• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شکنجې ضد نړیوال سازمان: د طالبانو په زندانونو کې ښځې او نارینه لا هم ربړول کیږي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د شکنجې ضد نړیوال سازمان د بشري حقونو همغږواله سیبیل ماني افغانستان ته له سفر وروسته وویل، چې د طالبانو په زندانونو کې لاهم نارینه او ښځې شکنجه کیږي. ماني وويل، هغه نارينه او ښځې چې په افغانستان کې يې د طالبانو پر تګلارو نيوکې کولې، بنديان شوي او ربړول شوي دي.

د سویس انفو راپور ورکړ، چې د شکنجې پر وړاندې د بشري حقونو همغږي کوونکې د اګست په پای کې افغانستان ته سفر وکړ او د اوونیز ماموریت په ترڅ کې یې د سیمه ییزو او نړیوالو نادولتي موسسو، ښځو او پخوانیو بندیانو سره وکتل.

د لیدنې موخه د بشري حقونو د اوسنیو ننګونو او د مدني فضا د وضعیت څېړل دي.

ماني رسنیو ته ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان له هر ډول شکنجه او ناوړه چلند سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، چې د طالبانو نوي مقررات چې د ښځو لپاره د اجباري مخ او بدن پټول په کې شامل دي، د دوی شخصي ازادي په کلکه محدودوي او ښځې نشي کولی یوازې سفر وکړي او پرته له حجابه دولتي دفترونو ته له ننوتلو منع دي.

سیبیل ماني همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او حتی نارینه یې اړ کړي چې خپلې مېرمنې "کنټرول" کړي.

هغې يادونه وکړه، سره له دې چې د طالبانو مشر د شکنجې د منع کولو ادعا کړې، پخواني بنديان د دې ډلې په زندانونو او د پوليسو په زندانونو کې د شکنجې تجربې راپور ورکوي.

یوې افغانې مېرمنې ماني ته وویل چې د یوه خصوصي کلینیک د خاوندې په توګه ښځو ته د روغتیايي کیټونه او د کورنۍ د پلان جوړولو د کورسونو له ورکړې منع شوي دي او اوس باید دا خدمتونه د روغتیايي دفتر له لارې خاوندانو ته وړاندې شي.

ماني د ښځې په حواله وویل، «ډیری نارینه د داسې کار په منلو کې شرم احساسوي، او له همدې کبله ډېرې ښځې دغو کیټونو ته لاس نه پیدا کوي»

هغې د طالبانو له خوا د افغان ښځو د توقیف د لاملونو په اړه وویل، «ډیری قضیې په اړیکو پورې اړه لري. دا د یوې ښځې لپاره جرم دی چې خپل میړه پریږدي او ښځه د دې لپاره نیول کیدی شي او په عامه توګه په وهل کیږي.

د شکنجې پر وړاندې د بشري حقونو همغږي کوونکې نړیواله اداره ټینګار کوي چې نارینه په طالبانو د نیوکې او یا د دغې ډلې پر ضد د اعتراضونو په خاطر نیول کېږي او په زندانونو کې د شکنجې او د مرګ د ګواښونو راپورونه هم شته.

.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

نوی ډیلی په هند کې د طالبانو د استازي پر منلو غور کوي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۰
نوی ډیلی په هند کې د طالبانو د استازي پر منلو غور کوي
100%

هند په پام کې لري چې په ممبی کې د افغانستان د کونسلګرۍ دویم جنرال اکرام الدین کامل د طالبانو په استازیتوب ومني. د راپورونو له مخې، کامل په دې وروستیو کې په یوه عادي پاسپورټ هند ته تللی و.

د سنډې ګارډین په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې نوی ډیلی په پام کې لري له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د پراخولو په برخه کې د یوه مهم ګام په توګه په هند کې د دې ډلې استازی ومني.

