ټروډو سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د ستنېدا په اړه د شته ننګونو د ارزولو لپاره یوه کمېټه جوړوي

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو د پنجشنبې په ورځ ویلي، د داسې یوې کمېټې په جوړولو لګیا دی چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د ستنېدا په اړه راټوکېدلې اندېښنې وارزوي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو د پنجشنبې په ورځ ویلي، د داسې یوې کمېټې په جوړولو لګیا دی چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د ستنېدا په اړه راټوکېدلې اندېښنې وارزوي.
ښاغلي ټروډو ویلي، چې په دغې کمېټه کې به د کاناډا د مالیې وزیر او د نورو وزارتونو غړي رغنده ونډه ولري.
د کاناډا د لومړي وزیر له دفتره د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړي وزیر لومړی مرستیال او د مالیې وزیر کریستیا فریلنډ به د دغې کمېټې مشري کوي.
د کاناډا د کابینې یو شمېر نور غړي لکه د بهرنیو چارو، صنعت او عامه امنیت د چارو وزیران به هم د دغې څانګړې کمېټې غړیتوب ولري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي:« دغه کمېټه به د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ پر مهال د کاناډا او امریکا تر منځ پر مهمو مسلو بحث او کتنه کوي.»
د ځینو راپورونو له مخې، د کاناډا ۷۵ سانه صادرات امریکا ته کېږي او د اقتصادي او سوداګریز پلوه کاناډا له امریکا سره نه شلېدونکي اړیکي لري.
دونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ یا نفتا د تړون پر سر بیا له سره خبرې پیل کړې وې.
اوس هم داسې راپورونه شته، چې هغه به د اتوماتو کاناډایي موټرو پر سر ۲۵ سلنه مالیه وضعه کړي؛ هغه څه چې د کاناډا لپاره «جدي ګواښ» بلل کېږي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر غړو لهخوا د «ژمن او لونګ» په نوم دوه سیمهییزې راډیوګانې په خپرونو کې د موسیقۍ غږولو له کبله تړل شوې دي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د بیان ازادۍ او مطبوعاتي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو یوه بله څرګنده بېلګه ده چې د واکمنې ډلې لهخوا د رسنیو د فعالیتونو د ځپلو په موخه ترسره شوې ده.
دغه سازمات د طالبانو پر دغې کړنې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د روانو محدودیتونو د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي: «سازمان پر دې باور لري، چې د ازادو رسنیو حضور د یو روڼ، باخبره او سوکاله ټولنې بنسټیز رکن دی او پر رسنیو هر ډول فشار او سانسور د خلکو له حقونو څخه د سرغړونې په مانا ده.»
دغه سازمان پر نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو پر مدافعانو او د بیان ازادۍ پر ملاتړو غږ کړی، چې د افغانستان په دې کړکېچن وضعیت کې د افغان خبریالانو او رسنیو سره خپل ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي او د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره هلې ځلې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی، چې د دغې ټولنې لهخوا ۲۸۵ کورونه د هرات ولايت زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
دغې ټولنې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه تازه جوړ شوي کورونه د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په شکر اب، بند افضل او سنګ کوتل سيمو کې او ۳ کورونه په زندهجان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
د دغې ټولنې په وینا، د دغو کورونو په جوړولو څه د پاسه ١٠٢ مېليونه افغانۍ لګښت راغلى چې په هر کور ( ٣۵۶۵۰۰) مصرف شوى دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور د کورونو د وېش په تړاو جوړه شوې غونډه کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته تللی و.
تر دې وړاندې طالبانو د لړم په لومړۍ نېټه ویلي و، چې دغې ډلې په غور ولایت کې سېلاب ځپلو ته سل کورونه سپارلي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې په ځینو ولایتونو کې یې سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي؛ خو خلکو یې بیا د وېش په برخه کې شکایت لاره، چې پر اړمنو کسانو نه دي وېشل شوي او هغوی لاهم په خېمو کې شپې سبا کوي.
تر دې وړاندې یو شمېر نا دولتي بنسټونو هم په هرات کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د کورونو د جوړولو په اړه بېلابېلې ادعاوې کړې وې،؛خو سیمهییزو خلکو د کورونو د وېش په بهیر کې د طالبانو پر کمزوري مدیریت نېوکې کړې او وایي، چې دوی له څه د پاسه یو کال له تېرېدو وروسته هم له بې کورۍ او لالهاندیو نه دي ژغورل شوي.

