• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکي د “ساکښو موجوداتو پر انځورونو د بندیز” د تشریح کولو په موخه شمال ته تللي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو ته تللي، چې د “ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز” په اړه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده فرمان خپلو سیمه ییزو ویاندویانو ته تشریح کړي.

تر دې وړاندې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر ټلویزیونونو د “ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو" بندیز لګولی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يکشنبې په ورځ (د لړم ١٣مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دغه وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي مشر رحمت الله نړيوال او د باختر اژانس مشر ضياالحق حقمل د هېواد شمال ختيځو ولايتونو ته سفر کړى او له سیمه ییزو ویاندویانو او چارواکو سره يې ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې رحمت الله نړیوال سیمه ییزو چارواکو ته «د ساکښو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو» په اړه د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د وروستي فرمان په تړاو وضاحت ورکړی.

دغه وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له خوا د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز سربیره د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې، چې د ملا هبت الله له خوا توشیح شوی، په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو خپرول منع شوي دي. طالبانو د دغه قانون د پلي کولو لپاره په ولایتونو کې یو شمېر ویډیويي رسنۍ بندې کړي دي. دا بهیر له کندهار څخه پیل، تخار او نورو ولایتونو ته غځېدلی دی.

د رسنیو ملاتړې ادارې اندیښنه لري چې د دې قانون پلي کیدل به په هیواد کې د ټلویزونونو او د ویډیويي رسنیو د فعالیت د بندیدو لامل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ځانګړی رپوټ: «مونشن کونسلګري د طالبانو د سفارت بڼه خپلوي»

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین کې د سفارت او بن کونسلګرۍ مسوولانو ته د تعامل لپاره کافي وخت ورکړل شوی و، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني. مونشن کونسلګري له طالبانو سره په تعامل فعالیت کوي.

د مونشن ښار په زرغونه سیمه ګرونوالډ کې سهار اته نیمې بجې دي. د ښاري اورګاډو (Straßenbahn) له تمځي رابرټ کوخ کوڅې نه د کونسلګرۍ تر ځایه پر لاره ګڼ افغانان لیدل کیږي، چې د افغان کونسلګرۍ پر لور چابک چابک رهي دي. د چا په لاس کې بکس دی، څوک په خلتو کې اسناد لېږدوي او له ځینو سره ګڼ ماشومان مله دي.

د کونسلګرۍ یوه مسووله مېرمن هم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې روانه ده او تنکیو زلمیانو ته د نظم ساتلو سپارښتنه کوي.

ګرونوالډ د مونشن ښار یوه شنه او لرغونې سیمه ده، چې ډېری پانګوال او شتمن خلک پکې اوسیږي. د ګرونوالډ کلا د مونشن د لرغونو توکو موزیم په غېږ کې ساتلی او له برځونو یې لاندې شنې سیمې او ایزر دره (Isartal) لیدل کیږي.

د کونسلګرۍ دروازه د مراجعینو پرمخ پرانېستې ده. واردمخه دلته د کونسلګرۍ په انګړ کې په شلګونو کسان په غرفو او ناستخونه کې د سندونو لپاره د فورمو په ډکولو بوخت دي. یو نیم کس په ګڼه ګوڼه کې سګرټ څکوي او ځینې په لوړ غږ د نوبت له نه مراعت کېدو شکایت کوي.

شیبه وروسته یو مسوول کس راځي او له خلکو فورمې اخلي. لهجه یې کله نرمه او کله ترخه وي، خو د نظم لپاره د یوه سیسټم او پلان د نشتوالي له امله خلک پخپله نظم نه شي ساتلای.

د سندونو د اجرا لومړی پړاو فورمې ډکول او د سندونو سپارل دي. په دویم ګام کې د کارت له لارې فیس اخستل کیږي. له دې وروسته مراجعین د خپلو اسنادو د نهايي کېدو او غږ لپاره انتظار باسي.

د طالبانو د زمري د اتمې نېټې پرېکړې د مونشن پر کونسلګرۍ ګڼه ګوڼه ډېره کړې او د بن او برلین د حوزې خلک هم پر ګرونوالډ ور مات دي.

100%

د بن او برلین بې برخلیکه استازځایونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.

د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزات سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.

سرچینه وايي، «اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دريځ دا دی چې د دواړو استازځایونو مسوولان له دندو لاس پرسر شي. طالبان د بن او برلین د استازځایونو له نورو کارکوونکو سره کار کولای شي».

