سرچینې: د سرپل په مرکز کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي

له سرپل ولایت څخه یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کې د نننۍ چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

له سرپل ولایت څخه یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کې د نننۍ چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
د سرچینې په خبره، دا چاودنه نن یکشنبه (د لړم ۱۳مه) د ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه د ګذر شاهان په چوک کې شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې ټپيان د شبرغان ښار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته همداراز ویلي، چې له چاودنې وروسته طالبانو د سرپل ولايت دوه تنه اوسېدونکي تر هغه وروسته ووهل او ونیول، چې د پېښې له سیمې څخه یې ویډیوګانې اخیستې.دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د کندهار ښار په اتمه حوزه کې هم د ماین یوه چاودنه شوې وه.له کندهار څخه هم یوې سرچینې وویل، چې د پېښې سیمه یې له کور څخه ښکاري، خو د طالبانو له وېرې یې نځور یا ویډيو اخیستی نه شي.سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د سراسري امنیت خبره کوي، خو په دې وروستیو کې په هېواد کې وسله والې نښتې او چاودنې زیاتې شوې دي.د ازادۍ او مقاومت جبهو چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې پر جنګیالیو پوځي عملیات پیل کړي دي، وخت نا وخته د طالبانو په امنیتي پوستو او غړو بریدونه کوي.که څه هم طالبانو هېڅکله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم په هېواد دننه رسنیو ته د ورته پېښو د پوښښ اجازه ورکوي، خو یادو جبهو تل د اعلامیو په خپرولو سره پر طالب جنګالیو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي، چې د یادې ډلې لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.


ایراني چارواکو په یزد ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې د کار د اسنادو نه لرلو په تور څلور افغان کارګران نیولي دي. د یزد روغتیا او درملنې شبکې له هغو ادارو څخه، چې د خوراکي توکو د پخولو او ویش په برخه کې فعالې دي وغوښتل، چې د بهرنیانو له ګمارلو ډډه وکړي.
د ایران صدا او سيما اژانس د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۳ مه) نېټه په مهریز ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې د افغان وګړو د نیولو خبر ورکړ.
د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، پولیسو او د چاپیریال روغتیا متخصصانو په مهریز کې له دې فابریکې ګډه لیدنه وکړه او دغه کسان یې ونیول.
د مهریز د روغتیا او درملنې شبکې مشر وویل: «د کار قانون له مخې هغه بهرنیان، چې د کار موقتي جواز یا کارپاڼه نه لري په هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري او که داسې وکړي، نو کارګر یې سرغړوونکی ګڼل کېږي او جریمه کېږي.»
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د لبنیاتو په پلورنځیو او د خوراکي توکو په ځایونو کې د کډوالو کار کول هم منع دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایرن په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو استخدام جرم ګڼلی او د هغوی د ایستلو بهیر یې ګړندی کړی.
په دې وروستیو کې د کرمانشاه ولایت د کرنې جهاد تنظیم هم د دغه ولایت په کرنیز سکتور کې د «غیر قانوني» افغانانو پر کار کولو بندیز اعلان کړ.

۵۵کلنه ګل بي بي، چې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا وهل شوې وه په روغتون کې سا ورکړه. له تخار ولايت څخه سرچينې وايي، چې د طالبانو امنيه قوماندانۍ کسانو دوه ورځې وړاندې د ځمکې پر سر په يوه شخړه کې دغه او يو شمېر نورې ښځې «سختې وهلې» وې.
سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۳ مه) نېټه د پیښې انځورونه او جزئیات افغانستان انټرنشنل ته لیږلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوې مېرمن او يو شمېر نورې ښځې دوه ورځې مخکې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان له خوا په درقد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله وهل شوې وې.
سرچينې زياته کړې، چې د درقد ولسوالۍ امنيه قوماندان د طالبانو له خوا د «يو غاصب او زورواکي» په همکارۍ غوښتل، چې د يادو مېرمنو اړوندې کروندې له منځه یوسي خو مېرمنو د طالبانو او د هغوى د ملګرو د پرېکړې پر وړاندې مقاومت وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو ځمکو پر سر له کلونو راهيسې لانجه روانه ده.
