د پاکستان د دفاع وزیر: تحریک انصاف ګوند هڅه کوي، چې عمران خان له هېواده بهر ولېږدوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې د تحریک انصاف ګوند هڅه کوي د دغه ګوند بندي مشر عمران خان له هېواده د باندې انتقال کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې د تحریک انصاف ګوند هڅه کوي د دغه ګوند بندي مشر عمران خان له هېواده د باندې انتقال کړي.
د پاکستان جیونیوز د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۱۶مه) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند خپله ځینو هېوادونو ته وايي، چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې عمران خان له زندانه خوشې او له هېواده بهر یې انتقال کړي.ښاغلي اصف ویلي، چې ځیني هېوادونه د عمران خان ورتګ ته چمتوالی هم لري؛ خو ښاغلي اصف په دې اړه د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی.د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کاله د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې، د څه باندې یو کال راهیسې د بېلابېلو قضیو په تور بندي دی.په دې ورستیو کې ځینو هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له زندانه خوشې شي.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ويل کیږي، د نومبر تر پنځمې نیټې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۹۹۲۰۸ تنو ته رسېدلی.
له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه چې د اکتوبر له اومې نېټې څخه د نومبر تر پنځمې نیټې پورې ستانه کړل شوي له ډلې یې ۹۰۰۵ یې نارینه، ۷۱۰۵ یې ښځې او ۱۰۴۳۰ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه کړل شوي دي.
راپور کې راغلي چې دغه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال، ۷۶۰ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۷۱۰ موټرو کې ستنې شوې دي.
دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.
پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربهتوب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.
ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حزب الله تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او تر دیارلس زره زیات ټپیان شوي دي.
اسراییل وايي، په لبنان کې به د حزب الله د مرکزونو په نښه کولو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په تېر کال کې پر مرستندویه ځواکونو له ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۵۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیېټډ پرېس اژانس د خبر له مخې، په لبنان کې د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي او دمګړۍ اسراییل په دغه هېواد کې د حزب الله پر ضد نوي عملیات کوي.
حزب الله چې د ایران متحد دی، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته د اسراییل پر شمالي سیمو د راکټونو وېشتل پیل کړل، چې له هغه وروسته اسراییل پر لبنان هم خپل بریدونه پیل کړل.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه و.
د نتنیاهو په بیانیه کې راغلي: «د اسراییل د لومړي وزیر په توګه زما تر ټولو مهمه دنده د هېواد د امنیت ټینګښت او د پرېکنده بریا په لور زمونږ رهبري ده.»
نوموړي زیاته کړې: «د جګړو پرمهال تر هر بل وخته د لومړي وزیر او د دفاع وزیر ترمنځ بشپړ باور اړین دی او متاسفانه دغه باور چې په لومړیو کې و او ډېرې لاسته راوړنې مو هم درلودې، په وروستیو میاشتو کې له منځه ولاړ.»
نتنیاهو همداراز ویلي، چې د اختلافونو د حل لپاره یې په ځلونو هڅې وکړې، خو دغه اختلافونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شوې.
د نوموړي په وینا: «دغه اختلافونه په نا مناسب شکل ان عمومي افکارو ته ورسېد او تر دې بدتره دا چې زمونږ د دوښمنانو غوږ ته هم دا خبرې ورسېدې او ترې ګټه یې پورته کړه او خوند یې واخیست.»
یواو ګالانټ بیا د اسراییل له دفاع وزارت څخه د دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپل اېکس کې ولیکل: «د اسراییل د امنیت ټینګښت زما د ژوند ماموریت و همداراز به وي.»
له دې سره، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د معترضانو بېلابېلو ډلو د ګالانټ د لرې کېدو په غبرګون کې په ټول اسراییل کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې چې نتنیاهو ګالانټ له کابینې څخه اېستلی و، په اسراییل کې پراخ لاریونونه وشول او د دې هېواد لومړی وزیر اړ شو چې یواو ګالانټ بېرته کابینې ته راولي.
د اسراییل لومړي وزیر د امریکا د ټاکنو په ورځ خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد د ایران د یوه بل احتمالي برید لپاره چمتوالی نیسي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد د اسراییل د بریدونو غچ اخلي.

