• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهه: د کابل هوايي ډګر پر یوه برخه توغندیز برید کې مو طالبانو ته زیان اړولی دی

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، تېره شپه یې د کابل هوايي ډګر پر نظامي برخه توغندیز بریدونه کړي او طالبانو ته یې ځاني او مالي زیانانونه اړولي دي. طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر کابل هوايي ډګر د تېرې شپې توغندیز بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د دغې جبهې له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې تر توغندیز بریدونو وروسته یو شمېر کسان د هوايي ډګر نظامي سیمو ته ننوتي او طالبانو ته تر ځاني او مالي زیان اړولو وروسته بېرته له هوايي ډګره وتلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد عملیات یې د طالبانو د هغه پلان شنډولو په موخه ترسره کړي، چې طالبانو غوښتل یو شمېر پخوانۍ جنګي الوتکې جوړې کړي او بیا یې د افغانانو پر ضد وکاروي.

د ازادۍ جبهه وايي، موخه یې په افغانستان کې د قانوني نظام رامنځته کول دي او غواړي افغانان د طالبانو له ظلمونو څخه وساتي.

طالبانو تر اوسه پورې پر کابل هوايي ډګر د توغندیزو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، د امو سیند په نفتي حوزه کې به ۲۵ نورې څاګانې فعالې کړي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د امو سیند نفتي حوزه کې دا مهال هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت تولیدیږي او د نویو څاګانو په فعالېدو سره به په افغانستان کې د نفتو تولید له دوه څخه تر درې زره ټنه پورې لوړ شي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت د امو سیند په نفتي حوزه کې د تېلو ایستلو ۲۵ نوې څاګانې فعالوي.

هلته دمګړۍ د تېلو ایستلو ۲۴ څاګانې فعاله دي او هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه تېل ترې تولیدیږي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ملي ټلویزیون ته ویلي دي، چې د نویو څاګانو په فعالېدو سره به په دغې حوزه کې د نفتو تولید له دوو څخه تر دریو زرو ټنو پورې لوړ شي.

ښاغلی فطرت زیاتوي: «د کانونو او پټرولیم وزارت پلان لري، چې سږکال ۲۵ نورې څاګانې فعالې کړي، له دغې ډلې ۱۸ نوې کېندل کیږي، دوه به اکتشاف شي او پنځه به پخوانۍ څاګانې ورغول شي.»

نوموړي ویلي دي، چې د امو سیند نفتي حوزې استخراج شوي نفت به په هېواد کې دننه پروسس کیږي.

په افغانستان کې د اړتیا پوره کولو تېلو ډیره برخه یې له ایران څخه واردیږي.

خو ډیری کسان شکایت کوي، چې د ایران د تېلو یو شمېر کمپنۍ او افغان سوداګر د ټیټ کیفیت تېل افغانستان ته واردوي.

طالبان وايي، چین په بامیانو کې د ۲۰ میګاواټه برېښنا پروژې په بشپړولو کې مرسته کوي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت له لوري په یوه خبرپانه کې لیکل شوي، چې د دغې ډلې د اوبو او بریښنا وزیر او د چین سفیر په بامیان ولایت کې د لمریزي برېښنا له پروژې څخه لیدنه کړې او چین د یادې پروژې د بشپړولو ژمنه کړې ده.

په کابل کې د چین سفارت په دې اړه په رسمي ډول څه دي ویلي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دغې ډلې د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او په کابل کې د چین سفیر په بامیان ولایت کې د لمریزې تولیدي برېښنا له پروژې څخه لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د عبدالطیف منصور له قوله لیکل شوي، چې د یادې پروژې په اړه لومړنۍ څیړنې پای ته رسیدلې او د چین هېواد په مرسته به یې عملي چارې پیل شي.

همدارنګه د بامیانو والي ویلي، چې د دغه ولایت اوسیدونکي بريښنا ته جدي اړتیا لري او تمه لري، چې یاده پروژه ژر پیل شي.

په خبرپاڼه کې د چین د سفیر له قوله لیکل شوي، چې دغه هېواد په بامیان ولایت کې د لمریزې تولیدي بریښنا د پروژې پلي کېدو ته ژمن دی.

د چین او طالبانو تر منځ اړیکې د نورو هېوادونو پرتله خورا نږدې دي. تر اوسه پورې طالبانو په افغانستان کې د کاني زیرمو د ایستلو ګڼ تړونونه د دغه هېواد له شرکتونو سره کړي دي.

خو لا هم دغه هېواد نه دی چمتو شوی چې د دغېډلې حکومت په رسمیت و پيژني.

