نتنیاهو: تر هغې چې ټول یرغمل شوي کسان نه وي خوشې شوي، جګړه به روانه وي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د یحی سنوار تر وژنې وروسته کړې دي.
د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې نتنیاهو ویلي، چې یحیی سنوار د پنجشنبې په ورځ په رفح کې د اسراییل د زړورو سرتېرو لهخوا ووژل شو.سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د حماس د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.له بل پلوه اسراییل یحیی سنوار د اکټوبر د اوومې د برید پلانوونکی هم بولي.
له بل پلوه د امریکا ولسمشر وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په غزه کې روانه جګړه ودرول شي، یرغمل شوي کسان خوشې شي او اوربند ټینګ شي.
ورته مهال د فرانسې ولسمشر هم د سنوار وژنه د یرغملو د خلاصون لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.
هغه دارنګه د اوسني وضعیت پړه پر ایران او حزب الله واچوله.


ګارډین ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په یوې مقاله کې لیکلي، چې پر غزې د اسراییل په برید کې د حماس د پوځي مشر یحیی سنوار وژل کېدل به دغه ډله له کړکیچ سره مخ کړي.
د دې رسنۍ په وینا، حماس به هڅه وکړي چې سنوار د "شهید" په توګه معرفي کړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وسله په لاس ووژل شو، ترڅو نور خلک وهڅوي چې له دغې ډلې سره یوځای شي. مګر په اوسني حالت کې دا تګلاره اغېزمنه نه ښکاري.
د ګارډین په وینا، د غزې په تړانګه کې اوسني وضعیت ته په کتو، حماس نویو کسانو ته سخته اړتیا لري.
اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په يوه خبرپاڼه کې تاييد کړه، چې سنوار د غزې تړانګې په سویل کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.
ګارډین زیاته کړې، چې حماس د اسماعیل هنیه، محمد ضعیف، مروان عیسی او اوس یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته خپل ډېر لوړ پوړي مشران له لاسه ورکړي دي.
د دغې رسنۍ په وینا، په غزه کې د حماس قومنده ښايي اوس د دې ډلې د مشر ۴۹ کلن ورور محمد سنوار ته ورکړل شي او هغه به هم ممکن د "اسراییل پر وړاندې د "ټیټې کچې وسلوال مقاومت" ستراتیژۍ ته دوام ورکړي.
امریکا هم ښايي په غزه کې د موجودو شرایطو او د حماس د مشر مړینې سره له اسراییل څخه وغواړي چې په غزه کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي. دا هغه مساله ده چې ډیموکراټ ګوند به د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې ترې هرکلی وکړي.
ګارډین زیاته کړې، حتی د اسراییل له لوري د بریا اعلان هم په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پای په مانا نه ده. ځکه چې اسراییل په وار وار ویلي، چې تر هغه وخته پورې به په دې تړانګه کې حضور ولري تر کومې چې اړتیا وي. تر اوسه د غزې د راتلونکې لپاره کوم سیاسي پلان چې د ټولو لورو له خوا منل شوی وي، نه دی وړاندې شوی.
د دغې رسنۍ په وینا، د سنوار له وژل کېدو وروسته، دا امکان ډېر لږ دی چې نتنیاهو دې د زرګونو فلسطینیانو د خوشې کولو او د دغې ډلې له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې حماس ته د نورو امتیازاتو ورکولو سره موافقه وکړي.
د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالایت د سنوار د مړینې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د حماس له غړو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ارامه خوب یو ستر نعمت دی، د خوب نشوالی یا کموالی انسان نه یوازې له جسمي پلوه بلکې له ذهني پلوه هم کمزوری کوي.
خوب زموږ پر روغتیا ژور اغېز لري، که پر وخت ویده کیدلو باندې ځان عادت کړو، له ذهني او جسمي پلوه سالم پاتې کیدلی شو او له ډېرو ناروغیو ځان ژغورلی شو.
په هرصورت، تاسو به یې په اوریدلو حیران شئ چې د خوب نشتوالی ستاسو د ویښتو د توییدو لامل کیدلای شي.
کارپوهان وايي، کله چې انسان پوره خوب ونه کړي، له بدن څخه د کورټیسون په نوم د سترس هورمون خارجیږي، چې نه یوازې زموږ روغتیا ته زیان رسوي، بلکې دا د سترس هورمون د ویښتانو د تویېدو لامل هم کېدلای شي.
مختلفو څیړنو ښودلې چې د خوب نشتوالی د ویښتو د توییدو لامل کیږي او د ویښتو وده اغیزمنه کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په کوریا کې د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې ترسره شوې څیړنه، چې د وېښتو په توییدو باندې د خراب خوب اغیزې په برخه کې یې جایزه هم وګټله، دا جوته کړه چې لږ خوب د وېښتو د توییدو لامل ګرځي.
