• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۰

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدل ډېر شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد د یادې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنې کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د کډوالو راستنېدل ډیر شوي.

خو د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د موقتي مېشتېدنې کمېټه وايي چې، دوی توانیدلي چې د راستنو شویو هېوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.

دغه طالب چارواکي دا نه ده په ډاګه کړې، چې له تېر یوه کال راهیسې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه څومره افغانان په زور افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د ژمي په راسیدو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو سپارښتنې کړې دي.

له څه باندې یو کال راهیسې ایران او پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

له دغو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په دوام نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له ایران او لسګونه کورنۍ له پاکستانه راستنیږي.

بل خوا ایراني چارواکو په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو، د کار بندیز، ښوونځیو کې د ماشومانو نه شاملول، د کورونو په کرایه نه ورکولو تر څنګ بېلابېل فشارونه زیات کړي دي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه افغانان له خپل هېواده وشړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: له افغانستان سره په درېیو کلونو کې نږدې اوه میلیارډه ډالره مرسته شوې ده

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله او په بشري مرستو لګولې ده.

اوچا خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمول به شته لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي او د خوراکي توکو ناامني او غربت به زیات کړي.

د اوچا له لوري د یکشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې څرګنده شوې، چې د دغو مرستو ډیره برخه په ۲۰۲۲ کال کې شوې ده.

په دغه کال کې ۳،۳ میلیاډه ډالره بشردوستانه مرستې افغانستان ته لېږل شوې دي.

دغه مرستې د بې وزلۍ، اقتصادي ناورین، سیاسي سقوط او د روغتیايي سیستم د پرځېدو له خطر سره هم همهاله شوې دي.

دغه سازمان د بې وزلۍ او بشري ناورین د کمولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د مثبتو اغېزو په اړه ویلي، چې «افغانستان لا هم د طبیعي پیښو، د اقلیم د بدلون او جیو پولیټیکي بدلونو له امله ډیر زیانمن دی.»

اوچا د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې سره، د افغانو ښځو او نجونو پر مخ په زیاتیدونکو بندیزونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې په هیواد کې د بشري حقونو د ناورین او امنیتي خطرونو نښه وبلله.

دغې ادارې ټینګار کړی چې نړۍوالو هڅو د قحطۍ د پېښېدو مخه نیولې او د زیانمنو شویو کسانو شمېر کم شوی دی.

اوچا وايي، چې په افغانستان کې د جګړې نشتوالي هم په لرو پرتو سيمو کې د اړتياوو د پېژندنې لپاره ښه لاسرسي او پېژندنې ته لاره هواره کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که د بودیجې کچه راټیټه شي، بشري لاسته راوړنې به په چټکۍ سره له لاسه ورکړي او د افغانستان زیانمن شوي خلک به یو ځل بیا له زیاتو کړاونو او زیانونو سره مخ شي.

ځینو کتونکو ویلي، چې طالبان له نړۍوالو بشري مرستو ناوړه ګټه پورته کوي او د مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي.

د طالبانو روغتیا وزارت: یوازې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شپږ زره ته رسېدلی

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وياند شرافت زمان په یوه ويډیو کې ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبت شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی. په دغې ناروغۍ د اخته کسانو ډیره برخه هغه ماشومان وي چې د شري واکسین یې نه وي کړی.

‏ د طالبانو عامې روغتیا وزارت وياند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کې تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۱۳مه) ناوخته ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبتو شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چې له پخوا ډیر دی.

شرافت زمان وايي، په پام کې لري چې د دغې وایروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین کمپاین پیل کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله تر دې وړاندې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی و او اندېښنې دا دي چې د پولیو وایرس هم په کلیو او بانډو کې تر پخوا ډیر شي.

شری یا سرخکان هغه وایروسي ناروغي ده چې ډیری پرې اخته کسان ماشومان دي او پر واکسين د بنديز له امله يې شمېر په ډیرېدو دی.

د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ناسمو تبلیغاتو او ورسره د طالبانو د سخت دریځۍ له امله ډیری خلک د ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان نه واکسین کوي او واکسین یوه بهرنۍ دسیسه بولي خو دغه کار په ماشومانو کې بیلابیلې وایروسي ناروغۍ چې له یو څخه بل ته ژر لېږدي ډیرې کړې دي.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي، چې په شري د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي ځکه چې د دوی په خبره په کلیو او بانډو ډیری خلک خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته نه ور وړي.

‏خو د طالبانو روغتیا وزارت وايي، په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د شري واکسين ملي کمپاين پيل کړي او هڅه یې دا ده چې دغه ناروغي تر یوه بریده راکمه کړي.