د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو اکرام الدین کامل ته په ممبی کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د دویم سکرتر دنده په پام کې نیولې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د یوه ډېپلوماټ احتمالي منل له دې ډلې سره د هند د معاملې لپاره د نوي ډیلي "عملي چلند" څرګندوي. ورځپاڼه لیکي، چې بل ګام به د هند له خوا د طالبانو د ادارې په رسمیت پیژندل وي.

د طالبانو وړاندیز شوی استازی څوک دی؟

د سنډې ګارډین د راپور له مخې، اکرام الدین کامل، چې طالبانو په ممبی کې د افغانستان د دویمې کونسلګرۍ څوکۍ لپاره نومولی، د ډیلي د جنوبي اسیا له پوهنتون څخه دوکتورا اخستې ده.

د راپور له مخې، کامل د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته راستون شو او د دې ډلې د بهرنیو چارو په وزارت کې یې کار پیل کړ.

سرچینې سنډی ګارډین ته ویلي چې کامل اوس په عادي پاسپورت هند ته راستون شوی او په ممبی کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې مېشت دی.

د راپورونو له مخې، کامل به ډېپلوماتيک پاسپورټ ترلاسه کړي او په ممبی کې به د افغانستان د دويم جنرال کونسل په توګه وګومارل شي.

کامل او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو هند ته د دویم سکرتر د معرفي کېدو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي اکرام الدین کامل یو "هوښیار" سړی بللی.

د طالبانو او هند اړیکې مخ پر پراخېدو دي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نوي ډیلي هڅه وکړه چې له دې ډلې سره، چې د پاکستان دودیز متحد دی، خپلې اړیکې پراخې کړي.

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې د مشر جې پي سینګ وروستی سفر له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو د مخ پر ودې پرمختګونو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو ورځو کې جي پي سنګ او د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې جلا جلا کتنې وکړې چې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

هند په ډيلي او ممبی کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ هم هغو پخوانيو ډيپلوماټانو ته سپارلې چې له طالبانو سره يې همکاري کوله.

نوي ډیلي په کابل کې په خپل سفارت کې "تخنیکي" ټیم هم ساتلی دی.

د تېر کال په لیندۍ میاشت کې په حیدراباد کې د افغانستان کونسل جنرال سید محمد ابراهیم خېل اعلان وکړ، چې د هند د حکومت په غوښتنه یې په ممبی کې د افغانستان له پخوانۍ کونسلې ذکیې وردک سره په ډیلي کې د افغان سفارت کونسلي چارې پر غاړه اخستې دي.

ذکیه وردک د روان کال په غويي میاشت کې د ممبی په هوايي ډګر کې د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۵ کیلو ګرامو سرو زرو د قاچاق په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته له دندې استعفا وکړه.

په بغلان کې د طالبانو پولیسو ګرځنده موټرسایکل ګزمه پیل کړه

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۰
په بغلان کې د طالبانو پولیسو ګرځنده موټرسایکل ګزمه پیل کړه
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د دې ډلې د پولیسو قوماندانۍ د ګرځنده ګزمو لپاره موټرسایکل قطعه ​​جوړه کړې ده. دغه وزارت وايي، د موټرسایکل ګزمې قطعې په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د تامین په موخه عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن د یکشنبې په ورځ «د لړم۲۰مه» وویل، چې د بغلان امنیه قوماندانۍ د موټرسایکل ګزمې پولیس هم جوړ کړي دي.

طالبانو له دې وړاندې د بدخشان په ګډون د یو شمېر شمالي ولایتونو د پولیسو په قوماندانیو کې ګرځنده موټرسایکل ګزمې تنظیم کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د موټرسایکل پولیسو ګرځنده ګزمه به ډېر ژر نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

که څه هم وسله وال طالبان وايي چې دغه موټرسایکل قطعه د ښاریانو د امنیت د تامین په موخه د امنیه قوماندانۍ په جوړښت کې رامنځته شوې، خو ویل کیږي چې په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفو وسله والو ډلو له خوا د بریدونو له زیاتوالي وروسته طالبانو د مخنیوي تدابیر نیولي دي.

