د قطر حکومت د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ور کوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ملګرو ملتو کې د دغه هیواد استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني د دې سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډي کارلو سره د افغانستان په هکله د دوحې د څلورمې غونډې پر جوړېدو خبرې کړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د مشر ملاهبت الله لهخوا په یوه تازه خپور شوي فرمان کې راغلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې ولري او یا دې هم له یو ځایه بل ته ولېږدوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغې ډلې « د مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو» ته خبر ورکول کېږي چې؛ د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا رنګه د وسلو په برخه کې ټول پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم بې اعتباره اعلان کړل. دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه حکم له مخې د هېواد په کچه واحد جواز د دغه وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست اړوند د ډایاک مدیریت لهخوا وېشل کېږي. خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده. د دغه حکم له مخې، د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي. د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي. په افغانستان کې د ناقانونه وسلو ساتل او لېږد رالېږد او د تورو ښېښو لرونکو موټرو کارونه له پخوا راهیسې د حکومتونو لپاره یو ستر سرخوږی و؛ خو لا هم دغه ستونزه په خپل حال پاتې ده.
د ولسي خلکو په وینا، ګڼ طالبان اوس هم د درنو او سپکو وسلو په زور او د تورو ښېښو لرونکو موټرو په کارولو سره بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او طالبان مشران او د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارې یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي.
ځیني شنونکي بیا پر دې باور دي، چې نن سبا د طالبانو په لیکو کې بې باوري زیاته شوې او داسې هم ویل کېږي چې ځیني نامسووله وسلهوال د دغې ډلې په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي. دغه شنونکي وایي، د ملا هبت الله دغه نوي فرمان موخه هم ښايي د طالبانو له لیکو څخه د دغو نامسوله وسلهوالو لرې کول وي.
دا ډله د لویدیځو همکارانو له خوا "کارپوریټ طالبان" بلل کیږي، ځکه چې دوی د ایډیالوژۍ یاعقیدې پر ځای په شتمنۍ، انځور او سوداګرۍ تمرکز کوي.
کندهار میشتي طالبان؛ د اکوړې سخت دریځ
په بل اړخ کې په کندهار کې مېشت د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده او د هغه نږدې ملګري هڅه کوي چې د اکوړې د مدرسې تر ټولو سخته او افراطي بڼه حکومتولي په افغانانو تحمیل کړي.
د هبت الله لید دا دی چې په افغانستان کې باید یوازې د هغه د اسلام تفسیر عملي شي او د نیوکې او مخالفت هیڅ ځای نه وي. دا سخت دریځه نظریه، چې رېښه یې د اکوړې د مدرسې له تفکر څخه سرچینه اخلي، غواړي ټول افغانان د هبت الله په څېر فکر وکړي او د مختلفو نظریو او هر ډول تنوع پر وړاندې هېڅ زغم نه لري.
په داسې حال کې چې د دوحې طالبان د منځلاريتوب ادعا کوي او وایي چې دوی د نجونو د زده کړو د پیل لپاره لارښوونې او ترتیب جوړوي؛ خو هبت الله او د هغه ملګري لکه ملا ندیم ډېر سخت دریځ لري.
دوی د شریعت له مخې د نجونو د تعلیم جواز په اړه لا هم اختلاف لري. هبت الله په خپلو غږیزو پیغامونو کې حتا د نارینه و د ښوونځیو سره مخالفت څرګند کړی.
هبت الله په خپلو ویناو کې د عصري معلوماتي او تفریحي بڼو لکه ټلویزیون سره خپله کرکه ښکاره کړې ده او په دې وروستیو کې یې په تخار کې په وینا کې ویلي: "په تېرو شلو کلونو کې افغانان له اسلامي لارې لرې شوي، ځکه ډېر خلک ټلویزیون ګوري."
په ظلم، استبداد او ویرې خپرولو کې د دوحې او کندهار طالبان دواړه کوم تفاوت نه لري؛ دواړه ډلې د عامه خلکو پر وړاندې بې له محاکمې شکنجه او وژنې ترسره کوي او حتا په دې ظلمونو کې هم یو بل سره سیالي په یو معمول بدله شوې.
هبت الله د دې عملونو لپاره هېڅ پښېماني نه ښکاره کوي. هغه په دې وروستیو کې په کندوز کې د بندیانو وژنه ډېره بابیزه مساله وګڼله او ویې ویل چې د دغو وژنو عاملین یوازې له دندو ګوښه شوي یا تبدیل شوي دي.
زما له نظره دغه ډول تفکیک او د څو څېرو معتدل معرفي کول هماغسې چې پخوا د دې هېواد ستونزې حل نه کړې بلکې لا یې ژورې کړې اوس هم په دی باور یم چې دغه ډول یوه لوبه یوازې د عامو افغانانو کړاوونه زیاتوي، بلکې د هېواد او ولس راتلونکې هم د دوو افراطي افکارو د رقابت تر منځ نا څرګند پاتې کیږي.
د افغانانو لپاره د طالبانو د دوه مخي سیاست درسونه
که څه هم د دوو افراطي افکارو د رقابت شرمناکه لوبه په لنډه موده کې زموږ د هېواد غمیزې لا پسې زیاتې کړي او په افغانستان کې به د بېلابېلو نیابتي ډلو د فعالیت لامل شي، خو په منځمهاله او اوږدمهاله موده کې به د ټولنې لپاره چې ملي او خپلواک فکر لرونکي اوسېدونکي لري، مهم درسونه او زده کړې ولري او د دغه ډول متحجرو افکارو پر ضد به د مستقلو او منسجمو فکري سیاسي سازمانونو د جوړولو او ولسي انسجام اړتیا او زمینه برابره کړي.
دا درسونه کوم دي؟
لومړی:
هېڅ افراطي ډله د اصلاح وړ نه ده؛ په دې هکله هر ډول خوشباوري او هڅه د تېر وخت ترخو تجربو تکرار او یوه لویه تېروتنه ده.
دویم:
د هېواد د سیاسي مسایلو د حل لپاره د بهرنیانو هر ډول مرستې غوښتل او یا د هغوی شاملول د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار او د تاریخ څخه د عبرت د نه اخیستو په معنا دی. په بهرنیانو پورې تړلو کنفرانسونو او اجنډاو کې ګډون او هغې پورې زړه تړل چې په افغانستان کې به د مثبت بدلون لامل شي، هېڅ پایله نه لري.
د ارزښتونو، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه د بهرنیانو اوسني دریځونه هم له منافقت څخه ډک دي؛ ځکه چې همدوی پخوا د همدغو ارزښتونو د ظاهري دفاع لپاره د جګړو او بمباریو ملاتړ کاوه، خو د دوحې پروسې په درشل کې یې افغانانو ته دا پیغام درلود چې نور د افغانانو د بشري حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو ملاتړ نه کوي. خو اوس یو ځل بیا د دغو حقونو د ملاتړ خبرې کوي.
په دې برخه کې باید هېڅ باور ورباندې ونه کړو او زموږ لپاره غوره لار دا ده چې د دوی له مرستې پرته پرمختګ لار غوره کړو.
څلورم:
افغاني ټولنه له فکري اړخه یوه متنوع ټولنه ده او د هبت الله هڅه چې غواړي دغه ټولنه د اکوړې په تفکر په اساس یو لاس او ډول کړي نه یوازې د طالبانو له منځه د ماتې سره مخامخ ده؛ بلکې ټولنه هم د دې اراده لري چې د هبت الله د افراطیت دا کمپاین په کلکه رد کړي خو د ارادې ترڅنګ د ټولنې دغه غبرګون تدبیر، انسجام او زیار ته اړتیا لري چې ملتپالي ورته کار وکړي، همدغه د بریالیتوب لاره ده حتا که سخته، نفس ګیره او ډېر وخت ونیسي.
پنځم:
د پردیو په فرمایش د افغانستان د اداره کولو لپاره د هېڅ نیابتي ډلې واکمني دوامداره نه ده. نیابتي واکمنۍ به یا د افغانستان له سیاسي واقعیتونو سره د نه توافق له کبله پاشل کېږي او یا به یې تمویلونکي بهرني قوتونه د خپلو ګټو لپاره په عمدي ډول له تفرقې او وېش سره مخامخ کوي او د یو د بل په وړاندې به یې دروي.
شپږم:
داسې یوه تمه چې ګوندې د بهرنیانو د مداخلې په نتیجه کې به افغانانو ته ملي حاکمیت د بېرته اعادې زمینه مساعدېږي، بې ځایه ده. ټول ملي ګرا افغانان باید په دې پوه شي چې خپل منځي سلیقوي اختلافات پرېږدي او د وطن د لویو ملي مسالو لپاره په سلا مشورو او عملي لارو چارو غور وکړي.