مولوي عبدالکبیر: د امنیت شورا دوه دایمي غړي ډېر وخت زموږ همکار دي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي ډیری وخت ددوی همکار دي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي ډیری وخت ددوی همکار دي.
نوموړي په کابل کې د یو سوداګریز مرکز د چارو په پرانېستونکې غونډه کې وویل، چې د طالبانو د حکومت بهرنی سیاست دومره پیاوړی دی، چې د افغانستان خلاف په نړۍوال سټېج کې څوک هم ناسمه پرېکړه نشي کولی.
هغه ادعا وکړه، چې له نړۍوالو سره په تعامل کې طالبان له هېڅ راز ځنډ او خنډ سره مخ نه دي.
مولوي کبیر وویل: « موږ په خپله سیاسي ډپلوماسي کې دې حد ته رسیدلي یو، چې په امنیت شورا کې دوه دایمي غړي اکثره وخت زموږ همکار پاتې کیږي».
نوموړي د امنیت شورا ددغو دوو دایمي هېوادونو نومونه یاد نه کړل، خو طالبان له چین او روسیې سره نږدې اړیکې لري، چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي.
د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې ملګري ملتونه او امنیت شورا د امر بالمعروف قانون پر وړاندې په دې نه دي بریالي شوي، چې یوه ګډه پرېکړه وکړي.
نوموړي دا په نړۍواله ډپلوماسۍ کې د طالبانو د حکومت سیاسي بری وباله.
مولوي کبیر وویل، چې له افغانستان نه هیچا ته ستونزه نه پیښیږي او دوی نړۍوالې ټولنې ته په روښانه ټکو کې ویلي، چې د ښځو له زده کړو پرته په هره برخه کې ورسره تعامل ته تیار دي.
د طالبانو د ریاست الوزراء دفتر رپوټ ورکړی چې مولوي کبیر په سياسي ډګر کې د ددې ډلې هڅې بریالۍ وګڼلې او ویې ویل، چې افغانستان په انزوا کې نه دی اودا مهال په نړۍ کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري.


د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې کاناډا د ډیلي له غوښتنو سربیره، تر اوسه د هغه بانډ په اړه چې پولیس یې د سیک بیلتون پالي مشر په وژنه کې د هند له څارګرو سره تړلی ګڼي، ځواب نه دی ور کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال دا هیښوونکی وباله: « دا په اصولو کې یو ټکر دی، چې موږ یې نه شو درک کولی».
نوموړی وايي،چې په دې تړاو کاناډا ته د هند ۲۶ استول شوي غوښتنلیکونه، چې ډیری د لاورنس بېشنوي بانډ او نورو په اړه دي، بې ځوابه پاتې دي.
د کاناډا شاهي پولیسو ددغه هېواد په ونکوور کې د سیک بیلتون پالي مشر هردیپ سنګ نیجار په وژنه کې د هند د حکومت څارګر له لارنس بیشنوي بانډ سره په اړیکه تورن کړي.
دا پېښه د هند او کاناډا د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل ګڼل کیږي.
د همدې تورونو په لړ کې دواړو هېوادونو ددې اونۍ په اوږدو کې د یو او بل له خاورې شپږ ډپلوماټان و اېستل.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو د چارشنبې په ورځ وویل، چې هند په دې فکر چې د کاناډا په امنیت او واکمنۍ کې لاسوهنه وکړي، ستره تېروتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، هند د کاناډا د لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې وویل، چې ټروډو یوازې خپل دریځ تایید کړی او د خپلو ادعاوو د ثابتولو په برخه کې یې هیڅ راز سند نه دی وړاندې کړی.
جیسوال یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ د کاناډا له حکومت سره د لاورینس بېشنويپه ګډون د بانډ دغړو په اړه معلومات شریک کړي او ترې غوښتي مو دي چې ویې نیسي، یا له قانون سره سم لازم ګامونه واخلي». هغه وویل، چې کاناډا هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او دا ډیره جدي او حیرانوونکې ده.
۳۱ کلن بیشنوي د هغې ډلې مشري کوي، چې د هند څارګره اداره یې د ترهګریزو جرایمو شبکه ګڼي او د هند له بېلابېلو زندانونو چارې مدیریت کوي.
