• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د پنسلوانیا ایالت د درغلیو په اړه د رایې ورکوونکو غوښتنلیکونه څیړي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۷ GMT+۱

امریکا چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې پنسلوانیا کې چارواکي د احتمالي درغلیو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ۲ زره او ۵۰۰ فورمې څیړي.

د ټاکنو د بورډ غړی داګو ستینو د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې قضیه کې هېڅ څرګنده ګوندي انګیزه شتون نه لري.

هغه وويل: «داسې نه ښکاري چې د احتمالي درغلی دغه هڅه د کوم ګوند له خوا ترسره شوی وي. داسې کسان، بیلابیلو ګوندونو کې راجستر وي؛ خو د خپلو ادرسونو په بدلولو سره، په ځایونو کې ځان رای اچونې لپاره ثبتوي.»

پنسلوانیا د هغو اوو ایالتونو له جملې څخه ده، چې د جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ او دیموکراتې کمالا هرېس تر منځ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی وټاکي.

په پنسلوانیا کې د لنکاسټر کاونټي څارنوالې هیدر اډمز وویل، چې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلی چې شاوخوا ۶۰ سلنې فورمې چې دوی څیړلي، درغلي په کې شوې ده. هغې وویل، دوه نورې ښارونه، چې هغې یې د نوم اخېستلو څخه ډډه وکړه، د ورته غوښتنلیکونو بیاکتنه کوي.

هغې وویل: «دا په دې مرحله کې یوه منظمه هڅه ښکاري.»

اډمز وویل، فورمې د رایې ورکوونکو د راجستر کولو لپاره په لویه کچه هڅو پورې تړلې وې چې د اوړي په اوږدو کې ترسره شوې.

هر هغه غوښتنلیکونه چې ستونزه په کې نه وي، په رای اچونه کې به شامل شي.

داګو ستینو وویل: "زه غواړم پدې ټینګار وکړم، هېڅ وړ رایه ورکوونکی به له پامه ونه غورځول شي.»

ټرمپ په ادعا وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د درغلیو له امله زیانمنې شوې او خبرداری یې ورکړ چې د دې کال سیالۍ کې هم درغلۍ کیدای شي. په متحده ایالاتو کې د رای ورکوونې په پروسه کې درغلۍ خورا لږې دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د مس عینک د استخراج بهیر چټک کړي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۵ GMT+۱
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د مس عینک د استخراج بهیر چټک کړي
100%

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر د مس عینک د کان قراردادي شرکت (MCC) له مسوولینو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د دغه کان د استخراج بهیر چټک کړي. عبداللطیف منصور وویل، د مس عینک کان یوه مهمه ملي پروژه او د افغانستان د خلکو هیله ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې عبداللطیف منصور چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه شرکت له چارواکو سره کتلي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد چینايي شرکت چارواکو له عبداللطیف منصور سره د مس عینک د پروژې د اوبو او برېښنا په اړه خبرې کړې دي. د دغه وزارت په وینا ښاغلي منصور د دې پروژې د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړی و.

امرالله صالح: د دوحې پروسه د جمهوریت پر ضد د ناټو په ملاتړ د کودتا یو پلان و

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۱
امرالله صالح: د دوحې پروسه د جمهوریت پر ضد د ناټو په ملاتړ د کودتا یو پلان و
100%

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد تر منځ اړیکې دومره ترینګلې وې چې کله کله به د معمول تعارف پرته ناستې پیل شوې.

صالح د جمعې په ورځ (د لړم څلورمه) پر اېکس ځپور کړي پیغام کې لیکلي، چې امریکا هڅه وکړه د دوحې لومړی بهیر چټک کړي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي، تر څو جمهوري نظام مشروعیت له لاسه ورکړي او تور یې په واشنګټن پورې نه شي.

نوموړی زیاتوي: "ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې. له هغه وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و. هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله. له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه."

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال چې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې یو له منتقدینو څخه دی وايي، دوی د اصلاح شوي طالبانو، ټول شموله حکومت د اصطلاحاتو او د امریکا له خوا د حکومت د منزوي کولو او د سولې د مالکیت په څېر نور پلانونهه تر لاس لاندې لرل.

نوموړی وايي، خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره، د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. هغه وايي، چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا د مستقیمې مداخلې او رشوت ورکولو پرته تقریبا ناشوني وو.

هغه وايي، چې ګډوډې سياسي فضا د پوځي قطعاتو پر مورال بده اغېزه کړې وه او محمد اشرف غني څو څو ځلې د امريکا له سفير او د ناټو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل، چې د ځانګړو قطعو او کومانډو ځواکونو قوماندانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ ودروي، خو څرګنده وه، چې دوی له جمهوریت څخه د ملاتړ پلان نه درلود.

نوموړی زیاتوي: "کله نا کله به د ولسمشر په ګډون موږ ټولو هڅه کوله چې له غربیانو سره په خبرو کې د زلمي خلیلزاد دروغ افشا کړو، په دې نه پوهیدو چې د یوه درواغجن ګمارل او د درغلۍ ترسره کول د دې دسیسې یوه برخه وه."

صالح وايي، د دوحې پروسه د ناټو په ملاتړ د جمهوریت پر ضد د کودتا پلان و، چې باید په ډېر احتیاط سره تطبیق شوی وای، خو سیاسي مشرانو ډېر ځله فکر کاوه، چې امریکا د اشرف غني د جمهوري نظام له ټوټو سره طالبان یوځای کوي او د دوی شخصي ګټې به خوندي وي.

