• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پشتین: زموږ تر ۱۰۰۰ ډېر ملګري په زندانونو کې دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پاکستاني حکومت د پښتون قومي جرګې له جوړېدو وروسته ددغه غورځنګ پر وړاندې خپل زور او زیاتی ډیر کړی. منظور پشتین وویل، چې تر دې مهاله د غورځنګ زر تنه غړي د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او د ملګرو د نیولو لړۍ یې لا هم په چټکۍ روانه ده.

هغه وویل، چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي همغږوال یا کوارډیناټور خیرالامین یوسفزی نیول شوی.

پشتین پر خپل ایکس لیکلي، چې دده د ملګرو نومونه د ترهګرۍ د نوملړ په څلورمه برخه کې اچول شوي او د ټولو خلاف عملیات روان دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ نن د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د امن په نامه د پاڅونونو اعلان کړی او په ګڼو سیمو کې خلک د حکومتي پالیسیو خلاف او د پښتون قومي جرګې د پریکړو په ملاتړ راوتلي دي.

پشتین وايي، « موږ د جرګې له پیل کیدو وړاندې هم د هر څه په فکر کې وو او د دې خلاف تکړه عمل ته تیار وو خو د جرګې شریک غږ و چې تاسې لږ صبر وکړئ او له موږ سره یو ځائ لاړ شئ، د دې خلاف به موږ ټول درسره یو».

نوموړي هیله ښودلې، چې د پي ټي ایم خلاف د روانو عملیاتو پر وړاندې ټول ورسره په ګډهودریږي.

هغه د خپلې مبارزې د جاري ساتلو ژمنه کړې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی او وايي، دغه غورځنګ خلک د پاکستان د امنیتي ادارو پر وړاندې را پاروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د قطر امیر نن ایټالیا او جرمني ته په سفر ځي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د قطر امیرشیخ تمیم بن حمد ال ثاني نن د یکشنبې پر ورځ ایټالیا او جرمني ته د سفر په موخه د اروپايي هېوادونو په دوره وځي. قطر اعلان وکړ، شیخ تمیم، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني یې ملتیا کوي، لومړی ايټالیا ته ځي او له هغه وروسته به جرمني ته سفر کوي.

دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ ددغه سفر هدف ګڼل شوی.

د قطر امیري دیوان اعلان وکړ، چې نوموړی به د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر رغولو او سیمه ییزو او نړۍ والو مسایلو خبرې اترې وکړي.

د قطر امیر تېرکال هم په همدې میاشت کې ایټاليا او جرمني ته سفر کړی و، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند په اړه خبرې وکړي.

شیخ تمیم بن حمد ال ثاني تېره اونۍ اعلان وکړ چې په غزه کې باید سملاسي اوربند رامنځته شي.

مرستندویه کارکوونکي: د غزې پر شمالي سیمو د اسراییل برید کې ۷۳ کسان وژل شوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۱

د غزې د ملکي دفاع ادارې د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۲۹ مه) اعلان وکړ، چې د غزې په شمالي بیت لاهیا سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژل شوي دي. د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې یې د «حماس ترهګريز هدف» باندې برید کړی.

د فرانسې خبري اژانس د غزې د ملکي دفاع ادارې د ویاند محمود باسل له قوله راپور ورکړ چې«د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د استوګنې پر سیمه د اسراییل د هوايي ځواکونو د برید په پایله کې ۷۳ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.»

هغه زیاته کړه چې د دغه برید قربانیان اوس هم تر خاورو لاندې دي.

محمود باسل وویل، چې د شنبې په ماښام د هوایي برید له امله د څو کورنیو د استوګنې کورونه سخت زیانمن شوي دي.

له بلې خوا د غزې د دولتي رسنیو دفتر د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او وايي، چې د اسراييل هوايي ځواکونو د بمبارۍ له امله په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د اسراییل پوځ د غزې د چارواکو له خوا د مرګ ژبلې وړاندې شوېشمېرې رد کړې او ویلي یې دي، چې لومړنیو څېړنو ښودلې چې دا شمېرې ددوی له معلوماتو سره سر نه خوري.