د هند د ملي څیړنو اداره وايي، چې دغه ګروپ د کاناډا په ګډون له ملي پولو بهر فعالیت کوي.

د ایران د سراوان پر پوله د ایراني پوله ساتو په ډزو کې نېږدې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي، د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو، افغان سیاستوالو او سیاسي ډلو پر دغې پېښې خواشیني ښودلې ده او دا یې یوه ډلوژنه بللې ده.
حال وش د بشري حقونو سازمان بیا ویلي، چې د ایران پر پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې ډېری وژل شوي او ټپي شوي کسان د بادغېس ولایت دي.
یاد سازمان د بلوچستان د نیوکوندی سیمې د اوسېدونکو په حواله وايي، چې « ایراني پوله ساتو په کلګان سرحدي سیمه کې پر لسګونو هغو افغان کډوالو مستقیمې ډزې وکړې، چې ایران ته یې د اوښتو هوډ درلود».
د دې سیمې د خلکو په وینا، په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې ډېری د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ کم عمره ځوانان دي.
یاد سازمان وايي، ډیری کسان په ملا او پښو لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خوړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د اقلیم د شاکونو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی.
خوړو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د دې لامل شوی، چې ګډوالي زیاته شي او لویه برخه ځوانان له افغانستانه د وتلو تکل وکړي.
ایران ته لویه برخه افغان ځوانان د دې لپاره ځي، چې له ایران څخه ترکیې او له ترکیې څخه یونان ته د اروپا په تکل لاړ شي؛ خو یوه کوچنۍ برخه بیا ایران ته د کار لپاره ځي.
د بښنې نړۍوال سازمان په دې اړه خپاره شوي رپوټونه بوږنوونکي بللي او ټپیانو ته په پاکستان او ایران کې د درملنې خدماتو د نه رسېدو د ادعاوو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
دا سازمان د غیر قانوني وژونکي قوت د کارونې په تړاو، چې د افغانانو د مرګ لامل کیږي، د چټکو، رڼو او بې پرې او اغیزناکو پلټنو غوښتنه کړې ده.
ایران بیا د پولو ساتنه خپل قانوني حق ګڼلی او د ارقامو په تړاو یې د ناکره والي اعلان کړی.

د طالبانو معضر احتیاط:
که څه هم په ایران کې له افغان وګړو سره خشن برخورد پخوانۍ بېلګې هم لري؛ خو دا ډلوژنه بیا د خپل ډول بې سارې پېښه ده، چې پر وړاندې یې په افغانستان کې د حاکم رژیم معضر احتیاط هم بې ساری دی.
له ایران سره د طالبانو اړیکې د دغې ډلې له بیا واکمنېدا راپه دېخوا د ملګرتیا یو نوي پړاو ته داخلې شوې دي. د طالب چارواکو تر ټولو ډېر سفرونه ایران ته کیږي او په دغه هېواد کې مېشتې سیاسي نماینده ګۍ هم طالبانو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو مشرانو په وار – وار ایران ته د ښه ګاونډي او ستراتیژیک ملګري خطاب کړی او په ایران کې له افغان کډوالو سره د تریخ چلند پر وړاندې همېشه خاموش پاتې شوي دي.
وروستۍ زړه بوږنوونکې پېښه هم طالبانو په لومړي سر کې نادیده ونیوله او په یو معضر احتیاط سره یې وویل، چې د خپرو شویو ګونګسو په اړه ددوی بېلابېل ارګانونه او ډېپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او څېړنې کوي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ګډون، د ریاست الوزرا رییس، مرستیالان او د بهرنیو چارو وزارت حتا د غندنې یوه اعلامیه هم نه ده خپره کړې.
تازه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا له لوري د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ ژوبلې د راپورونو د څېړلو او پلټنو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.
تېر تاریخ ته په کتو په دا ډول پېښو کې له هر څه وړاندې د اړونده هېواد سفیر یا مرستیال سفیر بهرنیو چارو وزارت ته د وضاحت او اندېښنې د شریکولو په پار غوښتل کېده؛ خو طالبانو تر اوسه د ایران سفیر نه دی غوښتی.
