نانسي پلوسي په ټاکنو کې د ډیموکراټانو د ماتې له امله پر جوبایډن نیوکې وکړې

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ رییسې د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د ماتې له امله پر جو بایډن نیوکه وکړه.

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ رییسې د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د ماتې له امله پر جو بایډن نیوکه وکړه.
نانسي پلوسي وویل، که بایډن مخکې له دې سیالۍ څخه وتلی وای، نور نوماندان به هم سیالۍ ته راوتلي وای، چې ښايي د ډونالډ ټرمپ سیالانو په ځانګړې توګه کاملا هرېس ته یې ګټه رسولې وای.
پلوسي دا هم څرګنده کړه چې د بایډن له وینا وروسته د جون پر ۲۱مه هغې سملاسي د کاملا هرېس ملاتړ وکړ، چې په پایله کې یې هرېس له ۳۶ ساعتونو په لږ وخت کې د ډیموکراتانو د ملي کمیټې د اکثریت غړو ملاتړ ترلاسه کړ.
پلوسي وویل: "که بایډن مخکې له دندې ګوښه شوی وای ، نو ښايي هرېس قوي راپورته شوې وای او هرڅه بل ډول وای."
دا څرګندونې د ټاکنو بهیر او د ګوند دننه ملاتړ د بهیر په اړه د پلوسي اندیښنې څرګندوي.
نانسي پلوسي، د متحده ایالتونو د استازو جرګې پخوانۍ رییسه ده او له ډونالډ ټرمپ سره یې د هغه په تېره دوره کې له شخړو ډک مخالف سیاسي دریځونه لرل.


د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د تکواندو او جيټ کانډو لوبغاړو په ازبکستان کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل. د اتلانو نړیوال جام د ازبکستان په کوربه توب پیل شوی و، چې د نړۍ ۱۳ هېوادونو برخه پکې لرله.
د افغانستان د المپیک، بدنې روزني او روزش عمومي کمېټې د شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې دغه سيالۍ یوه اونۍ وړاندې په تاشکند کې پيل شوي وې، چې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو په بېلابيلو لوبو کې برخه اخیستې.
افغان المپيک ويلي، چې په دې سيالیو کې پنځو افغان لوبغاړو سره ۴ افغان هیت برخه اخيستې او دغه مډالونه یې ګټلي دي.
په دې سياليو کې د شمالي کوريا لوبغاړو د قهرمانۍ لومړۍ او د روسيې لوبغاړو دویم مقام تر لاسه کړ.


د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم یوه کاپي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلې ده، چې د کونړ د طالبانو استخباراتو ته پکې د غیر مقلدینو د مدرسو د بهرني تمویل د مخنیوي غوښتنه شوې ده. ملاهبت الله دغه راز په ادارو کې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي هم ټینګار کړی.
د طالبانو د مشر ملاهبت الله له دفتره شاوخوا شل ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو د استبخاراتو عمومي ریاست ته یو حکم لېږل شوی چې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي متمرکز دی.
ملاهبت الله اخوندزاده دغه حکم په کونړ ولایت کې د کارونو د ارزونې په تړاو د یاد ولایت د طالبانو د استخباراتو د وړاندې شوي راپور په ځواب کې ورکړی دی.

دغه مکتوب پنځه مادې لري
په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د راپور په متن کې د قتل د یادو شویو موضوعاتو په اړه چې څوک دعوه لري ټول دې اړوندو نظامي محاکمو ته وسپارل شي، څو پرېکړې وکړي او حل او فصل شي.
په دویمه ماده کې ملاهبت الله د خپلې ډلې واک لاندې سترې محکمې او ارشاد، حج او قافو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په کونړ ولایت کې په خپلو تشکیلاتو کې د غیر مقلدینو پر ځای مقلدین وټاکي.
ملاهبت الله په درېیمه ماده کې د خپلې ډلې د استخباراتو له عمومي ریاست غوښتنه کړې چې د کونړ د اسخباراتو ریاست لپاره دې مقلد او قوي کس معرفي کړي.