امرالله صالح وايي، چې جمهوریت ځپنه اوس هم د ځینو لپاره یوه پروژه ده.

صالح دا پوسټ پر اېکس وروسته له هغه خپور کړ، چې خلیلزاد د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید کیږي. زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمی خلیلزاد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه د شرم وړ بولي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱
زلمی خلیلزاد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه د شرم وړ بولي
100%

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید شوي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې د برېکس مشرانو په یوه اعلامیه کې د نجونو په وړاندې د طالبانو د "وحشتناکې" پالیسۍ په اړه مخالفت څرګند کړی.

هغه لیکلي: "د طالبانو مشرتابه افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد ګرځولی، چې د نجونو پر زده کړو یې له ابتدايي زده کړو څخه پورته بندیز لګولی دی." ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې اسلامي نه دي او دا سیاستونه "د سړم وړ" دي.

د ښاغلي خلیلزاد لیکلي: «هغه څه چې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې کېږي، اسلامي نه بلل کیږي. په حقیقت کې د اسلام نوم ورکول ورته د شرم خبره ده.»

پر اېکس د خلیلزاد دغه پوسټ غبروګون کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال پر اېکس پاڼه لیکلي: «خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا له مستقیمې مداخلې او رشوت پرته تقریبا ناشوني وو.»

د برېکس ١٦مه سرمشريزه د ٣٦ هېوادونو او شپږو نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبې په ورځ د تاتارستان جمهوريت په کازان ښار کې پيل شوه او د پنجشنبې تر ورځې (د لړم دېیمه) يې دوام وکړ.

د چین، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي. دوی همدا راز د خلکو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د ستونزو د سوله ییز او فوري حل غوښتنه وکړه.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګه منع کړي دي. همدا راز، طالبانو ښځې په نا دولتي موسسو کې له کاره منع کړي او پراخ بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو په لرې کولو سره په ټولنه کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی. خو طالبانو دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د ښځو شرعي حقونو ته درناوی کړی دی.

یو ایرانی چارواکی: سږ کال له تهران څخه د افغان کډوالو ویستل څلور نیم برابره زیات شوی دی

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۳ GMT+۱
یو ایرانی چارواکی: سږ کال له تهران څخه د افغان کډوالو ویستل څلور نیم برابره زیات شوی دی
100%

د تهران د کډوالو چارو مشر احسان حیدري، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اتم پلان د پیل اعلان وکړ. هغه وویل، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له تهرانه د بې اسنادو کډوالو ایستل د تیر کال د همدې مودې په پرتله څلور نیم برابره زیات شوی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس ایرنا د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې د قدس په کلی کې له اسنادو پرته د کډوالو د ویستلو اتم پلان عملی شوی دی.

د تهران د ښاروالۍ د کډوالوچارو مشر تاکید کړی، چې په دغه پروګرام کې یو زیات شمېر کډوال پېژندل شوي او د ویستلو لپاره کمپونو ته وړل شوي دي.

له بلې خوا، د قدس سیمې مشر وحید ګلي کاني وویل: "د ناقانونه کډوالوشتون، د دې سبب کیږي چې مونږ د پالیسۍ په جوړولو کې له ننګونو سره مخ شو."

د ایرنا د راپور له مخې، ایراني چارواکو یو ځل بیا کارځایونو ته خبرداری ورکړی چې له اسنادو پرته د کډوالوله پر کار ګمارلو څخه ډډه وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي په داسې حال کې د کډوالو ویستل زیات کړي، چې تر دې وړاندې دغه هیواد ویلي و، چې د روان کال تر پایه پورې شاوخوا دوه میلیونه کډوال له خپل هیواده اوباسي.

راپورونه وايي، چې هره ورځ په سلګونو افغانان له ایران څخه ویستل کیږي. ان ځینې افغانان چې ویزې او د اوسیدو اسناد هم لري د ایراني د پولیسو له خوا نیول شوي او ویستل کیږي.

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۹ GMT+۱
په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي
100%

فلسطیني چارواکي وایي، د پنجشنبې له ماښام راهیسي د غزې په تړانګه کې پر یو روغتون د برید په ګډون د اسراییل د شپې عملیاتو په لړ کې ۷۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وویل، چې په سویلي ښار خان یونس کې پر کورونو بمبارۍ لږترلږه ۳۸ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلي پوځ ویلي، د دوی ځواکونو د غزې په سویل کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یو شمېر فلسطیني اورپکي وژلي او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

ناصر روغتون کې ډاکټران وایي، چې درې ماشومان یې په کفن کې پوښلي دي،‌ چې په یو اسراییلي برید کې وژل شوي وو.

روغتیایي چارواکي وایي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال جبالیا ښار شاو خوا سیمه د یوې اونۍ راهیسې د خپلو برید موخه ګرځولې او هلته یې په کمال عدوان روغتون برید کړی.

د روغتون د نرسنګ برخې مشر، عید صباح، رویټرز ته په یو غږیز پیغام کې وویل، چې اسراییلي ځواکونو د روغتون پر ټپیانو او ماشومانو ډزې کړي.

هغه وویل؛ کله چې پوځ شاتګ وکړ، د نړۍوال روغتیا سازمان یوه ډله د امبولانس سره راغله او ځینې ناروغان یې واېستل. د روغتیا نړۍوال سازمان تایید کړه، چې دوی د غزې ښار الشفا روغتون ته ۴۹ ناروغان لیږدولي دي.