سرچینې: وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر کاروان برید کې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ ټپیان دي

افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ځايي سرچینیو ویلي، چې نن سهار د سوېلي وزیرستان په سرویکي سیمه کې د پاکستان پوځ پر کاروان وسله وال برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي. د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی.