• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امريکا: د اسراییل او امريکا پر ضد د ايران هر ډول يرغليز اقدام به تهران ته سختې پایلې ولري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ پر اېکس لیکلي: "ایران ته زموږ پیغام روښانه دی. که چېرې اسلامي جمهوریت په سیمه کې د اسراییل یا امریکايي ځواکونو پر وړاندې یو بل یرغلیز اقدام وکړي، د تهران لپاره به سختې پایلې ولري.»

د نوموړې په وینا: «امریکا به د خپل ځان په دفاع کې دریغ ونه کړي. متحده ایالات د تاوتریخوالي زیاتېدل نه غواړي او موږ باور لرو، چې د ایران او اسراییل ترمنځ مستقیمه جګړه باید پای ته ورسېږي.»

څو ساعته مخکې د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوي هم خبرداری ورکړ، چې که ایران یو ځل بیا پر اسراییل بالسټیک توغندي وتوغوي، د دغه هېواد پوځ به د هغو وړتیاوو په کارولو سره ځواب ورکړي، چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یې نه دي کارولي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ د روسیې استازي د ایران پر پوځی مرکزونو باندې د اسراییل د وروستیو بریدونو د ملاتړ له امله پر امریکا نیوکه وکړه.

هغه له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي لپاره له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل بریدونو ایران ته سخت زیان اړولی او خپل ټول هدفونه یې په نښه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هالوي: که ایران بیا ځلې برید وکړي په هغه ځای به برید وکړو چې تېر ځل مو پرېښود

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوي خبرداری ورکړی، چې که ایران یو ځل بیا پر اسراییل بالسټیک توغندي وتوغوي، د دغه هېواد پوځ به د هغو وړتیاوو په کارولو سره ځواب ورکړي، چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یې نه دي کارولي.

هالوي د سې شنبه په ورځ د اسراییل په سوېل کې په یوې هوايي اډه کې اسراییلي ځواکونو ته وویل: «که ایران تېروتنه وکړي او په اسراییل بل توغندیز برید وکړي، موږ پوهېږو چې دا ځل یې څنګه ځواب ووایو.

نوموړي همداراز زیاته کړې: «پر ایران به بل ځل ان له هغو وړتیاوو څخه چې تېر ځل مو کار نه و اخیستی وبه یې کارو او ان هغه ځایونه چې تېر ځل ترې تېر شوي و دا ځل به یې په نښه کړو.»

هغه زیاته کړه: "موږ د یو ډېر ساده دلیل له مخې تېر ځل ترې تېر شوو، موږ د لارې منځ کې یو.»

هالوي وویل: "موږ دا پېښې نه دي ختمې کړي، موږ دقیقاً د لارې منځ کې یو.»

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره مسکو ته رسېدلې خو پوتین یې د لیدو پلان نه لري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د روسیې دولتي رسنیو ویلي، چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چاو سون هوی د سې شنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پر مهال د روسیې لېرې ختیځ ته رسیدلې ده. خو کرملین وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغې سره د لیدو کوم پلان نه لري.

د روسیې د دولتي خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دا په تېرو ۶ اونیو کې مسکو ته د چاو سون هوی دویم سفر دی.

لا څرګنده نه ده، چې نوموړې به د خپل دغه سفر په لړ کې د روسیې له کومو چارواکو سره وګوري.

بلخوا، ناټو او سویلي کوریا اندېښنه لري، چې د شمالي کوریا ځواکونه به ډېر ژر له مسکو سره یو ځای شي.

ناټو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د شمالي کوریا زرګونه سرتېري د لومړۍ کرښې په لور روان دي او دا هغه پرمختګ دی، چې کییف یې د نورو وسلو او په خلیج کې د دې سرتېرو د ساتلو لپاره د نړۍوال پلان غوښتنه کړې.

د متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چې د شمالي کوریا کوم سرتېري چې جګړه کوي د اوکراین د بریدونو لپاره به "مناسبه لوبه" وي او که شمالي کوریا جګړې ته ننوځي، امریکا به د اوکراین له خوا د متحده ایالاتو د وسلو کارولو باندې نوي محدویتونه وضع نه کړي.

سویلي کوریا د ۱۹۵۳-۱۹۵۰ له اټومي وسلو لرونکي شمال سره د کوریا له جګړې وروسته په تخنیکي توګه په جګړه کې پاتې ده.

په سویل کې چارواکي اندېښمن دي، چې روسیه به په بدل کې پیونک یانګ ته څه ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې شنبه په ورځ د سویلي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره تر خبرو وروسته وویل، چې د شمالي کوریا دغه اقدام د جګړې یوه نوي پړاو ته لار هواروي.