د امریکا په تاریخ کې شپږ ځله ټاکنې جنجالي او کړکېچنې وې او هر ځل مختلفو عواملو سره د کړکېچونو او شخړو لامل ګرځېدلې دي. دغه ټاکنې نه یوازې د امریکا په دننه کې بلکې په نړۍواله کچه هم د پام وړ وې.
۱. د ۱۸۰۰ کال ټاکنې - توماس جیفرسن او جان اډمز
د امریکا د ولسمشرۍ لومړنۍ کړکېچنې ټاکنې د ۱۸۰۰ کال وې، چې په دې کې توماس جیفرسن او جان اډمز یو د بل پر وړاندې ودرېدل.
په دې ټاکنو کې جیفرسن او د هغه مرستیال ارون بر دواړو یو شمېر برابر الېکټورل رایې ترلاسه کړې او د امریکا د ټاکنو د قوانینو له مخې دا مساله کانګرس ته وړاندې شوه.
د کانګرس غړو له څو ورځو بحثونو وروسته په ۳۶مه دور کې جیفرسن د امریکا د ولسمشر په توګه بریالی اعلان کړ.
دغه ټاکنې د ولسمشر د ټاکلو په پروسه کې لومړۍ لویه کړکېچنه ازموینه وه.

۲. د ۱۸۲۴ کال ټاکنې - جان کوینسي اډمز او انډریو جکسن
په دې ټاکنو کې څلورو نوماندانو برخه لرله: جان کوینسي اډمز، انډریو جکسن، ویلیم کراوفورډ او هنري کلي.
جکسن ډېرې عامې رایې او الېکټورل رایې ترلاسه کړې، خو د بریا لپاره یې ټاکل شوی حد پوره نه کړ.
دا موضوع کانګرس ته وړاندې شوه او په کانګرس کې هنري کلي د جان کوینسي اډمز ملاتړ وکړ، چې په پایله کې اډمز ولسمشر شو.
جکسن دې ته د “توطیې” نوم ورکړ او دا ټاکنې یې خورا جنجالي وبللې.

۳. د ۱۸۷۶ کال ټاکنې - رترفورډ بی. هیز او سیمويل ټیلډن
د امریکا په تاریخ کې د ۱۸۷۶ کال ټاکنې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې. په دې ټاکنو کې سیمویل ټیلډن ډېرې عامې رایې ترلاسه کړې، خو په څو ایالتونو کې د رایو د نتیجې په اړه شخړې راپورته شوې.
دواړو نوماندانو د جنوبي ایالتونو د الېکټورل رایو ادعا وکړه. په پای کې د دواړو ګوندونو تر منځ د یوې موافقې له مخې هیز د امریکا ولسمشر اعلان شو، په دې شرط چې له جنوبي ایالتونو څخه به فېدرالي ځواکونه باسي.
دې کار سره په امریکا کې د بیارغاونې پروسه یو څه خنډنه شوه، سیاسي بې ثباتي یو څه خړه پړه او د اوږدې مودې لپاره یې پر سیاسي او ټولنیز وضعیت اغېز وکړ.

۴. د ۱۹۶۰ کال ټاکنې - جان ایف کېنېډي او ریچارډ نیکسن
د ۱۹۶۰ کال ټاکنې هم جنجالي ټاکنې وې چې جان ایف کېنېډي او ریچارډ نیکسن پکې برخه لرله. کېنېډي یوازې د لږ توپیر په بنسټ بریالی شو او د ټاکنو په اړه ادعاوې وشوې چې په ځانګړي توګه په الینوی او ټېکساس کې درغلۍ شوې.
نیکسن سره له دې چې د شواهدو له مخې کولی شو قانوني اعتراض وکړي، خو هغه د هېواد د یووالي لپاره له دې چارې ډډه وکړه.
دغه ټاکنې د امریکا په تاریخ کې له نږدې پایلو څخه وې.

