کراچۍ کې پر چینايي وګړو له برید وروسته بیا اسلام اباد د دوی د امنیت ساتلو ژمنه وکړه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر چینايي وګړو له برید وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د چینایانو پر خوندیتوب او امنیت ساتلو ټینګار وکړ.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر چینايي وګړو له برید وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د چینایانو پر خوندیتوب او امنیت ساتلو ټینګار وکړ.
د رویټرز د رپوټ له مخې، نن سهار د کراچۍ په صنعتي سیمه کې د یوه امنیت ساتونکي په ډزو دوه چینايي وګړي ټپیان شول.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې پېښې څو ساعته وروسته منلې چې دوه چینايي وګړي له خپل شخصي ساتونکي سره تر جنجال وروسته د هغه په ډزو ټپیان شوي دي.
د وزارت په اعلامیه کې د پېښې د ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي او د دوی د ژر رغېدو هیله شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پېښې څېړي او مسوول کس به د قانون منګولو ته وسپاري.
دا وزارت وايي د چین له سفارت او اړوند بهرنیو چارو وزارت سره هم په دې تړاو له نږدې تماس کې دی.
په دې اعلامیه کې یو ځل بیا په پاکستان کې د چینايي وګړو او پروژو پر خوندیتوب او امنیت ساتلو ټینګار شوی دی.


ډونالډ ټرمپ یو امریکایي سوداګر، سیاستوال او یو رسنیز شخصیت پېژندل کیږي چې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ پورې د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه یې خپله د ولسمشرۍ لومړۍ دوره بشپړه کړې ده.
د هغه واکمني د جنجالي سیاستونو، ځانګړو دریځونو، او د دودیز سیاست پر وړاندې د یو نوي او خشن سیاسي مکتب په توګه پېژندل شوې ده.
ژوند او زده کړې
ډونالډ جان ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ نېټه د نیویارک په کوینز سیمه کې وزېږېد. هغه د فریډ ټرمپ چې یو بریالی د ځمکو سوداګر و زوی دی.
ټرمپ له کوچنیتوب څخه د سوداګرۍ په چارچوکاټ کې لوی شو. هغه په پوځي ښوونځي کې زده کړې وکړې او وروسته د فوردهام پوهنتون ته لاړ، خو بیا یې د پېنسلوانیا پوهنتون ته لار پېدا کړه، چیرته چې یې په ۱۹۶۸ کال کې د اقتصاد په برخه کې زده کړې بشپړې کړې.
سوداګري
ټرمپ په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د جایداد او ودانیزو چارو شرکت د مدیریت په برخه کې دنده پیل کړه او له خپل پلار سره یې په سوداګرۍ کې مرسته وکړه.
په ۱۹۷۱ کې یې د کورنۍ سوداګري په نیویارک ښار کې پراخه کړه او د ټرمپ په نوم یې د جایدادونو یو برانډ جوړ کړ. د نیویارک په ګڼو ودانیو کې د ټرمپ د برانډ د نوم شتون هغه ته د یو مشهور سوداګر نوم ورکړ.
ټرمپ ټاور، د هوټلونو سلسله، د کسینوګانو (د جوارۍ مرکزونه) د پانګونې پروژې او د رسنیو پروژې لکه “The Apprentice” ټلویزیوني پروګرام د هغه د سوداګرۍ شهرت زیات کړ.
سیاسي سفر
ډونالډ ټرمپ د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې په سیاست کې ډېر رول نه درلود، خو په ۲۰۱۵ کال کې یې د جمهوري ګوند له لارې د ولسمشرۍ لپاره خپله کاندیداتوري اعلان کړه.
د هغه سیاسي فلسفه په عمده توګه د “تر هر څه لومړۍ امریکا” په شعار ولاړه وه، چې د سوداګرۍ، اقتصادي مسایلو، کډوالۍ او ملي امنیت په برخو کې یې د متحده ایالاتو په ګټه د پالیسیو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
هغه د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د هیلري کلنټن پر وړاندې بریالی شو او د ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله.
د ولسمشرۍ دوره
د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره له ګڼو ځانګړتیاو او جنجالي پالیسیو ډکه وه، چې ځینې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:
ټرمپ د مالیاتو د کمولو قانون لاسلیک کړ، چې په عمده توګه یې د سوداګریزو شرکتونو مالیات راکم کړل. هغه همداراز د بهرنیو تجارتي تړونونو په بیا کتنه پیل وکړ او له ځینو تړونونو لکه د “ټرانس پېسیفیک ملګرتیا” (TPP) څخه ووت.
ټرمپ د امریکا - مکسیکو پر سرحد دیوال جوړول د خپلې ولسمشرۍ د شعارونو څخه وګرځاوه او د کډوالۍ په اړه یې سختې پالیسۍ عملي کړې.
