هغه وايي، يوازې د پولیو واکسین ضد کمپاینبڼه بدله شوې او دغهکار هم د سیمې د خلکو غوښتنه شوی دی.
خو افغانستان انټرنشنل پښتو په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو ښځینه او نارینه سرچینو سره اړېکه ټينګه کړې او دا یې ترې پوښتلي چې ایا دوی غواړي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین بند شي؟ په ځواب کې یې ټولو پوښتل شويو سرچینو د (نه) ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د پولیو ضد واکسین کمپاین ملاتړ کوي.
موندنې ښيي، چې له دغو درېیو ولایتونو پرته د افغانستان په نورو سیمو کې تر اوسه پورېکوم چا د کور په کور واکسین کمپاین مخالفت نه دی کړی.
د روغتیا نړۍوال سازمان هم طالبان نه دي قانع کړي چې دغه واکسین څومره اړین دی؟
د روغتیا نړۍوال سازمان یوه استازي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پولیو واکسین کمپاین پر ځنډولو د طالبانو له تازه پرېکړې خبر دي او هڅه یې دا ده چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د پولیو کمپاین برخې سره خپلې همکاري او همغږۍ ته دوام ورکړي چې په هره بڼه وي خو چې د پولیو واکسین کمپاین روان وساتي.
که څه هم د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره کور په کور د واکسین کمپاین تر نورو ښه لاره بولي خو بیا یې هم طالب چارواکي په دې نه دي قانع کړي چې کور په کور کمپاین ته دوام ورکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د اړیکو مسوول اولیور روزنبایر وړاندې وايي، «د کور په کور پولیو کمپاین یوه ښه تجربه وه خو دا چې اوس بند شوی نو جومات په جومات کمپاین باید ترسره شي چې ماشومان له واکسین پاتې نه شي.»
نوموړی زیاتوي چې:«مونږ د کور په کور پولیو کمپاین له لارې تر ۲۰۲۱ کال پورېښې لاسته راوړنې لرلې چې ډېر ماشومان مو له ګوزڼ ژغورلي دي.»
دغه سازمان وايي، د طالبانو له مشرانو سره یې خبرې روانې دي او هڅې کوي چې د پولیو واکسین کمپاین د ښه ترسره کولو لپاره د افغانستان په ټولو سیمو کې ماشومان د دغه وایرس په وړاندې واکسین کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له دې سره سره چې په ډیرو سیمو کې د جګړې او وسله والو د مخالفتونو له امله دغه کمپاین له خنډونو سره مخ و خو وايي بیا هم په منظم ډول روان و او تر ډیرو سیمو ماشومانو ته دغه واکسین رسیده.
په دغه سازمان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې که دا مهال په ټول افغانستان کې جګړه نشته خو د ښځینه مبلغانو او کارکوونکو د نشت له امله او په ځینو ولایتونو کې د کلتوري ستونزو له امله دغه کمپاین په ښه ډول نه ترسره کیږي.
په پاکستان کې د پولیو پېښې ډیرېدل ولې پر افغانستان اغېز لري؟
روان ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د پولیو ۳۹پېښې خپرې شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸ په بلوچستان، اوه یې په سند، درې په خیبر پښتونخوا او یوه، یوه پېښه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبتې شوې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د مخنیوي پروګرام په روانه مياشت کې د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين څاڅکي ورکړل شول.خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.
روغتیاپالان او د پولیو برخې پوهان وايي، چې د پولیو وایرس له یو څخه بل ته لېږدېدونکی دی، دوی وايي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور او بې مهاره ایستلو سره دغه ناروغي د افغان کډوالو له لارې له پاکستان څخه د افغانستان ختیځو او سوېلي ولایتونو ته لېږدیدلې ده چې نښې یې له ورایه څرګندې دي.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په غایته موادو کې یې له بدن څخه وځي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې له یو څخه بل ته ځي.
روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. روغتیاپالان ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.
ولې له دومره نړۍوالو هڅو سره بیا هم د پولیو ناروغي مخه نه نیول کیږي؟
په افغانستان او پاکستان کې په پرلهپسې ډول د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې او لا هم په کور دننه او نړۍوالې روغتیايي ادارې د پولیو د تازه پېښو راپورونه ورکوي.
د روغتيا ادارې وايي، د دې یو ستر لامل کلتوري ستونزې دي چې لا همځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې کیږي.
اوس مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې له منځه نه دی تللی او ماشومان ترې اغېزمن دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پرکر او هیرویینو پر تولید بندیز ولګاوه او روږدي کسان یې له لارو او کوڅو ور ټول کړل، خو له دې سره سره، د نشه يي توکو او په دې توکو د روږدو کسانو ستونزه حل نه ده.
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې يو کس نن سهار د شهیدانو په څلور لاره کې ځان ته اور واچاوه او د ځان وژنې هڅه يې کوله.
دغه کس ځان ته د اور اچونې پر مهال په لوړ غږ له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کاوه.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې پر ورځ د دغه کس ويډيو هم لېږلې، چې د بازار په منځ کې پر ځان پټرول شیندي او وروسته ځان ته اور اچوي.
سرچینې وايي، خلکو له نوموړي اور مړ کړ او د هغه د ځان وژنې مخه یې ونیوله.
د دغه کس د نوم او کورنۍ په اړه لا معلومات نشته.
سرچينو زياته کړه، چې له پېښې وروسته د کندهار د طالبانو د دويمي حوزې امنيتي کسانو او استخباراتو دغه کس له ځان سره حوزې ته بیولی او تر اوسه يې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
طالب استخباراتو په سيمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د یاد کس ويډیو او عکس پرټولنيزو رسنیو خپور نه کړي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ګڼ خلک او د کورنيو نفقه برابروونکي له اقتصادي ستونزو کړيږي.
په روان کال کې دا په کندهار کې دويمه پېښه ده، چې خلک د بې کارۍ له املهځان ته اور اچوي.
له دې وړاندې په همدغه ولایت کې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د استوګنې ځای دی، د اقتصادي ستونزو له کبله اووه کسانو په بېلابيلو وختونو کې ځانونه زندۍ کړي او وژليدي.