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ وایي، واک ته د ټرمپ دویم ځلي ستنېدا کولای شي طالبانو او افغانستان ته مهمې او ژورې پایلې ولري.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټرمپ تر دې وړاندې د دوحې تړون او له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په اېستنه کې په دغه هېواد کې یې پراخو بدلونونو ته لاره هواره کړه.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ښایي ټرمپ دا ځلې د تېر پرتله یوه بېله تګلاره خپله کړي.
خبرپاڼه کاږي:« ښایي ټرمپ له تېر څخه زدهکړه کړې وي او دا ځل سخت دریځ خپل کړي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې کېدای شي ټرمپ دا ځلې د مقاومت او د طالبانو پر ضد له بېلابېلو جبهو ملاتړ وکړي او پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې ښایي د ټرمپ په راستنېدو پر پاکستان یو ځلې بیا فشارونه زیات کړي او ان پر دغه هېواد مالي مرستې هم بندې کړي او له سیاسي او اقتصادي فشارونو سره پاکستان اړ باسي، چې د طالبانو له ملاتړه لاس پر سر شي.
د خبرپاڼې له مخې، که طالبان د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي او په افغانستان کې سخت قوانین پلي کړي، ښايي ټرمپ له سختو بندیزونو سره طالبان له مالي پلوه کمزوري کړي. دا بندیزونه کولای شي مالي سرچینو او نړۍوال ملاتړ ته د طالبانو لاسرسی محدود کړي.

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې لاریونیانو پرون ۲۵ کیلومټره پلی مزل وکړ او پرېکړه یې کړې، چې تر اسلام اباده به خپل پلي مزل ته دوام ورکوي.

د دغه لاریون ګډونوال چې شمېر یې زرګونه خلکو ته رسېږي وایي، چې دوی په خپله سیمه کې سوله او سوکالي غواړي او له حکومته یې غوښتنه دا ده چې د دوی لپاره ټولې تړل شوې لارې خلاصې کړي.
دغه لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې کورمې ولسوالۍ ته د نا امنیو او قومي شخړو له امله ټولې ورغلې لارې وتړل شوې او په سیمه کې د خوراکي توکو او دارو درملو له امله خلک له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شول.
دغو لاریون والو تېره شپه د سمیر په سیمه کې بېدیا تېره کړې او پرېکړه یې کړې تر هغو به خپلو کورونو ته نه ستنېږي، چې د دوی په سیمو کې سوله او امن نه وي ټینګ شوی او تړل شوې لارې یې نه وي خلاصې شوې.
دغه لاریون کوونکي وایي، چې دوی د هیڅ یوې قبیلې او قوم پر ضد نه دي راپورته شوي؛ بلکې دوی وایي چې د حکومت پر ضد یې لاریون کړی چې ولې یې په تېره یوه میاشت کې د دوی په سیمه کې امنیت خوندي نه کړ او تړل شوې لارې یې خلاصې نه کړې.
مظاهره کوونکو ګوت څنډنه وکړه، تر هغې به یې دغه مظاهره دوام کوي چې تړل شوې لارې خلاصې نه شي او د نا مسووله خلکو نه وسلې نه وي ټولې شوې.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کورمې او پېښور تر منځ لاره بنده شوې او په بازارونو کې د خوراکي توکو او دارو درملو په بیو کې د زیاتوالي تر څنګ د دغو توکو نشتوالي هم خلک له لالهاندیو سره مخامخ کړي دي.
په پاړه چنار کې د روغتونونو سرچینې وایي، چې د درملو او اکسیجن د کمي له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون تر اوسه له ۲۰ زیات ناروغان مړه شوي او د لارو د بندېدو له امله بېړني ناروغان تر پېښور او اسلام اباده نه شي رسېدای.
دغه لانجه هغه مهال راوټوکېده، چې د اکټوبر په ۱۲مه نېټه یو شمېر وسلهوالو د مقبل قوم د مساپرو پر موټر برید وکړ او لږ تر لږه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان په دغه برید کې وژل شوي وو.
په سیمه کې د پولیسو مشر جاویدالله محسود وایي، چې دوی سیمې ته نوي ځواکونه هم وربللي او ډاډ ورکوي چې تړل شوې لارې به بېرته خلاصې کړي؛ خو ولسي خلک وایي چې حکومت د امن په ټینګښت کې پاتې راغلی او تر هغې چې له خلکو سپکې او درنې وسلې نه وي ټولې شوي، ګومان نه کوي چې دغه وړۍ دې شړۍ شي.