• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې میاشتې د کولارا شمېرو کې افغانستان تر نورو هېوادونو مخکې دی

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۱

روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېره میلادي میاشت یې په ۱۴ هېوادونو او سیمو کې د کولارا له ۴۷ زرو ډېرې پېښې ثبت کړې چې پکې ۱۷ زره ۸۵۶ شمېرو سره افغانستان تر نورو مخکې دی. دغه سازمان وايي، تېره سپټمبر میاشت په اړوند سیمو او هېوادونو کې له کولارا تر ۵۸۰ کسان هم مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا شمېرې د سپټمبر له اولې تر ۲۹ ثبت کړې دي، چې پکې تر اګسټ د ککړتیا اندازه ۱۵ سلنه کمه، خو د مړینې کچه ۸۹ پورته شوې ده.

تاس خبري اژانس د دې ادارې د مالوماتو له مخې لیکي، چې تر افغانستان وروسته سوډان د کولارا برخه کې د څه باندې ۱۵ زره او پاکستان پنځه نیم زره پېښو لرلو سره دویم او دریم ځای لري.

نایجریا او یمن هم د درې نیم زره او دوه نیم زره پېښو لرلو سره څلورم او پنځ درجه دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له جنورۍ د سپټمبر تر ۲۹ له دې ادارې سره د کولارا ۲۹ میلیونه، څلور لکه او ۳۹ زره پېښې او له دې ناروغۍ د درې زره ۴۳۲ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

کولارا د ککړو اوبو او خوړو له امله پیدا کېږي.

په افغانستان کې چې ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري تر ډېره د دې ناروغۍ اصلي لامل دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مارشال دوستم: په راتلونکي کې به افغانستان ته ځو

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د کندهار د پخواني امنيه قوماندان عبدالرازق اڅکزي د وژل کېدو د شپږم تلین په مناسبت، عبدالرشيد دوستم سياسي مشرانو ته په خطاب کې وويل: «موږ او تاسو به په راتلونکي کې افغانستان ته ځو او هېواد به ازادوو.»

مارشال دوستم ټینګار کړی، چې که سیاسي مشران تر یو چتر لاندې سره راټول شي، د افغانستان وضعیت به بدل شي.

په دې مراسمو کې چې په مجازي توګه ترسره شول د ملي غورځنګ ګوند مشر مارشال دوستم د طالبانو له مخالفانو وغوښتل چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ګډ دریځ په غوره کولو کې هڅې وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې دا مهمه نه ده چې په کوم نوم، خو ټولې هغه ډلې چې د طالبانو مخالفې دي باید راټولې شي.

دوستم په ډاګه کړه، چې طالبان به د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ له خوا ونه منل شي او که سیاسي مشران سره راټول شي، د افغانستان د ژغورنې هیله به پیدا شي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو د مخالفانو نه اتحاد به د خلکو زړونه له هغو مشرانو چې په بهر کې دي ساړه کړي. هغه د طالبانو له مخالفو سیاسي ډلو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو، کډوالو او په سختو شرایطو کې د افغانانو لپاره د هیلو د پیدا کولو لپاره یو مشخص ادرس معرفي کړي.

د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو په تېرو درېیو کلونو کې بېلابېل حرکتونه پیل کړي او په ویشل شوي ډول فعالیت کوي.

د جنرال رازق شپږم تلین؛ عطاء نور وایي رازق د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړاو درلود

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند له مشرانو عطاء محمد نور، جنرال رازق "زړور مبارز، فداکاره، هېواد او خلکو ته صادق" او "د طالبانو پر وړاندې ستر خنډ" یاد کړ. ازادۍ جبهه بیا وايي، چې د هېواد خاوره به د طالبانو پر وړاندې د هغه میړانه او مبارزه په یاد ساتي.

عطاء محمد نور وایي: «جنرال عبدالرازق د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړاو درلود او لري یې او د هېواد په بېلابېلو قومونو کې د هغه شهرت د دې ښکارندوی دی چې د هغه مبارزه او لاسته راوړنې د افغانستان او خلکو لپاره وې.»