د ټرمپ حکومت د ایران سره د اټومي تړون څخه ووت او د امریکا سفارت یې بیت المقدس ته ولېږداوه. هغه همداراز د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون سره مخامخ ملاقاتونه ترسره کړل، چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ لومړی ملاقات بلل کېږي.
ټرمپ د روغتیایي نظام په بدلولو کې هم یو لړ هڅې وکړې، خو د “اوباما کِیر” د بشپړ لغوه کولو هڅې ناکامې شوې.
د ټرمپ ولسمشرۍ په وروستي کال د COVID-19 وبا سره مخ شو. د هغه د ادارې ځواب، سیاستونه او د واکسین پراختیا هڅې د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د بحثونو او نیوکو لامل شول.
د ۲۰۲۰ټاکنې او ولسمشرۍ دوره پای
په ۲۰۲۰ کال کې ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشرۍ لپاره نوماند شو، خو د ډېموکراټ ګوند کاندید جوبایډن څخه یې ماتې وخوړه.
هغه د ټاکنو پایلې ونه منلې او د ټاکنیزې درغلۍ تورونه یې ولګول، چې د امریکا له جنجالي موضوعاتو څخه یوه وه.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ نېټه د کانګرس ودانۍ باندې د ټرمپ د پلویانو برید په امریکا او ټوله نړۍ کې وغندل شو او دا پېښه د هغه د ولسمشرۍ د وروستیو شېبو یو مهمه برخه او ناکامي وګڼل شوه.

د ۲۰۲۴ ټاکنو ته نوماندي:
ټرمپ یو ځل بیا “تر هر څه لومړۍ امریکا” په شعار د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی، هغه د جوبایډن او کمالا هرېس پر بهرنیو او کورنیو سیاستونو توندې نیوکې لري.
په امریکا او نړۍ کې د هغه په اړه عام تصور دا دی، چې ډونالډ ټرمپ یو جنجالي او په عین حال کې ځانګړی شخصیت دی چې د امریکا په سیاست او سوداګرۍ کې یې د پام وړ بدلونونه راوستل.
د هغه د ولسمشرۍ دوره د دودیزو سیاسي موازینو په پرتله بې سارې وه او په ګڼو برخو کې یې د نویو پالیسیو هڅه وکړه.
د هغه پلویان او مخالفین د ټرمپ په اړه بیلابیل نظرونه لري، خو د هغه په اړه دا حقیقت شته چې د امریکا په معاصر تاریخ کې یو مهم شخصیت ګڼل کېږي.

د امریکا د ټاکنو جوړښت یو ځانګړی او پېچلی سیسټم لري چې د ولسمشر، کانګرس او محلي حکومتونو د ټاکنو لپاره بېلابېل قوانين او اصول لري. د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې د نومبر په لومړۍ سې شنبه ترسره کېږي.
په دې ټاکنو کې امریکایي اتباع د ولسمشر او مرستیال ولسمشر لپاره خپلې رایې کاروي؛ خو د ولسمشرۍ ټاکنې دوه ځانګړي پړاوونه لري.
1.لومړی پړاو - عمومي ټاکنې:
په دې پړاو کې د امریکا خلک خپله رایه د ټاکنو په ورځ یا له ټاکلې ورځې مخکې خپل د علاقې وړ نوماند ته ورکوي. که څه هم خلک مستقیمه رایه د ولسمشر او مرستیال لپاره کاروي، خو په حقیقت کې دا رایې د الیکټورل کالج (Electoral College) غړو ته ورکول کېږي.
2.دویم پړاو - الیکټورل کالج:
امریکا ۵۳۸ الیکټورل رایې لري یا په بله معنا امریکا ۵۳۸ ټاکنیزې حوزې لري، چې د مشرانو جرګې او استازو جرګې د غړو له شمېر سره سمون لري او هر ایالت ته د وګړو د شمېر په اساس ځانګړي الیکټورل کالج ورکړل شوي دي.
یو کاندید د بریا لپاره باید د ټولو الیکټورل رایو څخه ۲۷۰ رایې وګټي. د هر ایالت رایې هغو کاندیدانو ته ورکول کېږي چې په هغه ایالت کې اکثریت رایې ترلاسه کړي.
الیکټورل کالج د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره یو ځانګړی سیسټم دی، چې په ترڅ کې یې ولسمشر د عمومي خلکو د رایو پر اساس نه، بلکې د الیکټورل کالج د رایو پر اساس ټاکل کېږي.
د دې سیسټم اصلي موخه دا ده چې د ټولو ایالتونو نفوذ په ټاکنو کې خوندي کړي او د مستقیمې ډېموکراسۍ په ځای یو منځګړی سیستم رامنځته کړي.