سرچينې زياته کړه چې کله ښځو د کروندو د ورانولو مخنیوی وکړ، د طالبانو د ولسوالۍ د مرستيال او امنيه قوماندان په ګډون ګڼ طالبان ماښام خواته ځمکې ته داخل شول څو ښځې له ځمکې وباسي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په درقد کې د طالبانو امنیه قوماندان عمر فاروق وروسته له هغې ښځې ووهلې، چې د ځمکې د پریښودو په خاطر يې د دوی غوښتني ونه منلې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې شخړه کې يوه مېرمن بي بي ګل د نورو مېرمنو په پرتله ډېره وهل شوې او روغتون ته وړل شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې دغه مېرمن له تالقان څخه د کندوز روغتون ته لېږدول شوې وه او د تېرې شنبې په شپه د لړم پر ١٢مه، له ٢٤ ساعتونو کوما وروسته مړه شوه.
سرچينې وايي، چې د ګل بي بي کورنۍ او خپلوانو د هغې جسد د يکشنبې په ورځ درقد ولسوالۍ ته يووړ او خاورو ته يې وسپارله.
په ورته وخت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د جنازې انځورونه استولي دي.
په رسیدلو انځورنو کې معلوميږي، چې ښځه د روغتون پر بستر پرته ده او د اکسیجن ماشین ورته تړلی دی.
په انځورونو کې د ښځې د بدن هغه برخې هم ښودل شوې، چې د وهلو ټکولو له امله ژوبلې شوې وې.
د دغې ښځې د طبي اسنادو انځورونه، چې د کندز د حوزوي روغتون اړوند دي، د افغانستان انټرنشنل ادارې ته هم ورکړل شوي دي.
په دغو ویډیوګانو کې یوه ښځه د ګل بي بي د جسد تر څنګ ولاړه ده او د طالبانو د امنیه قوماندان له خوا د ښځو د وهلو ټکولو د صحنې لپاره ځان د «عیني شاهد» په توګه معرفي کوي.
سرچينې زياته کړې، چې له دې پېښې او د يوې مېرمنې تر وژل کېدو وروسته د تخار ولسوالۍ اوسېدونکو لاريون وکړ او طالبانو د لاريون تیت کولو لپاره خپل ځواکونه سمبال کړل.
د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې چاودنه نن یکشنبه (د لړم ۱۳ مه) ماسپښین شاوخوا ۱ بجې د سرپل ولایت په مرکز کې شوې ده. د ځايي سرچينو په وينا، په دې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې جوت نه دی.
سرچينه زياتوي، چې چاودنه د سرپل ښار په سخي زاده مارکېټ کې شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخي تر لسو زيات کسان پکې ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخي،ټپيان د شبرغان ښار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې ډول نه دی په ډاګه شوی.
طالب چارواکو د سرپل د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان وايي، چې په کابل او فراه ولایتونو کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «ناروا اړيکو او اخلاقي فساد» په تور نيولي دي. دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې څلور نارينه یې په کابل، يوه ښځه او يو نارينه یې په فراه کې نيولي دي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت د یکشنبې په ورځ ويلي، چې د کابل په لومړۍ او ۱۳ حوزه کې يې څلور کسان د «اخلاقي فساد» په تور نيولي.
د طالبانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دوی محتسبانو د فراه په مرکز کې يوه ښځه او یو نارينه هم د «نامشروع اړيکو» درلودلو په تور نيولي دي.
طالبان زياتوي، چې نيول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسيې یې قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت ټينګار کوي، چې د «شریعت خلاف» کړنو مخنیوی به کوي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې په ټولنه کې «اخلاقي فساد» خپور کړي.
دوی له خلکو غوښتي، چې د شریعت خلاف کسانو په ورپېژندلو کېورسره همکاري وکړي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ هم ويلي و، چې د دوی کارکوونکو د کابل ښار په ۲۲ مه ناحيه کې پنځه نارينه او دوې ښځې د «اخلاقي فساد» په تور نيولي.
له دې وړاندي هم د طالبانو د ددې ادارې کارکوونکو په کابل کې يو شمېر ښځې د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیولې او زنداني کړې وې.
