• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران له خوا پر افغانانو د برید په شپږمه ورځ هم د طالبانو د څېړنو پایلې څرګندې نه شوې

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۱

د بشري حقونو یو سازمان حال وش د تېرې سې شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او له ۲۰۰ زیات کسان یې په ډزو وژلي دي.

حال وش د تېرې سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې چې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په دې اړه په کور دننه او بهر زیات شمېر سیاستوالو، مخکنیو چارواکو، مدني او د بشر حقونو فعالانو او یو زیات شمېر د خواله رسنیو کاروونکو غبرګونونه ښودلي وو او لا هم پر طالبانو نیوکې دي چې په دې اړه دې رڼې او بشپړې څېړنې وکړي.

کابل کې د ایران سفیر د ایراني پوله ساتو له خوا پر افغان کډوالو د برید خبره رد کړې وه او طالبانو د پېښې په دویمه ورځ د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه چې لا یې هم پایلې نه دي معلومې.

د خواله رسینو د کاروونکو له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي چې دوی د دغې پېښې د پټولو او یا کم رنګه کولو هڅې کوي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره ورته پېښې شوې خو په دغې پېښه کې چې په مخامخ ډزو کې تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو د وژلو خبره کیږي، لومړۍ ده.

یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي، چې کډوال په ټولییز ډول له درېیو لارو "روتوک"، "راجا" او "ماشکیل" څخه ایران ته ځي، هغه زياته کړه، چې دغه سيمې غرنۍ دي او په موټرو کې تګ راتګ ناشونى دى، نو د هغه په وینا له همدې امله کډوال ايران ته د رسېدو لپاره په ساعتونو مزل کوي او دغه پېښه هم په غرونو کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی چې تر اوسه پورې یې پایلې نه دي څرګندې شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

عیني شاهد: ایراني پوله ساتو د افغان کډوالو پر ۳۰۰ کسیزه ډله د «ار‌پي‌جي» راکټ برید کړی

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې ایراني چارواکي پر افغان کډوالو برید ردوي، خو یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سراوان روغتون ته یې لږ تر لږه ۴۰ مړي او ټپیان لېږدولي دي. هغه وویل چې ایراني عسکرو د افغانانو ۳۰۰ کسیزه ډله په «ار‌پي‌جي» راکټ په نښه کړه.

د هغه په ​​وينا، له بريد وروسته يو شمېر کډوال ايران او ځينې يې افغانستان ته وړل شوي، خو يو شمېر يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي او برخليک يې څرګند نه دی.

هغه زیاته کړه چې د غرنیو او سختو لارو له امله ډیر کډوال چې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کسانو پورې ډله وي ایران ته له دغې سیمې اوړي.

دغه عیني شاهد تایید کړه چې د یکشنبې په ورځ ایراني پوله ساتو د ۳۰۰ کسانو په ډله برید وکړ او یو شمېر مړي او ټپیان د ایران روغتونونو ته ورسول شول، خو روغتون ته د ورتګ اجازه ورنه کړل شوه.

دغه شاهد زیاته کړه چې کډوال په ټولییز ډول له درېیو لارو ایران ته ځي: "روتوک"، "راجا" او "ماشکیل". هغه زياته کړه، چې دغه سيمې غرنۍ دي او په موټرو کې تګ راتګ ناشونى دى، نو له همدې امله کډوال ايران ته د رسېدو لپاره په ساعتونو مزل کوي او دغه پېښه هم په غرونو کې رامنځته شوې ده.

د حال وش خبري اژانس چې تر نورو مخکې یې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا په افغان کډوالو د برید خبر خپور کړ، د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې په دې ډزو کې د وژل شویو لږ تر لږه ۱۳ تنو جسدونه په سراوان کې د رازي روغتون هدیرې ته لېږدول شوي دي.

د دې خبري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د وژل شویو او ټپيانو د کره شمېر معلومول ستونزمن دي.

حال وش تر دې مخکې د عیني شاهدانو په وینا د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ ډېر ښودلی و، چې د افغان سیاستوالو او فعالانو له توندو غبرګونونو او د ملګرو ملتونو د اندېښنې لامل شو.

کابل کې د ایران سفیر د ایران د سیستان او بلوچستان د پوله ساتو عسکرو له خوا پرافغان کډوالو د ډزو او د هغوی د وژلو خبره رد کړې ده.

طالبانو د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی چې تر اوسه پورې یې پایلې نه دي څرګندې شوې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ساکښو موجوداتو د انځورونو نشرولو پر ضد کمپاین پیل کړ

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ساکښو موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو د نشرولو پر ضد تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت یو چارواکي د شنبې په ورځ وویل، چې انځورګري او په دفتر یا کور کې د انځورونو ایښودل د شریعت خلاف کار دی.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې له مخې، ساکښو موجوداتو انځور اخېستل منع دي.

