محمود صیقل: د افغانستان ژوند او مرګ باید د امریکا له پرمختګونو سره ونه تړل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی وايي، د امریکا د ټاکنو پایلې به د امریکا په پالیسۍ کې لوی بدلونونه راولي، چې د افغانستان پر وضعیت به هم اغېز وکړي. په ورته وخت کې محمود صیقل ټینګار وکړ، چې د افغانستان ژوند او مرګ باید د امریکا په پرمختګونو پورې ونه تړل شي.