• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏حنیف اتمر: د استانبول ناسته یو هیله‌ بښوونکی نوښت دی

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چې د هېواد د یوشمېر شخصیتونو، سیاست‌والو او مدني ټولنو په حضور کې د استانبول ناسته یو هیله بښوونکی نوښت دی.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي:« هر هغه ګام چې د یوې اجماع او د سیاسي او مدني خواوو ترمنځ د یوې هوکړې او په هېواد کې د سولې او یو مشروع نظام د رامنځته کولو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پورته کېږي؛ باید د ملي او نړۍوال ملاتړه برخمن شي.»
هغه دغه راز د دغې ناستې جوړونکو او ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او له ترکیې یې د دغه ډول ناستو لپاره د فرصتونو په برابرولو کې مننه کړې ده.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« هیله من یم، چې دغه ناسته به د بین الافغاني مذاکراتو او د یوې ټولګډونې هوکړې لپاره د ګډو هڅو د ملاتړ په برخه کې یو ښه پیل وي.»

تېره ورځ له ترکیې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د بندو دروازو تر شا د سیاسي فعالانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو یوه غونډه جوړه شوه.

د راپور له مخې، د دې غونډې کوربه حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان دي.

د غونډې اجنډا چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، ښیي چې په استانبول کې د تړلو دروازو تر شا د «ملي خبرو اترو بهیر لومړۍ ناسته» کې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت او «سیاسي ټیکاو ته د رسېدو پر وړاندې له پرتو ننګونو د تېریدو مسیر» په ته تړاو بحث کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مجاهد: له قزاقستان سره مو د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې قزاقستان ته د دې ډلې د پلاوي د سفر پر مهال د دواړو خواوو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي. مجاهد وویل، چې په دغو تړونونو کې قزاقستان ته د څه باندې دوه زره ټنه وچې میوې، تازه مېوې او پنبې صادرول شامل دي.

ښاغلي مجاهد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د دې ډلې پلاوي قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې "د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، انرژۍ، لوجستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او د قزاقستان له خوا د بشري مرستو په برخو کې د همکارۍ په لارو چارو موافقه کړې او تړونونه یې لاسلیک کړي.

د مجاهد په وينا، قزاقستان هم د دغه هیواد له لارې چين او نورو هېوادونو ته د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو د لېږد په برخه کې د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی. د خارګوس په بندر کې د "افغانستان د توکو لپاره د لوژستیکي مرکز" په توګه د یوې سیمې تخصیص هم د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې یوه برخه ده، چې د افغان سوداګرو لپاره د توکو د بارولو په برخه کې اسانتیاوې براروي.

قزاقستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر د لاسته راوړنو د یوې برخې په توګه، د طالبانو ویاند ویلي، چې دغه هېواد به "د تورغندي-هرات، کندهار-سپینبولدک او مزارشریف-خرلاچی د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي".

د مجاهد د يادونې له مخې، قزاقستان به په هرات ولايت کې د سوداګرۍ او ترانزيټ مرکز په جوړولو کې هم مرسته وکړي، چې په پام کې ده د سوداګرۍ او ترانزيټي توکو د زېرمه کولو په برخه کې ترې ګټه پورته شي.

په همدې حال کې قزاقستان موافقه کړې چې د افغاني توکو د پلورلو لپاره د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د دايمي نندارتونونو په ګډون بیلابیل مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو ویاند د افغانستان د ریل پټلۍ په پروژو کې د قزاقستان د ونډې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. د قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ د طالبانو یو اقتصادي پلاوي، د افغانستان د کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې چې په پلازمېنه الماتا کې د اکټوبر په ۲۱مه جوړ شوی و، ګډون کړی و.

ملګرو ملتونو د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د نشتون په اړه خبرداری ورکړی

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲هېوادونو کې د خوراکي توکو د خوندیتوب نشتون مخ په ډېرېدو دی. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې جګړه، د اقلیم بدلون او اقتصادي فشارونه به په راتلونکو میاشتو کې میلیونونه خلک له کړکیچ سره مخ کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د شخړو خپریدل په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د اقلیم د فشار او اقتصادي ننګونو پایلې په میلیونونو خلک د بیکارۍ ګواښ سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې په شمالي دارفور کې د زمزم په کمپ کې د قحطۍ، په سوډان او فلسطین کې د قحطۍ خطر او په هایټي، مالي او سویلي سوډان کې د شدیدې خوراکي ناامنۍ خبرداری ورکړی.

ملګري ملتونه وايي، د اوسنيو شخړو د هواري لپاره له سمدستي او هدفي اقدام پرته په دغو هېوادونو کې د بې وزلۍ او مرګ ژوبلې د ډېرېدو احتمال شته.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په ګډون ۲۲هېوادونه د «لوږې د بحران د کچې» په توګه پیژندل شوي چې سمدستي مداخلې ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ فلسطین، سوډان، سویلي سوډان، هایټي او مالي د لوږې پنځه مرکزونه دي چې د "ناوریني" شرایطو سره مخ دي او خلک یې له بې وزلۍ او شدید خوارځواکۍ کړیږي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغو هېوادونو کې د ۲۰۲۳کال د نومبر او د ۲۰۲۴کال د مې میاشتو تر منځ وضعیت نور هم شوی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: "خوړو ته لاسرسی نه یوازې یوه اساسي اړتیا ده، بلکې یو اساسي بشري حق دی."

