• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په فاریاب کې د خپلو دوو غړو په ګډون د پنځو تنو وژل کېدل تایید کړل

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ٢۶مه) په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو په بريد کې د دې ډلې د دوو غړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو پولیس وايي، چې دا برید د «وسله والو غلو» کار و.

په خبرپانه کې راغلي دي، چې غلو د وسله والو طالبانو له شتون پرته د ملکي وګړو موټر درولی او لاره یې تړلې وه.

تر دې مخکې د فاریاب سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ناپېژاندو وسله والو په یو فلانکوچ ډوله موټر، چې له بادغیس ولایت څخه فاریاب ته روان و، برید وکړ.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې دوه غړي له وسله والو غلو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

طالبانو هم منلې چې د جګړې په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

طالبان وايي، چې د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

احمد مسعود: د افغانستان قهرمان څنګه"شهید" کېږي، خو د امریکايي جنرال پر مخ داغ هم نه راځي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د دغه طالب ضد چارواکي مړینه «شکمنه» بللې ده. احمد مسعود وويل: "څنګه کېداى شي چې زموږ يو اتل شهيد شي، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي."

ښاغلي مسعود چې د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) د جنرال رازق د تلین په مناسبت جوړې شوې یوې انلاین غونډې ته وینا کوله وویل، تر هغه چې جنرال رازق ژوندی و، «دښمن» په دې نه دی توانیدلی چې یو ګام هم مخکې لاړ شي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه، چې جنرال رازق له مرګ وروسته "د افغانستان د ملي یووالي سمبول شو."

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزی د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶مه په کندهار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی و.

که څه هم ښاغلي مسعود په مشخص ډول د کوم کس نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې دا څنګه شونې ده، چې په دې پېښه کې زموږ يو اتل وژل شوى وي، خو د نورو پر تنديو یوه کرښه هم نه وه. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته اشاره وکړه، چې د جنرال رازق د وژل کېدو په ورځ د پېښې په ځای کې له جنرال رازق سره موجود و، خو له بریده روغ وتلی و.

کارپوهانو تر دې مخکې ویلي وو، چې طالبانو بریدګر د جنرال رازق د وژلو لپاره ټاکلی و ځکه چې د امریکايي قومندان په نښه کول د دې ډلې لپاره لویه بیه درلودلای شوه.

په فاریاب ولایت کې د نامعلومو کسانو په برید کې پنځه تنه وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په قیصار ولسوالۍ کې پر یو مسافر وړونکي موټر د وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د سرچينو په وینا، په وژل شويو کې دوه د طالبانو غړي دي او د پېښې په قربانيانو کې يوه ښځه او دوه نور نارينه هم شامل دي.

دا برید د پنجشنبې په مازیګر ( د تلې ۲۶) هغه مهال وشو، چې یو فلانکوچ ډوله موټر د بادغیس – فاریاب پر لاره روان و.

د دې پېښې په اړه تر اوسه سیمه ییزو طالبانو څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخيستې ده.


د طالبانو د تجارت وزیر د افغان محصولاتو او تولیداتو د نندارتون لپاره الماتا ته لاړ

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي، د افغان توکو د نندارتون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ نن د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته لاړ.

طالبان وايي، له ښاغلي عزیزي سره په دې سفر کې د دې ډلې پر چارواکو سربېره د خصوصي سکتور استازي هم دي.

د صنعت او تجارت وزارت د اعلامیې له مخې نور الدین عزیزي په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د روانې اونۍ په لومړیو کې په الماتا کې د دې نندارتون د جوړېدو خبره کړې وه.

غه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دې نندارتون کې د افغاني توکو ۶۷ غرفې یا ټپرۍ اېښودل کېږي

نورالدین عزیزي په اوسني سفر کې په سوداګریزه غونډه کې هم ګډون کوي او د کوربه هېواد له چارواکو سره ګوري.

