• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان لوی مفتي د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان لوی مفتي نورالدین خالق نظر د یو لوړ پوړي دیني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر وايي، چې د دغه لوړپوړي مذهبي چارواکي د سفر موخه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

د دغې ډلې په خبره، چې ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ له ازبک پلاوي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د ازبکستان ستر مفتي وویل، چې د افغانستان او ازبکستان د دیني، تاریخي او کولتوري مشترکاتو له امله دواړه لوري کولای شي په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، حنفي افغانستان ته د ازبکستان د مذهبي پلاوي سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ، نږدې اړیکو، ګاونډیتوب او ګډو ګټو نښه بللې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال وويل: «دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو د ټينګښت او د اړيکو د پياوړتيا په برخو کې د اغېزناکو ګامونو د پورته کولو زمينه برابروي.»

کابل ته د ازبکستان د لوړ پوړي مذهبي پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د اسلامي نړۍ د ډېرو دیني عالمانو د عقایدو برعکس د شریعت په نوم د افغانستان پر خلکو سخت بندیزونه لګولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د چاودنې غږ اوریدل شوی

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د کابل په کارته نو سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

پر خواله رسنیو په خپاره شوو انځوورونو او ویډیوګانو کې له چاودنې وروسته له سیمې لوګی پورته کیږي او د ابولانسونو غږونه اوریدل کیږي.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو په رنجر موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې او وسله والو ته یې مرګژوبله اړولې.

طالبانو لا د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي. طالب ضد ډلو هم لا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په ۱۰ ولایتونو کې د ساکښو پر انځورونو بندیز لګولی

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې طالبانو د افغانستان په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي بندیز لګولی.

دوی وايي، دا بندیز اوس په کندهار، هلمند، ارزګان، کونړ، خوست، تخار، بادغیس، پنجشیر او لغمان کې پلی کیږي.

دا بندیز، چې د نوي توشیح شوي "امر بالمعروف" قانون یوه برخه ده، خبریالان او خلک له فلم اخستلو منع کوي. د دغه قانون له مخې ټلویزیونونه نشي کولای د ساکښو انځورونه خپاره کړي.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې د سالرونکو موجوداتو انځور او ویډیو اخیستل منع ګرځول شوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت، چې د یاد قانون د پليتابه دنده پر غاړه لري، اعلان وکړ چې دغه بندیز به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي کوي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې فعال دي او دا قانون دوی ته واک ورکوي چې پر رسنیو، ښځو او وګړو بې ساري بندیزونه ولګوي.

د قانون په ديارلسمه ماده کې د ښځو غږ "عورت" ګڼل شوى او له ښځو او نجونو غوښتل شوي چې مخپټې وګرځي.

طالبانو وروسته له سلو ورځو د ننګرهار ملي تلویزون خبریال له بنده خوشې کړ

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د ننګرهار د ملي راډیو تلویزون د خبریال عزیز احمد وفا د کورنۍ یو غړي تایید کړه، چې طالبانو نوموړی سل ورځې وړاندې نیولی و، چې روانه اونۍ یې بېرته خوشې کړی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د روان کال د زمري په ۱۷مه ویلي وو، چې په ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو سیمه‌ییز خبریال عزیز احمد وفا د ناڅرګندو لاملونو له امله نیولی دی.

د وفا کورنۍ وايي، چې نوموړی د طالب استخباراتو له خوا شکنجه شوی هم دی.

د ننګرهار په ملي راډیو تلویزون کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې عزیز احمد وفا د تلویزون د ادارې له خوا له دندې منفک شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په وروستیو څلورو میاشتو کې نېږدې نهه خبریالان نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې شوي دي.

برېکس: د افغانستان ستونزه باید زر او په سوله ییز ډول حل شي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

په کازان کې د برېکس غونډې په خپل پرېکړه لیک د افغانستان د ستونزو د بېړني او سوله ییز اواري غوښتنه کړې ده.

پرېکړه ليک د ښځو او بېلابېلو قومونو په ګډون د ټولو افغانانو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.

د برېکس مشرانو د خپلې ۱۶مې غونډې په پرېکړه لیک کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د لړم دويمه) خپور شو، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو د حقونو په ګډون د افغانانو د بنسټیزو حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی.

په پرېکړه لیک کې افغانانو ته د بې ځنډه او بېړنيو بشري مرستو پر رسولو د ټينګار په ترڅ کې له طالبانو غوښتل شوي چې د منځنیو او لوړو زده کړو په برخه کې پر نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د برېکس مشرانو دا راز وویل چې "په افغانستان کې باید پاموړ او تایید وړ ګامونه ترسره شي" څو ډاډ ترلاسه شي چې ترهګر د افغانستان خاوره نه کاروي.

پرېکړه لیک وايي: « موږ له یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان نه، چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه ‎يي توکو پاک وي، ملاتړ کوو."

برېکس د افغان ستونزې په اواري کې د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو پلټفورمونو پر لومړني او اغېزناک رول ټینګار کړی او په ورته وخت کې یې د افغانستان د ستونزې د اواري لپاره د سیمه ییزو نوښتونو د هڅو هرکلی کړی دی.

د برېکس ۱۶مه سرمشریزه د سه شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ نېټه د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه، چې ۳۶ هېوادونو او شپږو نړیوالو سازمانونو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران په ګډون د غړو هېوادونو د پلاويو مشران ګډون لري.

د برېکس ډله په ۲۰۰۹ کال کې د برازيل، روسيې، هند او چين په ګډون په روسيه کې رامنځته شوه او په ۲۰۱۰ کال کې جنوبي افريقا ورسره يو ځای شوه.

دا ډله د روان کال په پیل کې د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

تخار کې یوه ۱۷ کلنه ناوې له دې امله وژل شوې چې "باکره" نه ده

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حسنا په نوم یوه ۱۷ کلنه ناوې له واده یوه اوونۍ وروسته د مېړه په کور کې وژل شوې ده.

ځايي خلک وايي، د حسنا مېړه له واده وروسته پر هغې تور پورې کړی و، چې "پېغله نه ده".

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د وژنې د عاملانو په اړه يې هم کره معلومات نه دي خپاره کړي.

د ځايي خلکو په وينا، د "يعقوب" په نوم د حسنا لېور هم د "کورنۍ شخړې" په پایله کې وژل شوى.

ځايي خلک وايي، طالبانو د حسنا ماما بسم الله د وژنې په تور نيولې، خو هغه په دې وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د حسنا خسر حاجي دروېش هم په دې تورن دی چې د کورنۍ شخړې پر مهال یې ډزې کړې چې په پایله کې یې خپل زوی یعقوب او نږور حسنا وژل شوي.

د پېغلتوب یا بکارت پردې د نشتوالي له امله له دې وړاندې هم په افغانستان او پاکستان کې ګڼې ښځې وژل شوې یا پرېښودل شوې دي.

کارپوهان وايي، ښځې د ټولنیزو او فرهنګي فشارونو په تېره بیا د واده په شپه د بکارت پردې د له لاسه ورکولو له امله له اندېښنو سره مخ وي.

ډاکټران وايي، دغه وړه پرده چې د پېغلتوب نښه ګڼل کیږي، د جنسي اړیکو د مخینې د ثابتولو هیڅ علمي بنسټ نه لري او کیدای شي په طبیعي ډول بدلون پکې راشي.