شي جین پینګ له ټرمپ سره خبرو کې: که موږ د یو بل پر وړاندې ودریږو، دواړه به يې وبايلو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ولسمشر شي جین پینګ د چارشنبې په ماښام ډونالډ ټرمپ ته د ټیلیفون له لارې د بري مبارکي ويلې. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، پينګ په دغه ټیلیفوني تماس کې هیله ښودلې، چې دواړه هېوادونه له همکارۍ ګټه واخلي، خو د ټکر په صورت کې به يې دواړه وبايلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د دوی ولسمشر ټرمپ ته په تلیفون کې وویل، چې دواړه هیوادونه باید خپل اختلافات په سمه توګه اداره کړي او «په نوي عصر کې د یوځای کیدو لپاره لاره ومومي.»

دغه وزارت زياتوي، چې شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او امريکا ترمنځ باثباته او سالمې اړيکې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه، چې دواړه خواوې به د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او بريالۍ همکارۍ د اصولو په نظر کې نيولو سره خپلمنځي اړيکې پراخې کړي او د خبرو اترو او متقابلې همکارۍ له لارې اختلافات حل کړي.

د وزارت په وینا، شي جین پینګ د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وویل: «راځئ چې په نوي عصر کې سره یوځای شو ځکه، چې دا به د دواړو هیوادونو او نړۍ په ګټه وي.»

وزارت دا هم ويلي، چې د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ هم د ډونالډ ټرمپ د مرستیال جي ډي وینس سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ تر بري وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا، د استرالیا لومړی وزیر انتوني البانیز، د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریسټوفر لوکسن او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هغه ته ټیلیفونونه کړي او په ټاکنو کې یې د بري مبارکي ورکړې ده.