د الیکټورل کالج جوړښت:
الیکټورل کالج ټول ۵۳۸ رایې لري او هر ایالت ته د وګړو د شمېر او د کانګرس د استازو او سناتورانو د شمېر په تناسب ځانګړې الیکټورل رایې ورکړل شوي دي.
د الیکټورل کالج د رایو وېش په لاندې ډول دی:
1.د هر ایالت د استازو شمېر: هر ایالت په کانګرس کې د خپلو استازو او سناتورانو د شمېر په تناسب د الیکټورل کالج رایې یا حوزې لري.
هر ایالت لږ تر لږه ۳ الیکټورل رایې لري، ځکه چې هر ایالت په کانګرس کې دوه سناتوران او لږ تر لږه یو استازی لري.
2.د کولمبیا ولسوالي (واشنګټن ډي سي) رایې: واشنګټن ډي سي په کانګرس کې استازي نه لري، خو د ۲۳م تعدیل له مخې درې الیکټورل رایې ورکړل شوي دي.
د الیکټورل کالج د کار طریقه:
په عمومي ټاکنو کې خلک خپلې رایې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته ورکوي، خو په حقیقت کې دا رایې د خپل ایالت د الیکټورل کالج غړو ته ورکوي. دا الیکټورل غړي بیا په رسمي ډول د ولسمشر او مرستیال لپاره خپله رایه کاروي.
هر ایالت په عمومي ډول د “ګټونکی ټول اخلي” قاعده کاروي، چې په ترڅ کې یې ټولې الیکټورل رایې هغه کاندید ته ورکول کېږي چې په هغه ایالت کې زیاتره عمومي رایې ترلاسه کړي.
یوازې مین او نیبراسکا ایالتونه دا قاعده نه تعقیبوي او خپلې رایې په تناسب وېشي.
د بریا لپاره شرایط:
د بریا لپاره نوماند باید د ۵۳۸ څخه لږ تر لږه ۲۷۰ الیکټورل رایې ترلاسه کړي. که چېرې هیڅ کاندید ۲۷۰ رایې ترلاسه نه کړي، نو د امریکا د استازو جرګه (House of Representatives) د ولسمشر د ټاکلو لپاره لاس په کار کېږي.
د الیکټورل کالج د سیسټم ګټې او نیمګړتیاوې:
ګټې:
1.د ایالتونو نفوذ ساتنه: دا سیستم د دې لامل ګرځي چې کوچني ایالتونه هم په ټاکنو کې اهمیت ولري او ټول تمرکز په لویو ښارونو او نفوس لرونکو سیمو باندې ونه شي.
2.ثبات او منځګړیتوب: دا سیستم د مستقیمې دیموکراسۍ پر ځای یو منځګړی سیستم وړاندې کوي، چې له مخې یې د اکثریت د مطلقې واکمنۍ مخه نیسي.
نیمګړتیاوې:
1.د اکثریت د رایو له لاسه ورکول: ممکن یو کاندید د عمومي رایو زیاتره برخه وګټي، خو بیا هم د الیکټورل کالج د رایو له کبله ټاکنې وبایلي.
2.د ځینو ایالتونو زیات اهمیت: په دې سیسټم کې ځینې کلیدي ایالتونه لکه: فلوریډا، پنسیلوانیا او میشیګن خورا زیات اهمیت لري او کاندیدان ډېر تمرکز پر دې ایالتونو کوي.
پایله:
که څه هم په افغانستان کې د ټاکنو مروج سیستم نوماند ته په مستقیمه توګه د رایې ورکول دي، چې د مستقیمې ډېموکراسۍ نښه بلل کېده.
خو په امریکا کې الیکټورل کالج یو منځګړی سیسټم دی چې په ټاکنو کې د ایالتونو نفوذ ساتي او د مستقیمې دیموکراسۍ له احتمالي نیمګړتیاو څخه مخنیوی کوي. خو دا سیستم هم ځینې ننګونې لري، او وخت نا وخت یې پر سر لانجې او بحثونه کیږي، ځکه چې ځینې خلک یې د ډېموکراتیکو اصولو په خلاف بولي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې نن پیل شوې، خو په دې منځ کې د دغه هېواد نوموتې څېرې په لږ توپیر د دواړو نوماندانو د ملاتړو په توګه راڅرګندې شوې دي.
کمالاهرېس په پنسلوانیا کې د خبرو پرمهال وویل، چې د متحده ایالاتو خلک د نوي نسل مشرۍ ته تیار دي.
د نوموړې اشاره یوې ځوانې مشرتابه ته وه. هرېس وویل، چې نوموړې چمتو ده دغه مشري پرغاړه واخلي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، کمالا هرېس په فلادلفیا کې خپل کمپاین ودراوه، چېرې چې پر دریځ د نوموړې له را څرګندېدو وړاندې خلک پر نوموتو څېرو لیډي ګاګا او اوپرا وینفري ورغونډ شول.
