلال الفت، شاهين، عقاب پامير، نورزاد او صرافانو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.

د سوېلي زون فوټبال سيالۍ، چې د هلمند په کوربتوب پيل شوي په لومړۍ لوبه کې د هملند هارون پوپل لوبډلې ۴ د صفر په مقابل کې د ارزګان میوند لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د کندهار استقلال الفت لوبډلې ۴ د ۲ په مقابل کې د غزنې شهادت لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د شمال ختيځ زون فوټبال سيالۍ بیا د کندز په کوربتوب پيل شوي دي.

د سياليو په لومړۍ ورځ د بغلان شاهين فوټبال لوبډلې ۳ پر ۱ د بامیان ځوانانو لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د بدخشان عقاب پامير لوبډلې ۴ پر يو د تخار شيوا لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د لوېديځ زون فوټبال سیالۍ د هرات په کوربتوب شروع شوي دي.

د سياليو په لومړۍ لوبه کې د نيمروز نورزاد لوبدلې ۲ پر ۱ د بادغيس اتحاد لوبدله ماته کړه او په دويمه سيالۍ کې بيا د هرات صرافان فوټبال لوبډلې ۲ پر صفر د فراه معارف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

100%

کرېکټ بورډ: د افغانستان الف لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره عمان ته روانه شوه

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه (تلې ۱۶مه) له عمان او هانکانګ سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د کډون په موخه عمان هېواد ته روانه شوه.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د عمان هېواد په کوربتوب له عمان او هانکانګ الف لوبډلو سره درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه پیلیږي او تر ۱۵مې به دوام ولري.

افغان ابدالیان لوبډله له رسمي لوبو وړاندې د اکټوبر په نهمه او ۱۰مه نېټه د عمان له الف لوبډلې سره دوه تمریناتي لوبې هم کوي.

کرېکټ بورډ لیکلي، چې افغان ابدلیان لوبډله به له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې هم برخه واخلي.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ هم د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پیلیږي.

افغان کرېکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره تېره ورځ نوملړ هم په ډاګه کړ.

د کرېکټ بورډ له لوري په عمان کې د درې اړخیزې لوبلړۍ او ایمرجېنګ اسیام جام سیالیو لپاره د درویش رسولي په لوبډل مشرۍ، صدیق اتل، زبید اکبري، نعمان شاه، وفي الله ترخیل، شاهدالله کمال، محمد اسحاق، شرف الدین اشرف، ننګیال خروټي، کریم جنت، قیس احمد، الله محمد غضنفر، فریدون داودزی، عبدالرحمن، بلال سمیع لوبډله اعلان کړله.

په دغې لوبډله کې سلیم صافي، صدیق پاچا، بشیر احمد افغان او حسن عیسی خیل د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

د ازادو سیالیو افغانې لوبغاړې ارزو احمدي د خپلې پاکستانۍ سیالې په وړاندې ماتې ومنله

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې ارزو احمدي تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې د خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ په وړاندې د لوبې په درېیم راونډ کې ماتې ومنله. دغې افغانې لوبغاړې په ازادو سیالیو کې تېره شپه د دویم ځل لپاره ماتې ومنله.

د ازادو سیالیو ۱۸ کلنې افغانې لوبغاړې اروز احمدي وړاندې تردې په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه لوبه یې بایللې وه.

د تېرې شپې د سیالۍ په لومړې پړاو کې ارزو احمدي ګټونکي شوه، خو د لوبې په دویم پړاو کې پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ غوره ولوبیدله او تر اروز احمدي یې نمرې ډیرې وې.

د لوبې په درېیم پړاو کې هم مهام بیګ غوره لوبه وکړه او لوبڅارانو د یادې سیالۍ د ګټونکي په توګه پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ اعلان کړه.

۲۴کلنې مهام بیګ ارزو احمدي ته په ماتې ورکولو د خپلو ګټل شویو لوبو شمېر پنځو ته ورساوه.

نوموړي په شپږو لوبو کې یوه لوبه بایللې ده.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې ارزو احمدي او پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ تر منځ دغه سیالۍ د ۵۲ کیلیو په وزن سره په درې پړاونو کې ترسره شوه.

د ازادو سیالو افغانه لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور کې له خپلې پاکستانۍ سیالې سره لوبه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې اروز احمدي نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ سره لوبه ترسره کوي. د ازادو سیالیو د دغو دوو ښځینه لوبغاړو د وزن معلومولو مراسم تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول.

یادې دوې لوبغاړې به نن په ۵۲ کیلو وزن کې په درېیو پړاونو کې خپله لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې اروز احمدي ۱۸ کلنه ده او تر دې مهاله یې څلور لوبې ترسره کړې دي.

نوموړې خپلې درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

هغې تردې وړاندې د افغانستان په استازیتوب په بهرنیو او کورنیو سیالیو کې مډالونه هم ګټلي دي.

د اغلې احمدي پاکستانۍ سیاله مهام بیګ ۲۴ کله ده او د کیک بوکس او ایم ایم اې په برخه کې یې پنځه سیالۍ تر سره کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللي ده.

کرېکټ؛ د انګلستان د کرېکټ لوبډله د ټېسټ لوبلړۍ لپاره پاکستان ته ورسېده

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ لوبډله د درېيو ټېسټ لوبو د تر سره کولو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده. د کرېکټ بورډ په خبره، چې انګلینډ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د سياليو لپاره تمرينات پیل کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې ویلي، چې د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ انګلينډ لوبډله به تر دوه ورځني استراحت وروسته د سياليو لپاره تياری ونيسي.

بورډ ویلي، چې د پاکستان او انګلستان تر منځ به لومړۍ او دويمه ټیسټ لوبه په ملتان کرېکټ لوبغالي کې د روانې میاشتې په اوومه نېټه پیل او تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د کرېکټ درېیمه ټېسټ سيالۍ به د اکټوبر مياشتي له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې د راولپڼډۍ په کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

پاکستان کرېکټ لوبډله لا له وړاندې دغو سياليو ته په تیاريو او تمريناتو بوخته ده.