په څلورمه ماده کې ملاهبت الله له پوهنې وزارت غوښتي چې په دغه ولایت کې دې منظورې شوې مدرسې جوړې کړې او د غیر مقلدینو مدرسې چې له هرځایه تمویلیږي، د هغو په اړه دې بشپړ معلومات راټول کړي او د بهرني تمویل د مخنیوی لپاره دې حل لارې ولټول شي.
په پنځمه ماده کې د طالبانو مشر د خپلې ډلې له کورنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې په کونړ کې د خپلو تشکیلاتو په تړاو غور وکړي او په کومو ځایونو کې چې د تشکیل اړتیا وي نو هغه دې پوره کړي او په تشکیلاتو کې دې مقلدین پر دندو وګوماري او د غیر مقلدینو نفوذ دې کم او یا هم «ورک» کړي.
په کونړ کې د طالبانو ځايي سرچینو نن د یکشنبې په ورځ «د لړم۱۹مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو په منځ کې مقلد او غیر مقلد اصطلاحات ډېر کارول کېږي.
د سرچینې په خبره طالبان غیر مقلدین د اهل حدیثو لپاره کاروي او دا ډله اهل حدیث بیا داعش بولي. غیر مقلدین خپل مخالفان (مقلدین) د قران او احادیثو د بشپړ پلیتابه پر وړاندې خنډ بولي، ځکه ددوی په باور، دا ډله هرڅه په پټو سترګو مني.
په کونړ کې سرچینې وايي، چې طالبانو د داعش د مخنیوي لپاره د اهل حدیث ډلو اړوند مدرسو فعالیتونه محدود کړي.
کونړ د افغانستان د هغو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي چې سلفیان پکې تر نورو ډېر نفوذ لري.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د ښځو حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، افغان ښځې له سیستماتیک تشدد سره مخ دي او داسې مشرانو ته اړتیا ده، چې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي.
یوسفزۍ د شنبې په ورځ سکای نیوز ته په مرکه کې وویل، چې د ښځو په تړاو د طالبانو د بندیزونو یوه وړه برخه په رسنیو کې خپریږي، خو افغانې ښځې په سیستماتیک ډول تر تشدد لاندې دي.
هغې وویل، «باید وګورو چې په سیمه کې هلته څه تیریږي. موږ د افغانستان موضوع نه شو څنګ ته کولای».
یوسفزۍ د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بري او د واشنګټن د راتلونکو سیاستونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ داسې زړورو مشرانو ته اړتیا لرو، چې د افغان ښځو تر څنګ ودریږي. داسې مشران چې پوره زړور وي، ګام واخلي، د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ شي او د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي».
ملاله یوسفزۍ وايي، چې ۲۲ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ښځو تر بندیزونو لاندې ژوند کاوه او اوس هم له سختو بندیزونو سره مخ دي.
یوسفزۍ وايي، په نړیوال سیسټم کې د افغان ښځو د ملاتړ په اړه څه نه ترسترګو کیږي او له همدې امله افغان مېرمنې هڅه کوي دغسې یو سیسټم رامنځته شي. هغې زیاته کړه: « د یوې بنسټپالې ډلې واکمنېدو له ښځو نه ټول حقونه واخستل، هرڅه یې جرم وګرځول، له همدې امله افغان ښځې د جنسي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي».
یوسفزۍ، چې د زده کړو او ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي،له دې وړاندې د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاین او د بریتانیا له پارلمان او وزیرانو غوښتي و، چې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ اوتحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه د هرې اونۍ او میاشتې په تېرېدو سره مخ پر زیاتېدو ده. اوس دغه جګړه داسې کچې ته رسیدلې ده چې په تیر لنډ وخت کې ساری نه لري.
څو ورځې وړاندې ټي ټي پي ادعا کړې ده چې د اکتوبر په میاشت کې د دغه سازمان غړو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو۲۲۰ بریدونه کړي او ددغو ځواکونو۱۳۰ تنه یې وژلي دي.