د اسراییل د پوځ په وینا دا برید په احتیاط سره پلان شوی و او د «حماس ترهګریز» مرکز یې په نښه کړی و.

سرچینې: د پاړه چنار ـ پېښور لارې د بندېدو له امله خلک د توکو او درملو له کمښت سره مخ دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د پښتونخوا له پاړه‌چنار څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د لارې بندېدو له امله د سیمې اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او سون توکو له سخت کمښت سره مخ دي. په دغې سیمه کې له تېرو څو اونیو راهیسې مذهبي جګړې دوام لري.

د خیبرپښتونخوا له پاړه‌چناره سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د تېرو نهو ورځو راهیسې د پاړه‌چنارـ پېښور یواځنۍ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ له تېرو څو اونیو راهیسې وسله والې نښتې دوام لري.

په دغو وسله والو جګړو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

له پاړه‌چناره سیمه ییز خبریالان وايي،‌ چې په کورمه ولسوالۍ کې د تېلو د نه شتون له امله د تېلو پمپونه تړل شوي او په روغتونونو کې د درملو د نه شتون له امله ناروغان بد روغتیايي حالت کې دي.

دغه خبریالان د قومي مشر میرافضل خان له قوله وايي، چې د پاړه‌چنار او پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله په سیمه کې بند پاتي دي.

په پاړه‌چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د وسله والې شخړې د هواري لپاره د قبایلي جرګې هڅو هم تردې دمه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

دا لومړۍ ځل نه دی چې په دغه سیمه کې مذهبي وسله والې شخړې رامنځته کیږي، تردې وړاندې هم په ورته پيښو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي.

دغه وروستۍ لانجه د دوو قومونو ترمنځ لومړی د ځمکې پر سر پېښه شوه، چې وروسته په مذهبي شخړې واوښته، او له امله یې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

سرچینې: خیبر پښتونخوا کې د وسله والو د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته له سوېلي وزیرستان څخه سرچینو ویلي، چې تېره ورځ د اعظم ورسک په نندران سيمه کې د وسلوالو په خپلمنځي جګړه کې د نیاز په نامه د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د راپورونوله مخې په دغه پېښه کې یو شمېر وسله وال ټپیان شوي هم دي چې کره شمېرې یې نه دي ترلاسه شوې.

ویل کیږي د وسله والو دغه دوه ډلې په څه موضوع سره اوښتې چې له امله یې جګړه شوې او دغه زیان یې اوړولی.

تر اوسه پورې په دې اړه د ټي تي پي وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې تېره ورځ شنبه د (تلې ۲۸مه) د پښتونخوا لکي مروت په تختي خيلو سيمه کې هم قومي لښکر د وسله والو پر ضد پاڅون کې د فاتح په نامه د وسله والو د یوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژلي او درې وسله وال یې ټپیان دي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلی، چې پښتونخوا کې د پښتنو له جرګې وروسته د وسله والو تر منځ خپلمنځي نښتې او اختلافات زیات شوي دي.

هغه وايي، له دې مخکې هم د وزیرستان په رزمک کې د ټي ټي پي يو مهم جګړه مار وژل شوی و.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې اعلان کړی و چې د (عزم استحکام) په نوم د وسله والو د ځپلو عملیات روان دي.

په پاکستان کې د پولیو دوه تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو د تازه دوو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شو. د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز د راپور له مخې، تېره ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د پولیو دوه تازه پېښې ثبتې شوې دي.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د پولیو یادې دوه پېښې د سند ایالت په سانګړ او خاص میرپور ولسوالیو کې ثبتې شوې دي.

د پولیو د دغو دوو تازه پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی.

د پاکستان د بیړنیو عملیاتو د مرکز د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د پولیو ډیرې۲۰ مثبتې پېښې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې، ۱۲ په سند ایالت کې، پنځه په خیبر پښتونخوا او یوه یوه په پنجاب او اسلام کې ثبتې شوې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم د پولیو درې مثبتې پېښې په بلوچستان او یوه په خیبر پښتونخوا کې ثبتې شوې وې.

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د پولیو ضد واکسین به د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په ټول هېواد کې پیل شي او په دغه دوره کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.