طالبانو په رسمي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ویډیويي رسنیو د خپرونو، فلم جوړولو او نوري انځوري نشراتو د مخنیوي بهیر پیل کړی دی. دا ډله په دې باور ده چې تصویر اخېستل د اسلام د پیغمبر د حدیث له مخې یوه لویه ګناه ده.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې د دغه وزارت د یو مفتي وینا خپره کړه. یحیی عارف په دغه پیغام کې وویل، چې د خرو، سپیو، زمریانو او مرغانو په ګډون د ټولو ساکښو موجوداتو انځور اخېستل منع دي. دا انځورونه نه باید وپلورل شي، نه باید وپیرل شي یا هم په کورونو کې وساتل شي.

دغه مفتي خلکو ته وویل، چې «د خرو او مرغانو په څېر حیواناتو انځور اخېستل ګټه نه لري.»

عارف ټینګار وکړ: کله چې امر بالمعروف اعلان وکړي چې انځورونه منع او د شریعت خلاف دي، دا شخصي نظر نه دی. بلکه دا د شریعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی.»

هغه له خلکو وغوښتل، چې له انځور اخېستلو او نصبولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې هغه په ​​​​دې باور دی چې دا کار "ګناه" ګڼل کیږي او د "الهی عذاب" لامل کیږي.

د اسلامي نړۍ ځينې پوهان د طالبانو دغه دريځ د اسلام د سپېڅلي دين په اړه د هغوی د ډېر او لومړني تفکر انعکاس ګڼي. دا فکر د اسلامي نړۍ د نورو عالمانو او د اسلامي همکاریو د سازمان له تفسیر سره توپیر لري.

د اسلامي نړۍ ځینې پوهان حتی په دې باور دي، چې طالبان په دې ډول سختو تعبیرونو سره د اسلام په بدنامولو کې مرسته کوي.

په دې لړ کې طالبانو د ویډیويي رسنیو فعالیت د شریعت خلاف بللې او په رسمي ډول یې د بندولو هڅې پیل کړې. دا بهیر له کندهار ولایته پیل شو او بیا تخار ته ورسېد، چې هلته د سیمه ییزو ټلویزیونونو د تړلو امر وشو.

سرچینو د شنبې په ورځ وویل، چې طالبان پلان لري چې د ملي ټلویزیون نشرات هم بند کړي.

ایراني چارواکي وايي، له افغانستان سره د شمال ختیځې پولې د تړلو پلان به درې کاله دوام وکړي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

په شمال ختیځ کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان سیروس امان اللهي ویلي، چې له افغانستان سره د پولو د تړلو پلان به درې کاله دوام وکړي. ښاغلي امان اللهي وویل، چې دې پروژې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګ کړی او د پروسې د چټکتیا لپاره یې لازمې سرچینې برابرې کړي دي.

ایراني رسنیو په شمال ختیځ کې د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سیمه ییزې اډې د قوماندان په حواله خبر ورکړی، چې د دغې سرحدي پروژې اوږدوالی به ۳۰۰کیلومتره وي او د تطبیق چارې به یې د ایران د څلورو انجنیري ډلو او د ځمکنیو ځواکونو له خوا ترسره شي.

د ایران او افغانستان تر منځ د پولې د بندولو په عملیاتو کې تر څلورو مترو پورې جیګ دیوالونه غځول شوي او د دې ترڅنګ د مصنوعي هوښ ټکنالوژي هم په کې کارول کیږي.

د پولو د بندولو په پلان کې به د خبردارۍ رادارونو نصبول او د ډرون کارول هم شامل وي.

د روان کال د تلې میاشتې په پیل کې ایراني چارواکي د افغانستان سره پر پولو د دیوال جوړولو په بهیر کې د پرمختګ خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې تر اوسه لس کیلومتره دیوال غځول شوی دی.

د ایران د شمال ختیځو پولو د تړلو لړۍ د ۱۴۰۳کال د ثور په میاشت کې پیل شوه او ایران د دې پلان د عملي کولو لپاره درې میلیارده یورو ځانګړې کړې دي.

ایراني چارواکو ویلي دي، چې دغه اقدام د کډوالو د ناقانونه رالتو د مخنیوي، د ترهګرو او د نشه یي توکو د قاچا وړونکو د مخنیوی لپاره ترسره کیږی .

طالبان د امو دریا نفتي حوزه کې د تيلو د ۲۵ نورو څاګانو د فعالولو خبر ورکوي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر وايي، چې د امو دريا نفتي حوزه کې د تيلو ۲۵ نورې څاګان فعالوي او یو شمېر مخکینۍ هغه بیا رغوي. د دوی د معلوماتو له مخي، د تيلو د دې څاګانو په فعالولو سره به د امو دریا نفتي حوزې ورځني استخراج کچه له دوو څخه تر درېيو زرو ټنو پوري ورسيږی.

