• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: ۵۷۴ افغان بندیان به راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د ایران لوی څارنوال وایي، چې ټول ټال د اتو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو بندیانو له ډلې څخه به ۵۷۴ یې راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، د هغه هېواد لوی څارنوال محمد موحدي ازاد ویلي، د ایران په زندانونو کې له بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د دولت زیات لګښت هم کېږي.

نوموړي په خبره، باید د دغو بندیانو شمېر را کم شي.
ښاغلي موحدي ازاد وویل:« د دې لپاره اسانه او ارزانه لاره دا ده، چې هغوی باید خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د ایران پر حکومت دغه اقتصادي بوج نور را کم شي.»
د ایران لوی څارنوال په دې برخه کې د هغې کمېټې یادونه هم وکړه، چې خپلو هېوادونو ته د بهرنیو بندیانو د لېږد مسوولیت لري.

نوموړي په دې برخه کې د افغان بندیانو په اړه وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»
که څه هم چې د ایران لوی څارنوال د دغو بندي شویو افغانانو د بندي کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو تر ډېره په ایران کې افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاقو او پر نورو جنایي جرمونو تورن دي، چې ډېر ځله د هغه هېواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه هم خپرېږي.
د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي بیا وایي، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:« تېر کال د ایران د قضاییه قوې د بشري حقونو د برخې پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی و، چې یو شمېر هغه افغانان چې په جنایي جرمونو تورن دي خپل هېواد ته ستانه کړي.»
په ایران کې د زندانونو وضعیت تر ډېره اندېښمنونکی دی او د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده، چې دغو اعدامونو د بشري حقونو د بنسټونو نېوکې هم له ځان سره لرلې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې ډېر ژر د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول فرمانونه لغوه کړي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د افغانستان د اصلي چارواکو په توګه ژر تر ژره ټول هغه ټول فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹مه) پر اېکس پاڼې کاږلي، چې په افغانستان کې ښخې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې په زیاتېدوکي ډول له سختو بریدونو سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه د دوی د ژوند په ټولو برخو اغیزه کوي.

یو شمېر معترضې مېرمنې وایي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان باید نړۍوالې ټولنې ته د حساب ورکولو لپاره اړ کړای شي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې پر طالبانو دې لا ډېر فشار راوړي؛ څو غه ډله په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

یو شمېر نورو بیا له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې طالب مشران دې د جنګي جنایت کوونکو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو نقضوونکو او د جنسیتي توپیر د مجرمینو په توګه پوښتنو او ګروېږنو ته راوکاږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو پروړاندې د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

دغې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړي او ان په دې وروستیو کې یې د ښځو غږ هم «عورت» بللی دی.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

حنيف اتمر: د جمهوريت د سقوط په تړاو باید په بې پرې توګه څېړنې وشي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر د جمهوريت د سقوط په تړاو د ځينو کسانو د وروستيو څرګندونو په غبرګون د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې په دې اړه باید ټول سیاسیون او دولتي مشران په ملي او نړۍواله کچه ځواب ويلو ته چمتو شي.

د افغاسنتان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د جمهوريت د سقوط اړوند د ځينو رسنیو او سیاسي کړيو د موضوع انعکاس ته په اشارې لیکلي: «د جمهوريت پرځېدل یوه تاريخي فاجعه وه، چې هېوادوال یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړل.»

هغه په دې اړه د کوم چا مشخص نوم یاد نه کړ.

نوموړي ويلي، چې د دغه موضوع د څېړلو پر مهال باید ټول اړخونه او کورنۍ او بهرني عوامل په بې پرې توګه وارزول شي.

اتمر زياتوي، چې په دې سره کېدلی شي «د حساب ورکونې او عدالت» لپاره د افغانانو حق تامين شي.