دې وروستي یوه کال کې د قزاقستان او طالبانو اړیکې تر تېرو کلونو سره نږدې شوې دي.

الماتا دې وروستیو کې طالبان د خپل هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ و اېستل او هم یې د دې ډلې استازی ومانه.

‏طالبان: ۱۵‌تنه افغانان په کراچۍ کې د پولیسو له یوې حوزې خوشې شول

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په کراچۍ ښار کې د ماچکو له پولیسو حوزې د ۱۵تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت پر اېکس پاڼه د دغو کسانو د تصویرونو په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کډوال د دوی د جنرال کونسلګري له‌خوا تېره ورځ له ماچکو حوزې خوشې شوي دي.
له دغه سفارت له‌خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې د دغه خوشې شویو کسانو له ډلې شپږ تنه یې ځوانان او پاتې نهه تنه یې ماشومان دي.

100%


‏د دغه سفارت د لیکنې له مخې، د دغو خوشې شویو کسانو له ډلې لس تنو یې د کډوالۍ کارټونه هم لرل؛ خو د پاتې پنځو کسانو سره یې هیڅ ډول قانوني اسناد نه ول.
دغه سفارت وړاندې لیکلي، مخکې له دې چې دغه کډوال زندان ته واستول شي د دوی جنرال کونسل په هڅو خوشې شوي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو د انسان د قاچاقبرانو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ

۲۶ تله ۱۴۰۳ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې، ایټالیا، ډنمارک او هالنډه د کډوالۍ په اړه ځانګړې غونډه د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون د مشرې ارزولا فون در لاین او د اته هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

فرانسې، د دغو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د مخالفت له امله په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.

په دې غونډه کې چې د اتریش، سلواکیا، چک جمهوریت، قبرس، پولنډ، مالتا، هنګري او یونان هېوادونو مشرانو هم حضور درلود، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دغه هېواد او البانیا ترمنځ د موافقې په اړه خبرې وکړې او د انسان د قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې پر دغې هوکړې ټینګار وکړ.

تېره اونۍ ايټاليا ۱۶ بنګالي او مصري کډوال چې اروپا ته روان وو، په نړۍوالو اوبو کې په وړو کښتيو کې ونيول او په البانيا کې يې د کډوالو مرکزونو ته ولېږدول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولنډ له اوږدې مودې راهیسې د "ناقانونه کډوالو" د راستنیدو په اړه د سختو مقرراتو غوښتنه کړې او دې ته په اشارې سره چې روسیه او بیلاروس کډوال پر اروپایی ټولنې د فشار راولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، له اروپایي ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغو هېوادنو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.

د فرانسې الیزه ماڼۍ له دې غونډې خپله نا هیلي څرګنده کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته د نږدې کسانو په وینا، په جلا ډلو کې د دا ډول خبرو اترو تنظیم کول هېڅ مانا نلري.

دوی راپور ورکړی، چې مکرون سره مشوره نه ده شوې او هغه هم په دې غونډه کې د ګډون اراده نه لري.

په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د "خوندي درېیم هېواد" په مفهوم او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د داوطلبانه راستنېدو مرکزونو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د هالند لومړي وزیر دیک شوف، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د هالند د ازادۍ ګوند افراطي ښي اړخی رهبر ګیرت ویلدرز په ګډون ځينو اروپايي مشرانو د ايټاليا د حکومت د کډوالۍ د سياستونو ستاينه وکړه.

بل خوا، افغانان هم د کډوالۍ له تریخ برخلیک سره مخامخ دي او د نړۍ بېلابېلو هېوادنو ته د ایران او پاکستان له لارې د خوندي ژوند په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازي په وینا ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی.

حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.

د دغه سازمان د شمېر له مخې، ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال په ډزو وژلي دي. دغه کډوال ډیری وخت ایران ته د مزدوری لپاره ځي او د یو څه پیسو ګټلو وروسته بیا ترکیې او اروپا ته د تګ تابیا کوي.