• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: د پاکستان روانو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۰

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د روانو ترهګریزو بریدونو له امله د بې ګناه پښتنو وینې توییږي. اڅکزی وايي چې د پاکستان پارلمان بې وسه دی او ریاست ولس ته ځواب یوونکی نه دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزي نن شنبه «د لړم ۱۹مه» د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې له ځانمرګي برید وروسته پر خپل اېکس لیکلي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ په روانو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي.

دغه پښتون سیاستوال د روانو حالاتو پر وړاندې د پاکستان پارلمان بې وسه یاد کړی او ددغه هېواد ادارې یې ولس ته په نه ځواب ویلو تورنې کړې دي.

د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده.

د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه اخستی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د کوټې ښار چاودنه کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

فرانس پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې ۱۴ پاکستاني نظامیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده. د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه واخیسته.

فرانس پریس خبري اژانس ته د پاکستاني پولیسو یو افسر محمد بلوچ د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۴ پاکستاني نظامیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

په کوټه کې د ځايي روغتون ویاند ایکسپریس نیوز ځايي رسنۍ ته د ۵۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټونو پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلی. دې ډلې اعلان کړی چې دا یو ځانمرګی برید و.

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند جیند بلوڅ ویلي چې د دغه برید هدف د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.

د پاکستان د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.

په کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او تر۵۰ ډېر ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه چاودنه د شنبې په ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې شوې ده.

پولیسو د مرګ ژوبلې د دغو شمېرو پخلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټ پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو مالوماتو له مخې دغه پېښه یو ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دغې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې شمېرې تر دې هم لوړې شي.
له سیمې څخه سرچینې وایي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، د چاودنې ځای ته پولیس او د ژغورنې ډلې هم استول شوې دي.

د دغې پېښې پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې منلې ده.

په غزه کې د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ وویل، چې د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو نږدې ۷۰ سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي او دا یې د نړۍوال بشردوستانه قانون له بنسټیزو اصولو څخه «سیسټماټیکه» سرغړونه بللې ده.

له حماس وسله والو سره د اسراییل د جګړې له پیل راهیسي ملګرو ملتونو د تلفاتو دغه شمیرې له درېیو سرچینو سره تایید شوي او د څه باندې یو کلنې جګړې یوازې اووه میاشتو تلفات شمیرل شوي دي.

د رویټرز د خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري څانګې له خوا د جګړې په لومړیو اوو میاشتو کې تایید شوې ۸ زره ۱۱۹ وژنې د فلسطین د روغتیا وزارت له ارقامو په پرتله چې د ۴۳ زره کسانو وژل کیدل ښيي، خورا کم دي. خو مګر د ملګرو ملتونو د عمر او جنسیت پر اساس موندنې دا ښيي لکه څنګه چې فلسطیني چارواکو ویلي و، د جګړې ډېره برخه قربانیان ښځې او ماشومان جوړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له ۳۲مخیز راپور سره په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه موندنې «د نړۍوال بشردوستانه قانون له بنسټیزو اصولو څخه سیسټماټیکه سرغړونه ده.»

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک وویل: «دا اړینه ده چې د معتبرو او بې طرفه قضایي ارګانونو له لارې د نړۍوالو قوانینو د جدي سرغړونو د تورونو په اړه دقیقه محاسبه وشي او په ورته وخت کې ټول اړوند معلومات او شواهد راټول او خوندي شي.»

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییل ډیپلوماټیک ماموریت دا راپور په کلکه رد کړی.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییل ډیپلوماتیک ماموریت د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته په اشارې سره وویل: « دغه دفتر یو ځل بیا د حقایقو په سمه توګه منعکس کولو کې پاتې راغلی او قصداً په غزه کې د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو کې د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو پراخ رول ته پام نه کوي.»

اسراییل وايي، چې حماس په قصدي ډول د ملکي وګړو په منځ کې پټېږي او له هغوی څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي، نو د دوی د وژنې مسوولیت وسله وال پر غاړه لري.

حماس د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو، په ګډون د روغتونونو، او نورو ملکي ځایونو کارول رد کړي دي.


