د طالبانو مشر له حقاني، یعقوب او وثیق څخه د وسلو د وېش واکونه واخیستل

د طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوي فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو د وېش حکم یوازې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله پورې تړلی دی او د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو د ادارې مشر د دې واک نه لري چې له وسله تونونو وسلې وباسي او یا هغه ووېشي.