عطاء نور د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي: «هغه هېڅکله د طالبانو او د هغوی د فکر په وړاندې ناکامه نه شو او د دغې ډلې پر وړاندې یې په مېړانه مبارزه وکړه.»

همدا راز د د افغانستان د ازادۍ جبهې هم جنرال رازق د هېواد په سویل کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد ساتونکی یاد کړی او د هغه د شپږم تلین په مناسبت یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د جمعې په ورخ پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «شپږ کاله وړاندې، د طالبانو ډلې، د قندهار ولایت امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق اڅکزی شهید کړ. جنرال عبدالرازق واقعاً د هېواد په سویل کې د طالبانو پر وړاندې د هیواد د ساتونکي په توګه کار وکړ.»

دغه جبهه وایي، چې د هېواد خاوره د طالبانو پر وړاندې د هغه میړانه او مبارزه د خپل تاریخ په حافظه کې ساتي او د هغه مبارزه به هېڅکله هېره نه کړي.

جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په اتلسمه د کندهار ولایت ودانۍ کې د هغې ناستې وروسته ووژل شو چې په هغې کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا او د ولایتي شورا استازو په کې برخه لرله.

طالبانو په فاریاب کې د خپلو دوو غړو په ګډون د پنځو تنو وژل کېدل تایید کړل

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ٢۶مه) په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو په بريد کې د دې ډلې د دوو غړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو پولیس وايي، چې دا برید د «وسله والو غلو» کار و.

په خبرپانه کې راغلي دي، چې غلو د وسله والو طالبانو له شتون پرته د ملکي وګړو موټر درولی او لاره یې تړلې وه.

تر دې مخکې د فاریاب سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ناپېژاندو وسله والو په یو فلانکوچ ډوله موټر، چې له بادغیس ولایت څخه فاریاب ته روان و، برید وکړ.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې دوه غړي له وسله والو غلو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

طالبانو هم منلې چې د جګړې په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

طالبان وايي، چې د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

احمد مسعود: د افغانستان قهرمان څنګه"شهید" کېږي، خو د امریکايي جنرال پر مخ داغ هم نه راځي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د دغه طالب ضد چارواکي مړینه «شکمنه» بللې ده. احمد مسعود وويل: "څنګه کېداى شي چې زموږ يو اتل شهيد شي، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي."

ښاغلي مسعود چې د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) د جنرال رازق د تلین په مناسبت جوړې شوې یوې انلاین غونډې ته وینا کوله وویل، تر هغه چې جنرال رازق ژوندی و، «دښمن» په دې نه دی توانیدلی چې یو ګام هم مخکې لاړ شي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه، چې جنرال رازق له مرګ وروسته "د افغانستان د ملي یووالي سمبول شو."

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزی د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶مه په کندهار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی و.

که څه هم ښاغلي مسعود په مشخص ډول د کوم کس نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې دا څنګه شونې ده، چې په دې پېښه کې زموږ يو اتل وژل شوى وي، خو د نورو پر تنديو یوه کرښه هم نه وه. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته اشاره وکړه، چې د جنرال رازق د وژل کېدو په ورځ د پېښې په ځای کې له جنرال رازق سره موجود و، خو له بریده روغ وتلی و.

کارپوهانو تر دې مخکې ویلي وو، چې طالبانو بریدګر د جنرال رازق د وژلو لپاره ټاکلی و ځکه چې د امریکايي قومندان په نښه کول د دې ډلې لپاره لویه بیه درلودلای شوه.

په فاریاب ولایت کې د نامعلومو کسانو په برید کې پنځه تنه وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۳ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په قیصار ولسوالۍ کې پر یو مسافر وړونکي موټر د وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د سرچينو په وینا، په وژل شويو کې دوه د طالبانو غړي دي او د پېښې په قربانيانو کې يوه ښځه او دوه نور نارينه هم شامل دي.

دا برید د پنجشنبې په مازیګر ( د تلې ۲۶) هغه مهال وشو، چې یو فلانکوچ ډوله موټر د بادغیس – فاریاب پر لاره روان و.

د دې پېښې په اړه تر اوسه سیمه ییزو طالبانو څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخيستې ده.