• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انقرې خلاف، طالبانو د ترکیې د هوايي صنعت پر مرکز برید ترهګریز ونه باله

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، په انقره کې د ترکیې د هوايي صنعت پر مرکز د چهارشنبې ورځې برید وغانده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د حکومت د څرګندونو خلاف، دغه برید «وسله وال» بللی او د "ترهګریز" کلیمې له کارولو یې ډډه کړې ده.

تر اوسه په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۲نور ټپیان دي. طالبانو د دې پېښې له امله د ترکيې له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دا برید د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) کار و.

د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، په دغه بريد کې درې وسله وال بريد کوونکي شامل وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا دا پېښه یو "ترهګریز برید" بللی او ویلي یې دي، چې دوه برید کوونکي چې یوه ښځه او یو سړی وو، وژل شوي دي.

د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد جنګېږي. په انقره کې له چاودنې وروسته د ترکیې پوځ د چهارشنبې په شپه په عراق او سوریه کې د پي کې کې پر مرکزونو بریدونه کړي.

د ترکیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «په دغو ځوابي بریدونو کې د ترهګرو ټولټال ۳۲هدفونه په بریالیتوب سره له منځه یوړل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهې د کابل د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د کابل په کارته نو سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو پر ګزمې برید کړی او درې جنګیالي یې وژلي.

دغه جبهه وايي، چې له برید وروسته یې د وژل شوو طالبانو وسلې هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې، د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د کابل په کارته نو سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

پر خواله رسنیو په خپاره شوو انځوورونو او ویډیوګانو کې له چاودنې وروسته له سیمې لوګی پورته کیږي او د ابولانسونو غږونه اوریدل کیږي.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو په رنجر موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې او وسله والو ته یې مرګژوبله اړولې.

طالبانو لا د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

مولوي کبیر: کوربه هېوداونه دې اجازه ورکړي چې افغانان په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست لوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې ګاوندي هېوادونه دې اجازه ورکړي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي او په زور دې د دوی له اېستلو ډډه وکړي.

د طالبانو ارګ اېکس پانې لیکلي، چې مولوي کبیر دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم درېیمه) د طالبانود کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

مولوي کبیر وویل: « په افغانستان کې د بهرنیو اشغال او جګړې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو د کډوالۍ لامل شوې دي.»

مولوي کبیر وایي، چې طالبان هڅه کوي د لویو پروژو په پیلولو سره، افغانان نور د فقر له امله کډوالۍ ته مجبوره نه شي او په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته راستانه شي.

100%

مولوي کبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هره ورځ لسګونه افغانان پر ناقانونه لارو له افغانستانه وځي. د راپورونو له مخې د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته اته میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي.

تېره اونۍ، د راپورونو له مخې ایراني پوځیانو د افغانستان او پاکستان په پوله کې له ۲۶۰ څخه دیر افغانان په ډزو ویشتي چې په اړه یې په کور د ننه او بهر کې توند غبرګونونه راپاریدلي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.

د ازادۍ جبهه: په میمنه کې مو د طالبانو پر سرحدي کنډک برید کې ۲ وسله وال وژلي

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې په اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې یې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید کړی دی.

د دغې جبهې په وینا، په یاد برید کې دوه طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ازادۍ جبهې پر اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې د چاودنې غږ اوریدل کیږي.‌

تر دې وړاندې، د خواله رسنیو ځینو کاروونکو په مینې ښار کې د یوې چاودنې د اوریدو خبر ورکړی و.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ازبکستان لوی مفتي د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان لوی مفتي نورالدین خالق نظر د یو لوړ پوړي دیني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر وايي، چې د دغه لوړپوړي مذهبي چارواکي د سفر موخه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

د دغې ډلې په خبره، چې ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ له ازبک پلاوي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د ازبکستان ستر مفتي وویل، چې د افغانستان او ازبکستان د دیني، تاریخي او کولتوري مشترکاتو له امله دواړه لوري کولای شي په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، حنفي افغانستان ته د ازبکستان د مذهبي پلاوي سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ، نږدې اړیکو، ګاونډیتوب او ګډو ګټو نښه بللې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال وويل: «دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو د ټينګښت او د اړيکو د پياوړتيا په برخو کې د اغېزناکو ګامونو د پورته کولو زمينه برابروي.»

کابل ته د ازبکستان د لوړ پوړي مذهبي پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د اسلامي نړۍ د ډېرو دیني عالمانو د عقایدو برعکس د شریعت په نوم د افغانستان پر خلکو سخت بندیزونه لګولي دي.

په کابل کې د چاودنې غږ اوریدل شوی

۳ لړم ۱۴۰۳ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د کابل په کارته نو سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

پر خواله رسنیو په خپاره شوو انځوورونو او ویډیوګانو کې له چاودنې وروسته له سیمې لوګی پورته کیږي او د ابولانسونو غږونه اوریدل کیږي.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو په رنجر موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې او وسله والو ته یې مرګژوبله اړولې.

طالبانو لا د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي. طالب ضد ډلو هم لا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.