• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتون قامي جرګه: د پاکستان پوځ د ژمنې خلاف د تیرا ۵۰ کورنیو ته سیمې ته د تلو اجازه ورکړه

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۰

د پښتنو قومي جرګې مشرتابه وايي، چې د پاکستان پوځ ورسره د هغې ژمنې خلاف چې څه باندې دوه زره کورنۍ به بېرته تېرا ته خپلو مېنو ته ستنیږي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې. حکومت تېرا ته د ۲۰۴۱ کډوالو کورنیو د بېرته ستنولو پرېکړه اونۍ مخکې کړې وه.

د پښتون قومي جرګې تېره شپه سې شنبه د (لړم اتمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پوځ د هغې ژمنې خلاف چې یوه اونۍ وروسته به د تیرا د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کورنۍ بیرته خپلو مېنو ته ستنوي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې د تیرا درې د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کډوالې کورنۍ به راتلونکې اونۍ د اکتوبر ۲۹مه خپلې سیمې ته بېرته ستانه کړي.

100%

دغه کډوال په ۲۰۱۳ کال کې له تیرا څخه د جګړو له امله خیبر ته راکډه شوي وو.
د خیبرپښتونخوا حکومت او پوځ په خیبر کې د اکتوبر ۱۱ـ ۱۳ د پښتنو قومي جرګې له پرېکړې وروسته چې پښتانه کډوال به بیرته خپلو سیمو ته ستنیږي، د اکتوبر په ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د اکتوبر په ۲۹ مه به د تیرا درې هغه ۲۰۱۴ کډوالې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي چې په ۲۰۱۳ کال کې د جګړو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوې دي.
خو اوس د پښتون قومي جرګې مشرتابه د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کوي او وايي، چې دوی ورسره په خپله کړې ژمنه نه دي دریدلي او پاتې کډوالو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
په خیبر کې پراته له تیرا راکډه شوي دغه کډوال چې د راجګال سیمې د اتو کلیو اوسیدونکي دي، ټول شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰ تنه کیږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په تېرا کې د منګل باغ په نامه د یوه قوماندان د وسله والې ډلې (لشکر اسلام) د کړنو او هلته د جګړې له امله راکډه شوي وو.
دغو کډوالو د تورخم ـ پېښور تر منځ لویه لاره په بیګاړي سيمه کې د ۶۵ ورځو لپاره په اعتراضي ډول تړلې وه او پرلت یې په کې وهلی و، چې وروسته ورسره د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور تر خبرو اترو وروسته د وږي ۲۵ مه نېټه بیرته دغه لار خلاصه کړه.
په خیبرپښتونخوا کې له جګړو څخه کډه شوي کډوال یوازې د تیرا نه بلکې د نورو قبايلي سيمو لکه باجوړ، شمالي او سوېلي وزيرستان څخه هم په زرګونو کډوال بیځایه شوي چې دا مهال د پښتونخوا په يو شمير سيمو لکه پېښور، بنو، ډېره اسماعیل خان او د افعانستان کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د کډوالۍ سختې شپې ورځې تیروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امريکا: د اسراییل او امريکا پر ضد د ايران هر ډول يرغليز اقدام به تهران ته سختې پایلې ولري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ پر اېکس لیکلي: "ایران ته زموږ پیغام روښانه دی. که چېرې اسلامي جمهوریت په سیمه کې د اسراییل یا امریکايي ځواکونو پر وړاندې یو بل یرغلیز اقدام وکړي، د تهران لپاره به سختې پایلې ولري.»

د نوموړې په وینا: «امریکا به د خپل ځان په دفاع کې دریغ ونه کړي. متحده ایالات د تاوتریخوالي زیاتېدل نه غواړي او موږ باور لرو، چې د ایران او اسراییل ترمنځ مستقیمه جګړه باید پای ته ورسېږي.»

څو ساعته مخکې د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوي هم خبرداری ورکړ، چې که ایران یو ځل بیا پر اسراییل بالسټیک توغندي وتوغوي، د دغه هېواد پوځ به د هغو وړتیاوو په کارولو سره ځواب ورکړي، چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یې نه دي کارولي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ د روسیې استازي د ایران پر پوځی مرکزونو باندې د اسراییل د وروستیو بریدونو د ملاتړ له امله پر امریکا نیوکه وکړه.

هغه له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي لپاره له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل بریدونو ایران ته سخت زیان اړولی او خپل ټول هدفونه یې په نښه کړي دي.

هالوي: که ایران بیا ځلې برید وکړي په هغه ځای به برید وکړو چې تېر ځل مو پرېښود

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د اسراییل لوی درستیز هرزي هالوي خبرداری ورکړی، چې که ایران یو ځل بیا پر اسراییل بالسټیک توغندي وتوغوي، د دغه هېواد پوځ به د هغو وړتیاوو په کارولو سره ځواب ورکړي، چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یې نه دي کارولي.

هالوي د سې شنبه په ورځ د اسراییل په سوېل کې په یوې هوايي اډه کې اسراییلي ځواکونو ته وویل: «که ایران تېروتنه وکړي او په اسراییل بل توغندیز برید وکړي، موږ پوهېږو چې دا ځل یې څنګه ځواب ووایو.

نوموړي همداراز زیاته کړې: «پر ایران به بل ځل ان له هغو وړتیاوو څخه چې تېر ځل مو کار نه و اخیستی وبه یې کارو او ان هغه ځایونه چې تېر ځل ترې تېر شوي و دا ځل به یې په نښه کړو.»

هغه زیاته کړه: "موږ د یو ډېر ساده دلیل له مخې تېر ځل ترې تېر شوو، موږ د لارې منځ کې یو.»

هالوي وویل: "موږ دا پېښې نه دي ختمې کړي، موږ دقیقاً د لارې منځ کې یو.»

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره مسکو ته رسېدلې خو پوتین یې د لیدو پلان نه لري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د روسیې دولتي رسنیو ویلي، چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چاو سون هوی د سې شنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پر مهال د روسیې لېرې ختیځ ته رسیدلې ده. خو کرملین وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغې سره د لیدو کوم پلان نه لري.

د روسیې د دولتي خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دا په تېرو ۶ اونیو کې مسکو ته د چاو سون هوی دویم سفر دی.

لا څرګنده نه ده، چې نوموړې به د خپل دغه سفر په لړ کې د روسیې له کومو چارواکو سره وګوري.

بلخوا، ناټو او سویلي کوریا اندېښنه لري، چې د شمالي کوریا ځواکونه به ډېر ژر له مسکو سره یو ځای شي.

ناټو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د شمالي کوریا زرګونه سرتېري د لومړۍ کرښې په لور روان دي او دا هغه پرمختګ دی، چې کییف یې د نورو وسلو او په خلیج کې د دې سرتېرو د ساتلو لپاره د نړۍوال پلان غوښتنه کړې.

د متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چې د شمالي کوریا کوم سرتېري چې جګړه کوي د اوکراین د بریدونو لپاره به "مناسبه لوبه" وي او که شمالي کوریا جګړې ته ننوځي، امریکا به د اوکراین له خوا د متحده ایالاتو د وسلو کارولو باندې نوي محدویتونه وضع نه کړي.

سویلي کوریا د ۱۹۵۳-۱۹۵۰ له اټومي وسلو لرونکي شمال سره د کوریا له جګړې وروسته په تخنیکي توګه په جګړه کې پاتې ده.

په سویل کې چارواکي اندېښمن دي، چې روسیه به په بدل کې پیونک یانګ ته څه ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې شنبه په ورځ د سویلي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره تر خبرو وروسته وویل، چې د شمالي کوریا دغه اقدام د جګړې یوه نوي پړاو ته لار هواروي.

جرمني په برلین کې د ایران د سفارت مسوول احضار کړ

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د جرمني‌د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د ایران د سفارت مسوول د ایراني-جرمني توکمه جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې احضار کړی. یاد وزارت پر خپل ایکس لیکلي، چې د شارمهد پر اعدام یې ایران ته خپل سخت اعتراض اعلان کړی او دا حق خوندي ګڼي چې نور ګامونه هم واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په تهران کې خپل سفیر مارک پوتزل د سلامشورو لپاره برلین ته بللی.
باربوک ویلي، چې شارمهد له دوبۍ نه ایران ته تښتول شوی و او له عادلانه محاکمې پرته په زندان کې وساتل شو او وروسته ووژل شو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، دوی تهران ته دا پیغام رسولی و چې د نوموړي اعدام به ایران ته بدې پایلې ولري.
باربوک د شارمهد له اعدام وروسته وویل، « دا ښيي چې په تهران کې څه ډول بې رحمه رژیم واکمن دی. یو داسې رژیم چې له خپلو ځوانانو، خلکو او بهرنیو وګړو سره په مرګ چلند کوي».

د ایران قضایه ځواک ددوشنبې پر ورځ د جمشید شارمهد د اعدام خبر ور کړ.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په پسرلي کې د یوې جنجالي محاکمې په پایله کې د ترهګرۍ د تورونو له امله په اعدام محکوم شوی و.
د نوموړي د کورنۍ غړو او د بشري حقونو سازمانونو پر هغه لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ هم دغه اعدام غندلی دی.

حسن عباس: حقاني غواړي په راتلونکي کې د طالبانو عمومي مشر شي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۳ GMT+۰

“د طالبانو بېرته راتګ” کتاب لیکوال حسن عباس وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په راتلونکي کې د طالبانو د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لټه کې دی. نوموړي ویلي، چې حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو نه غواړي په دغه هېواد پورې اړونده څېره وپېژندل شي.

حسن عباس د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان اوس هم له پاکستان سره تړلي دي، خو دا اړیکي د وخت په تېرېدو کمي شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ۹۰مه لسيزه کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات طالبان په رسميت پېژندلي وو، خو په دې دوره کې طالبانو له ازبکستان، چين، روسيې، متحده عربي اماراتو او قطر سره نږدې اړيکې ټينګې کړي دي او په افغانستان کې د ګڼو دیپلوماتانو شتون دا په ډاګه کوي چې طالبان نور پاکستان ته اړتیا نه لري.

عباس زیاته کړه، له سیاسي او دیپلوماتیک پلوه پر پاکستان د طالبانو انحصار کم شوی، خو له اقتصادي پلوه دا انحصار لا هم پاتې دی؛ ځکه سوداګریز توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردېږي او پاکستان هم غواړي چې د سوداګریزو ګټو له امله دغه تعاملات دوامداره وساتي.

هغه وايي: "طالبان د پاکستان په اقتصادي کمزورتیا ښه پوهیږي."

د عباس په وینا، د امنیت او استخباراتو په برخه کې د طالبانو او پاکستان ګټې په ټکر کې دي؛ په داسې حال کې چې پخوا طالبانو د پاکستان پر استخباراتو تکیه کوله.

هغه څرګنده کړه، چې له پاکستان سره د طالبانو اړيکې ورځ په ورځ خړې پړې کېږي، خو پاکستان لا هم له حقاني شبکې او سراج الدين حقاني سره خپلې اړيکې نیږدې او ټينګې ساتلي دي.

عباس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان په افغانستان کې "ستراتیژیک ژوروالی" ترلاسه کړی، وویل، چې "دا نظر په پاکستان کې یوه ټوکه ګرځیدلې او دوی وايي، چې دا طالبان دي چې په پاکستان کې یې ستراتیژیک ژوروالی ترلاسه کړی دی."

نوموړي دغه راز دې ته په اشارې سره چې پخوا افغان حکومتونو پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ په پراخولو تورنوه، خو اوس دغه معادله بدله شوې او پاکستان د افغانستان طالبان د خپلو وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورنوي.

عباس وويل، چې په لومړيو کې پاکستان له ملا يعقوب سره ښې اړيکې درلودې، خو دا اړيکې ورو ورو سړې شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د پاکستان پر ضد تند دریځ نیولی و او پر دغه هېواد یې نیوکې کړې وې.

په امریکا کې د ملي دفاعي پوهنتون دغه استاد له پاکستان سره د سراج الدین حقاني پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د پاکستان ضد فضا ته په کتو سره، حقاني نه غواړي چې په پاکستان پورې اړونده څېره وپېژندل شي. ځکه هغه پلان لري چې په راتلونکي کې د طالبانو د عمومي مشر په توګه وپېژندل شي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو د کابینې ځینې غړي پاکستاني پاسپورټونه لري او ایا دغه کسان د پاکستان پر ضد دریځ نیولی شي، عباس وویل، که څه هم دا خبره سمه ده، خو د طالبانو د کابینې هیڅ غړی دا جرات نه لري چې په ښکاره ډول د پاکستان ملاتړ وکړي. ځکه که څوک د پاکستان ملاتړ وکړي، نو د طالبانو مشر به یې ژر چوپتیا ته اړ کړي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ قیمت ادا کړی او دا ملاتړ د پاکستان له خوا یوه تېروتنه وه.

د دغه پاکستاني لیکوال په وینا، پاکستان اوس د افغانستان له لوبې بهر شوی، ځکه چې اوس قطر، چین، د منځنۍ اسیا هېوادونه او امارات په افغانستان کې لوی قراردادونه ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، پاکستان هم د ځینو تګلارو په خپلولو سره هڅه کوي، چې بېرته د افغانستان په مسله کې خپل مخکیني ځای ترلاسه کړي.