طالبانو د زمري پر نهمه د ۱۴ هغو ډپلوماتیکو استازځایونو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل، چې له دغه وزارت سره همکاري او همغږي نه لري.

په دې مرکزونو کې په جرمني کې د افغانستان سفارت، د بن کونسلګري، په بریټانیا، فرانسه، یونان، ایټالیا، یونان، اتریش، سویس، پولنډ، بلجیم، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ډپلوماتیک مرکزونه شامل دي.

د اعلامیې له مخې، ددې استازځایونو له خوا صادرېدونکې وثیقې، پاسپورټونه، تمدیدپاڼې، ویزې او نور اړوند سندونه بې اعتباره دي.

د طالبانو له اعلان وروسته بریټانیا په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت بند کړ او په یو شمېر هېوادونو کې ډپلوماتیکو استازځایونو له دې ډلې سره د اړیکو هڅې پیل کړې.

په جرمني کې د افغانستان سفارت ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین او بن ښارونو کی د افغان سفارت او کونسلګرۍ مسوولانو تیاری ښودلی چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره کونسلي او اداري تعامل پیل کړي، خو طالبان د سفارت د لومړي مسوول او د بن کونسلګرۍ د مسوول لرې کېدل غواړي.

سرچینه وايي، چې« د بن کونسلګرۍ مسوول دې ته تیاری ښودلی چې له دندې لاس پر سر شي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل ته لاره پرانېستل شي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال په دې تړاو په بن کې د افغان کونسلګرۍ له کونسل او لومړي سکرټر بیژن پایا طاهري او په برلین کې له سفارت سره د اړیکې هڅه وکړه او پیغام یې ورته پرېښود، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «که د بن او برلین کونسلګرۍ په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي، ښايي دواړه ډپلوماتیک استازځایونه له تشکیلاتو لرې کړل شي او ټولې ډپلوماتیکې چارې د مونشن قونسلګرۍ له لارې ترسره شي».

له دې وړاندې جرمني رسنیو د افغانستان لپاره د المان د سفارت له ادرسه د طالبانو په نامه یو لیک خپور کړ، چې ظاهرا مونشن کونسلګرۍ ته د افغانستان د کونسلي خدمتونو له راټولېدو سره د برلین هوکړه ښيي.

جرمني مونشن ته د ټولې اروپا د کونسلي خدمتونو را غونډېدل د ویانا د ۱۹۶۱ کال تړون خلاف ګڼلی، خو د مونشن په کونسلګرۍ کې د افغانستان انټرنشنل خبریال له بن، برلین او سویس نه راغلي ګڼ داسې کسان لیدلي، چې د پاسپورټونو او نورو سندونو د جوړولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

یو تن افغان چې خپل پاسپورټ یې په بن کونسلګرۍ کې تمدید کړی و، په دې لټه کې و، چې په مونشن کونسلګرۍ کې یې بیا تمدید کړي او یا نوی پاسپورټ واخلي، خو د مونشن کونسلګرۍ مسوولانو د بن کونسلګرۍ تمدیدپاڼه کافي وګڼله او د نوموړي لپاره یې اضافي اجراات ونه کړل.

100%

لوړ عاید او په ټیټه کچه خدمتونه

کونسلګرۍ ته هر سهار په سلګونو کسان راځي؛ فورمي ډکوي او د تسلیمۍ او اجرااتو لپاره په کتارونو کې منتظر وي.

دغه وضعیت سړي ته د کابل د پاسپورټ ریاست وضعیت مخې ته دروي.

په داسې حال کې چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، د نوبت اخستلو لپاره نه د نمبر اتومات ماشین ترسترګو کیږي او نه نومره ښود سکرینونه لګول شوي. دغه ماشینونه د جرمني په ډېرو وړو خدماتي مرکزونو کې هم ترسترګو کیږي.

حسیب الله چې د جرمني د نوردراین ویستفالن له ایسن (Essen) ښار نه مونشن ته راغلی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، خو د نوبت لپاره د نومرو د ویش مډرن سیسټم نه لري، چې خلک په ارامه پر سکرین خپل نمبر وګوري او اړوند کاونټر ته ورشي.

نوموړي زیاته کړه چې« پر ویب سایټونو یې د انلاین وخت اخستلو اعلان کړی، خو ډېر وخت یې ویب سایټونه کار نه کوي او چې ایمیل او ټیلیفون کوې، څوک ځواب نه وايي».