قطر په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۱

قطر او اندونیزیا هیوادونو په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه لیک د یکشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو د مرستیالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه په اندونیزیا کې د سکالرشیپونو د برابرولو له لارې د افغانانو د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د همکارۍ د یوه جوکاټ جوړول دي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شول، د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان ښځو پر بشري پراختیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د قطر چارواکي مېرمن لولوه الخاطر وویل چې له دې بورسونو څخه به تر ۲۰ زیات افغان محصلان ګټه پورته کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن مرسودي وویل، افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ د افغانستان د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د دویګډه ژمنه څرګندوي.

100%

هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ښوونې او روزنې ته په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو بیړنۍ اړتیا ښيي.

مرسودي همدارنګه یادونه وکړه چې اندونیزیا سږکال د طبیعي پیښو له امله دافغانستان زیانمنو شويوخلکو ته بشري مرستې اود پولیو واکسین لس ملیونه ډوزونه چمتو کړي.

هغې وویل، اندونیزیا د یوې سیمه ییزې نادولتي موسسې سره همکاري کړې چې د ۴۰۰ افغان میرمنو لپاره د رواني روغتیا خدمتونو پروژه پیل کړي.

کندهار کې د طالبانو د کرنې رياست: سږ کال څه باندي ۶۱ کيلو ګرامه زعفران صادر شوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویاند وایي، چې سږ کال له کندهار څخه ۶۱،۲۵ کيلو ګرامه زعفران بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. محمد حنيف حقمل رسنيو ته ويلي، چې د زعفرانو ډېره برخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان هېوادونو ته صادر شوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست ویاند محمد حنيف حقمل د یکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۵ برابره زياتوالۍ راغلی دی.

نوموړي ویلي، چې د کندهار زعفرانو د کورني بازار تر ترڅنګ نړيوال مارکېټ ته هم لار موندلې ده.

طالبانو په وار وار له کروندګرو غوښتي، چې زعفران د کوکنارو ښه بديل دی او باید کروندې يې زياتي شي.

خو په ورته وخت کې بیا کروندګر او د ځمکو خاوندان د خپلو حاصلاتو له پاره د بازار له نشتوالي څخه سر ټکوي.

کروندګر وایي، چې د زعفرانو او نورو کښتونو بازار سوړ؛ خو د تاریاکو بازار ګرم دی او دا چې خلګ د تاریاکو د اخیستو له پاره د دوی کورونو ته ورځي په لوړه بيه یې پلوري.

طالبان: بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه په کندز کې یوه ۴۰ کسیزه ګرځنده قطعه رامنځ ته شوې

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه د کندز امنیه قومندانۍ یوه ۴۰ کسیزه ګرځنده قطعه رامنځته کړې ده.

دغه وزارت پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغم کې لیکلي، چې د دې ګرځنده قطعې په رامنځته کېدو سره به د کندز ښار ترڅنګ لرو پرتو سیمو کې بېړنیو پېښو ته چټکه رسیدګي وشي.

طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په موخه د موټر سایکل سپرو طالبانو ګرځنده قطعې جوړې کړي دي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې په ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم د موټر سایکل سپرو طالبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودله.
د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې دا کار يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی دی.

100%


د دغو ګرځنده قطعو په جوړېدو سره بیا د خلکو ترمنځ اندېښنې هم رامنځته شوي دي.
دوی مخکې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر کله د طالبانو په جامه کې غلا، جنایي پېښې او انسان تښتونې د موټر سایکل سپرو له خوا کېږي.
اخوا د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، د طالبانو ډېری وسله وال مخالفين زيات مهال پر موټرسایکلونو وسله وال او غلچکي بريدونه کوي، چې د ډېریو بریدونو موخه د طالبانو امنیتي کسان وي.
سره له دې چې طالبانو پخوا له افغان امنیتي ځواکونو سره هم په نښتو او عملیاتو کې له موټر سایکلونو کار اخیسته او د پخواني حکومت له خوا بیا د موټرسایکلونو په کارونې سخت محدودیتونه هم لګیدلي و، خو دغه ډله اوسمهال بیا په رسمي توګه د امنیت د ټینګښت او پېښو ته پر وخت سره د رسیدګۍ په موخه له موټرسایکلونو کار اخلي.
که څه هم د موټر سایکلونو په واسطه جنایي او امنیتي پېښې په اسانۍ سره کېږي، خو طالبانو د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د کابل په ګډون د هېواد په لويو ښارونو کې د امنيتي او جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د موټر سايکلونو د ثبتولو د پیل خبر ورکړ.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د ترافیک پوليسو ادارې له خلکو غوښتي و، چې خپل موټرسایکلونه ثبت او د چلولو اجازه یې تر لاسه کړي.