دا احتیاط او مرموزه خاموشي یوازې د دې لپاره ده، چې طالبان نه غواړي له ایران سره خپلې اړیکې خرابې کړي او له بله خوا په دې باوري دي، که غلي پاتې شي په کور دننه کوم ځواک نه شته، چې پر دوی فشار راوړي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې له غیر قانوني وګړو سره قانوني چلند د هر دولت روا حق دی او د هر هېواد پوله ساتي ځواکونه مکلف دي چې د بهرنیو غیر قانوني وګړو د ورتګ مخه ونیسي.

قمي پر خپل ایکس لیکلي، چې « د پولو کنټرول او ساتل ګډ مسوولیت دی او دا د ګاونډیو هېوادونو دنده ده چې د بې اسنادو وګړو او مشکوکو افرادو د غیر قانوني تګ او راتګ مخه ونیسي او د پولې د خوندیتوب په اړه نړۍ والو ژمنو ته متعهد واوسي».
د ډېپلوماتیک عرف له مخې په داسې حال کې چې ډلوژنه شوې وي، د یو سفیر دا ډول څرګندونې د توند غبرګون اړتیا په ګوته کوي، چې طالبان بیا هم غلي دي او نه غواړي چې ان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ درجې کوم چارواکی یې هم وغږیږي.
د طالبانو دا چلند په ملي کچه دا فکر هم غښتلی کوي، چې دا ډله د افغانانو د حقونو د خوندیتابه وړتیا د اپراتفي اړیکو له سره قربانوي.
د پلټنو پایلې او د طالبانو احتمالي اقدامات:
طالبانو ویلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست د استازو په ګدون لوړپوړي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې دغه پېښه وپلټي.
طالبانو په دغه ډله کې هغه کسان ګومارلي، چې له ایران سره ښې اړیکې لري. ابراهیم صدر یو له هغوی اشخاصو دی، چې له پخوا یې ایران سره ښې اړیکې درلودې او له جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال یې ایرانۍ وسلې تر لاسه کولې او په ایران کې ژوند کاوه.
په لومړي سر کې طالبانو هڅه کوله، چې رامنځته شوې پېښه عادي وګڼي او په یو نه یو ډول پېښه کوچنۍ وښيي؛ خو د رسنیو له متواترو راپورونو له مخې مجبور شول چې خپله خاموشي ماته کړي.
له ایران سره د طالبانو احتیاط او ملګرتیا ته په کتو به د طالبانو ټاکل شوی پلاوی خپلې څېړنې له کابله وکړي او نسبتاً یو نرم راپور به وړاندې کړي، چې له امله یې نه ایران خفه شي او هم د افغانانو په سترګو کې شګې وشیندل شي.
دا پېښه به هم لکه د نورو پېښو څو ورځې وروسته ورکه شي او په پایله کې یې د ایران د سفیر د احضار اړتیا هم له منځه یوسي.

پایله:
په افغانستان کې د یوه مشروع نظام نه موجودیت او د حکومت په ایجاد کې د ولسي ارادې نه شتون طالبانو ته دا جرئت ورکړی، چې له ډېرو لویو پېښو سره هم سطحي چلند وکړي.
بل خوا د طالبانو د مشر په ګډون ګڼي امنیتي چارواکي له ایران سره د اړیکو یوه پخوانۍ ریښه لري، چې له امله یې دوی نه شي کولی، چې د ایران پر وړاندې جدي دریځ وښيي.
همدا راز طالبان نه غواړي چې په ګاونډ کې یو نوی دوښمن پېدا کړي؛ نو ځکه د خپلې ملګرتیا د بقا لپاره له دغې پېښې سره سرسري چلند کوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو دریځونو او څرګندونو له مخې که د نومبر د پنځمې نیټې ټاکنې ونه ګټي؛ نو ښایي اعلان وکړي، چې په دې بهیر کې درغلۍ شوې او دی به یې پایلې ونه مني.
ټرمپ چې څلور کاله وړاندې جوبایډن ته د خپلې ماتې له اعلانولو وروسته یې د ټاکنو پایلې ونه منلې، د سپټمبر په میاشت کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل:« که زه یې وبایلم، زه دا وایم ځکه چې دوی ممکن دا کار وکړي. ځکه چې دوی درغلي کوي. دا یواځینۍ لار ده چې موږ به یې بایلو، ځکه چې دوی درغلي کوي.»