۵. د ۲۰۰۰ کال ټاکنې - جورج ډبلیو بوش او ال ګور
د ۲۰۰۰ کال ټاکنې هم کړکېچنې ټاکنې وې چې د فلوریډا د ایالت رایو پکې ټاکونکی نقش درلود.
ال ګور او جورج بوش دواړه په ډېر نږدې توپیر سره روان وو او د فلوریډا د رایو بیا شمېرنې پروسه پېل شوه.
دغه پروسه تر څو اونیو پورې وغځېده، چې بالاخره سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د بیا شمېرنې پروسه باید پای ته ورسېږي او جورج بوش بریالی اعلان شو.
د دغه ټاکنو د پایلو د قانوني مبارزې پروسه د امریکا په تاریخ کې بې سارې وه.

۶. د ۲۰۲۰ کال ټاکنې - جو بایډن او ډونالد ټرمپ
د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د کرونا وبا له امله ځانګړې وې او ډېری خلکو د پوستې له لارې رایې ورکړې. ډونالد ټرمپ په مکرر ډول د ټاکنو په پروسه او په ځانګړي ډول د پوستې له لارې د رایو په اړه شکونه راپورته کړل.
ټرمپ ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او څو ایالتونو کې یې د پایلو پر وړاندې قانوني اعتراضونه هم ثبت کړل.
دا ټاکنې د امریکا لپاره کړکېچنې وې او د شخړو سره مل وې، خو په پای کې جو بایډن د امریکا ولسمشر وټاکل شو.

پایله
د امریکا په تاریخ کې څو ټاکنې جنجالي او له کړکېچونو ډکې وې او هر ځل یې پر مختلفو برخو اغېز کړی دی.
دا ټاکنې د امریکا د ولسواکۍ او د ټاکنو د سیستم لپاره جدي ازمېښتونه وو، چې هره یوه یې په یو ډول د امریکا د راتلونکو ټاکنیزو پر پروسه او د خلکو پر باور تاثیر درلود.