طالب چارواکي د “ساکښو موجوداتو پر انځورونو د بندیز” د تشریح کولو په موخه شمال ته تللي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو ته تللي، چې د “ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز” په اړه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده فرمان خپلو سیمه ییزو ویاندویانو ته تشریح کړي.

تر دې وړاندې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر ټلویزیونونو د “ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو" بندیز لګولی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يکشنبې په ورځ (د لړم ١٣مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دغه وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي مشر رحمت الله نړيوال او د باختر اژانس مشر ضياالحق حقمل د هېواد شمال ختيځو ولايتونو ته سفر کړى او له سیمه ییزو ویاندویانو او چارواکو سره يې ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې رحمت الله نړیوال سیمه ییزو چارواکو ته «د ساکښو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو» په اړه د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د وروستي فرمان په تړاو وضاحت ورکړی.

دغه وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له خوا د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز سربیره د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې، چې د ملا هبت الله له خوا توشیح شوی، په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو خپرول منع شوي دي. طالبانو د دغه قانون د پلي کولو لپاره په ولایتونو کې یو شمېر ویډیويي رسنۍ بندې کړي دي. دا بهیر له کندهار څخه پیل، تخار او نورو ولایتونو ته غځېدلی دی.

د رسنیو ملاتړې ادارې اندیښنه لري چې د دې قانون پلي کیدل به په هیواد کې د ټلویزونونو او د ویډیويي رسنیو د فعالیت د بندیدو لامل شي.

ځانګړی رپوټ: «مونشن کونسلګري د طالبانو د سفارت بڼه خپلوي»

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین کې د سفارت او بن کونسلګرۍ مسوولانو ته د تعامل لپاره کافي وخت ورکړل شوی و، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني. مونشن کونسلګري له طالبانو سره په تعامل فعالیت کوي.

د مونشن ښار په زرغونه سیمه ګرونوالډ کې سهار اته نیمې بجې دي. د ښاري اورګاډو (Straßenbahn) له تمځي رابرټ کوخ کوڅې نه د کونسلګرۍ تر ځایه پر لاره ګڼ افغانان لیدل کیږي، چې د افغان کونسلګرۍ پر لور چابک چابک رهي دي. د چا په لاس کې بکس دی، څوک په خلتو کې اسناد لېږدوي او له ځینو سره ګڼ ماشومان مله دي.

د کونسلګرۍ یوه مسووله مېرمن هم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې روانه ده او تنکیو زلمیانو ته د نظم ساتلو سپارښتنه کوي.

ګرونوالډ د مونشن ښار یوه شنه او لرغونې سیمه ده، چې ډېری پانګوال او شتمن خلک پکې اوسیږي. د ګرونوالډ کلا د مونشن د لرغونو توکو موزیم په غېږ کې ساتلی او له برځونو یې لاندې شنې سیمې او ایزر دره (Isartal) لیدل کیږي.

د کونسلګرۍ دروازه د مراجعینو پرمخ پرانېستې ده. واردمخه دلته د کونسلګرۍ په انګړ کې په شلګونو کسان په غرفو او ناستخونه کې د سندونو لپاره د فورمو په ډکولو بوخت دي. یو نیم کس په ګڼه ګوڼه کې سګرټ څکوي او ځینې په لوړ غږ د نوبت له نه مراعت کېدو شکایت کوي.

شیبه وروسته یو مسوول کس راځي او له خلکو فورمې اخلي. لهجه یې کله نرمه او کله ترخه وي، خو د نظم لپاره د یوه سیسټم او پلان د نشتوالي له امله خلک پخپله نظم نه شي ساتلای.

د سندونو د اجرا لومړی پړاو فورمې ډکول او د سندونو سپارل دي. په دویم ګام کې د کارت له لارې فیس اخستل کیږي. له دې وروسته مراجعین د خپلو اسنادو د نهايي کېدو او غږ لپاره انتظار باسي.

د طالبانو د زمري د اتمې نېټې پرېکړې د مونشن پر کونسلګرۍ ګڼه ګوڼه ډېره کړې او د بن او برلین د حوزې خلک هم پر ګرونوالډ ور مات دي.

100%

د بن او برلین بې برخلیکه استازځایونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.

د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزات سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.

سرچینه وايي، «اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دريځ دا دی چې د دواړو استازځایونو مسوولان له دندو لاس پرسر شي. طالبان د بن او برلین د استازځایونو له نورو کارکوونکو سره کار کولای شي».

طالبانو د زمري پر نهمه د ۱۴ هغو ډپلوماتیکو استازځایونو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل، چې له دغه وزارت سره همکاري او همغږي نه لري.

