• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د کورونو د تالاشۍ پر ډلې برید کې مو درې وسله‌وال وژلي

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغې جبهې غړو په کابل کې د طالبانو پر هغه موټریز کاروان برید کړی چې د ملکي خلکو کورونه تالاشي کوي او درې وسله وال یې وژلي دي.

په اعلامیه کې راغلي؛ د ملکي کورنو د تالاشۍ دغه ډله د طالبانو له پولیسو او استخباراتو جوړه ده. د جبهې په وینا پر دغه ډله د کابل په سرای شمالي سیمه کې برید شوی او څلور طالبان په یاد برید کې ټپیان شوي هم دي.‌

د ازادۍ جبهې یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې یوه چاودنه لیدل کیږي.‌

دغې جبهې ویلي، چې د کابل پر هوايي‌ ډګر د دوی د تیرې اونۍ له برید وروسته، طالبانو د خیرخانې په سیمه کې د ملکي خلکو د کورونو د تالاشۍ لړۍ پیل کړې او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.‌

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پنځه تنه اعدام کړي، د ۳۰ نورو د اعدام سزاوې هم صادرې شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر عتیق الله درویش وايي، دغې ډلې واک ته له رسیدو راهیسې په افغانستان کې پنځه تنه اعدام کړي دي. دروېش زیاتوي، چې د دې ډلې محکومو شاوخوا ۳۰ نور د اعدام حکمونه صادر کړي او اوس دا حکمونه د طالبانو د مشر وروستي تصویب ته په تمه دي.

عتيق الله دروېش په پنجشېر کې "د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره د دولتي بنسټونو د همغږۍ" په پروګرام کې وويل، د دغو حکمونو تطبيق د شرعي قوانينو پر بنسټ او د عدالت د تامين او د جرمونو د مخنيوي په هدف کېږي.

دروېش ټینګار کړی، چې د بېلابېلو محکمو له خوا شاوخوا ۳۰ نورې د اعدام سزاګانې هم صادرې شوې او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له منظورۍ وروسته به عملي شي.

د طالبانو محکمې په عمده توګه د اسلامي شریعت او عنعنوي قوانینو د ځانګړي تفسیر پر بنسټ فعالیت کوي، او د هغوی قضایي کړنې له مدني قوانینو او د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره توپیر لري.

د بشري حقونو ګڼو بنسټونو د محاکمې په بهیر کې د روڼتیا پر نشتوالي، مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو د نه لاسرسي او د طالبانو په محکمو کې د محاکمو په چټک او کله کله جبري بهیر نیوکې کړې دي.

ځینې ​​راپورونه ښیي، چې د طالبانو په محکمو کې تورن کسان له مدافع وکیل پرته او کله ناکله له کافي شواهدو پرته محاکمه کیږي.

د دغو محکمو لخوا پر بېلابېلو سزاوو سربېره اعدام هم صادر شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۰ مه خبر ورکړ، چې په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنه په فزیکي توګه مجازات شوي دي.

یوناما ویلي چې طالبانو دغه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په انفرادي او ډله ییزه توګه په دورو وهلي دي.

ځايي سرچینې: طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۷ GMT+۰

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په تېرو څو ورځو کې طالبانو د تېر حکومت درې نظامیان نیولي دي. په دې کسانو کې د لغمان دولت شاه لسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی ټیم لیډر محمد اقبال هېواد هم شامل دی.

په لغمان کې ځایي سرچینو نن وویل، د سیمه ییزو پولیسو بل پخوانی سرتیری ماخان هم دوه ورځې وړاندې طالبانو نیولی دی.

نوموړی د دولت شاه ولسوالۍ د شادمیر کلي اوسېدونکی دی.

سرچینې زیاتوي دریم کس د ملي اردو پخوانی سرتیری حکمت الله د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو دا کسان له مخالفو ډلو سره د اړیکو او د پخواني حکومت د وسلو د لرلو په تور نیولي دي.

د ځینو نیول شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، طالبان ورته نه د مدافع وکېلانو د نیولو حق ورکوي او نه هم د نیول کېدو د علت به اړه ورته معلومات نه ورکول کېږي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو دوام په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د روان کال «د وري ۲مه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په کابل کې بندیز؛ طالب مشرانو په دوحه کې د انځورونو نندارتون کې ګډون وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد نعیم د جمعې په ورځ «د لړم۱۱مه» په دوحه کې د فلسطین د خلکو په اړه په یوه انځوریز نندارتون کې د خپل حضور خبر ورکړ. په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ «د لړم۱۰مه» په خواله رسنۍ اېکس کې په یوه یاداښت کې لیکلي، چې محمد نعیم د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه په دغه انځوریز نندارتون کې ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې غونډې ته په قطر کې د میشتو بهرنیو ماموریتونو او نړیوالو سازمانونو سفیران، چارواکي او ډیپلوماتان رابلل شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې دغه نندارتون د «یو کتاب، یوه ټولنه» تر سرلیک لاندې د کتارا کلتوري انسټیټیوټ له خوا د «د فلسطین د خلکو ناوړه وضعیت او پر هغوی باندې د صهیونیسټي رژیم وحشتناک ظلمونه» تر عنوان لاندې جوړ شو.