په دغو بریدونو کې زیاتره د پښتونخوا ایالت په جنوبي اضلاعو (ولسوالیو) یا له ډیورنډ کرښې سره جوختو سیمو کې شوي دي. له دغو سیمو ځینې برخې ټي ټي پي اشغال کړې دي، تر دې چې هغوی هلته ګزمې کوي او په سړکونو یې پاټکونه هم جوړ کړي دي. دلته د پولیسو د صاحب منصبانو له خوا خپلو عسکرو ته داسې لیکلې لارښوونې حتا په میډیا کې خپرې شوې چې د پولیسو پرسونل دې له ماښام وروسته له خپلو قرارګاوو نه بهر نه راوځي، خو هغوی په دې هم نه خلاصیږي ځکه د ټي ټي پي جنګیالي د پولیسو او پو ځیانو پر مرکزونو او قرارګاوو هم بریدونه کوي.
د جګړې لاملونه څه دي؟
دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې د دې جګړې لاملونه څه دي ؟ د پاکستان اووه- اته لکه پوځ ولې د یو څو زرو طالبانو د بریدونو مخ نيوی نه شي کولی ؟ د پاکستان او د افغانستان د طالبانو امارت ترمینځ ظاهريتاوتریخوالی لیدل کیږي او کله کله له دواړو خواوو نه دړکې هم اوریدل کیږي، خو دواړه اړخونه له یوه بل سره نيغ په نيغه جګړې ته زړه نه ښه کوي او نه خپلمنځيستراتیژیکې اړیکې پرې کوي.
د دې جګړې پر لاملونو د سر خلاصولو لپاره باید سړی په دې پوه شي چې طالبان د لویدیزو زبر ځواکونو او د پاکستاني جنرالانو ( چې د لویدیز قراردادیان دي ) ګډه پروژه ده او دوی دواړه په دې پروژه کې مشخصې ګټې لري.
د امریکا او طالبانو ( او ورسره په غیر مستقیمه توګه پاکستان ) ترمنځ د دوحې معامله په دې موخه شوې وه چې په افغانستان کې جمهوریت سقوط وکړي او طالبان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو کې ځای پرځای شي؛ د القاعدې، داعش، اي ټی آی ایم او نورو ترهګرو سازمانونو غړو ته به په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د فعالیت زمینه برابره شي. په دې ډول به د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصاديکوریډور د جوړیدو مخنيوی وشي؛ د چین د دهلیز او کمربند د غټې نړیوالې پروژې د جوړیدو په لاره کې به خنډونه خلق شي او د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو لپاره به زمینه مساعده شي.
سربېره پر دې چې پاکستاني جنرالان د لویدیز د قراردادیانو په توګه ددغو پلانونو مرسته کوي، دوی په دې کې خپلې مشخصې او ځانګړې ګټې هم لري. د مثال په توګه؛ پاکستاني جنرالان طالبان ، چې دوی خپله جوړ کړي، پاللي او روزليدي، خپل جدي دښمنان نه ګڼي ځکه په وروستي تحلیل او اوږده موده کې طالبان د پاکستاني مدارسو د مفتیانو له فتواوو نه سرغړونه نه شي کولی.
