په لبنان کې د اسراییل د بریدونو له امله په یوه کال کې تر درې زرو زیات کسان وژل شوي دي

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حزب الله تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او تر دیارلس زره زیات ټپیان شوي دي.