په دې وروستیو اونیو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کړې، چې په یوشمېر ولایتونو کې د ژوندیو انسانانو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګوي.

طالبانو تر دې دمه د افغانستان په شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

ځینو طالب چارواکو دا بندیز اوس په کندهار، هلمند، ارزګان، کونړ، خوست، تخار، بادغیس، پنجشیر او لغمان کې عملي کړی دي.

دا بندیز، چې د ''امربالمعرف'' د نوي قانون یوه برخه ده، خبریالان او عام وګړي هم له فلم اخیستلو منع کوي.

د دغه قانون له مخې انځورېزې رسنۍ نشي کولای د ساکښو موجوداتو انځورونه خپاره کړي.

د طالبانو د قانون د ١٧مې مادې له مخې امربالمعروف وزارت د ژونديو او ژويو انځورونو اخیستل منع کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت، چې د قانون د پلي کولو دنده پر غاړه لري، اعلان وکړ چې په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې بندیزونه پلي کوي.

د طالبانو د امربالمعرف وزارت محتسبین د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري، چې دوی ددې وزارت نوی محمدودیتونه پر خلکو او رسنیو عملي کوي.

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو په هکله خپل راپور نن ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، نن د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ ۳ کمېټې ته د دغه هېواد د انساني حقونو د وضعیت په هکله خپل وروستي راپور وړاندې کوي. ریچارډ بېنېټ وایي، دا راپور د کابل په وخت د ماخوستن اته نیمې بجې وړاندې کوي او بیا خبري غونډه کوي.

نوموړی وايي، په خپل اېکس کې زیاتوي: «د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي اسمبلۍ دریمې کمېټې سره لر تعاملي خبرو وروسته به د کابل په وخت د شپې لس بجې په دې تړاو خبري غونډه هم وکړم.»

ریچارډ بېنېټ تر دې رپوټ وړاندې کولو مخکې د ملګرو ملتونو رسنۍ سره په خبرو کې د افغان مېرمنو پر حالت اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي، د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې له هم ښځو او نجونو سره دومره ناوړه چلند نه کېږي، لکه د طالبانو په حاکمیت کې چې له افغان ښځو سره روان دی.

ښاغلی بېنېټ وایي، د نړیوالې ټولنې غړو چې له افغانستان سره د ملاتړ کومه ژمنه کړې وه هغه باید پوره کړي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.
هغه زیاته کړې، ورځ تر بلې په افغانستان کې فضا محدودېږي چې د دغه هېواد پر اقتصاد هم اغېز پرې باسي.
هغه وړاندې ویلي، افغانان د امنیتي ګواښونو، وزګارتیا او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

‏حنیف اتمر: د استانبول ناسته یو هیله‌ بښوونکی نوښت دی

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چې د هېواد د یوشمېر شخصیتونو، سیاست‌والو او مدني ټولنو په حضور کې د استانبول ناسته یو هیله بښوونکی نوښت دی.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي:« هر هغه ګام چې د یوې اجماع او د سیاسي او مدني خواوو ترمنځ د یوې هوکړې او په هېواد کې د سولې او یو مشروع نظام د رامنځته کولو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پورته کېږي؛ باید د ملي او نړۍوال ملاتړه برخمن شي.»
هغه دغه راز د دغې ناستې جوړونکو او ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او له ترکیې یې د دغه ډول ناستو لپاره د فرصتونو په برابرولو کې مننه کړې ده.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« هیله من یم، چې دغه ناسته به د بین الافغاني مذاکراتو او د یوې ټولګډونې هوکړې لپاره د ګډو هڅو د ملاتړ په برخه کې یو ښه پیل وي.»

تېره ورځ له ترکیې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د بندو دروازو تر شا د سیاسي فعالانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو یوه غونډه جوړه شوه.

د راپور له مخې، د دې غونډې کوربه حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان دي.

د غونډې اجنډا چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، ښیي چې په استانبول کې د تړلو دروازو تر شا د «ملي خبرو اترو بهیر لومړۍ ناسته» کې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت او «سیاسي ټیکاو ته د رسېدو پر وړاندې له پرتو ننګونو د تېریدو مسیر» په ته تړاو بحث کوي.