اسراییل د حماس د مشر له وژل کیدو وروسته پر غزه او لبنان بریدونه ډیر کړي

اسراییل ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز برید کړی. بل خوا، د غزې چارواکو ویلي، چې دوی لا هم هڅه کوي چې د اسراییلو له برید وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، له نړیدلو ودانیو څخه مړي راوباسي.