پر طالبانو نیوکي دي، چې تر ډېره د کانونو کيندنې په غيري مسلکي دول کوي او قرار دادونه هم د اړيکو پر بنسټ ځينو شرکتونو ته ورکوي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ په يو ويديو راپور کې ويلي، چې د کانونو او پټروليم وزارت سږ کال پلان لري، چې د امو دریا نفتي حوزه کې ۱۸ نوی څاګان وکيندي، د ۲ څاګانو اکتشافي چارې پيل او ۵ مخکني هغه ترميم کړي.

په دې راپور کې ويل شوي، چې د نویو څاګانو په کيندلو او رغولو سره به د نفتو د استخراج کچه له دوو څخه تر درې زرو ټنو پوري ورسيږي.

دغه دفتر ويلي، چې اوس مهال په عادي ډول د امو دريا نفتي حوزه کې د نفتو د استخراج چاري دوام لري.

دوی زياتوي: « استخراج شوي نفت په هیواد کی دننه پروسیس او د ورځني بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.»

طالبانو وایي، چې د انرژۍ سکټور وده او پیاوړتيا يې له لومړيتوبونو څخه ده او غواړي په دې برخه کې په ځان بسیا شي.

د دوی په خبره، دغه ډله هڅه کوي د انرژۍ په سکټور کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې اوس مهال د امو دريا په نفتي حوزه کې د تيلو ۲۴ څاګان فعالې دي، چې په ورځني ډول یو زر ۳ سوه ۵۰ ټنه نفت استخراجيږي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې د امو سیند نفتي حوزه د افغانستان د پنځو لویو نفتي حوزو له ډلې هغه حوزه ده، چې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت په درلودو سره په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې موقعیت لري.

ایران له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغانانو ته د پناه ورکولو لپاره دې ورته زیاته بودېجه ورکړي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د چارو مشر د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ څخه وغوښتل چې افغان کډوالو د پناه ورکولو له پاره دې نوره بودیجه هم ورکړي.

نادر یار احمدي خبرداری ورکړ، چې که نړیواله ټولنه مسوولیت پر غاړه وانخلي، ایران به د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور وکړي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو وګوو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي په جینیوا کې د ملګرو ملتو د کډوالو د ادارې د اجرایوي کمیټې د غونډې په څنډه کې د کډوالو د عالي کمیشنر فلیپو ګراندي سره په کتنه کې وویل:« د کډوالو د اړتیاوو او لګښتونو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د بودیجې نه مطابقت په ایران کې د ډېرو ستونزو لامل شوی دی.»

دایران داسلامی جمهوریت استازی دغه راز دملګرو ملتونو دکډوالو دچارو کمیشنر ته وویل، چې په درېمو هیوادونو کې د ضرورت وړ کډوالو اوسېدل د ایران له لومړیتوبونو څخه دی.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ژمن کړې وه چې په ۱۴۰۰ کال کې به له کډوالو خپل ملاتړ پراخ کړي، خو دغې ادارې په ایران کې له کډوالو سره مرسته کمه کړې ده.

يار احمدي څرګنده کړه، چې په تيرو دريو کلونو کې له زيانمنو شويو کډوالو او د بيمې تر پوښښ لاندې کسانو سره د دغې ادارې د ملاتړ کچه له ١٢٠ زرو کسانو څخه ٩٥ زرو تنو ته راټيټه شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر وویل، چې په ایران کې د افغان وګړو د وړیا زده کړو له امله د دغه هېواد پر ښوونیز نظام ډیر فشار راغلی دی.

هغه وويل: "د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ لپاره اړينه ده چې د نويو ښوونځيو جوړول، د ښوونځيو ښه کول او سمبالول او د ښوونکو د معاش د ورکولو په ګډون د افغانانو د پوهنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره بودجه ځانګړې کړي."

یار احمدي همداراز ټینګار وکړ چې په ایران کې د بهرنیو محصلینو لپاره ۲۵ زره درسي ټولګیو ته اړتیا ده، خو له ۱۴۰۰ کال راهیسې یوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په مرسته ۲۱ ښوونځي جوړ شوي چې په ایران کې د کډوالو اړتیاوې نه پوره کوي.

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې د اجرایوي کمیټې په غونډه کې د ایران استازي په داسې حال کې له دغې ادارې سره د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه، چې اسلامي جمهوریت پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.

د رسمي راپورونو له مخې، ایران هره ورځ سلګونه افغان کډوال افغانستان ته لېږي. همدارنګه په ایران کې میشتو افغان کډوالو خبر ورکړی دی، چې دولتي ښوونځیو د دوی د ماشومانو له نوم لیکنې څخه ډډه کوي او ډیر شمیر افغان کډوالو ماشومان له ښوونځیو څخه پاتې دي.