پاپ ستورې جینیفر لوپیز تېره اونۍ له هرېس سره په لاس ویګاس کې په یوه غونډه کې راڅرګنده شوه او ویې ویل، چې د نوموړې ملاتړ کوي.
سینمايي لوبغاړیهریسن فورډ او د اېن بي اې ستوری لیبرون جیمیز هم د هغو نوموتو کسانو پر نوملړ ور ګډ شول، چې د کمالاهرېس ملاتړ کوي.
د هرېس په نورو نوموتو ملاتړو کې میریل سټریپ، جولیا روبرټز، جینیفر ګارنر او کومیډین کریس راک شامل دي.
دوو نورو ستوریو بیانسه او ټایلر سویفټ هم د هرېس ملاتړ اعلان کړی.
د دوشنبې په ورځ مشهور پاډکست جوړوونکي چې په لسګونو میلیونه اورېدونکي لري، له ټرمپ سره له درې ساعته مرکې وروسته وویل، چې نوموړی د پخواني ولسمشر ملاتړ کوي.
د ټرمپ نور نوموتي ملاتړي ډنیس کوایډ، هریسن بوټکر، سندرغاړې جاسن الدین، ټیډ نیوګینټ، کیدراک او غیږباسی هولک هوګن دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوه چینايي وګړي نن د کراچۍ ښار د جامو په یوه سوداګریز مرکز کې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو ټپیان شول. په پاکستان کې پر چینايي وګړو د وروستیو بریدونو په لړ کې بېجینګ د خپلو وګړو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده.
له پيښې وروسته د کراچۍ صعنتي سیمه د پاکستاني پولیسو له خو کلابند شوې ده.
تر دې دمه د برید پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې او نه هم پاکستاني چارواکو د برید په اړه جزییات ورکړي دي.
د پاکستاني پولیسو یوه لوړ پوړي مشر فیضان علي رویټرز ته وویل: چې پر چینایي وګړو ډزې شوې، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
یوه پاکستاني پولیسو چاروکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، چې ډرې د یوه امنیتي ساتونکي له خوا شوې دي.

د پښتونخوا سوات په کبل سیمه کې د ۱۳ کلیو ګډې جرګې، پاکستاني پوځ ته د پوستو جوړولو لپاره د ځمکو له ورکړې انکار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د پوځ له خوا پخوانۍ ترې نیول شوې ځمکې به هم بېرته ترې نیسي.
د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، دغې ګډې جرګې دا پرېکړه هم کړې چې که د سیمې کوم اوسېدونکي پاکستاني پوځ ته د پوځي مرکزونو د جوړېدو لپاره ځمکه ورکړه نو د جرګې د پرېکړې له مخې به له سوات څخه شړل کیږي.
د سوات په کبل کې تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د ۱۳ کلیو قومي مشران سره جرګه شوي وو او د پاکستان پوځ ته یې په یوه خوله د ځمکې له ورکړې انکار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د دوی په پلرنۍ ځمکه کې هیچاته اجازه نه ورکوي چې لاندې یې کړي.
د جرګې ګډونوالو د پرېکړې پر مهال ویلي، چې په تېر کې هم پاکستاني پوځ د دوی ځمکې استملاک کړې وې او ورسره په شوې هوکړه کې یې هغوی ته خپلې پیسې نه وې ورکړې.
د سيمې مشرانو يادونه وکړه چې څو کاله وړاندې حکومت ترې شاوخوا شپږ زره کناله ځمکه اخېستې وه چې حکومت ورته د في مربع فوټ په بدل کې يواځې 250 کلدارې معاوضه ورکړې وه.
دوی وویل چې هغه نرخ د بازار له نرخه خورا ټیټ و، کوم چې د استوګنې ځمکو لپاره شاوخوا ۱۷۰۰ کلدارې في مربع فوټ او د سوداګریزو سیمو لپاره هر مربع فوټ ۲۵۰۰۰ کلدارې و.
د سوات کبل سیمې اوسیدونکو په یوه خوله ویلي چې که حکومت او پوځ ترې د دوی ځمکې په زور غصبوي نو دوی به کلک مقاومت ورسره وکړي.
د سوات د کبل سیمې اوسیدونکو داسې مهال پاکستاني پوځ ته د ځمکو له ورکړې انکار کړی چې د اکتوبر په ۱۳مه په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په ګډه پرېکړه کې ټي ټي پي او پاکستاني پوځیانو ته دوه میاشتې وخت ورکړ، چې د پښتنو له خاورې ووځي او که نه، دوی به بیا بله پرېکړه اعلان کوي.