• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غرب کې د جمهوريت پر سفیرانو فشار: له طالبانو سره تعامل وکړئ یا سفارت وتړئ

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۱:۴۲ GMT+۱

په ځینې غربي هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت سفیران له طالبانو سره د تعامل لپاره د کوربه هېوادونو د فشارونو د ډېرېدو خبره کوي. دیپلوماتیکې سرچینې تاییدوي، چې وروستۍ پېښه کې جرمني په برلین کې د افغان حکومت له پخواني سفیر او بن کې له جنرال کونسل غوښتي چې خپل کار ژر پای ته ورسوي.

دغه سرچينې وايي، چې سفير او جنرال کونسل له تېرو دوو مياشتو راهيسې د جمهوريت د اسنادو په چوکاټ کې د خپل ماموريت د دوام په اړه له جرمني چارواکو سره خبرې کړې دي.

خو د باوري سرچینو په حواله جرمني ویلي چې له کابل سره له اړیکو پرته د دوی شتون په ګټه نه دی.

سرچينې دا هم تاييدوي، چې په تېره يوه مياشت کې نورو هېوادونو هم پر افغان سفيرانو فشارونه زيات کړي، چې "له طالبانو سره تعامل وکړئ، يا خپل ډېپلوماتيک ماموريت پای ته ورسوئ."

دا مسله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیرانو د اعتراضونو لامل شوې او د سرچینو په وینا دوی کوربه هېوادونو ته یې ویلي چې له طالبانو سره تعامل د دغې ډلې په رسمیت پیژندل دي.

په یوه بله پېښه کې یوې ډېپلوماتیکې سرچینې تایید کړې، چې په دې وروستیو کې سویډن په ستاکهولم کې د افغان سفیر ډیپلوماتیک کارت نه دی نوی کړی او له هغه یې غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

سرچينه زياتوي، چې له برېتانيا او ناروې وروسته ښايي يو شمېر هغه افغان سفارتونه چې د پخواني جمهوريت د ډېپلوماټانو په واک کې دي، ښايي ډېر ژر د کوربه هېواد تر فشار لاندې وتړل شي او يا هم طالبانو ته وفادارو کسانو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پټلۍ چارواکی: د مشهد او هرات ترمنځ د سپرلۍ اورګاډی پیلول غواړو

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ایران د لارې او ښارسازۍ د وزیر ځانګړی استازی وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو توکو سربېره د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي. حسن میر شفیع وايي، په اول پړاو کې به دا اورګاډی د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ترمنځ چلېږي.

ښاغلی شفیع له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې زیاتوي چې د دې چارې لپاره باید د پاسپورټ او ویزې په څېر مسایل حل شي.

ایران تېره وري میاشت کې د هرات له خواف ترکیې ته د افغانستان د سوداګریز اورګاډي د تګ مخه په خپل سرحد کې ونیوله، خو ۴۰ ورځې وروسته یې د تګ اجازه ور کړه.

حسن میر شفیع وايي، د دغه هېواد له لارې د افغانستان او ترکیې د سوداګریز اورګاډي د تګ ستونزه حل شوې او دا اورګاډي چلېږي.

ښاغلی شفیع زیاتوي چې له هغه راهیسې څو اورګاډي له دې لارې ترکیې ته رسېدلي او تېرو ورځو کې هم د ترکیې او ایران پر توکو بار اورګاډی افغانستان ته لاړ.

نوموړی زیاتوي چې د روان لمریز کال تر پایه به له دې لارې پنځه لکه ټنه توکي ولېږدول شي.

د هغه په خبره، د افغانستان برخه کې د اورګاډي د بارولو برخه لا بشپړه شوې نه ده او بشپړېدو سره به له دې لارې د توکو لېږد راتونکی کال یو میلیون او بل کال دوه میلیون ټنو ته ورسېږي.

طالبانو په واکمنېدو سره د پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي او اوس له څو هېوادونو سره له دې لارې راکړه ورکړه کوي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د پټلۍ له لارې څلور اعشاریه یو میلیون متریک ټنه توکي لېږدولي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، دا انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او هرات خواف پټلیو له لارې شوې دي.

کابل کې د چین سفیر: افغانستان ته به له تعرفې پرته د سوداګرۍ وړاندیز وکړو

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر وايي، هېواد یې د ساختماني او او انرژۍ د توکو په ګډون د چین بازار ته له تعرفې پرته د طالبانو لاسرسی برابروي. جاو شينګ پرون له ملا کبیر سره تر لیدنې وروسته په خپل اېکس کې لیکلي: "چین به د سل سلنې تعرفې پرځای افغانستان ته صفر فیصده تعرفه وړاندې کړي."

له هغه وروسته چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، چین له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی، خو د نورو هېوادونو په څېر یې هم د دغې ډلې د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د چینایي کمپنیو ته د کانونو ځیني زیرمې په واک کې ورکړې دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د لیتیم، مسو او اوسپنې د زېرمو پلورل به له طالبانو سره مرسته وکړي، چې خپل ضعیف اقتصاد پیاوړي او د اړتیا وړ عاید چمتو کړي.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپله رسمي خواله رسنۍ کې د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره د لیدنې له انځور سره لیکلي: "چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي."

د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، چې نږدې ۹۰ سلنه یې جلغوزي دي.

طالبانو ویلي دي د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په لټه کې دي، چې د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې مرسته وکړي او د هېواد له معدني شتمنیو ګټه پورته کړي.

