طالب وزیر د شمال- جنوب ټرانزیټي دهلیز پر سر د روسیې له سفیر سره کتلي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره د کابل او مسکو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د افغانستان پر ونډه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره د کابل او مسکو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د افغانستان پر ونډه خبرې کړې دي.
یاد وزارت پر خپل اېکس لیکلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره د پنجشنبې پر ورځ کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې بحث کړی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د ګډې کارډلې، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، افغان-روس سوداګریز کمپلکس پرانېستنې او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د طالبانو حکومت د ونډې اخستلو په تړاو د دې ډلې د تیاري په تړاو خبرې کړې دي.
طالب چارواکي د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د ګډو پروژو پر پیلونې، د افغانستان د کانونو، کرنې، اوبو او صنعت په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او «رغنده تعامل» هم غږېدلی.
د طالبانو حکومت په سیمه کې له روسیې، چین، ایران او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو سره نږدې اړیکې پالي.
ددې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې وروستیو کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي [چین او روسیه] ډېر وخت ددوی همکار پاتې شوي.


د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی او په دغه هېواد کې د طالبانو سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ نن بیا د باري اورګاډي د پیلېدو خبره کوي. د دغه اورګاډي تر بیا پیلېدو نږدې اونۍ مخکې په کابل کې د چین سفیر وویل، چې له افغانستان سره ګمرکي تعرفه ختموي.
د چین او افغانستان ترمنځ اول ځل د ۲۰۱۹ کال د مارچ په اوله د چین- حیرتان پټلۍ له لارې باري اورګاډی پیل شو، خو وروسته وځنډېد.
خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشایونګ نن بیا د دې اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې نن د جیانګسو ولایت له نانټونګ ښار کې په ۵۵ ډبو بار دا اورګاډی د افغانستان حیرتان ته روان شو.
په بېجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې یوشیاویونګ او نورو چینايي چارواکو سره په ګډه یې د افغانستان او چین تر منځ د باري اورګاډي افتتاح وکړه.
د ښاغلي کریمي په خبره، دغه اورګاډی په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار ۵۰ کانټینرونه انتقالوي، چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته و رسیږي.
بلال کریمي وايي، د دغه اورګاډي پیلېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري پراخه شي.
چین د څو محدودو هېوادونو په څېر له طالبانو سره ښه اړیکي لري او د دې ډلې په واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.
دغه هېواد له افغانستان سره په نورو برخو کې هم سوداګري زیاتول غواړي.
په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د اکتوبر پر ۲۵ د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره تر لیدنې وروسته خپل اېکس کې ولیکل: "چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي."
طالبان دا هڅه هم کوي چې له چین سره پر اورګاډي سربېره د واخان له لارې هم سوداګري ولري.
طالبان وايي، د چین تر پولې یې د واخان لار سوداګرۍ لپاره جوړه کړې ده.
د افغانستان او چین ترمنځ د باري اورګاډي د بیا پیلېدو مراسمو کې بلال کریمي هیله ښودلې چې پر اورګاډي سربېره د لاریو په وسیله هم د واخان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شي.

د ایران لوی څارنوال وایي، چې ټول ټال د اتو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو بندیانو له ډلې څخه به ۵۷۴ یې راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي.
د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، د هغه هېواد لوی څارنوال محمد موحدي ازاد ویلي، د ایران په زندانونو کې له بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د دولت زیات لګښت هم کېږي.
نوموړي په خبره، باید د دغو بندیانو شمېر را کم شي.
ښاغلي موحدي ازاد وویل:« د دې لپاره اسانه او ارزانه لاره دا ده، چې هغوی باید خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د ایران پر حکومت دغه اقتصادي بوج نور را کم شي.»
د ایران لوی څارنوال په دې برخه کې د هغې کمېټې یادونه هم وکړه، چې خپلو هېوادونو ته د بهرنیو بندیانو د لېږد مسوولیت لري.
نوموړي په دې برخه کې د افغان بندیانو په اړه وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»
که څه هم چې د ایران لوی څارنوال د دغو بندي شویو افغانانو د بندي کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو تر ډېره په ایران کې افغانان د نشهیي توکو د قاچاقو او پر نورو جنایي جرمونو تورن دي، چې ډېر ځله د هغه هېواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه هم خپرېږي.
د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي بیا وایي، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:« تېر کال د ایران د قضاییه قوې د بشري حقونو د برخې پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته له طالب چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی و، چې یو شمېر هغه افغانان چې په جنایي جرمونو تورن دي خپل هېواد ته ستانه کړي.»
