سپینه ماڼۍ په پام کې لري، چې ټرمپ ته له واک سپارلو وړاندې اوکراین ته پوځي مرستې ولېږي
سپینه ماڼۍ په پام کې لري، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د واک تر سپارلو د مخه اوکراین ته پوځي مرستې واستوي.
سپینه ماڼۍ غواړي، چې د ۶ مېلیارد ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې د جنورۍ په میاشت کې د ولسمشر جوبایډن دورې له ختمېدو وړاندې اوکراین ته ولېږي.
ټاکل شوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې لوړه وکړي.
د راپورونو له مخې، سپینه ماڼۍ غواړي چې دغه مرستې ژر تر ژره اوکراین ته ولېږل شي.