• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادو سیالیو افغانې لوبغاړې ارزو احمدي د خپلې پاکستانۍ سیالې په وړاندې ماتې ومنله

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې ارزو احمدي تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې د خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ په وړاندې د لوبې په درېیم راونډ کې ماتې ومنله. دغې افغانې لوبغاړې په ازادو سیالیو کې تېره شپه د دویم ځل لپاره ماتې ومنله.

د ازادو سیالیو ۱۸ کلنې افغانې لوبغاړې اروز احمدي وړاندې تردې په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه لوبه یې بایللې وه.

د تېرې شپې د سیالۍ په لومړې پړاو کې ارزو احمدي ګټونکي شوه، خو د لوبې په دویم پړاو کې پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ غوره ولوبیدله او تر اروز احمدي یې نمرې ډیرې وې.

د لوبې په درېیم پړاو کې هم مهام بیګ غوره لوبه وکړه او لوبڅارانو د یادې سیالۍ د ګټونکي په توګه پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ اعلان کړه.

۲۴کلنې مهام بیګ ارزو احمدي ته په ماتې ورکولو د خپلو ګټل شویو لوبو شمېر پنځو ته ورساوه.

نوموړي په شپږو لوبو کې یوه لوبه بایللې ده.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې ارزو احمدي او پاکستانۍ لوبغاړې مهام بیګ تر منځ دغه سیالۍ د ۵۲ کیلیو په وزن سره په درې پړاونو کې ترسره شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ازادو سیالو افغانه لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور کې له خپلې پاکستانۍ سیالې سره لوبه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې اروز احمدي نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ سره لوبه ترسره کوي. د ازادو سیالیو د دغو دوو ښځینه لوبغاړو د وزن معلومولو مراسم تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول.

یادې دوې لوبغاړې به نن په ۵۲ کیلو وزن کې په درېیو پړاونو کې خپله لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې اروز احمدي ۱۸ کلنه ده او تر دې مهاله یې څلور لوبې ترسره کړې دي.

نوموړې خپلې درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

هغې تردې وړاندې د افغانستان په استازیتوب په بهرنیو او کورنیو سیالیو کې مډالونه هم ګټلي دي.

د اغلې احمدي پاکستانۍ سیاله مهام بیګ ۲۴ کله ده او د کیک بوکس او ایم ایم اې په برخه کې یې پنځه سیالۍ تر سره کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللي ده.

کرېکټ؛ د انګلستان د کرېکټ لوبډله د ټېسټ لوبلړۍ لپاره پاکستان ته ورسېده

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ لوبډله د درېيو ټېسټ لوبو د تر سره کولو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده. د کرېکټ بورډ په خبره، چې انګلینډ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د سياليو لپاره تمرينات پیل کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې ویلي، چې د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ انګلينډ لوبډله به تر دوه ورځني استراحت وروسته د سياليو لپاره تياری ونيسي.

بورډ ویلي، چې د پاکستان او انګلستان تر منځ به لومړۍ او دويمه ټیسټ لوبه په ملتان کرېکټ لوبغالي کې د روانې میاشتې په اوومه نېټه پیل او تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د کرېکټ درېیمه ټېسټ سيالۍ به د اکټوبر مياشتي له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې د راولپڼډۍ په کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

پاکستان کرېکټ لوبډله لا له وړاندې دغو سياليو ته په تیاريو او تمريناتو بوخته ده.

د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه له فلسطين سره مساوي کړه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د فلسطين ملي لوبډلې سره بې له ګول تر سره کولو مساوي پای ته ورسوله. افغانستان په دې سياليو کې په څلورو لوبو کې دوې ماتې، يوه مساوي او یوه بريا خپله کړې، چې ۴ نومرې تر لاسه کړې.

د افغانستان او فلسطين د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تر منځ دغه سيالۍ نن یکشنبه په سعودي عربستان کې تر سره شوه.

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې په دې سياليو کې د مکاو هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې، له فلسطين لوبډلې سره یې لوبه مساوي او د عربستان او استرليا ملي لوبډلو څخه یې ماتې خوړلې.

په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، فلسطین، استرالیا، افغانستان او مکاو ملي لوبډلې برخه لري.

سیالۍ به نن شپه پای ته ورسیږي.

دا مهال د سعودي او اسټرالیا لوبډلې له درېیو لوبو څخه د ۹ نومرو په لرلو سره په څلورم ګروپ کې په لومړي او دویم ځای کې دي.

د فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ د وږي مياشتې په ۳۱ مه نېټه شروع شوې وې.

100%

کرېکټ بورډ د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د یو ورځنیو لوبو ڼېټه وټاکله

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ وايي، د نومبر میاشتې په شپږمه، نهمه او ۱۱مه نېټه د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ په محتده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. افغان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ له بنګله دېش سره د نړۍوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ نېټه اعلان کړه.

کرېکټ بورډ وايي، یادې درې نړۍوالې یو ورځنۍ سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې سیالۍ به په ۲۰۲۵م کال کې د ترسره کېدونکي چمپینز ټرافي لپاره ښه چمتوالی وي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې له بنګله دېش سره د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کيږي.

د کریکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې له ترسره کېدونکي چمپینز ټرافي څخه وړاندې د روان کال په ډیسمبر میاشت کې له زمبابوې سره د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

همدارنګه کرېکټ بورډ ویلي، چې افغان کرېکت ملي لوبډله به له ویسټ اینډیز سره هم د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د ترسراوي په موخه خبرې اترې روانې کړې دي، خو تر اوسه پورې له ویسټ اینډيز سره د لوبلړۍ نېټه نه ده څرګنده.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو د افغانستان د راتلونکو لوبو په اړه خوښي ښودلې او وايي، افغان لوبډله باید د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره بشپړه چمتو و اوسي چې د پلان له مخې ورته په پرله‌پسې ډول لوبلړۍ تنظیم شوې دي.

د پاکستان لوبغاړي عثمان وزیر د بوکس نړیوالو سیالیو کې هندی سیال مات کړ

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د پاکستان لوبغاړي عثمان وزیر د ځوانانو د بوکس په اتلولیو کې هندی سیال تلک سلوام د لوبې په لومړۍ برخه کې مات کړ.

دا سیالۍ د تایلنډ په بنکاک کې روانې دي.

عثمان وزیر پرون د سیالۍ پلیدو په ۶۵ ثانیه کې هندی سیال له پښو وغورځاوه.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، دې بري سره عمثمان وزیر په مسلکي بوکس کې ۱۴ پرلپسې بری وګاټه.

نوموړي تر دې مخکې اسیاسي او هم د منځني ختیځ اتلولیو کې بري ترلاسه کړي دي.