لویدیځو مشرانو په هالنډ کې د فلسطین او اسراییل د پلویانو ترمنځ شخړه د «یهودیت ضد» بللې

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۸ GMT+۰

په هالنډ کې د اسراییل او فلسطین د پلویانو ترمنځ شخړې نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. اروپايي مشرانو پر اسراييليانو بريد غندلی او هغه يې «د یهودیت ضد» بللی دی. جو بایډن وویل، چې دغه پېښه د "تاریخ هغه تورې شیبې" رابرسیره کوي، کله چې یهودیان ځورول کیدل.

شخړه د پنجشنبې په ماښام د مکابي تل ابیب او اژاکس امستردام ترمنځ د فوټبال سیالۍ دمخه پیل شوه. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دواړه لوري د عربو او اسراییل ضد شعارونه ورکوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دا شخړه "په امستردام کې د اسراییل په پلویانو باندې بریدونه" بللي او دا یې « کرکه پارونکې» یاد کړي. جو بایډن پر اېکس پاڼې پیغام کې ویلي، چې هغه د اسراییل او هالنډي چارواکو سره په تماس کې دی. هغه ټینګار وکړ، چې هغه د هالنډ د چارواکو د ژمنې ستاینه کوي چې د دې پیښې عاملینو سره حساب کوي.

د امستردام ښاروال فمکه هالسما وویل، چې په دې ښار کې د درېیو ورځو لپاره مظاهرې منع دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا برید "په تاریخ کې تر ټولو توره شیبه" وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د هغه هېواد به د "یهودیت ضد" کړونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

جرمن چارواکو دغه شخړې «شرمناکه» او د نه منلو وړ بللي دي. د جرمني لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیرې په اروپا کې د یهودانو پر امنیت ټینګار وکړ.

د اروپایي کمېسیون مشرې اروسولا فون در لاین وویل: "په اروپا کې د یهودیت ضد کړنو لپاره ځای نشته او موږ هوډ لرو چې د هر ډول نفرت سره مبارزه وکړو."

د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر دا بریدونه وغندل او ویې ویل، چې هېواد به یې د یهودیت ضد کړونو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

جو بایډن ویلي دي: "موږ باید د یهودیت ضد کړنو پر وړاندې پرته له وقفې مبارزه وکړو."

د اسراييل د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه تاوتريخوالي په اړه به پلټنې وکړي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د "یهود ضد" ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: "موږ دا ډول پېښې نه شو منلی."

د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف په بوډاپیسټ کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې وویل: "هغه پېښه چې په هالنډ کې شوې په اړه یې د شرم احساس لرم. دا یوه ویرونکې شپه وه."

هغه له دې مخکې له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي و، چې د اسراییل پر وړاندې د «یهودیت ضد» بریدونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او برید کوونکي به وپېژندل شي او محاکمه به شي.

ترکيې ویلي، چې سږ کال يې د انسان د قاچاق په تور شاوخوا څلور زره کسان نيولي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د تركيې د كورنيو چارو وزير ویلي، چې سږ كال په ټول هېواد كې ۳۹۲۴ تنه د انسان د قاچاق په تور نيول شوي دي. علي یارلیکایا زیاته کړه، چې دغه کسان په ترکیه کې له شپږو زرو څخه د زیاتو عملیاتو په ترڅ کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د هېواد په ۴۱ښارونو کې د کډوالو پر ضد د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۷د انسان قاچاق وړونکې نیول شوي دي.

هغه تاييد کړه، چې د دغو کسانو له ډلې د ١٦٩٣ کسانو په اړه د محاکمې حکم صادر شوى دى. ترکيې د انسان قاچاق وړونکو د هويت په اړه جزیيات نه دي ورکړي.

علي یارلیکایا وویل، چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د ترکي ځواکونو ګډ عملیات په ټول هیواد کې دوام لري.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېره میاشت کې ۳۳تنه افغان کډوال په ایرزورم ښار کې نیول شوي او د اخراج لپاره توقیف ځایونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې، ترکیې د کډوالو د پیژندلو، توقیفولو او شړلو او د قاچاقبرانو د محاکمه کولو بهیر ګړندی کړی دی.