په دې مرکزونو کې په جرمني کې د افغانستان سفارت، د بن کونسلګري، په بریټانیا، فرانسه، یونان، ایټالیا، یونان، اتریش، سویس، پولنډ، بلجیم، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ډپلوماتیک مرکزونه شامل دي.

د اعلامیې له مخې، ددې استازځایونو له خوا صادرېدونکې وثیقې، پاسپورټونه، تمدیدپاڼې، ویزې او نور اړوند سندونه بې اعتباره دي.

د طالبانو له اعلان وروسته بریټانیا په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت بند کړ او په یو شمېر هېوادونو کې ډپلوماتیکو استازځایونو له دې ډلې سره د اړیکو هڅې پیل کړې.

په جرمني کې د افغانستان سفارت ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین او بن ښارونو کی د افغان سفارت او کونسلګرۍ مسوولانو تیاری ښودلی چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره کونسلي او اداري تعامل پیل کړي، خو طالبان د سفارت د لومړي مسوول او د بن کونسلګرۍ د مسوول لرې کېدل غواړي.

سرچینه وايي، چې« د بن کونسلګرۍ مسوول دې ته تیاری ښودلی چې له دندې لاس پر سر شي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل ته لاره پرانېستل شي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال په دې تړاو په بن کې د افغان کونسلګرۍ له کونسل او لومړي سکرټر بیژن پایا طاهري او په برلین کې له سفارت سره د اړیکې هڅه وکړه او پیغام یې ورته پرېښود، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «که د بن او برلین کونسلګرۍ په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي، ښايي دواړه ډپلوماتیک استازځایونه له تشکیلاتو لرې کړل شي او ټولې ډپلوماتیکې چارې د مونشن قونسلګرۍ له لارې ترسره شي».

له دې وړاندې جرمني رسنیو د افغانستان لپاره د المان د سفارت له ادرسه د طالبانو په نامه یو لیک خپور کړ، چې ظاهرا مونشن کونسلګرۍ ته د افغانستان د کونسلي خدمتونو له راټولېدو سره د برلین هوکړه ښيي.

جرمني مونشن ته د ټولې اروپا د کونسلي خدمتونو را غونډېدل د ویانا د ۱۹۶۱ کال تړون خلاف ګڼلی، خو د مونشن په کونسلګرۍ کې د افغانستان انټرنشنل خبریال له بن، برلین او سویس نه راغلي ګڼ داسې کسان لیدلي، چې د پاسپورټونو او نورو سندونو د جوړولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

یو تن افغان چې خپل پاسپورټ یې په بن کونسلګرۍ کې تمدید کړی و، په دې لټه کې و، چې په مونشن کونسلګرۍ کې یې بیا تمدید کړي او یا نوی پاسپورټ واخلي، خو د مونشن کونسلګرۍ مسوولانو د بن کونسلګرۍ تمدیدپاڼه کافي وګڼله او د نوموړي لپاره یې اضافي اجراات ونه کړل.

100%

لوړ عاید او په ټیټه کچه خدمتونه

کونسلګرۍ ته هر سهار په سلګونو کسان راځي؛ فورمي ډکوي او د تسلیمۍ او اجرااتو لپاره په کتارونو کې منتظر وي.

دغه وضعیت سړي ته د کابل د پاسپورټ ریاست وضعیت مخې ته دروي.

په داسې حال کې چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، د نوبت اخستلو لپاره نه د نمبر اتومات ماشین ترسترګو کیږي او نه نومره ښود سکرینونه لګول شوي. دغه ماشینونه د جرمني په ډېرو وړو خدماتي مرکزونو کې هم ترسترګو کیږي.

حسیب الله چې د جرمني د نوردراین ویستفالن له ایسن (Essen) ښار نه مونشن ته راغلی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، خو د نوبت لپاره د نومرو د ویش مډرن سیسټم نه لري، چې خلک په ارامه پر سکرین خپل نمبر وګوري او اړوند کاونټر ته ورشي.

نوموړي زیاته کړه چې« پر ویب سایټونو یې د انلاین وخت اخستلو اعلان کړی، خو ډېر وخت یې ویب سایټونه کار نه کوي او چې ایمیل او ټیلیفون کوې، څوک ځواب نه وايي».

مونشن کونسلګري په شنه او ګرانبیه سیمه ګرونوالډ کې پرته ده، چې د ښار له مرکز سره ډېر واټن نه لري.

دوه اونۍ وړاندې د ګرونوالډ سیمې خلکو پر کونسلګرۍ د خلکو د ګڼه ګوڼې او بې نظمیو له امله پولیسو ته شکایت وکړ. شاوخوا پراته کاغذونه، د اوبو او جوسو بوتل او د کثافاتو ډیریدل د ګرونوالډ د خلکو یوه ستره اندېښنه وه.