مونشن کونسلګري په شنه او ګرانبیه سیمه ګرونوالډ کې پرته ده، چې د ښار له مرکز سره ډېر واټن نه لري.

دوه اونۍ وړاندې د ګرونوالډ سیمې خلکو پر کونسلګرۍ د خلکو د ګڼه ګوڼې او بې نظمیو له امله پولیسو ته شکایت وکړ. شاوخوا پراته کاغذونه، د اوبو او جوسو بوتل او د کثافاتو ډیریدل د ګرونوالډ د خلکو یوه ستره اندېښنه وه.

د ګرونوالډ د پولیسو مرستیال یورګ ګرینر محلي رسنیو ته وویل، چې له ګڼه ګوڼې سره سره، تراوسه د کومې ناوړه پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو پر کونسلګرۍ د افغان پاسپورټ اخستونکو رش د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.

ګرینروویل، چې قونسلګري له عملیاتي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او هڅه کوي د مراجعانو شمېر کم کړي.

خو کونسلګرۍ د عوایدو ډېروالي ته په پام، د خپلو عملیاتي چارو په چټکتیا، مډرنایز کولو او د نویو کسانو په ګومارنه کې تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخستی.

د معلوماتو له مخې، دغه کونسلګري د پاسپورټ د تمدید پر سر ۱۰۰ یورو، د نوي پاسپورټ ۱۲۰ ، د موټر لایسنسن د تایید لپاره ۳۰ یورو، د غیابي تذکرې ۵۰ یورو او د ویزې په بدل کې له ۸۰ تر ۱۰۰ یورو فیس اخلي. پر دې سربېره، کونسلګري د حصر وراثت، تذکرې تایید، نکاح خط، د جرمي مسوولیت نشتوالي، زیږون سند او وکالت خط په بدل کې هم فیس اخلي، خو یوازینی سند چې محصول یې نه اخلي د مړي لېږدولو لپاره د مکتوب ور کول دي.

د کونسلګرۍ عملیاتي او لوژستیکي ننګونو لکه د موټرو د پارک کولو ځای کموالي او روغتیايي اندېښنو سیمه ییز چارواکي دې ته اړ کړي، چې د کونسلګرۍ وضعیت له نږدې وڅاري.

ګرینر د سیمې د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل: « موږ له مسایلو خبر یو او له کونسلګرۍ سره د خبرو اترو په حال کې یو څو امنیت او عامه نظم خوندي شي».

«په یوه هېواد کې دوه سفارتونه»

دا پوښتنه دلته په جرمني کې له هر میشت افغان سره مطرح ده. هغه خلک چې په دغه هېواد کې د استوګنې اوږده مخینه لري، یا افغانستان ته تګ او راتګ کوي، د مونشن کونسلګرۍ ته له دې امله ترجیح ور کوي، چې له طالبانو سره په تعامل چارې پرمخ وړي. دوی ددې هدف لپاره له بن او برلین نه په سلګونو کیلومټره مزل کوي.

خو ډېر هغه کسان چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د طالبانو حکومت د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي او افغانستان ته سملاسي د تګ اراده نه لري، د خپلو سندونو د بشپړاوي لپاره د بن او برلین ډپلوماتیکو استازځایونو ته مراجعه کوي. له همدې امله په جرمني کې یو شمېر رسنیو دې ته «په یوه هېواد کې دوه سفارتونه» اصطلاح کارولې ده.

ډېر خلک د مونشن کونسلګرۍ ته د طالبانو د نا اعلان شوي استازځي په سترګه ګوري او په دې باور دي، چې « مونشن کونسلګرۍ ورو ورو د طالبانو د سفارت بڼه خپلوي».

ددې ستونزې د حل لپاره، په دې وروستیو کې یو شمېر جرمني میشتو افغانانو طالبانو ته یو پرانېستي لیک لېږلی او ددې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت نه یې غوښتي چې د بن او برلین د سیاسي استازولیو په تړاو پر خپله مخکینۍ پریکړه له سره غور وکړي.

په بن او برلین کې د افغانستان دواړه ډپلوماتیک استازځایونه لاهم فعال دي او کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

د جرمني د بهرنیانو د چارو ادارې (اوسلیندر بیهورده) د صادرېدونکو سټیکرونو په تړاو تر اوسه کومه ځانګړې سپارښتنه نه لري، خو په افغانانو کې د دریواړو استازځایونو له خوا د ورکول کېدونکو سندونو د اعتبار په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي.

