• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د دوحې پروسه د جمهوریت پر ضد د ناټو په ملاتړ د کودتا یو پلان و

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد تر منځ اړیکې دومره ترینګلې وې چې کله کله به د معمول تعارف پرته ناستې پیل شوې.

صالح د جمعې په ورځ (د لړم څلورمه) پر اېکس ځپور کړي پیغام کې لیکلي، چې امریکا هڅه وکړه د دوحې لومړی بهیر چټک کړي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي، تر څو جمهوري نظام مشروعیت له لاسه ورکړي او تور یې په واشنګټن پورې نه شي.

نوموړی زیاتوي: "ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې. له هغه وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و. هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله. له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه."

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال چې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې یو له منتقدینو څخه دی وايي، دوی د اصلاح شوي طالبانو، ټول شموله حکومت د اصطلاحاتو او د امریکا له خوا د حکومت د منزوي کولو او د سولې د مالکیت په څېر نور پلانونهه تر لاس لاندې لرل.

نوموړی وايي، خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره، د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. هغه وايي، چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا د مستقیمې مداخلې او رشوت ورکولو پرته تقریبا ناشوني وو.

هغه وايي، چې ګډوډې سياسي فضا د پوځي قطعاتو پر مورال بده اغېزه کړې وه او محمد اشرف غني څو څو ځلې د امريکا له سفير او د ناټو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل، چې د ځانګړو قطعو او کومانډو ځواکونو قوماندانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ ودروي، خو څرګنده وه، چې دوی له جمهوریت څخه د ملاتړ پلان نه درلود.

نوموړی زیاتوي: "کله نا کله به د ولسمشر په ګډون موږ ټولو هڅه کوله چې له غربیانو سره په خبرو کې د زلمي خلیلزاد دروغ افشا کړو، په دې نه پوهیدو چې د یوه درواغجن ګمارل او د درغلۍ ترسره کول د دې دسیسې یوه برخه وه."

صالح وايي، د دوحې پروسه د ناټو په ملاتړ د جمهوریت پر ضد د کودتا پلان و، چې باید په ډېر احتیاط سره تطبیق شوی وای، خو سیاسي مشرانو ډېر ځله فکر کاوه، چې امریکا د اشرف غني د جمهوري نظام له ټوټو سره طالبان یوځای کوي او د دوی شخصي ګټې به خوندي وي.

امرالله صالح وايي، چې جمهوریت ځپنه اوس هم د ځینو لپاره یوه پروژه ده.

صالح دا پوسټ پر اېکس وروسته له هغه خپور کړ، چې خلیلزاد د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید کیږي. زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

زلمی خلیلزاد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه د شرم وړ بولي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید شوي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې د برېکس مشرانو په یوه اعلامیه کې د نجونو په وړاندې د طالبانو د "وحشتناکې" پالیسۍ په اړه مخالفت څرګند کړی.

هغه لیکلي: "د طالبانو مشرتابه افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد ګرځولی، چې د نجونو پر زده کړو یې له ابتدايي زده کړو څخه پورته بندیز لګولی دی." ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې اسلامي نه دي او دا سیاستونه "د سړم وړ" دي.

د ښاغلي خلیلزاد لیکلي: «هغه څه چې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې کېږي، اسلامي نه بلل کیږي. په حقیقت کې د اسلام نوم ورکول ورته د شرم خبره ده.»

پر اېکس د خلیلزاد دغه پوسټ غبروګون کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال پر اېکس پاڼه لیکلي: «خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا له مستقیمې مداخلې او رشوت پرته تقریبا ناشوني وو.»

د برېکس ١٦مه سرمشريزه د ٣٦ هېوادونو او شپږو نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبې په ورځ د تاتارستان جمهوريت په کازان ښار کې پيل شوه او د پنجشنبې تر ورځې (د لړم دېیمه) يې دوام وکړ.

