طالبان: ۱۵تنه افغانان په کراچۍ کې د پولیسو له یوې حوزې خوشې شول

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په کراچۍ ښار کې د ماچکو له پولیسو حوزې د ۱۵تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په کراچۍ ښار کې د ماچکو له پولیسو حوزې د ۱۵تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
دغه سفارت پر اېکس پاڼه د دغو کسانو د تصویرونو په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کډوال د دوی د جنرال کونسلګري لهخوا تېره ورځ له ماچکو حوزې خوشې شوي دي.
له دغه سفارت لهخوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې د دغه خوشې شویو کسانو له ډلې شپږ تنه یې ځوانان او پاتې نهه تنه یې ماشومان دي.

د دغه سفارت د لیکنې له مخې، د دغو خوشې شویو کسانو له ډلې لس تنو یې د کډوالۍ کارټونه هم لرل؛ خو د پاتې پنځو کسانو سره یې هیڅ ډول قانوني اسناد نه ول.
دغه سفارت وړاندې لیکلي، مخکې له دې چې دغه کډوال زندان ته واستول شي د دوی جنرال کونسل په هڅو خوشې شوي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.


د پاړه چنار کرم ضلعې په سرحدي سیمه شینګک کې د وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، د کرم ضلعې په سرحدي سیمه شینګک کې خلک په خپلو کروندو کې په کار بوخت وو، چې وسله والو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د هدایت حسین او هاشم علي په نوم دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
پولیس وايي، چې له برید وروسته، وسله والو قبایلو بریګر محاصره کړل چې په ځوابي برید کې دوه وسله وال ووژل شول.
د پاړه چنار یو روغتیايي چارواکی ډاکټر سید میر حسین جان وايي، روغتون ته دوه مړي او درې ټپیان راوړل شوي دي.
د کرم ضلعې مرستیال کمیشنر جاويد الله محسود پېښه خواشينونکې بللې او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
يوه اونې وړاندې هم په همدې سيمه کې د وسله والو د ډزو پر مهال دوه کسان ټپیان شوي وو، چې وروسته بیا د مسافرو په موټرو برید وشو چې په پایله کې یې ۱۵ کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې، ایټالیا، ډنمارک او هالنډه د کډوالۍ په اړه ځانګړې غونډه د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون د مشرې ارزولا فون در لاین او د اته هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
فرانسې، د دغو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د مخالفت له امله په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
په دې غونډه کې چې د اتریش، سلواکیا، چک جمهوریت، قبرس، پولنډ، مالتا، هنګري او یونان هېوادونو مشرانو هم حضور درلود، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دغه هېواد او البانیا ترمنځ د موافقې په اړه خبرې وکړې او د انسان د قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې پر دغې هوکړې ټینګار وکړ.
تېره اونۍ ايټاليا ۱۶ بنګالي او مصري کډوال چې اروپا ته روان وو، په نړۍوالو اوبو کې په وړو کښتيو کې ونيول او په البانيا کې يې د کډوالو مرکزونو ته ولېږدول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولنډ له اوږدې مودې راهیسې د "ناقانونه کډوالو" د راستنیدو په اړه د سختو مقرراتو غوښتنه کړې او دې ته په اشارې سره چې روسیه او بیلاروس کډوال پر اروپایی ټولنې د فشار راولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، له اروپایي ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغو هېوادنو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
د فرانسې الیزه ماڼۍ له دې غونډې خپله نا هیلي څرګنده کړې ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته د نږدې کسانو په وینا، په جلا ډلو کې د دا ډول خبرو اترو تنظیم کول هېڅ مانا نلري.
دوی راپور ورکړی، چې مکرون سره مشوره نه ده شوې او هغه هم په دې غونډه کې د ګډون اراده نه لري.
په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د "خوندي درېیم هېواد" په مفهوم او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د داوطلبانه راستنېدو مرکزونو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د هالند لومړي وزیر دیک شوف، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د هالند د ازادۍ ګوند افراطي ښي اړخی رهبر ګیرت ویلدرز په ګډون ځينو اروپايي مشرانو د ايټاليا د حکومت د کډوالۍ د سياستونو ستاينه وکړه.
بل خوا، افغانان هم د کډوالۍ له تریخ برخلیک سره مخامخ دي او د نړۍ بېلابېلو هېوادنو ته د ایران او پاکستان له لارې د خوندي ژوند په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازي په وینا ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی.
حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
د دغه سازمان د شمېر له مخې، ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال په ډزو وژلي دي. دغه کډوال ډیری وخت ایران ته د مزدوری لپاره ځي او د یو څه پیسو ګټلو وروسته بیا ترکیې او اروپا ته د تګ تابیا کوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړۍوال سازمان وايي، چې د چین په مرسته یې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي چمتو کړي دي.
دغه سازمان وايي، چې په دې دوه زره ټنه مرسته شویو خوراکي توکو کې اوړه، غنم، نباتي غوړي، دال، نخود او مالګه شامل دي.
د خوراک نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د تلې پر ۲۶ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یادې مرستې په ټول افغانستان کې پر څه باندې ۳۵ زره کورنیو ویشل شوې دي. دغه سازمان يادونه کړې، چې له لوږې سره مخ افغانانو ته یې د چین دغه مرستې داسې مهال ویشلې، چې سازمان د بودجې له کمي سره مخ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړۍوال پروګرام مشر وویل: «افغانستان په نړۍ کې د لوږې یو مرکز دی او په دغه هېواد کې له درې پر څلور برخې ډېر خلک مغزي خوراکي رژیم ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولای د خوارځواکۍ مخه ونیسي».
په کابل کې د چین سفارت د اقتصادي او سوداګریزو چارو سلاکار وايي، چې دمګړۍ د افغانستان ډېر خلک له «نهیلۍ او لوږې» سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د ژمي په میاشتو کې ډېرې افغان کورنۍ پرله پسې بیړنیو خوراکي مرستو ته اړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې تېر کال یې د کمې بودیجې له امله شاوخوا لس میلیونه افغانانو ته مرستې ونه رسولای شوای او سږ کال اوړی کې هم ۱۱ میلیونه افغانان ددوی د خوراکي مرستو له چتره بهر پاتې دي.