په ایران کې د زندانونو وضعیت تر ډېره اندېښمنونکی دی او د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده، چې دغو اعدامونو د بشري حقونو د بنسټونو نېوکې هم له ځان سره لرلې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د افغانستان د اصلي چارواکو په توګه ژر تر ژره ټول هغه ټول فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۹مه) پر اېکس پاڼې کاږلي، چې په افغانستان کې ښخې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې په زیاتېدوکي ډول له سختو بریدونو سره مخ دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه د دوی د ژوند په ټولو برخو اغیزه کوي.
یو شمېر معترضې مېرمنې وایي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان باید نړۍوالې ټولنې ته د حساب ورکولو لپاره اړ کړای شي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې پر طالبانو دې لا ډېر فشار راوړي؛ څو غه ډله په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.
یو شمېر نورو بیا له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې طالب مشران دې د جنګي جنایت کوونکو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو نقضوونکو او د جنسیتي توپیر د مجرمینو په توګه پوښتنو او ګروېږنو ته راوکاږي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو پروړاندې د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
دغې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړي او ان په دې وروستیو کې یې د ښځو غږ هم «عورت» بللی دی.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر د جمهوريت د سقوط په تړاو د ځينو کسانو د وروستيو څرګندونو په غبرګون د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، چې په دې اړه باید ټول سیاسیون او دولتي مشران په ملي او نړۍواله کچه ځواب ويلو ته چمتو شي.
د افغاسنتان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د جمهوريت د سقوط اړوند د ځينو رسنیو او سیاسي کړيو د موضوع انعکاس ته په اشارې لیکلي: «د جمهوريت پرځېدل یوه تاريخي فاجعه وه، چې هېوادوال یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړل.»
هغه په دې اړه د کوم چا مشخص نوم یاد نه کړ.
نوموړي ويلي، چې د دغه موضوع د څېړلو پر مهال باید ټول اړخونه او کورنۍ او بهرني عوامل په بې پرې توګه وارزول شي.
اتمر زياتوي، چې په دې سره کېدلی شي «د حساب ورکونې او عدالت» لپاره د افغانانو حق تامين شي.
نوموړي په دې اړه د افغانستان له شریکو هېوادونو هم غوښتي: «د افغانستان ملګري هېوادونه هم باید د دغه زړور او صادقانه هوډ او سیاسي چمتوالي هرکلی وکړي او خپلو دولتي مسوولانو په تړاو، چې په دې بهير کې ښکيل دي د حساب ورکونې او عدالت مسلې د څېړنې لپاره ګام پورته کړي.»
اتمر لیکلی، چې ده او یو شمېر نور مشرانو لا دمخه د حساب ورکونې په يو بې پرې بهير کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی.
نوموړي د جمهوريت د سقوط اړوند د څېړنې او حسباب ورکونې په بهير کې د طالبانو د شاملېدو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمی خلیلزاد تېره ورځ د پخواني جمهوري حکومت د مشرانو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او استازی یې د جمهوریت د سقوط لامل نه وه او د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران یې «هم په جګړو او مذاکراتو کې بد ول او هم د هېواد په اداره کولو کې.»
خلیلزاد تېر حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو مسوول ګڼي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د خصوصي پوهنتونو له مسولنیو سره په لیدنه کې ويلي، چې دوی د ديني او عصري زدکړو ترمنځ واټن او تضاد ختم کړی او دواړو ته پاملرنه کوي. مولوی عبدالکبير وايي، ځینې پخوانیو نظامونو منبر هېر کړی و او یوازې عصري علومو ته یې پام کاوه.
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د خصوصي پوهنتونو له مسولينو سره لیدنه کې ویلي، تعليمي بنسټونه باید هڅه وکړي، چې په اسلامی او افغاني ارزښتونو سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.
مولوي کبير ادعا کړې، چې ځينو نظامونو يوازي ښوونځيو ته پاملرنه کړې او منبر يې هېر کړی و.
هغه زياتوي: « تاریخ ثابتوي چي ځينو نظامونو يوازې په ښوونځيو اتکا درلوده او په اسلامي ټولنو کې يې منبر ته شاه کړې وه. اسلامي امارت ديني او عصري زدکړو ته ارزښت ورکوي.»
دغه طالب چارواکی پر داسې مهال پر ديني او عصري زدکړو ټينګار کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي، له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو ليري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګمارلي دي.