څومره خوب کول اړین دي؟
کارپوهان وایي، چې لږ تر لږه له ۷ څخه تر ۸ساعتونو خوب د هر چا لپاره اړین دی، چې نه یوازې تاسو له ذهني او فزیکي فشار څخه ساتي، بلکې ستاسو د سترګو او پوستکي لپاره هم مهم دی.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې، ایټالیا، ډنمارک او هالنډه د کډوالۍ په اړه ځانګړې غونډه د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون د مشرې ارزولا فون در لاین او د اته هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
فرانسې، د دغو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د مخالفت له امله په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
په دې غونډه کې چې د اتریش، سلواکیا، چک جمهوریت، قبرس، پولنډ، مالتا، هنګري او یونان هېوادونو مشرانو هم حضور درلود، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دغه هېواد او البانیا ترمنځ د موافقې په اړه خبرې وکړې او د انسان د قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې پر دغې هوکړې ټینګار وکړ.
تېره اونۍ ايټاليا ۱۶ بنګالي او مصري کډوال چې اروپا ته روان وو، په نړۍوالو اوبو کې په وړو کښتيو کې ونيول او په البانيا کې يې د کډوالو مرکزونو ته ولېږدول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولنډ له اوږدې مودې راهیسې د "ناقانونه کډوالو" د راستنیدو په اړه د سختو مقرراتو غوښتنه کړې او دې ته په اشارې سره چې روسیه او بیلاروس کډوال پر اروپایی ټولنې د فشار راولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، له اروپایي ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغو هېوادنو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
د فرانسې الیزه ماڼۍ له دې غونډې خپله نا هیلي څرګنده کړې ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته د نږدې کسانو په وینا، په جلا ډلو کې د دا ډول خبرو اترو تنظیم کول هېڅ مانا نلري.
دوی راپور ورکړی، چې مکرون سره مشوره نه ده شوې او هغه هم په دې غونډه کې د ګډون اراده نه لري.
په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د "خوندي درېیم هېواد" په مفهوم او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د داوطلبانه راستنېدو مرکزونو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د هالند لومړي وزیر دیک شوف، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د هالند د ازادۍ ګوند افراطي ښي اړخی رهبر ګیرت ویلدرز په ګډون ځينو اروپايي مشرانو د ايټاليا د حکومت د کډوالۍ د سياستونو ستاينه وکړه.
بل خوا، افغانان هم د کډوالۍ له تریخ برخلیک سره مخامخ دي او د نړۍ بېلابېلو هېوادنو ته د ایران او پاکستان له لارې د خوندي ژوند په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازي په وینا ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی.
حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
د دغه سازمان د شمېر له مخې، ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال په ډزو وژلي دي. دغه کډوال ډیری وخت ایران ته د مزدوری لپاره ځي او د یو څه پیسو ګټلو وروسته بیا ترکیې او اروپا ته د تګ تابیا کوي.

یحیی سنوار د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د غزې په خان یونس ښار کې د کډوالو په کمپ کې زېږېدلی. نوموړی په ۱۹۸۷ کال کې د حماس له جوړېدو وروسته له دغې ډلې سره یو ځای شو.
د اروپا د بهرنیو اړیکو د شورا د راپور له مخې، سنوار د حماس د کورني امنیتي ځواک په جوړولو کې له مرستې وروسته په ظالم مشهور شو.
له حماس سره تر یو ځای کېدو دوه کاله وروسته، اسراییل سنوار د دوو اسراییلیانو په تښتولو او وژلو کې د ښکېلتیا او همدارنګه د څلورو فلسطینیانو په شکنجه کولو او وژلو کې د لاس لرلو په تور ونیوو.
هغه په عمري بند محکوم شو او ۲۲ کاله یې د اسراییل په زندان کې تېر کړل، خو بالاخره په ۲۰۱۱ کې د تښتول شوي سرتېري ګیلاد شالیت په بدل کې د فلسطیني بندیانو سره خوشې شو.
په وروستيو مياشتو کې داسې انګېرل کېده، چې سنوار به په هغو تونلونو کې پټ وي، چې حماس يې د وسلو او وسله والو د لېږدولو لپاره کاروي او ښايي هلته اسرایيلي يرغمل هم وي.
په تل ابیب کې د ملي امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي کوبي مایکل د هغه په اړه فاکس نیوز ته وویل: «سنوار د حماس د تاسیس له لومړیو ورځو راهیسې فعال و. هغه په زندان کې د حماس د بندیانو له مخکښو مشرانو څخه شو او د ټولو فلسطیني بندیانو په منځ کې خورا اغېزمن شخصیت و.»
د مایکل په وینا، سنوار د خپل بند په موده کې په عبراني ژبې خبرې کول زده کړل. هغه اسراییلي ټولنه ډېره ښه پېژندله.
د شالیت تړون د یوې برخې په توګه غزې ته له راستنېدو وروسته، سنوار د حماس یو له مشهورو مشرانو څخه شو او له اخوان المسلمین سره یې تړاو درلود.
یحیی سنوار په ۲۰۱۸ کال کې نیویارک ټایمز ته وویل: «فلسطینیان غوره ګڼي چې خپل حقونه له ارامو او سوله ییزو لارو ترلاسه کړي، خو دوی دا حق هم لري، چې د مقاومت له لارې خپل حقونه ترلاسه کړي.»
سنوار په تېرو شپږو کلونو کې یوازې یو یا دوه ځله له غزې څخه مصر ته تللی و.
اسراییل په دې باور دی، چې سنوار او د حماس نور مشران لکه محمد ضعیف له دوو کلونو څخه ډېر وخت په دې تېر کړی و، چې پر اسراییل د اکتوبر د اوومې د برید پلان جوړ کړي.
د اسراییل د پوځ ویاند پیټر لرنر مخکې اعلان وکړ، چې له شک پرته سنوار د اکټوبر د اوومۍ نېټې د قبرید پلان کوونکی و.
حماس ډلې د زمري په ۱۶مې نېټې وویل، چې سنوار د اسماعیل هنیه د ځای ناستي په توګه د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی دی.
هغه د حماس اصلي رهبر ګڼل کېده چې په غزه کې و.
له هغې وروسته چې هنیه په تهران کې د زمري په لسمه ووژل شو، داسې راپورونه خپاره شول چې سنوار د هنيه پر ځای د خالد مشعل له ټاکلو سره مخالفت وکړ او د يوه بل کس د ټاکلو غوښتنه يې وکړه، چې له ایران سره نږدې او ښې اړيکې ولري.
مشعل د حماس یو بل مشر او د دې ډلې د سیاسي چارو پخوانی مشر و، چې د ایران پر وړاندې یې انتقادي دریځ درلود.
له ده وروسته کله چې هنیه د هغه ځای ناستی شو د ایران او حماس تر منځ اړیکې تر بل هر وخته ښې شوې.
د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه د سنوار تر معرفي کېدو وروسته تمه کېده، چې دا اړیکې به د اسراییل او ایراني حکومت ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په جریان کې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شي.
سنوار په وروستیو میاشتو کې د اسراییل د پوځ له مهمو موخو څخه ګڼل کېده.
هغه چې په غزه کې د حماس قوماندان و، د اسراییل په مرګوني برید کې لوی او بنسټیز رول لوبولی و.
هغه د اسراییلیانو او فلسطینیانو سره د تاوتریخوالي له امله د خان یونس د قصاب په نوم هم پېژندل کېده.
د اسراییلي پوځ راډیو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د پوځ د سرچینو په حواله اعلان وکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار په رفح کې د اسراییل په یوه برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي ډیری وخت ددوی همکار دي.
نوموړي په کابل کې د یو سوداګریز مرکز د چارو په پرانېستونکې غونډه کې وویل، چې د طالبانو د حکومت بهرنی سیاست دومره پیاوړی دی، چې د افغانستان خلاف په نړۍوال سټېج کې څوک هم ناسمه پرېکړه نشي کولی.
هغه ادعا وکړه، چې له نړۍوالو سره په تعامل کې طالبان له هېڅ راز ځنډ او خنډ سره مخ نه دي.
مولوي کبیر وویل: « موږ په خپله سیاسي ډپلوماسي کې دې حد ته رسیدلي یو، چې په امنیت شورا کې دوه دایمي غړي اکثره وخت زموږ همکار پاتې کیږي».
نوموړي د امنیت شورا ددغو دوو دایمي هېوادونو نومونه یاد نه کړل، خو طالبان له چین او روسیې سره نږدې اړیکې لري، چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي.
د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې ملګري ملتونه او امنیت شورا د امر بالمعروف قانون پر وړاندې په دې نه دي بریالي شوي، چې یوه ګډه پرېکړه وکړي.
نوموړي دا په نړۍواله ډپلوماسۍ کې د طالبانو د حکومت سیاسي بری وباله.
مولوي کبیر وویل، چې له افغانستان نه هیچا ته ستونزه نه پیښیږي او دوی نړۍوالې ټولنې ته په روښانه ټکو کې ویلي، چې د ښځو له زده کړو پرته په هره برخه کې ورسره تعامل ته تیار دي.
د طالبانو د ریاست الوزراء دفتر رپوټ ورکړی چې مولوي کبیر په سياسي ډګر کې د ددې ډلې هڅې بریالۍ وګڼلې او ویې ویل، چې افغانستان په انزوا کې نه دی اودا مهال په نړۍ کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري.