ایراني او پاکستاني رسنۍ: پاکستاني او ایراني پوله ساتو ځواکونو په بلوچستان کې ګډ عملیات کړي
د پاکستاني رسنیو د راپورونه له مخې چې تېره شپه د پاکستان او ایران پوله ساتو ځواکونو د بلوچستان په غرنۍ سرحدي سیمه کې د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات پیل کړي.
رسنیو ویلي، د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري تېره شپه په ایکس پاڼه لیکلي چې، د پاکستان او ایران پوله ساتو ځواکونو د بلوچستان په غرنۍ سرحدي سیمه کې د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات پیل کړي.حال وش ویبپاڼې هم تېره شپه د ایراني رسنیو پر بنسټ راپور ورکړی چې د بلوچستان په سرحدی سیمو کې د پاکستان او ایران ګډ پوځي او استخباراتي عملیات روان دي.حال وش د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي چې د بلوچستان په سبزکوه، نکر، پروم او ګر سیمو کې چې ګڼ کلي پراته دي، جیټ الوتکو هوايي بریدونه کړي او الوتکې اوس هم الوتنې کوي.دغې ویبپاڼې ويلي، د هوايي بمبارۍ او چاودنو غږونه تر ډیرو لرې سیمو اوریدل شوي دي. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.د پاکستان د بلوچستان صوبې پخواني چارواکي جان اڅکزي د پاکستان له خوا د دغو بريدونو په اړه په ایکس پاڼه یو یادښت لیکل شوی.تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او هوايي بمبارۍ په اړه دواړو هیوادونو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.د ایران او پاکستان تر منځ په بلوچستان کې دغه ګډ عملیات او بریدونه داسې مهال شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په دوه ورځني سفر بوخت دی.اسلام اباد کې د ایراني رسنۍ ایرنا څانګې د پاکستان د یوې خبري سرچینې په حواله ویلي، چې د پاکستان او ایران سرحدي ځواکونو په بلوچستان کې پر ګډه پوله د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات کړي دي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره وکتل او د دوه اړخیزو دفاعي-پوځي همکاریو او د ګډو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حزب الله تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او تر دیارلس زره زیات ټپیان شوي دي.
اسراییل وايي، په لبنان کې به د حزب الله د مرکزونو په نښه کولو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په تېر کال کې پر مرستندویه ځواکونو له ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۵۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي. د اسوشیېټډ پرېس اژانس د خبر له مخې، په لبنان کې د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي او دمګړۍ اسراییل په دغه هېواد کې د حزب الله پر ضد نوي عملیات کوي. حزب الله چې د ایران متحد دی، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته د اسراییل پر شمالي سیمو د راکټونو وېشتل پیل کړل، چې له هغه وروسته اسراییل پر لبنان هم خپل بریدونه پیل کړل.