نوموړي په دې اړه د افغانستان له شریکو هېوادونو هم غوښتي: «د افغانستان ملګري هېوادونه هم باید د دغه زړور او صادقانه هوډ او سیاسي چمتوالي هرکلی وکړي او خپلو دولتي مسوولانو په تړاو، چې په دې بهير کې ښکيل دي د حساب ورکونې او عدالت مسلې د څېړنې لپاره ګام پورته کړي.»

اتمر لیکلی، چې ده او یو شمېر نور مشرانو لا دمخه د حساب ورکونې په يو بې پرې بهير کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی.

نوموړي د جمهوريت د سقوط اړوند د څېړنې او حسباب ورکونې په بهير کې د طالبانو د شاملېدو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمی خلیلزاد تېره ورځ د پخواني جمهوري حکومت د مشرانو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او استازی یې د جمهوریت د سقوط لامل نه وه او د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران یې «هم په جګړو او مذاکراتو کې بد ول او هم د هېواد په اداره کولو کې.»

خلیلزاد تېر حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو مسوول ګڼي.

مولوي کبير: د ديني او عصري علومو ترمنځ تضاد ختم شوی او موږ دواړو ته پاملرنه کوو

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د خصوصي پوهنتونو له مسولنیو سره په لیدنه کې ويلي، چې دوی د ديني او عصري زدکړو ترمنځ واټن او تضاد ختم کړی او دواړو ته پاملرنه کوي. مولوی عبدالکبير وايي، ځینې پخوانیو نظامونو منبر هېر کړی و او یوازې عصري علومو ته یې پام کاوه.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د خصوصي پوهنتونو له مسولينو سره لیدنه کې ویلي، تعليمي بنسټونه باید هڅه وکړي، چې په اسلامی او افغاني ارزښتونو سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.

مولوي کبير ادعا کړې، چې ځينو نظامونو يوازي ښوونځيو ته پاملرنه کړې او منبر يې هېر کړی و.

هغه زياتوي: « تاریخ ثابتوي چي ځينو نظامونو يوازې په ښوونځيو اتکا درلوده او په اسلامي ټولنو کې يې منبر ته شاه کړې وه. اسلامي امارت ديني او عصري زدکړو ته ارزښت ورکوي.»

دغه طالب چارواکی پر داسې مهال پر ديني او عصري زدکړو ټينګار کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي، له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو ليري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګمارلي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر وايي جوماتونه او عبادتځي «رسمي» کوي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر محمد ثاقب وايي، هغه جوماتونه او عبادتځي چې تر اوسه نه دي ثبت شوي رسمي کوي يې. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت غواړي د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د امامانو، د جوماتونو د خدمت کوونکو او موذنینو شمېر زیات کړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹ مه) نېټه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نور ثاقب په کابل کې له یو شمېر شیعه او سني ملایانو سره بېلي ليدنې درلودې.

د دغه وزارت له خوا د خپرو شویو انځورونو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړي محمد اکبري هم حضور درلود.

محمد ثاقب په دې غونډه کې وویل، چې علما «خلګو ته ارشاد او لارښوونه کوي او خلګ دیني زده کړو هڅوي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو، حسینیانو او خانقاو د ترمیم او جوړولو لپاره جدي اقدامات کوي.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو هغه جوماتونه او عبادت ځایونه، چې تر اوسه رسمي نه دي، رسمي کوو. موږ به د مبلغین، امامانو، موذنینو او خدمتګارانو شمېر زیات کړو تر څو د دیني او اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې اغېزمن او ګټور عمل وکړي.»

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په همدې کال کې د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په دارالامان کې د شیعه ګانو یو جومات له دې امله تړلی، چې د جومات ځمکه د دولت ملکیت وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عدليې وزارت د دې پرېکړې پر ضد يو شمېر کسان هم نيول شوي وه.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د دارالامان پر سړک د تمدن تلویزیون، جومات او خاتم النبین پوهنتون ځمکې غصب بللی وې او د غصب د خلاصون امر یې کړی وو.