جرمني په برلین کې د ایران د سفارت مسوول احضار کړ

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د جرمني‌د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د ایران د سفارت مسوول د ایراني-جرمني توکمه جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې احضار کړی. یاد وزارت پر خپل ایکس لیکلي، چې د شارمهد پر اعدام یې ایران ته خپل سخت اعتراض اعلان کړی او دا حق خوندي ګڼي چې نور ګامونه هم واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په تهران کې خپل سفیر مارک پوتزل د سلامشورو لپاره برلین ته بللی.
باربوک ویلي، چې شارمهد له دوبۍ نه ایران ته تښتول شوی و او له عادلانه محاکمې پرته په زندان کې وساتل شو او وروسته ووژل شو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، دوی تهران ته دا پیغام رسولی و چې د نوموړي اعدام به ایران ته بدې پایلې ولري.
باربوک د شارمهد له اعدام وروسته وویل، « دا ښيي چې په تهران کې څه ډول بې رحمه رژیم واکمن دی. یو داسې رژیم چې له خپلو ځوانانو، خلکو او بهرنیو وګړو سره په مرګ چلند کوي».

د ایران قضایه ځواک ددوشنبې پر ورځ د جمشید شارمهد د اعدام خبر ور کړ.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په پسرلي کې د یوې جنجالي محاکمې په پایله کې د ترهګرۍ د تورونو له امله په اعدام محکوم شوی و.
د نوموړي د کورنۍ غړو او د بشري حقونو سازمانونو پر هغه لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ هم دغه اعدام غندلی دی.

په کورمه او وزیرستان کې د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا کورمې په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده. په سوېلي وزیرستان کې بیا وسله والو څلور ولسي وکړي په ډزو وژلي.

له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (لړم اومه) وويل چې د خیبرپښتونخوا کورمې ولسوالۍ په چارخيل سيمه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر کاروان بريد شوی چې په پایله کې دوه عسکر وژل شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي سرچینو په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

ها خوا په سوېلي وزيرستان تيرازه سيمه کې وسلوالو څلور ولسي کسانپه ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

په سيمه کې ځايي پوليس مشر فرمان الله وردګ وايي، چې دغه کسان د شپې هغه مهال وسله والو ووژل چې واڼه بازار ته پر لاره وو.

د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو د وسله والو له لوري جګړې، چاودنې او پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په دې ورستيو کې د خیبرپښتونخوا په کورمه، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، لوی وزیرستان، ټانګ، بنو او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا زیات ترینګلی شوی او د ډیرو بریدونو مسوول هم نه دی څرګند چې څوک یې کوي.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د یو شمېر قبایلي سیمو په اړه خپلو کارکونکو ته د یوه رسمي لیک لارې سپارښتنه کړې چې له بې ضرورته سفرونو دې په دغو سیمو کې ډډه وکړي.

پاکستاني رسنۍ: شمالي وزیرستان کې درې حکومتي کارکونکي وسله والو برمته کړي دي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې درې حکومتي کارکونکي د وسله والو له لوري برمته شوي دي. خو تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستاني مخابراتي شرکت (پي ټي سي اېل) درې تنه کارکونکي تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د وسله والو له لوري برمته شوي دي.

رسنیو د امنیتي او ځايي سرچینو په حواله لیکي، چې یاد درې کسان د شمالي وزیرستان د میران شاه له یوه کلي څخه برمته شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

رسنیو د برمته شویو حکومتي کارکونکو هویت هم په ډاګه کړی دی او د برمته شویو کسانو نومونه یې حضرت جابر، صادرالله او ګل زادین ښودلي دي.

خو تر دې دمه د پاکستان حکومت د یادو کسانو د برمته کې‍دو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د یادو کسانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه اخیستی.

رسنیو لیکلي، چې په ډيره اسماعیل خان کې د امنیتي وضیعت په خرابیدو سره ځايي امنیتي مسوولانو دولتي کارکونکو ته د ځان ساتني په اړه رسمي بیان خپور کړی.

په دغه بیان کې حکومتي کارکونکو ته ویل شوي، چې ځینې وسله والې ډلې غواړي دولتي کارکونکي برمته کړي.

د ډيره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکو له دولتي کارکونکو غوښتي، چې بې ضرورته سفرونو دې ډډه وکړي او د خپل تګ راتګ او ورځني مهال ویش په اړه دې له چا سره معلومات نه شریکوي.