رویټرز دې ته په اشارې سره چې امریکا اوس په ژوره توګه وېشل شوې ده لیکلي، چې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس د بریا له نه منلو د ټرمپ انکار کولای شي متحده ایالات په سیاسي بې ثباتۍ کې واچوي.
د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته هغه او متحدینو یې هڅه وکړه، چې د لسګونو قضیو له لارې پایلې باطلې کړي؛ خو بالاخره د رایو په شمېر کې د بدلون او یا د پایلو د اعلان په ځنډ کې پاتې راغلل.
په هغه وخت کې ټرمپ د ټاکنو له چارواکو او د جورجیا ایالت له مسوولینو سره مستقیم تماس نیولی و، چې د ټاکنو د بیا شمېرلو لپاره فشار راوړي.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، چې د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر او د سنا د مشر مایک پنس مخه ونیسي، چې د بایډن بریا اعلانولو مخنیوی وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سیاسي کمیټې په قانون کې د بدلون راوستو پر ضد سبا جمعه د (تلې ۲۷مه) په ټول پاکستان کې د لاریونونو اعلان وکړ. د عمران خان ګوند په خپلو پلويانو غږ کړی چې په لاریونونو کې پراخ ګډون وکړي.
د تحريک انصاف سياسي کميټې ټولو مرکزي زونونو او سيمه یيزو ادارو ته سپارښتنه کړې چې سبا د جمعې له لمانځه وروسته دې په اړوندو زونونو او ولسوالیو کې سوله ییز لاریونونه وکړي.
د پي ټي ای د سياسي کميټې د بيان له مخې د خيبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور په قانون کې د بدلون راوستل د دغه ګوند پر خلاف دسیسه بللې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت په بندي کېدو سربیره اوس په قانون کې د بدلون په راوستو سره دوی نور هم څنډې ته کوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپلو لسګونو زرو پلویانو تر منځ د دغه هیواد په میرپور خاص ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پوځ او حکومت تورن کړل چې د دغه هیواد په قانون کې د بدلون په راوستو غواړي قومونه سره وویشي.
هغه دغې غونډې ته د وینا پر مهال پوځ ته په اشارې وويل: «که د پاکستان له قومي اسمبلۍ څخه خپل واړه واکمن ونه باسې نو موږ به یې په اړه خپله ګامونه پورته کړو. او موږ پوهیږو چې دا کار څنګه وکړو.»
هغه د پاکستان پر پوځ او حکومت تور پورې کړ چې د پاکستان قانون یې په خپل لاس کې اخیستی او «غواړي چې په خپلو ناسمو بدلونونو سره خپلې ګټې وکړي او د دغه هیواد د قومونو تر منځ بېلوالی راولي.»
خو هغه بیا تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو له پخواني وزیر بلاول بهټو سره یو ځای په لاهور کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف کورته ورغلی و، او له هغه وروسته یې له بلاول بهټو سره په ګډه خبري کنفرانس ته وویل چې په قانون کې د بدلون راوستو ملاتړ کوي.
علي امین ګنډاپور د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې: «دا وار دی چې په هر چا راګرځي، که اوس مو تاسو په نښه کړئ نو راتلوونکي کې به زموږ وار وي او تاسو به په نښه کړو.»

د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، هر هغه افغان چې غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي کولی شي چې راشي خو د دولتي دندې "وعده" نه ورکوي.
په ورته وخت کې نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم په وار - وار له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي؛ خو دغې ډلې یې غوښتنه نه ده منلې.
همدا راز طالبانو په دولتي ادارو کې ټول هغه لوړ رتبه مامورین له دندو لرې کړي چې په پخواني جمهوري دولت کې یې کار کړی دی.
احمد الله وثیق د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه ۹۹۲ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
وثیق دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دا ستونزه باید له ریښې حل شي.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړ، د جمهوري دولت د ګڼو چارواکو او امنیتي ادارو غړو په ګډون سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول.
بل خوا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه په کم ساري ډول افغانان وتلي او په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ ژوند غوره کړی دی.