د چین، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي. دوی همدا راز د خلکو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د ستونزو د سوله ییز او فوري حل غوښتنه وکړه.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګه منع کړي دي. همدا راز، طالبانو ښځې په نا دولتي موسسو کې له کاره منع کړي او پراخ بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو په لرې کولو سره په ټولنه کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی. خو طالبانو دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د ښځو شرعي حقونو ته درناوی کړی دی.

یو ایرانی چارواکی: سږ کال له تهران څخه د افغان کډوالو ویستل څلور نیم برابره زیات شوی دی

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د تهران د کډوالو چارو مشر احسان حیدري، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اتم پلان د پیل اعلان وکړ. هغه وویل، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له تهرانه د بې اسنادو کډوالو ایستل د تیر کال د همدې مودې په پرتله څلور نیم برابره زیات شوی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس ایرنا د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې د قدس په کلی کې له اسنادو پرته د کډوالو د ویستلو اتم پلان عملی شوی دی.

د تهران د ښاروالۍ د کډوالوچارو مشر تاکید کړی، چې په دغه پروګرام کې یو زیات شمېر کډوال پېژندل شوي او د ویستلو لپاره کمپونو ته وړل شوي دي.

له بلې خوا، د قدس سیمې مشر وحید ګلي کاني وویل: "د ناقانونه کډوالوشتون، د دې سبب کیږي چې مونږ د پالیسۍ په جوړولو کې له ننګونو سره مخ شو."

د ایرنا د راپور له مخې، ایراني چارواکو یو ځل بیا کارځایونو ته خبرداری ورکړی چې له اسنادو پرته د کډوالوله پر کار ګمارلو څخه ډډه وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي په داسې حال کې د کډوالو ویستل زیات کړي، چې تر دې وړاندې دغه هیواد ویلي و، چې د روان کال تر پایه پورې شاوخوا دوه میلیونه کډوال له خپل هیواده اوباسي.

راپورونه وايي، چې هره ورځ په سلګونو افغانان له ایران څخه ویستل کیږي. ان ځینې افغانان چې ویزې او د اوسیدو اسناد هم لري د ایراني د پولیسو له خوا نیول شوي او ویستل کیږي.

یو امریکایی د کډوالۍ ځانګړې ویزو پروګرام کې له افغانانو څخه د پیسو اخېستو په تور ونیول شو

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې مامورانو، یو امریکایی او دوه افغانان نیولي دي. دغه کسان د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام کې سلګونو افغانانو ته د جعلي اسنادو په جوړولو او پېسو اخېستلو تورن دي.

مارټین انټوني مولر تورن دی، چې سلګونو افغانانو ته یې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزو له پاره، جعلي اسناد جوړ کړي دي. هغه د دوشنبې په سهار (د تلې ۳۰مه) په هاوایي ایالت کې د ډانیل ک. اینوي هوایي ډګر څخه ونیول شو.

مارټین انټوني مولر د مارشال ټاپوګانو څخه په الوتنه کې تازه هاوایې ته رسیدلی و. هغه تر ۲۰۱۷ کال پورې په افغانستان کې د قراردادي په توګه کار کړی او بیا هاوايي ته تللی.

د دې قضيې په تړاو مشتاق احمد حبيبي او داوود کلانتري چې د ويرجينيا او کليفورنيا اوسېدونکي دي هم نيول شوي دي. دا درې واړه د جعلي اسنادو په جوړولو، ټلیفوني غلا او ویزو کې په درغلۍ تورن دي.

د اف بي ای پخواني مامور ټام سایمون وویل، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام د هغو کسانو ملاتړ لپاره جوړ شوی چې د امریکا په ملاتړ یې په بهر کې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی. هغه زیاته کړه چې په دې پروګرام کې درغلي د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

د راپور له مخې، مارټین مولر د ۲۰۱۸ تر اګست میاشتې،‌ د افغانانو لپاره له ۳۰۰ څخه ډېر داسې سندونه جوړ کړي، چې د امریکايي بسنټونو سره د یو شمیر کسانو د کارکولو تایید کوي، په داسې حال کې چې دغو کسانو د امریکايي بنسټونو سره کار نه دی کړی. د دغو ځانګړو ویزو لپاره د یاد سند شتون او د یو امریکايي د سپارښتنې لیک دوه اړین شرایط دي.