د معلوماتو له مخې په کابل کې د چین سفیر تېر سپټمبر کې له ګومارل کېدو راهیسې د کانونو، تېلو، سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو له مسوولو طالبانو مسوولینو سره د لیدنو انځورونه خپروي.

څو چینایي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په هغو کې د چین متالورژیکال شرکت، چې په لوګر کې د مسو د یوه لوی کان د اېستلو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې کړې دي.

خلیلزاد: امریکا باید له “منځلاري طالب مشرانو” سره د راتلونکې په پام کې نیولو سره چلند وکړي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۸ GMT+۱

زلمی خلیلزاد وايي؛ له “منځلاري طالب مشرانو” لکه سراج حقاني، عبدالغني برادر او یعقوب مجاهد سره د امریکا چلند باید د راتلونکې په پام کې نیولو پر بنسټ وي. هغه واشنګټن ته مشوره ورکړې چې له دغو طالب چارواکو سره په چلند کې باید "د تېر وخت او د غچ اخیستنې لېوالتیا" تر اغېز لاندې رانشي.

خلیلزاد دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په اړه د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې وکړې. په دې راپور کې حقاني د طالبانو د مشر د تګلارو پر وړاندې د دغې ډلې یوازینی غږ بلل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، چې حقاني د ترهګریزو بریدونو، تښتونو او له القاعدې سره د اړیکو مخینه لري. په همدې حال کې، خلیلزاد حقاني د طالبانو د حکومت په کابینه کې د هغو نفوذ لرونکو شخصیتونو له ډلې بللی، چې "ډیر اعتدال لري او له لویدیځ سره اړیکو ته لیواله دي."

خلیلزاد حقاني، یو "بدل شوی سړی" بللی چې کولی شي طالبان په نوي لوري رهبري کړي.

خلیلزاد په خپل پیغام کې د طالبانو د حکومت د مرستیال، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په اړه ویلي: “حقاني د طالبانو په مشرانو کې یوازینی کس نه دی چې د لویدیځ په وړاندې ډیر اعتدال او ښکاره دریځ لري. ملا محمد یعقوب او ملا عبدالغني برادر له هغو کسانو څخه دي چې د نجونو او ښځو د زده کړو د محدودیت مخالفت کوي.”

د امریکا پخواني سفیر د بایډن له ادارې او د ټاکنو له نوماند ډونلډ ټرمپ څخه پوښتنه کړې، چې ایا له دغو طالب مشرانو سره د امریکا چلند باید د تېر او له هغوی څخه د غچ اخیستو په نیت وي او که په راتلونکي کې د هیواد د ګټو او اهدافو پر بنسټ؟

خلیلزاد وویل، چې هغه د دویمې لارې پلوی دی. خو د خلیلزاد په وینا، امریکا باید د دغو طالب مشرانو نیت او د دوی د غوښتنو د عملي کولو وړتیا و ازمايي.

هغه زیاته کړه، چې د دې طالب چارواکو د کړنو په اړه خوشبینانه دریځ غوره کول لا له وخته ډیر مخکې دی.

نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې حقاني د هبت الله اخندزاده له امر څخه ناخوښه دی او له ځینو اروپايي هېوادونو، فارس خلیج هیوادونو، روسیې او چین سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله کړه.

د امريکا فدرالي حکومت حقاني د نړيوال تروريست په توګه په رسميت وپيژانده او په لومړي سر کې يې د هغه د نيولو لپاره د معلوماتو ورکولو په بدل کې د پنځه ميليونه ډالره جایزه ټاکلې وه. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا جایزه لس میلیونه ډالرو ته لوړه شوه او تر اوسه نه ده لغوه شوې.

خو امريکا په تېرو دريو کلونو کې د سراج الدين حقاني د موقعیت په اړه د معلومات لرلو سربیره، د هغه پر ضد هېڅ اقدام نه دى کړى.

د انقرې خلاف، طالبانو د ترکیې د هوايي صنعت پر مرکز برید ترهګریز ونه باله

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، په انقره کې د ترکیې د هوايي صنعت پر مرکز د چهارشنبې ورځې برید وغانده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د حکومت د څرګندونو خلاف، دغه برید «وسله وال» بللی او د "ترهګریز" کلیمې له کارولو یې ډډه کړې ده.

تر اوسه په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۲نور ټپیان دي. طالبانو د دې پېښې له امله د ترکيې له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دا برید د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) کار و.

د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، په دغه بريد کې درې وسله وال بريد کوونکي شامل وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا دا پېښه یو "ترهګریز برید" بللی او ویلي یې دي، چې دوه برید کوونکي چې یوه ښځه او یو سړی وو، وژل شوي دي.

د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد جنګېږي. په انقره کې له چاودنې وروسته د ترکیې پوځ د چهارشنبې په شپه په عراق او سوریه کې د پي کې کې پر مرکزونو بریدونه کړي.

د ترکیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «په دغو ځوابي بریدونو کې د ترهګرو ټولټال ۳۲هدفونه په بریالیتوب سره له منځه یوړل شول.

د مقاومت جبهې د کابل د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د کابل په کارته نو سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو پر ګزمې برید کړی او درې جنګیالي یې وژلي.

دغه جبهه وايي، چې له برید وروسته یې د وژل شوو طالبانو وسلې هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې، د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د کابل په کارته نو سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

پر خواله رسنیو په خپاره شوو انځوورونو او ویډیوګانو کې له چاودنې وروسته له سیمې لوګی پورته کیږي او د ابولانسونو غږونه اوریدل کیږي.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو په رنجر موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې او وسله والو ته یې مرګژوبله اړولې.

طالبانو لا د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.