د پاکستان مرکزي بانک :د پاکستان اقتصادي ټیکاو له ننګونو سره مخ دی

د پاکستان مرکزي بانک په خپل کلني رپوټ کې د هغو ستونزو یادونه کړې، چې ددغه هیواد اقتصادي ټیکاو ګواښي. دغه رپوټ ښيي، چې د پانګونې کمښت، د سوداګرۍ لپاره ناسم چاپېریال او د څېړنې او پرمختګ نشتوالی لوی خنډونه دي.