د جرمني حکومت د طالبانو حکومت او ددې ډلې ډپلوماټان په رسمیت نه پېژني او د همکارۍ مساله یې یوازې تر تخنیکي کونسلي خدمتونو محدوده ګڼلې ده.

طالبانو په غزني ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلی دی

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په ورو وهلی دی. دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې ویلي چې یاد کس ته د «نامشروع» اړیکو په تور سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې یو کس د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د «نامشروع» اړیکو په جرم د عامو خلکو په حضور کې ۳۹ دوري وهلی دی.

په خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یاد کس یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی دی.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې.

هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.

طالبان وايي، د تېرې شپې په اورلګېدنه کې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپيان شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې ریاست مسولان وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګاز د تولید په یوه شرکت کې د اور لګېدنې په پېښه کې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ ناوخته په کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو د تولید په یوه شرکت کې اور لګیدنه رامنځته شوه، چې د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې کارکوونکي د شپې تر ناوخته په یاده اورلګیدنه بوخت وه.

د طالبانو تر واک لاندې پيښو ته د رسیدو او اطفايې عمومي مشر نورالله انصار د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) رسنیو ته ویلي، چې د ګاز د تولید په شرکت د اور د غځیدو منخیوی یې پر وخت وکړ، خو په یاده اورلګیدنه کې شپږ تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، د په دغه اورلګیدنه کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه یې لا څیړنې نه دي بشپړي شوي.

ایراني چارواکی وايي، چې «ناقانونه» افغانانو ته باید اوبه او برېښنا ورنه کړل شي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۰

د تهران د پولیسو یوه مشر ویلي، چې پر ایران د لګول شویو بندیزونو له مخې «ناقانونه» افغانانو ته باید د میټرو، ښاري بس، روغتون، ښوونځي، اوبو او بریښنا په څېر اسانتیاوې ورنه کړل شي. علي قاسم پور وايي: «موږ باید دغه امتیازات «ناقانونه» افغانانو ته ورنه کړو.»

د تهران د پولیسو یوه مشر د دغه هېواد ایسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې: «ناقانونه افغانان د یوه ایراني په څير د ښاري ټولو خدمتونو لکه میټرو او بس، روغتون، ښوونځي، اوبه، بریښنا او داسې نور کاروي، چې په بېلابېلو مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د خلګو ته د خدمتونو د کموالي لامل کیږي.»

نوموړي زیاته کړه: «د هغو بندیزونو په پام کې نیولو سره چې زموږ هیواد یې لري او هغه اقتصادي ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، دا سرچینې باید خلکو ته په واک کې ورنه کول شي او موږ باید دا امتیازات ناقانونه کډوالو ته ورنه کړو.»

علي قاسم پور ټینګار کړی؛ هغه افغانان چې په «ناقانونه» توګه ایران ته راغلي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د هغه په ​​وينا، د تهران پوليس دا مهال د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانان په راټولو او اړوندو مرکزونو ته په سپارلو بوخت دي، چې افغانستان ته واستول شي.

نوموړي له ایرانیانو څخه غوښتنه کړې، چې له پولیسو سره د افغانانو د اوسېدو د ځایونو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

ایران په رسمي توګه ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی او د راپورونو له مخې ان په دغه هېواد کې د ویزو لرونکي افغانان نیول او شړل کېږي.

د راپورنو له مخې، ایران هره اونۍ نږدې زرګونه کسان نیسي او په جبري توګه یې افغانسان ته استوي.

طالبان: د افغان کډوالو ۴۴ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۴۴ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه کډوال په خپله خوښه او زور له دغو هیوادونو ایستل شوي.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي دي، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې نهه یې د تورخم، ۱۶ یې د کندهار د سپین بولدک، دوه یې د نيمروز د ورېښمو پله او ۱۷ یې د هرات د اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس زیاته کړې ده، چې له دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې شپږیې بېرته خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو نورو کورنيو ته یې مرستې وېشلې دي.

که څه هم د کډوالو په برخه کې نړۍوالو ادارو او سازمانونو له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او دوی په زور له دغو هیوادونو کډې کولو ته اړ نه شي خو ایران او پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو ته دوام ورکړی او دغه لړۍ روانه ده.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.

دا رنګه په پاکستان کې د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې د اګسټ میاشتې له ۱۷مې د سپتمبر میاشتې تر نهمې نېټې پورې ۲۱ زره او ۱۹۳ افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.