کمالا هرېس یوه امریکایي سیاستواله، وکیله او د ډیموکراټ ګوند غړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د لومړنۍ ښځینه او تورپوستې مرستیالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. د هغې سیاسي سفر او لاسته راوړنې د امریکا په سیاست کې د متنوع او پرمختللي نقش په توګه پېژندل کېږي.
کمالا هرېس د خپلې ځانګړې شخصیت، قانوني تجربې او د حقوقو او ټولنیزو عدالتونو په برخه کې د خپل کار له امله پېژندل کېږي.
ژوند او زده کړې
کمالا دیوي هرېس د ۱۹۶۴ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه د کلفورنیا په کې زېږېدلې ده. د هغې مور شیملا ګوپلان چې د هند له تامل ناډو څخه وه، یوه څېړونکې او سرطان پيژندونکې وه.
پلار یې ډونلډ هرېس د جمیکا څخه د کډوالۍ وروسته د اقتصاد استاد شو.
د کمالا د کورنۍ کلتوري تنوع د هغې په ژوند او شخصیت ژوره اغېزه لرله.
هغې خپلې لومړنۍ زده کړې په کلیفورنیا کې پیل کړې او وروسته یې د واشنګټن ډي سي په هاوارډ پوهنتون کې زده کړې وکړې، چې یو له مشهورو افریقایي - امریکایي پوهنتونونو څخه دی. وروسته یې د کالیفورنیا د سان فرانسسکو پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د حقوقو په برخه کې سند ترلاسه کړ.
د حقوقو او قانوني چارو پیل
هرېس خپل مسلکي کار په کالیفورنیا کې د وکیلې په توګه پیل کړ او هلته یې د جنایي او مدني قضیو په برخو کې کار وکړ.
د خپلو هڅو او وړتیا په اساس، هرېس په ۲۰۰۴ کال کې د سان فرانسسکو د ولسوالۍ څارنواله وټاکل شوه، چې په دې توګه د کلیفورنیا په لوی ښار کې د قانون د پلي کولو مشره شوه.
په ۲۰۱۰ کال کې هرېس د کلیفورنیا د لوی څارنوالې په توګه وټاکل شوه او لومړنۍ تورپوستې ښځه شوه چې په دې دنده کې یې کار کاوه.
په دې ترڅ کې یې د قوانینو په بیلابیلو برخو کې اصلاحات رامنځته کړل، د پولیسو په حساب ورکولو کې یې هڅې وکړې او د کورني امنیت او د ټولنیز عدالت په برخه کې یې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړل.
سیاسي سفر او د سنا غړیتوب
کمالا هرېس په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د سنا د غړې په توګه وټاکل شوه، چې د کلیفورنیا ایالت استازیتوب یې کاوه.
په سنا کې هرېس د خپل قانوني برخې د تجربې له مخې د عدلي او استخباراتي کمېټو غړې شوه. هغې په بیلابیلو موضوعاتو لکه؛ مهاجرت، عدالت، روغتیا، او د ټولنیز عدالت په برخو کې روښانه او جدي دریځونه ونیول.
په سنا کې هرېس د امریکا په عدلي سیسټم کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړ، د مهاجرت د اصولو په اصلاح کې یې برخه واخیسته او د ښځو او اقلیتونو د حقونو د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې.
د هغې کلک او په زړورتیا سره دریځونو هغه د خلکو ترمنځ د پام وړ ورګرځوله.
د مرستیالې ولسمشرۍ ټاکنې
په ۲۰۲۰ کال کې د ډېموکراټ ګوند د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن کمالا هرېس د خپلې مرستیالې په توګه وټاکله.
هرېس د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه، لومړنۍ تورپوستې او د جنوبي اسیا اصله ښځه شوه چې د مرستیالې ولسمشرۍ لپاره نومانده شوه.
د بایډن - هرېس ټیم د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ او مایک پېنس پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او په دې توګه کمالا هرېس د امریکا لومړنۍ مرستیاله ولسمشره شوه.

د مرستیالې ولسمشرۍ دوره
د کمالا هرېس د مرستیالې ولسمشرۍ دوره د امریکا په سیاست کې یوه تاریخي دوره بلل کیږي. د هغې ټاکنه په امریکا کې د ډیرو خلکو لپاره د پرمختګ او بدلون سمبول وګرځېد او د هغې شتون د امریکایي ټولنې تنوع او بدلون ته انعکاس ورکوي.
د مرستیالې په توګه هرېس د بایډن ادارې په مهمو پرېکړو کې برخه لري، په ځانګړي ډول د ټولنیز عدالت، روغتیایي سیستم، د اقلیمي بدلون، او نړۍوالو اړیکو په برخو کې یې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي.
هغه همداراز د ښځو، اقلیتونو او ځوانانو لپاره یو الهام بلل کیږي او د هغوی د حقونو او د ژوند د ښه کولو لپاره د هغو مسایلو ملاتړ کوي چې دوی ته اهمیت لري.
د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندي
کمالا هرېس وروسته له هغې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوه چې د ډېموکراټ ګوند نوماند او د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.
کمالا هرېس د امریکایي سیاست یو ځانګړی او تاریخي شخصیت دی. د هغې ژوند، مسلکي هڅې او سیاسي لاسته راوړنې نه یوازې د هغې لپاره بلکې د هغو ټولو خلکو لپاره چې له محدودیتونو سره مخامخ دي، یو الهام بلل کیږي.
د هغې پلویان ادعا لري چې د کمالا هرېس موجودیت او ولسمشرۍ ته نوماندي د دې ګواهي ورکوي چې امریکا یو متنوع ټولنه ده او د ډېموکراسۍ په اساس هر څوک د خپلو هلو ځلو له لارې د بدلون لامل کیدای شي.
د امریکا د ډېموکراټ ګوند غړي بیا د شعار په توګه وايي: کمالا هرېس د امریکایي سیاست د راتلونکې لپاره یوه روښانه بېلګه ده.