معلومات ښیي، چې دغه امریکایی د دغو ویزو له ډېرو غوښتونکو سره هېڅ اړیکه نه درلوده او د هر وړاندیز په بدل کې یې شاوخوا ۵۰۰ډالره ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې، د دغه امریکايي لومړنۍ محکمه د روان کال د نومبر په ۱۲مه ترسره شي.

سرچینې وایي، چې طالبانو د پنجشېر ولایت د ابشار ولسوالۍ یو اوسېدونکی په ډزو وژلی

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۱

په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د دغه ولايت د ابشار ولسوالۍ په "جهر علي" کلي کې يو دامدار په ډزو وژلی. سرچينو وویل، چې احمد فهيم هغه مهال د طالبانو له خوا ووژل شو، چې څاروي يې څړځاى ته وړل.

د طالبانو ځایي چارواکو په ابشار ولسوالۍ کې د دغه اوسیدونکي د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې زیاتوي، چې ځايي اوسېدونکي له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو له اجازې پرته غرونو ته نه شي تلای. ظاهراً د دې محدودیت لامل د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې د فعالیتونو په اړه اندېښنې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، احمد فهيم د جمعې په ورځ (د لړم څلورمه) له غرمې مخکې هغه مهال د طالبانو په ډزو ووژل شو، چې غوښتل يې غره ته ولاړ شي.

ځايي اوسېدونکو وویل، چې طالبانو تر اوسه د نوموړي جسد د هغه کورنۍ ته نه دی سپارلی.

تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

طالبان په پنجشېر کې له مخالفو وسله والو سره د همکارۍ په تور د ملکي وګړو په وژلو تورن دي.

طالبان په دې تورن دي، چې په پنجشیر کې ملکي خلک د خپلو مخالفو پوځي جبهو سره د همکارۍ په تور وژني.

په غرب کې د جمهوريت پر سفیرانو فشار: له طالبانو سره تعامل وکړئ یا سفارت وتړئ

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱

په ځینې غربي هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت سفیران له طالبانو سره د تعامل لپاره د کوربه هېوادونو د فشارونو د ډېرېدو خبره کوي. دیپلوماتیکې سرچینې تاییدوي، چې وروستۍ پېښه کې جرمني په برلین کې د افغان حکومت له پخواني سفیر او بن کې له جنرال کونسل غوښتي چې خپل کار ژر پای ته ورسوي.

دغه سرچينې وايي، چې سفير او جنرال کونسل له تېرو دوو مياشتو راهيسې د جمهوريت د اسنادو په چوکاټ کې د خپل ماموريت د دوام په اړه له جرمني چارواکو سره خبرې کړې دي.

خو د باوري سرچینو په حواله جرمني ویلي چې له کابل سره له اړیکو پرته د دوی شتون په ګټه نه دی.

سرچينې دا هم تاييدوي، چې په تېره يوه مياشت کې نورو هېوادونو هم پر افغان سفيرانو فشارونه زيات کړي، چې "له طالبانو سره تعامل وکړئ، يا خپل ډېپلوماتيک ماموريت پای ته ورسوئ."

دا مسله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیرانو د اعتراضونو لامل شوې او د سرچینو په وینا دوی کوربه هېوادونو ته یې ویلي چې له طالبانو سره تعامل د دغې ډلې په رسمیت پیژندل دي.

په یوه بله پېښه کې یوې ډېپلوماتیکې سرچینې تایید کړې، چې په دې وروستیو کې سویډن په ستاکهولم کې د افغان سفیر ډیپلوماتیک کارت نه دی نوی کړی او له هغه یې غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

سرچينه زياتوي، چې له برېتانيا او ناروې وروسته ښايي يو شمېر هغه افغان سفارتونه چې د پخواني جمهوريت د ډېپلوماټانو په واک کې دي، ښايي ډېر ژر د کوربه هېواد تر فشار لاندې وتړل شي او يا هم طالبانو ته وفادارو کسانو ته وسپارل شي.