طالبانو د درېیم ځل لپاره دایکنډي کې د ښځو د حقونو فعالې ورور نیولی دی

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچينې وايي، چې په دايکنډي کې د طالبانو استخباراتو د درېيم ځل لپاره د ښځو د حقونو د فعالې ورور عارف عارفي د طالبانو پر ضد د هغې د خور د اعتراضي فعاليتونو له امله نيولى دى. عارفي د صفیه عارفي ورور دی، چې د ښځو د یو غورځنګ مشره ده.

د عارف عارفي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو هغه د سې شنبې په ورځ (د لړم ۸مه) د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې نیولی دی. د دوی په وینا، طالبانو هغه په ​​زندان کې "شکنجه" کړی هم دی.

د عارفي خپلوانو ویلي، دا درېیم ځل دی، چې طالبانو هغه د خور د فعالیتونو د دوام له امله نیولی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو نوموړی مخکې د ۲۰۲۳کال په ډسمبر او بیا د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې نیولی و.

د عارف عارفي خپلوان وايي، چې طالبانو له هغه تعهد اخیستی و چې د خپلې خور د فعالیتونو مخه به نیسي.

صفیه عارفي د "د ښځو غورځنګ، د هیلې کړکۍ" په نوم د ښځو د یو غورځنګ مشره ده. دغه ښځینه فعاله له افغانستانه بهر ژوند کوي او د هغې په مشرۍ د ښځو غورځنګ څو ځلې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د تګلارو او محدودیتونو پر ضد اعتراضونه کړي دي.

د عارفي خپلوانو ویلي، چې هغه یو ټولنیز فعال هم دی او دا مهال د طالبانو په زندان کې تر "شکنجې" لاندې دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب وزیر د شمال- جنوب ټرانزیټي دهلیز پر سر د روسیې له سفیر سره کتلي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره د کابل او مسکو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د افغانستان پر ونډه خبرې کړې دي.

یاد وزارت پر خپل اېکس لیکلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره د پنجشنبې پر ورځ کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې بحث کړی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د ګډې کارډلې، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، افغان-روس سوداګریز کمپلکس پرانېستنې او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کې د طالبانو حکومت د ونډې اخستلو په تړاو د دې ډلې د تیاري په تړاو خبرې کړې دي.

طالب چارواکي د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د ګډو پروژو پر پیلونې، د افغانستان د کانونو، کرنې، اوبو او صنعت په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او «رغنده تعامل» هم غږېدلی.

د طالبانو حکومت په سیمه کې له روسیې، چین، ایران او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو سره نږدې اړیکې پالي.

ددې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې وروستیو کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي [چین او روسیه] ډېر وخت ددوی همکار پاتې شوي.

د چین او افغانستان ترمنځ باري اورګاډی بیا پیل شو

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی او په دغه هېواد کې د طالبانو سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ نن بیا د باري اورګاډي د پیلېدو خبره کوي. د دغه اورګاډي تر بیا پیلېدو نږدې اونۍ مخکې په کابل کې د چین سفیر وویل، چې له افغانستان سره ګمرکي تعرفه ختموي.

د چین او افغانستان ترمنځ اول ځل د ۲۰۱۹ کال د مارچ په اوله د چین- حیرتان پټلۍ له لارې باري اورګاډی پیل شو، خو وروسته وځنډېد.

خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشایونګ نن بیا د دې اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې نن د جیانګسو ولایت له نانټونګ ښار کې په ۵۵ ډبو بار دا اورګاډی د افغانستان حیرتان ته روان شو.

په بېجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې یوشیاویونګ او نورو چینايي چارواکو سره په ګډه یې د افغانستان او چین تر منځ د باري اورګاډي افتتاح وکړه.

د ښاغلي کریمي په خبره، دغه اورګاډی په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار ۵۰ کانټینرونه انتقالوي، چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته و رسیږي.

بلال کریمي وايي، د دغه اورګاډي پیلېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري پراخه شي.

چین د څو محدودو هېوادونو په څېر له طالبانو سره ښه اړیکي لري او د دې ډلې په واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

دغه هېواد له افغانستان سره په نورو برخو کې هم سوداګري زیاتول غواړي.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د اکتوبر پر ۲۵ د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره تر لیدنې وروسته خپل اېکس کې ولیکل: "چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي."

طالبان دا هڅه هم کوي چې له چین سره پر اورګاډي سربېره د واخان له لارې هم سوداګري ولري.

طالبان وايي، د چین تر پولې یې د واخان لار سوداګرۍ لپاره جوړه کړې ده.

د افغانستان او چین ترمنځ د باري اورګاډي د بیا پیلېدو مراسمو کې بلال کریمي هیله ښودلې چې پر اورګاډي سربېره د لاریو په وسیله هم د واخان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شي.