د ګرونوالډ د پولیسو مرستیال یورګ ګرینر محلي رسنیو ته وویل، چې له ګڼه ګوڼې سره سره، تراوسه د کومې ناوړه پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو پر کونسلګرۍ د افغان پاسپورټ اخستونکو رش د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.

ګرینروویل، چې قونسلګري له عملیاتي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او هڅه کوي د مراجعانو شمېر کم کړي.

خو کونسلګرۍ د عوایدو ډېروالي ته په پام، د خپلو عملیاتي چارو په چټکتیا، مډرنایز کولو او د نویو کسانو په ګومارنه کې تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخستی.

د معلوماتو له مخې، دغه کونسلګري د پاسپورټ د تمدید پر سر ۱۰۰ یورو، د نوي پاسپورټ ۱۲۰ ، د موټر لایسنسن د تایید لپاره ۳۰ یورو، د غیابي تذکرې ۵۰ یورو او د ویزې په بدل کې له ۸۰ تر ۱۰۰ یورو فیس اخلي. پر دې سربېره، کونسلګري د حصر وراثت، تذکرې تایید، نکاح خط، د جرمي مسوولیت نشتوالي، زیږون سند او وکالت خط په بدل کې هم فیس اخلي، خو یوازینی سند چې محصول یې نه اخلي د مړي لېږدولو لپاره د مکتوب ور کول دي.

د کونسلګرۍ عملیاتي او لوژستیکي ننګونو لکه د موټرو د پارک کولو ځای کموالي او روغتیايي اندېښنو سیمه ییز چارواکي دې ته اړ کړي، چې د کونسلګرۍ وضعیت له نږدې وڅاري.

ګرینر د سیمې د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل: « موږ له مسایلو خبر یو او له کونسلګرۍ سره د خبرو اترو په حال کې یو څو امنیت او عامه نظم خوندي شي».

«په یوه هېواد کې دوه سفارتونه»

دا پوښتنه دلته په جرمني کې له هر میشت افغان سره مطرح ده. هغه خلک چې په دغه هېواد کې د استوګنې اوږده مخینه لري، یا افغانستان ته تګ او راتګ کوي، د مونشن کونسلګرۍ ته له دې امله ترجیح ور کوي، چې له طالبانو سره په تعامل چارې پرمخ وړي. دوی ددې هدف لپاره له بن او برلین نه په سلګونو کیلومټره مزل کوي.

خو ډېر هغه کسان چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د طالبانو حکومت د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي او افغانستان ته سملاسي د تګ اراده نه لري، د خپلو سندونو د بشپړاوي لپاره د بن او برلین ډپلوماتیکو استازځایونو ته مراجعه کوي. له همدې امله په جرمني کې یو شمېر رسنیو دې ته «په یوه هېواد کې دوه سفارتونه» اصطلاح کارولې ده.

ډېر خلک د مونشن کونسلګرۍ ته د طالبانو د نا اعلان شوي استازځي په سترګه ګوري او په دې باور دي، چې « مونشن کونسلګرۍ ورو ورو د طالبانو د سفارت بڼه خپلوي».

ددې ستونزې د حل لپاره، په دې وروستیو کې یو شمېر جرمني میشتو افغانانو طالبانو ته یو پرانېستي لیک لېږلی او ددې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت نه یې غوښتي چې د بن او برلین د سیاسي استازولیو په تړاو پر خپله مخکینۍ پریکړه له سره غور وکړي.

په بن او برلین کې د افغانستان دواړه ډپلوماتیک استازځایونه لاهم فعال دي او کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

د جرمني د بهرنیانو د چارو ادارې (اوسلیندر بیهورده) د صادرېدونکو سټیکرونو په تړاو تر اوسه کومه ځانګړې سپارښتنه نه لري، خو په افغانانو کې د دریواړو استازځایونو له خوا د ورکول کېدونکو سندونو د اعتبار په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي.

د جرمني حکومت د طالبانو حکومت او ددې ډلې ډپلوماټان په رسمیت نه پېژني او د همکارۍ مساله یې یوازې تر تخنیکي کونسلي خدمتونو محدوده ګڼلې ده.

طالبانو په غزني ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلی دی

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په ورو وهلی دی. دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې ویلي چې یاد کس ته د «نامشروع» اړیکو په تور سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې یو کس د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د «نامشروع» اړیکو په جرم د عامو خلکو په حضور کې ۳۹ دوري وهلی دی.

په خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یاد کس یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی دی.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې.

هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.