د پاکستان مرکزي بانک په خپل کلني رپوټ کې د هغو ستونزو یادونه کړې، چې ددغه هیواد اقتصادي ټیکاو ګواښي. دغه رپوټ ښيي، چې د پانګونې کمښت، د سوداګرۍ لپاره ناسم چاپېریال او د څېړنې او پرمختګ نشتوالی لوی خنډونه دي.
د اقتصاد په اړه په خپل کلني رپوټ کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، مرکزي بانک یو شمیر کلیدي مسلې په ګوته کړې چې د دغه هېواد د ودې مخه نیسي.
د بانک کلنی رپوټ ښيي، چې د پانګونې کمښت، د سوداګرۍ لپاره ناسم چاپېریال او د څېړنې او پرمختګ نشتوالی لوی خنډونه دي. پردې سربېره، د تولید ټیټه کچه او د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ننګونې د ودې لپاره د اقتصاد ظرفیت محدودوي.
بانک دغه رازد انرژۍ په سکټور کې اوږدمهالې ستونزې د دوراني پورونو د رامنځته کېدو لامل ګڼلې او وايي؛ سره له دې چې دولت د انرژۍ د بیو په لوړولو سره ددې ستونزو د کمولو هڅې پیل کړې، خو لاهم پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، بانک په دې برخه کې د نویو تګلارو او قانوني بدلونونو وړاندیز کړی.
د دولتي شرکتونو د کمزوریو د لرې کولو لپاره چې د ټیټو مالیاتي عوایدو له امله ددغه هېواد پر محدودو مالي سرچینو فشار راوړي،د پاکستان دولتي بانک پر اصلاحاتو ټینګار کړی.
په دغه رپوټ کې یو مثبت ټکی دا په ډاګه شوی، چې د پیسو نړیوال صندوق د تمدید شویو اسانتیاوو له امله، چې په سپټمبر میاشت کې تصویب شوې، د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه شوی.
بانک وړاندوینه کړې چې د پیسو نړیوال صندوق پروګرام به د پاکستان د بهرنیو مالي سرچینو د پیاوړتیا، اعتبار رتبې د ښه والي او د پانګوالو د باور لامل شي.
په همدې ترڅ کې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بلوم سره کتنه کې د انرژۍ، دولتي شرکتونو او مالیو په برخه کې د لاډیرو اصلاحاتو راوستلو په اړه خپل هوډ څرګند کړی.
د نوموړي په وینا، دولت غواړي په راتلونکو دریو کلونو کې پر داخلي ناخالصو تولیداتو د مالیو نسبت ۱۳ اعشاره پنځه سلنه لوړ کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د مجاهدینو پخواني مرکزونه بېرته رغوي.
په ګوربز ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ژورې پخوانیو مرکزونو او سمڅو د رغونې لپاره دوه اونۍ وړاندې سیمې ته د سروې ډله تللې او د دې سیمې او ور تلونکې لارې د سروې چارې یې بشپړې کړې دي.
سرچینه وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ډېر وړاندې غوښتل دغه مرکزونه بیرته ورغوي، خو په سیمه کې د ګوربز قبیلې اجازه نه ورکوله ځکه هغوی ویریږي، چې دغه مرکزونه یوځل بیا د بهرنیو جنګیالیو په پټنځیو بدل نه شي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې« د ګوربزو قبیلې له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني دې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې قناعت ورکړ، چې جلال الدین حقاني د دې مرکزونو په بدل کې تاسې ته وسلې در کړې وې، نو تاسې یې د مخالفت حق نه لرئ».
سرچینه وايي، چې قومي مشرانو ته پیسې ور کړل شوې او له مخالفت نه یې لاس اخستی.
د ژورې د سمڅو خولې د ۲۰۰۱ کال د امریکا د بریدونو پرمهال بندې شوې وې، خو په دې وروستیو کې بیرته پرانېستل شوې دي.
د ژورې په مرکزونو کې په ۱۹۸۱ کلونو کې د حضرت عمر په نامه د افغان او عرب جنګیالیو غونډ اوسېده چې وروسته د ژورې په غونډ مشهور شو.
دې غونډ څلور پلي او یو محافظ ټولي لرل او د استحکام، دافع هوا، مخابرې، راکټ، توپچي او صحي څانګې یې لرلې، چې د افغان مجاهدینو تر ټولو مجهز او غښتلی غونډ ګڼل کېده.
د ژورې د ودانیزو چارو پیسې سعودي او د تونل لګښت یې اسامه بن لادن پر غاړه اخستی و.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې پیل کړې، چې غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور غځیږي.
دغه سمڅې او مرکزونه چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو پرمهال یې زیان لیدلی، بیرته په پخوانۍ نقشه رغیږي چې بارې او استنادي دیوالونه پکې شامل دي.