یو شمېر دیني عالمان پر طالبانو نیوکه کوي چې د «اخلاقي فساد» لپاره روښانه تعريف او لایحه نه لري او هغه ښځې، چې د کور د اړتيا او سودا پوره کولو لپاره بازارونو ته ځي هم طالبان یې په یو او بل نوم منع کوي او نيسي يې، چې وروسته د «اخلاقي فساد» نوم ورکوي.
ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو له دې وړاندې هم طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی مسوول رسول موسوي وايي، د استانبول غونډه د دوحې ناستې د نظرونو ترلاسه کولو په لټه کې ده او هڅه کوي د فکرخونې په توګه عمل وکړي. موسوي زیاته کړه، چې د استانبول غونډه د دوحې ناستې لپاره فکري او نظري ملاتړی رول لوبوي.
موسوي په یوه یادښت کې چې د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۱۳ مه) د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا پر ویب پاڼه خپور شوی، لیکلي چې که د استانبول غونډه د لنډمهالي پرځای اوږدمهالی پلان ولري دا د «بین الافغاني» بهیر یوه برخه ګڼل کیدای شي.
دغه پخواني ایراني ډپلومات په خپل یادښت کې «د افغانستان په پرمختګونو کې اغیزناکې پروسې» په دوو کټګوریو «بین الافغاني او بهر افغاني» وېشلې دي.
موسوي وايي، د ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د ازادۍ جبهه، د افغانستان متحده جبهه، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ او د ویانا د غونډو بهیر د «بین الافغاني» مذاکراتو له ډلې دي.
دغه ایرانی دیپلومات وايي، که د استانبول غونډه د یو ځل لپاره نه وي او دوام وکړي، دا به د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې، د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت عالي شورا ډلې او نورو «بین الافغاني» بنسټونو په څېر شي.
د نوموړي په باور، په نړيواله کچه د دوحې په څېر بهیرونه، د مسکو فرمټ ناستې او په سيمه ييزه کچه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناستېپه «بهر افغاني» بهیرونو کې شمېرل کیږي.
موسوي وايي، داسې ښکاري، چې د استانبول غونډه د دوحې ناستې په اړه د نظرونو د جلبولو په لټه کې ده او هڅه کوي دې ناستې ته خپل نظر وړاندې کړي.
په استانبول کې د افغان سیاسي فعالانو غونډه
د «ملي بحث فورم» غونډه د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د لړم پر ۱۰مه او ۱۱مه په استانبول کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.
سرچينې وايي، د دې غونډې کوربه د پخواني حکومت چارواکي حکمت خليل کرزی، مصطفى مستور او ادريس زمان دي.
دې غونډې د شنبې په ورځ په خپله لومړنۍ اعلامیه کې لیکلي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې دوه ورځنۍ غونډه د سیاسي ډلو، قومونو او بیلابیلو ډلو د ۷۰ استازو په حضور کې جوړه شوه. یادفورم وايي، «هڅه کوي د افغانستان په مسايلو کې ټولې ښکېلې خواوې سره راټولې کړي او د ملي خبرو اترو له لارې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره اغېزناک او دوامداره حل لارې وړاندې کړي».
ځینو سرچینو ویلي، چې د دې غونډې تنظیموونکو د طالبانو په ګډون بېلابېل جریانونه او ډلې رابللي وو، خو طالبانو او یو شمېر اوسنیو او پخوانیو سیاسي مشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
د دې غونډې یوه تنظیموونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرګې دوه استازي کابل ته تللي او له طالبانو یې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د سرچينې په وينا، له يادو طرفونو څخه هېڅ يوه هم د همکارۍ اعلان نه دى کړى او دې غونډې ته يې استازي نه دي لېږلي.
د دې غونډې په تر سره کولو کې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د رول په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته حامد کرزي ته نږدې کسانو کريم خرم او عبدالعلي محمدي وويل، چېکرزی د افغانانو ترمنځ د ډيالوګ او سياسي تعامل غوښتونکی دی، خو د غونډې په جوړېدو کې یې هېڅ رول نه درلود او نه یې هم په غونډه کې کوم استازي ګډون کړی.
یوې سرچینې ویلي، چې دې غونډې ته د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د نجات ملي شورا استازي هم بلل شوي وو، خو هغوی هم په دې غونډه کې له ګډون ډډه وکړه.