د هویت بحران
د پاکستان جنرالان د پښتنو او بلوڅو ملي ګرايي د پاکستان لپاره اصلي خطر ګڼي، ځکه پاکستان ان د خپل تاسیس له ورځې نهد هویت له بحران سره مخ دی. د پاکستان جوړوونکو ادعا لرله چې دویله هند څخه ځکه بیلیږي چې د دوی تمدن د هند له تمدن نه بدل او حتا چې د هند له تمدن سره مخالف دی.(په حقیقت کې دا دلیل ځکه سم نه دی چې دا د هند تجزیه نه وه ، بلکې لکه څنګه چې هغه وخت باچا خان، د دین ستر عالمابوالکلام ازاد او ځینو نورو خلکو ویل، دا په هند کې د اوسیدونکو مسلمانانو تجزیه وه ځکه له تجزیې وروسته هم همدومره مسلمانان په هند کې پاتې شول څومره چې په پاکستان کې دي)، خو جالبه خبره دا ده چې د پاکستان موسسینو د خپل نوي ملک لپاره ملي ژبه اردو له هند نه راوړه . د پاکستان په ځايي اوسیدونکو کې اردو ژبه د هیچا مورنۍ ژبه نه وه، اردو صرف د هغو یو شمیر مهاجرو مورنۍ ژبه ده چې په ۱۹۴۷ کال کې له وېش وروسته له هند څخه پاکستان ته راغلي وو. همدغسې د پاکستان په رسمي ملي لباس کې شيرواني (ترپښو پورې اوږده توره کورتۍ ) هم له هند نه راغلې ده، نو په داسې شرایطو کې د پښتنو ملي هویت ( چې د ډیورنډ کرغیړنې کرښې نه اخوا ملي دولت هم لري) پاکستان د خپل وجودلپاره اصلي خطر ګڼي. د دغه خطر د رفع کولو لپاره د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو ځای پرځای کول پاکستاني جنرالان ځکه اغیزناک بولي چې دغه جنګي ماشين د افغان/پښتون ملي هویت له منځه وړي او د دوی پر خاوره د اسلام د پاک دین له نوم څخه په سوء استفاده یو داسې نظام تحمیلول غواړي چې د خاورې نيم نفوس (ښځې)له معارف او ټول ژوند او ژواک نه وباسي.
د پاکستاني دیني مدرسو د څانګو په پرانېستلو سره د افغانستان او پاکستان په پښتني سیمو کې د نارینه هلکانو لپاره د یوویشتمې پیړۍ معارف هم له منځه وړي او که دا وضع څو لسیزې دوام وکړي نو د افغان/پښتون خاوره به د بې سوادۍ، جهالت او وروسته پاتې والي په تورو تیارو کې داسې ډوبه شي چې ایله به د پاکستان او نورو ګاونډیانو بردګۍ ته برابره شي.

طالبان د پوځ خلاف نه جنګیږي
ځینې خلک داسې استدلال کوي چې د ټي ټي پي جګړه خو د پاکستان له اردو او پولیسو سره ده او هغوی په پرله پسې توګه یو او بل وژني، نو دا څنګه د افغان/پښتون پر ضد لوبه کیدلی شي ؟
لومړی خو که وکتل شي ټي ټي پي په تیرو څو لسیزو کې دومره باسواده پښتانه او ملتپاله سیاسيکادرونه وژلي دي چې د پاکستاني جنرالانو لپاره یې د پښتنو د ملي نهضت د تضعیفولو کار اسان کړی دی او تر اوسه یې په خپل دغه کار پښیماني نه ده ښودلې.
بله خبره دا چې د غلبې لپاره د نیابتي جنګونو پلان کوونکي په زړونو کې عادي انساني ترحم او عاطفه نه لري.هغوی په دې لار کې شوي انساني تلفات د خپلو هژموني او نیابتي پروژو بیهبولي. که داسې نه وای نو پاکستاني جنرالانو به له ټي ټي پي سره له پخواني قتل و قتال وروسته څنګه بیا خبرې اترې او تړونونه کول؟ هغوی به یې څنګه پخوانۍ فاټا کې ځای پرځای کولی؟
یو بل نوی جنګ د افغان/پښتون خاورې ته راوړل په هیڅ وجهد خاورې او ولس په ګټه نه شي کیدلای.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي، چې «په پایله کې یې ګڼ شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.» طالبانو په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت ويلی.
د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تمځای کې د چاودنې مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ پوځ منلی.
د دې ډلې ویاند جنيد بلوڅ ويلي، چې دا یو ځانمرګی برید و او هدف يې د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.
د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.