د اذربایجان یوه وسلواله ډله افغانستان کې خیریه چارې پرمخ بیايي

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د «اذربایجان اسلامي جماعت» وسلوالې ډلې په افغانستان کې خیریه چارو ته مخه کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د پلټنو پر بنسټ، دې ډلې په لوګر، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې بېوزلو خلکو ته د مرستې رسولو او دیتیمانو د پالنې چارې پیل کړې دي.

د ابوحمزه په مشرۍ د اذربایجان اسلامي جماعت جنګیالیو له ۲۰۰۸کال نه تر ۲۰۲۱کال پورې د افغانستان د جمهوري دولت پرضد د القاعدې او طالبانو په لیکو کې په هلمند کې جګړې کولې.

د افغانستان انټرنشنل پلټنې ښيي چې د دې ډلې خیریه څانګې تېر کال د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د امام احمد په نوم یو محلي جومات جوړ کړی او سږکال یې په هلمند، ننګرهار، پکتیکا او یو شمېر نوروولایتونو کې خلکو ته په روژه او اختر کې ډله ییز روژه ماتي، د قربانۍ پسونه او د خوراکي توکو مرستې چمتو کړې دي.

په یوه ویډیو کې چې په ۲۰۱۰کال کې د اذربایجان اسلامي جماعت د جنګیالیو له ګډ کاروان نه اخستل شوې، لیدل کیږي چې د دې ډلې د جنګیالیو په ګډون شل وسله وال د جنوبي وزیرستان له مرکز واڼه څخه پکتیکا او له هغه ځایه هلمند ته د جګړې لپاره سفر کوي.

د دې ډلې وسله والو د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او شمالي وزیرستان ولسوالیو کې د عبدالحق ترکستاني په مشرۍ د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ او د افغان او پاکستاني طالبانو په مرکزونو کې پوځي زده کړې کولې او تر فراغت وروسته په افغانستان کې د جګړې لیکو ته لېږل کېدل.

دې ډلې د شمالي وزیرستان په دته خېلو او تپي سیمو کې د سیف الدین په نامه یو پوځي کنډک هم درلود.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل په یوه څیړنیز رپوټ کې د القاعدې تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا د وسلوالو ډلو په تړاو رپوټ ور کړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالې دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د القاعدې شبکې نوي مشر سیف العدل بهرنیو جنګیالیو ته پرمختللې وسلې، وسایط او نور نظامي تجهیزات پېرلي او د وسله پلورونکو ټول مخکیني پورونه یې ادا کړي دي.

اذربایجان له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او په دې وروستیو کې یې په کابل کې خپل سفارت هم پرانېستی.

په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) پتېیلې چې په افغانستان کې خپلې پراختیایي پروژې له طالبانو سره د مستقیم تعامل پرځای د ترکیې د TIKA موسسې او د اذربایجان د پرمختیايي موسسو له لارې پلې کړي، خو دا روښانه نه ده چې د اذربایجان کومې موسسې د اسلامي همکاریو سازمان د پروژو په پلیتابه کې ښکیلې دي.

د وسله والو ډلو کارپوهان د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو ډلو حضور ته په پام وايي، چې طالبان له دې ډلو نه سیاسي استفاده کوي او له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل لپاره یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د شنونکو په باور، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم دې ته ترجیح ور کوي چې د دغو هېوادونو وسلوال له داعش سره د یوځای کېدو پرځای، د طالبانو تر څار او کنټرول لاندې وي.

طالبان د منځنۍ اسیا د جنګیالیو د کنټرول لپاره د القاعده شبکې له همکارۍ نه برخمن دي.

شنونکي وايي، تر هغه چې القاعده په افغانستان او جنوبي اسیا کې فعاله وي، د خراسان داعش ته به له افغانستان او جنوبي اسیا نه د جنګیالیو جذبول اسانه نه وي.

طالبانو تر اوسه د دې ډلې د حضور او فعالیت په تړاو څه نه دي ویلي، خو ډېری وخت په افغانستان کې د جنګیالیو ډلو د حضور په تړاو خپرېدونکي رپوټونه ردوي.