داسې رپوټونه هم دي، چې طالبانو د پخوانیو افغان پولیسو د موټرو د تېلو د ډېر لګښت له امله موټرسایکل قطعه د بدیل په توګه رامنځته کړې.

ملګرو ملتونو او د کار نړیوالې ادارې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ تړون لاسلیک کړ

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰
 ملګرو ملتونو او د کار نړیوالې ادارې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ تړون لاسلیک کړ
100%

د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان په افغانستان کې د کار له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا تړون د کوربه ټولنو د ملاتړ او راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه لاسلیک شوی.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰م) پر اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه تړون د کارموندنې له لارې د راستنېدونکو د ملاتړ، د ټولنیزو موخو لپاره د شرکتونو د پراختیا، مهارتونو زده کولو او بازار ته په لاسرسي کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی.

بل پلو د کار نړیوال اژانس وايي، چې نوی تړون د کوربه ټولنو، کورنیو بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، پیاوړتیا او خوندیتابه په برخه کې پر ګډې ژمنتیا ټینګار کوي.

په داسې حال کې چې یاد تړون کیدای شي د افغان راستنیدونکو او کوربه ټولنو ترمنځ د همکاریو لپاره یو مهم ګام وي، خو راستنېدونکي افغانان لا هم په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یوه کال کې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

له ایران او ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ويلي، چې دوی به د روان کال تر پایه له دغه هېواده شاوخوا دوه میلیونه «غیر قانوني بهرني اتباع» وباسي.

ایراني رسنۍ او چارواکي د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاروي.

افغان لوبغاړو د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې نور مډالونه وګټل

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰
افغان لوبغاړو د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې نور مډالونه وګټل
100%

د بدن د ښکلا فدراسیون وایي، چې افغان لوبغاړو نن يکشنبه په مالدیف کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې د برنزو مډالونه ګټلي دي. علي رضا اساهي او محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سیالیو کې او عبدالحلیم احمدي د ورزش او فزیک په برخه کې دغه مډالونه ګټلي.

علي رضا اساهي، چې پخوا یې د بدن د ښکلا په برخه کې د مثبت ۸۰ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ګټلی و، دا ځل یې د مثبت ۹۰ کیلو ګرامو په وزن کې د برونزو مډال وګاټه.

همدارنګه محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سياليو کې د ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې دریم مقام خپل کړ.

بل افغان لوبغاړی عبدالحلیم احمدي د ۱۸۰ سانتي متره قد کې د سپورټ فریک په برخه کې دریم ځای خپل کړ او د برونزو مډال يې وګاټه.

د افغان لوبډلې ۹ لوبغاړو په مالديف کې د بدن ښکلا، فزيک او فټنس په پنځلسم پړاو نړیوالو سياليو کې برخه اخیستې وه.

په دې سياليو کې افغان لوبغاړو یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو، درې د برونزو مډالونه او څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

دغه سيالۍ د ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټګوريو کې تر سره شوې.

100%

د ملي مقاومت جبهه: هرات کې مو د طالبانو د شپې ګزمې درې جنګیالي وژلي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰
د ملي مقاومت جبهه: هرات کې مو د طالبانو د شپې ګزمې درې جنګیالي وژلي
100%

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو وسله واله مخالفه ډله په هرات ولایت کې د طالبانو د شپې پر ګزمې برید کې د څلورو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ور کوي.

یاده جبهه وايي، دغه برید تېره شپه د لړم پر ۱۹مه د هرات په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو د شپې ګزمې پر یوه موټر شوی، چې په پایله کې یې درې تنه طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

یاده جبهه وايي، دغه برید د ۱۱مې ناحیې اړوند « شیدايي» سیمه کې شوی او یو میل وسله یې هم نیولې ده.

طالبانو تر اوسه ددغه برید پخلی نه دی کړی.